وروستی, د طالبانو حکومت وايي، د کونړ ولایت زلزله کې د وژل شوو شمېر ۱۴۵۷ ته ورسېد
په افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي چې په کونړ ولایت کې د تېرې یکشنبې په ماخوستن (اګست ۳۱ / وږی ۹) شوې زلزله کې د وژل شوو شمېر تر ۱۴۵۰ او د ټپیانو تر ۳۳۰۰ اوښتی دی.
د طالبانو حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت د زلزلې د قربانیانو وروستۍ شمېرې خپرې کړې دي او ویلي یې دي چې، "تر دې مهاله د شهیدانو شمېر ۱۴۵۷ او د زخمیانو ۳۳۹۴ ته رسېدلی دی."
ښاغلي فطرت همدا راز لیکلي چې د زلزلې په ترڅ کې د ویجاړو شوو کورونو شمېر هم اوس "۶۷۸۲" ته رسېدلی دی.
"د ژغورنې عملیاتو لپاره ځينو هېوادونو خپل ټيمونه رالېږلي"
د طالبانو حکومت دغه ویاند پرخپله اېکسپاڼه لