تاسې د وېب‌سایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېب‌سایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.

د وېب‌سایټ اصلي بڼې ته مې وروله

د وېب‌سایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.

د بریتانیا پاچا وايي دی او مېرمن یې په افغانستان کې د زلزلې په خبر خواشيني‌ دي

د بریتانیا پاچا درېیم چارلز په یوه رسمي پیغام کې د افغانستان په ختیځ کې د زلزلو له امله د مرګ ژوبلې په اړه خپله ژوره خواشیني او له ملکې کامېلا سره یوځای د خفګان احساس څرګند کړی دی.

لنډیز

  • پرله‌پسې زلزلې او پس‌لرزې: د ننګرهار او کونړ ولایتونه د اګست پر ۳۱مه د یوې سختې زلزلې او وروسته د سپتمبر پر دومه او څلورمه د دریو قوي پس‌لرزو له امله سخت زیانمن شول. لوړه مرګژوبله او ویجاړي یې درلوده.
  • انساني او مالي تلفات: تر اوسه د طالبانو حکومت د شمېرو له مخې ۲٬۲۰۵ کسان مړه شوي، له ۳٬۶۴۰ زیات ټپیان شوي، او ۶٬۷۰۰ کورونه ویجاړ شوي، چې شاوخوا ۸۴٬۰۰۰ کسان یې اغېزمن کړي دي.
  • د لاسرسي ستونزې: د مرستې رسونې پر مهال ځینې کارکوونکي د پس‌لرزو له امله ټپیان شوي، او د سړکونو بندښت د مرستو رسولو او اغېزمنو سیمو ته د تګ راتګ مخه نیولې وه.
  • بې‌ځایه شوي او غیر رسمي کمپونه: په کونړ ولایت کې د نورګل ولسوالۍ په شالت او زېري بابا کلیو کې زلزله‌ځپلو لپاره غیر رسمي کمپونه جوړ شوي، او راپورونه په پټان او خاص کونړ ولسوالیو کې هم د ورته کمپونو یادونه کوي.
  • پورتني معلومات د ملګرونو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (OCHA) له هغه رپوټ اخیستل شوي چې پرون (سپتمبر اوومه) خپور شوی دی.

ژوندی پوښښ

  1. د کونړ مزار دره؛ چې زلزلې تر ټولو ډېره ځپلې ده

    د افغانستان ختیځ‌ کونړ ولایت یوې هغې سیمې (مزار درې) ته د بي بي سي خبریال یما بارز ورغلی چې د تېرې یکشنبې شپږ درجې لزلزلې ویجاړي له نژدې وګوري. ښاغلی بارز وايي، دا سیمه زلزلې تر نورو هغو ډېره ځپلې ده.

    دی هغه کلي ته ورغلی چې شاوخوا ۳۰ کورنۍ پکې اوسېدې او په بشپړ ډول ویجاړ شوی او د مزار درې لیرې سیمو ته لا هم لاسرسی نه کېږي.

  2. وروستی, د طالبانو حکومت وايي، د کونړ په زلزله کې د مړو شوو شمېر تر ۱۴۰۰ واوښت

    په افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي چې د کونړ په زلزله کې د مړو شوو شمېر تر ۱۴۰۰ او د ټپيانو تر ۵۰۰۰ اوښتی دی.

    د طالبانو حکومت ویاند حمدالله فطرت پرخپله اېکس‌پاڼه لیکلي، "د کونړ ولایت په نورګل، څوکۍ، چپه‌دره، پېچ‌دره او وټپور ولسوالیو او ولایتي مرکز اسداباد کې تر دې مهاله د شهیدانو مجموعي شمېر ۱۴۱۱، د زخمیانو شمېر ۳۱۲۴ تنه او د تخریب شویو کورونو شمېر تر ۵۴۱۲رسېږي."

    ښاغلي فطرت همدا راز ویلي چې نن سې شنبه (سپتمبر ۲ / وږی ۱۱) هم په ټولو زیانمنو سیمو کې د ژغورنې عملیات روان دي او "په هغو سیمو کې چې الوتکو ناسته نشوای کولای، نن هلته لسګونه کامنډو ځواکونه د هوا لا لارې کوز کړل شوي چې زخمیان له خاورو راوباسي او مساعد ځای پورې یې ولېږدوي."

    د طالبانو حکومت همدا راز ویلي چې په خاص کونړ ولسوالۍ کې د بېړنیو مرستو او زلزله‌ځپلو ته د رسېدو لپاره یو پنډغالی یا کمپ هم جوړ شوی او دوه داسې مرکزونه هم چمتو شوي چې "د زخمیانو انتقالات، د شهیدانو تدفین او د پاتې کسانو د ژغورلو چارې اداره کوي."

    ښاغلي فطرت لیکلي چې تر اوسه بېلابیلو هېوادونو د خواخوږۍ پیغامونو تر څنګ له زلزله‌ځپلو سره مرستې هم اعلان کړې دي چې ځينې یې د "عاجلو مرستو کمېټې" ته سپارل شوې دي.

    د یادولو ده چې تر دې مخکې په افغانستان کې د طالبانو حکومت چارواکو او د ملګرو ملتونو ادارو ویلي وو چې په کونړ او ننګرهار کې د تېرې یکشنبې په ماخوستن (اګست ۳۱ / وږی ۹) د شوې مرګونې زلزلې له کبله لږ تر لږه ۸۰۰ تنه مړه شوي او ۲۵۰۰ نور ژوبل دي. خو اندېښنه یې څرګنده کړې وه چې ښايي دا شمېرې لوړې شي ځکه چې لا هم مرستندویان او ژغورونکي تر ویجاړیو د لاندې شوو کسانو په لټون لګیا دي.

  3. وروستی, پر خواله رسنیو زلزلې ته منسوب ځينې "جعلي عکسونه" لاس‌په‌لاس کېږي

    د بي‌بي‌سي وېریفای برخې په افغانستان کې د زلزلې په اړه د خپرېدونکو تصویرونو او ویډيوګانو د کره‌والي څېړلو په ترڅ کې دوه داسې عکسونه موندلي چې ډېر لاس‌په‌لاس شوي خو په اصل کې "جعلي" یا د مصنوعي ځيرکتیا پر مټ جوړ کړای شوي دي.

    د بي‌بي‌سي وېریفای څانګه وايي چې ،‌موږ ته د دغو عکسونو په اړه لومړی شک د تصویرونو رڼا یا رنګ راواچاوه چې طبعي او ریښتیا نه برېښېدل. بیا مو دغه دواړه عکسونه د SynthID په مرسته وڅېړل چې د ګوګل شبکې اېپ دی او جعلي عکسونه پېژندلی شي" هماغه وه چې دې اېپ وموندله چې دا عکسونه په "ګوګل اې‌ای" یا د مصنوعي ځيرکتیا په مرسته جوړ شوي دي.

    د دغو عکسونو د پلټلو پر مهال دا هم جوته شوه چې دا تصویرونه په پراخه کچه پر خواله رسنیو او ان ځينو نړیوالو رسنیو هم خپاره کړي دي.

    د دې معلومول ګران دي چې دا عکسونه لومړی ځل چا نشر کړل خو له تېرې شپې راهیسې یې وینو چې د اېکس او ټېکټاک ځینو کاروونکو هم پر خپلو اکاونټونو خپاره کړي دي.

  4. هند ۱۰۰۰ خیمې کابل ته استولي، د بهرنیو چارو وزیر یې وايي نورې مرستې به هم وکړي

    د هند د بهرنیو چارو وزیراېس جی شنکر وايي، د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو له وزیر امیر خان متقي سره یې ټلیفوني خبرې کړي او له زلزله ځپلو سره یې د مرستې ډاډ ورکړی.

    هغه پر خپله ایکس پاڼه لیکلي، هند له کابل کونړ ولایت ته خپل مرسته شوي د ۱۵ ټنو خوراکي توکو په لېږدولو کې هم مرسته کوي، هلته چې خلک د زلزلې له امله سخت زیانمن شوي دي او زیاته یې کړه چې هند به نور مرستندویه توکي هم واستوي.

    هغه وویل: "د ټپیانو د ژر رغېدو هیله کوم. هند په دې سخت وخت کې د افغانستان تر څنګ ولاړ دی."

  5. وروستی, ځايي رسنۍ: زلزلې له پاکستانه ایستل شویو کورنیو ته هم زیان اړولی

    له افغانستانه یوې ځايي رسنۍ 'طلوع نیوز' خبر ورکړی چې تازه زلزلې ځينې هغه کورنۍ هم زیانمنې کړې دي چې په دې وروستیو کې له پاکستانه خپل وطن ته په زوره ایستل شوې دي.

    د محمد اسلم په نوم له پاکستانه افغانستان ته ستون شوی یو سړی چې اوس د کونړ په غازي اباد کلي کې اوسېږي، طلوع نیوز ته ویلي چې د هغه د کورنۍ پنځه غړي په دې زلزله کې وژل شوي دي. هغه ویلي، "پر موږ ټولې کوټې راپرېوتې. د پلار او تره زامنو په ګډون مې د کورنۍ پنځه غړي پکې مړه شول."

    معلومه نه ده چې محمد اسلم په پاکستان کې په څه وړ شرایطو کې ژوند کاوه او څنګه بېرته خپل هېواد ته ګرځول شوی دی. خو ملګري ملتونه وايي چې پاکستان د روان کال په سر کې له دغه هېواده د هغو افغان کډوالو ایستلو ته زور ورکړ چې هلته د اوسېدو "قانوني اسناد" یې نه لرل.

    د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، په پاکستان کې تر ۳.۵ میلیونه ډېر افغانان اوسېږي. ځينې یې په ۲۰۲۱ کې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته هم پاکستان ته کډه شوي او یو شمېر بهرنیو هېوادونو ته د تلو په تکل هلته شپې سبا کوي. ځينې یې د امریکا، بریتانیا، جرمني او کاناډا په ګډون بېلابېلو هېوادونو ته لاړل خو ګڼ نور لا هم هلته بې‌ برخلیکه پاتې دي.

  6. په افغانستان کې د زلزلې او له کبله یې د روان وضعیت په اړه تر اوسه پر څه خبر یو؟

    • په افغانستان کې د طالبانو حکومت چارواکو او د ملګرو ملتونو ادارو ویلي چې په کونړ او ننګرهار کې د تېرې یکشنبې په ماخوستن (اګست ۳۱ / وږی ۹) د شوې مرګونې زلزلې له کبله تر اوسه لږ تر لږه ۸۰۰ تنه مړه شوي او ۲۵۰۰ نور ژوبل دي. مرستندویان او ژغورونکي لا هم تر ویجاړیو لاندې شوو کسانو په لټون او روغتونونو ته د ژوبلو پر لېږدولو بوخت دي.
    • د ریختر په کچه دا ۶.۲ ځواکمنه زلزله تر ځمکې لاندې اته کیلومتره (۵ مایله) ژوره شوې. دا ډول زلزله برسېرنه، تر ډېره خطرناکه او ویجاړوونکې بلل کېږي. دې زلزلې تر کابل او اسلام اباد پورې ودانۍ لړزولې دي.
    • زلزله د شپې داسې مهال شوې چې خلک ویده وو. د کونړ اوسېدونکې بس مرجانه چې د کورنۍ څو غړي یې په زلزله کې وژل شوي، د بي‌بي‌سي یما بارز ته ویلي چې په درانه خوب ویده وو چې ناڅاپه زلزله شوه او پر کورنۍ یې چت راپرېوت.
    • د افغانستان د ګاونډيو په ګډون بېلابېلو هېوادونو او شخصیتونو له زلزله ځپلو سره خواخوږي څرګنده کړې او یو شمېر هېوادونو له افغانستان او په ځانګړي ډول د زلزلې له قربانیانو سره د مرستې ټټر ډبولی دی.
    • د هند،‌ چین، سویس او بریتانیا په ګډون ځينو هېوادونو له زلزله ځپلو سره مرستې اعلان کړې دي. د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویاند احمد تکل وايي چې د هند په بېړنیو مرستو کې ۱۰۰۰ خیمې او ۱۵ ټنه خوراکي توکي شامل دي. د بريتانيا د بهرنيو چارو وزارت د زلزلې له قربانيانو سره د بېړنۍ يو ميليون پونډو (۱.۳ ميلیون ډالرو) مالي مرستې اعلان کړی او په اعلامیه کې یې ویلي چې دغه پیسې به د ملګرو ملتونو او سره صلیب نړیوالې ټولنې له لارې په ډېرو اغېزمنو سیمو کې په روغتيايي پاملرنې او بېړنيو توکو ولګول شي.
    • په افغانستان کې د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې حکومت یې سملاسي زلزله ځپلو ته د مرستو رسولو په موخه سل میلیونه افغانۍ ځانګړې کړې دي او په وینا یې، اړتیا ته په کتو د مرستو دا اندازه ډېرېدای شي. د طالبانو حکومت د کلیو بیارغونې او پراختیا وزیر ملا محمد یونس اخندزاده په مشرۍ زلزله ځپلو ته د رسېدو په موخه یوه کمېټه هم جوړه شوې ده.
    • په افغانستان کې زلزلې ولې ډېر ویجاړی رامنځ‌ته کوي؟ د بریتانیا د جیولوجیکي رېږد پېژندونکی ډاکتر بریان باپتي وایي، جاپان او د سویلي امریکا هېوادونو کې تر افغانستان ډېرې زلزلې کېږي "خو افغانستان ځکه زیانګالی دی چې ودانۍ یې د زلزلې پر وړاندې مقاومت نه لري."
  7. د کونړ په لرې پرتو سیمو کې لا هم د ژوندي پاتې شويو لټون روان دی

    د افغانستان له ختيځه راپورونه وايي، لا هم د کونړ لرې پرتو سیمو په کنډوالو کې د ژوندي پاتې شويو کسانو لټون روان دی.

    د کونړ ولايت د طبعي پېښو سره د مبارزې مشر احسان الله احسان ويلي، "ټوله شپه دژغورنې عمليات روان وو".

    نوموړي زياته کړې چې، "لا هم په لرې پرتو کليو کې ټپيان پاتې دي چې بايد روغتونونو ته ولېږدول شي."

    د طالبانو حکومت د چارواکو او د ملګرو ملتونو د ادارو په وینا په کونړ او ننګرهار کې د زلزلې له کبله لږ تر لږه ۸۰۰ تنه مړه شوي او ۲۵۰۰ تنه نور ټپيان دي.>

  8. د افغانستان ختيځ کې مرګونې زلزله: د ښځو د حالت په اړه له یوې ډاګترې سره خبرې

    د افغانستان په ختيځ کې زلزلې درنه مرګژوبله اړولې چې د نارينه وو او ماشومانو تر څنګ ګڼې مېرمنې هم ټپي او يا یې خپل ژوند بايللی دی.

    یو شمېر مېرمنې د چورلکو په واسطه روغتونونه ته لېږدول شوې خو ویل کېږي د نارينه وو پرتله یې شمېر کم دی داسې وېره ده چې ښایي مېرمنې د کلتوري دودونه له کبله ناوخته درملنه ترلاسه کړي. زموږ همکار يما بارز د سپین غر مومند روغتون له یوې ډاکترې نور سبا سره غږېدلی دی.

  9. بریتانيا له زلزله ځپلو سره د مرستې اعلان کړی

    د بريتانيا د بهرنيو چارو وزارت د افغانستان په ختيځ کې د زلزلې له قربانيانو سره د بېړنۍ يو ميليون پونډو (۱.۳ ميلیونه ډالرو) مالي مرستې اعلان کړی دی.

    د ياد هېواد د بهرنيو چارو وزارت په اعلاميه کې ويلي چې دغه پیسې به د ملګرو ملتونو د نفوس صندوق (يو اېن اېف پي) او نړيوال سره صليب (ای اېف ار سي) له لارې په ډېرو اغېزمنو سیمو کې په روغتيايي پاملرنې او بېړنيو توکو ولګول شي.

    په اعلاميه کې د بريتانيا د بهرنیو چارو د وزير ډېوډ لامي له خولي ويل شوي چې "دا بېړنۍ مرسته به زموږ له ملګرو سره مرسته وکړي چې خورا سختو ځپل شويو ته روغتيايي خدمتونه او بېړني توکي ورسوي."

  10. سويس وايي د افغانستان په ختيځ کې له زلزله ځپلو سره د مرستو لپاره چمتووالی نيسي. د ياد هېواد د بهرنيو چارو وزارت پر اېکس پاڼه لیکلي چې په کابل کې د خپلو بشري مرستو او همکاريو د دفتر له لارې به په زلزله ځپلو سيمو کې له خپلو همکارانو سره مرسته وکړي.

    سويس په پېښه د قربانيانو سره خواخوږي څرګنده کړې ده.

  11. د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتين په افغانستان کې له زلزله ځپلو سره خواخوږي څرګنده کړې ده. نوموړي پر ټولنيزو رسنيو ليکلي، "په دې سخت وخت کې موږ د افغان ملت، په ځانګړي ډول د کونړ او ننګرهار د خلکو سره په غم او تکليف کې شريک يوو".

    منظور پښتين د "لر او بر وطن ولسونو" او بهر مېشتو وګړو غږ کړی چې له زلزله ځپلیو سره مرسته وکړي.

  12. ميرويس عزيزي له زلزله ځپلو سره د "۵۰۰ ميليونه افغانيو" د مرستې اعلان کړی

    افغان پانګوال او د عزيزي بانک څښتن ميرويس عزيزي د افغانستان په ختيځ کې د زلزلې له کبله خواشيني څرګنده کړې او د دې پېښې له قربانيانو سره يې د " ۵۰۰ ميليونه افغانيو" د مرستې اعلان کړی دی.

    نوموړي پر اېکس لیکلي، "ما خپلو همکارانو ته په عزيزي بنسټ کې لارښوونه کړې ده چې د اړتياوو د سروې او ارزونې لپاره ژر تر ژره اغېزمنو سيمو ته سفر وکړي او د مرستو د وېش بهير هر څومره چې ژر کېدای شي پيل کړي."

  13. "په درانه خوب ويده وو چې ناڅاپه زلزله وشوه، د کور څو تنه مې ترخاورو لاندې شول"

    د کونړ اوسېدونکې بس مرجانې د کورنۍ څو تنه په وروستۍ زلزله کې له لاسه ورکړي دي.

    نوموړې چې خپله هم ټپي شوې وايي، په دارنه خوب ويده وو چې ناڅاپه زلزله وشوه او پر کورنۍ یې چت راپرېوت.

    زموږ همکار يما بارز ته یې خپله کیسه کړې ده.

    خبرداری: دا ويډيو خواشينونکې صحنې لري.

  14. په کونړ ولايت کې د څوکۍ ولسوالۍ د يوه اوسېدونکي د سترګو ليدلی حال: په يوه کلي کې مو لس قبرونه و کيندل

    د ماشومانو او ښځو د چيغو پر غږ راويښ شوم. کله مې چې کور ته وکتل دهلېر راپرېوتلی و. زلزله ډېره زوروره وه او داسې شپه وه لکه د قيامت شېبه.

    اولادونه مې په ما پورې نښتي وو او له وېرې يې ژړل. په هوا کې دوړې خپرې وې. ما مې په مور او پلار پسې نارې وهلې، د خدای فضل و موږ ټول خوندي وو خو ډېر مالي زيان راته اوښتی دی.

    له زلزلې سملاسي وروسته د موبايل شبکې بندې شوې، موږ له خپلوانو سره اړیکه نشوی نیولی. برېښنا نه وه یوازې د موبايلونو له څراغونو مو کار اخيست.

    له لومړۍ زلزلې وروسته مو هڅه وکړه لږ ارام وکړو خو بیا بله زلزله وشوه. دا د لومړۍ په څېر دومره زوروه نه وه خو بیا هم اغېز یې ډېر و. له دې وروسته مو پرېکړه وکړه چې له کورنو بهر ولاړ شو. بهر ته چې ووتلو هلته ډېر نور خلک هم راغونډ شوي وو. ټوله شپې د زلزلې ټکانونه محسوس کېدل.

    د سهار لمانځه پر مهال بله زوروره زلزله وشوه. د موبايل شبکې له بېرته فعالېدو سره خبر شو چې نژدې ولسوالیو کې ډېر زيان اوښتی دی. زموږ سره نژدې د نورګل ولسوالۍ په مزار دره او هلته بله دره کې ډېر زيان اوښتی و.

    په جوماتونو کې له خلکو سره د مرستې لپاره اعلانونه وشول، ويل یې ډېری کورنۍ په غم کې دي او د مړو خښولو کې مرستې ته اړتيا لري. زه هم ولاړم په يوه کلي کې مو لس قبرونه وکېندل. دا يوازې يو کلی و، د سړکونو بندېدو له کبله نورو کليو ته نشوای تللی خو ځینې خلک پلي روان شول.

    د حکومت چورلکې سهار راورسېدې او ټپيان يې له غرنیو سيمو عمومي سړک ته راښکته کړل او له هغه ځايه بيا په موټرونو کې کلينکونو ته لېږدول کېدل. د ژغورنې او مرستې عمليات ټوله ورځ روان وو.

    دلته د درانه غم چاپېريال خپور دی، برېښنا نشته، بازارونه ټوله ورځ تړلي وو. ځينو لرې پرتو سيمو ته چې په غرنيو سيمو کې دي لاهم لاسرسی نه کېږي.

  15. د ژغورنې هڅې روانې دي خو د هوا تياره کېدو سره له خنډ سره مخ شوې

    د افغانستان ختیځ د کونړ ولايت په لرې پرتو غرنیو سیمو کې مرستندویه کارکوونکي د ژغورنې هڅې کوي خو د هوا له تياره کېدو سره د ژغورنې هڅې له خنډ سره مخ شوې دي.

    د طالبانو حکومت چارواکي او د ملګرو ملتونو ادارې وايي په کونړ او ننګرهار ولایتونو کې له ۸۰۰ ډېر خلک وژل شوي او له ۲۵۰۰ زیات ټپیان دي.

    د ځمکې ښوېدنې او لارو بندېدو له کبله یو شمېر ټپيان د چورلکو په واسطه د کونړ مرکزي روغتون او پلازمېنې ته لېږدول شوي دي خو ويل کېږي لا هم په يو شمېر کلیو کې خلک تر کنډوالو لاندې بند پاتې دي.

    ملګري ملتونه وايي د دوی د ارزونې ۲۰ ټیمونه تر ټولو زیانمنو سیمو ته لېږل شوې دي.

  16. د افغانستان ختيځ کې زلزله: کومو سيمو کې ډېر زيان اوښتی دی؟

    د ملګرو ملتونو ادارې وايي د افغانستان په ختيځ کې د زلزلې له کبله له ۸۰۰ ډېر خلک مړه شوي دي. دا چې په کومو سيمو کې ډېر زيان اوښتی زموږ همکار سيد عبدالله نظامي يې په اړه معلومات ورکوي.

  17. د کرېکټ ملي لوبډلې له زلزله ځپلو سره د خواخوږۍ چوپتیا وکړه

    د افغان کرېکټ ملي لوبډلې لوبغاړي په افغانستان کې له زلزله ځپلو سره د خواخوږۍ لپاره د شارجې په کرېکټ لوبغالي کې له کوربه هېواد سره د خپلې دویمې لوبې په پیل کې د درناوي لپاره څو شېبې غلي پاتې شول.

    لوبغاړو د زلزله ځپلو کورنیو سره په ویرنه کې پر مټو یې تورې پټۍ لګولې وې.

    ډېرو لوبغاړو پر خواله رسنیو هم د خواخوږۍ پیغامونه خپاره کړي او له خلکو یې غوښتي چې د قرباني کورنیو لاسنیوی وکړي.

  18. د طالبانو حکومت چارواکي وايي، لومړیتوب د ټپیانو ژغورل دي, حفیظ الله معروف بي بي سي

    "د ویجاړۍ کچه د تصور وړ نه ده، ټول کلي ویجاړ شوي دي، ژورو غرنیو سیمو ته لارې لاهم تړلې دي. نو اوس، زموږ لپاره، لومړیتوب د کنډوالو لاندې مړي موندل نه دي، بلکې د ټپیانو سره اړیکه نیول دي."

    دا د کونړ ولایت د یو لوړ پوړي طالب چارواکي خبرې دي چې سختو ځپل شویو سیمو ته چورلکې تنظیموي.

    هغه وايي: "ډیر مړي د کنډوالو لاندې دي. موږ هرڅه کوو، خو دا ژر امکان نه لري.

    هغه زیاتوي: "ژغورونکي ډلې له ټپیانو سره د مرستې هڅې کوي، د پام وړ شمیریې د چورلکو په وسیله لېږد ته انتظار باسي ځکه چې د ځمکې ښویدنې له امله ډېر سړکونه تړلي دي.

  19. کورنۍ مې ویښه وه، زما هم شپه ویښه شوه, سید عبدالله نظامي بي بي سي

    ما لومړی خبر فېسبوک کې ولید چې خلکو زموږ له سیمې دوعاګانې کولې او د بدو خبرونو د پېښېد یې ویل، بېلابیل انځورونه خپاره وو.بیا مې پلار ته زنګ وواهه. هغه وویل موږ ماشومان ټول له خونو ویستلي دي او ویښ ناست یو.

    یوه ملګري ته مې د هغه د پوښتنې لپاره زنګ وواهه ویل یې، شفاخانه کې یم. له هرې خوا پر ټپيانو ډکې موټرې را روانې دي. بیا یې ځینې ویډیوګانې راولېږلې. د روغتون بېړنۍ څانګه کې ګڼه ګوڼه دومره وه چې فکر دې کاوه ټول کونړ دغه واړه روغتون ته ورغلی.

    له روغتون بهر ګڼ ځوانان د وینې ورکړې لپاره په نیمه شپه رسېدلي وو. ډاکټرانو راته پر ټلیفون وویل لسګونه ټپیان اسداباد روغتون راوړل شوي، دوی کې ډېر یې د پوهنتون زده کونکي وو. لوی شمېر یې وارخطایۍ کې له ودانۍ غورځېدلي وو. یو یې مړ و.

    لویه ویجاړي په غرنیو سیمو کې ده. د کونړ نورګل ولسوالۍ کې بشپړ کلي ویجاړ شوي. تر سهار هلته ژغورونکې ډلې ونه رسېدلې ځکه لارې بندې وې او د شپې مهال غرونو کې د چورلکو ناسته اسانه نه ده. نو ښايي ډېر خلک له دې امله مړه وي چې پر وخت ونه ژغورل شول او د خاورو او ډبرو لاندې پاتې شول.

    زه چې کله په نورو سیمو کې د زلزلو خبرونه ګورم کونړ مې سترګو ته ودرېږي، کلي ډېر ګڼ دي، خوا په خوا کورونه دي. که یوه ډبره له کوره خطا شي ترې لاندې لس نور کورونه زیانمنیږي. که غر وښوېږي، ګڼ خلک به ژوبل شي ځکه ډېر کلي د غرونو په لمنو کې ودان دي.

    کونړ یوه سختۍ غرنۍ سیمه ده، خلک یې ډ‌ېرې ځمکې نه لري، نه د کور جوړولو لپاره او نه هم د کر کیلې لپاره. ټولو کلیو او درو ته سړکونه نه دي تللي، داسې سیمې هم شته چې ورځې ورځې پلې مزل ورته کېږي. ټلیفوني پوښښ هم ټولو سیمو کې نشته.

    هسکو غرنیو او کلیوالو سیمو کې ښځې تر ډېره کروندو کې کار کوي، کورته د څښاک اوبو رسولو کې مرسته کوي. هر کلي او ان ځينو درو کې لا روغتیايي اسانۍ نشته.

    دې وروستیو کې له پاکستانه کډوال هم خپل ټاټوبي ته ستانه شوي، ځینو ما ته ویلي په یوه کوچني کور کې څو کډې دېره دي، په یوه خونه کې له لسو ډېر خلک بېدیږي.

  20. ناورین د انځور په ژبه: کونړ کې د زلزلې له امله خلک پر بیدیا پايي

    د کونړ په هغو سیمو کې چې زلزلې ځپلي، تر ډېره خلک په کروند کې له خپلو کورنیو سره مېشت دی.

    په ډېرو سیمو کې کورونه ویجاړ شوي، په ځینو کلیو کې هیڅ سپرپناه لا نه ده پاتې.

    د زلزلې له لومړیو ټکانونو وروسته ډېر خلک خپل کورونو ته ستانه هم نه شول، ځکه وېره وه چې ښايي نور ټکانونه به ویجاړي پېښه کړی.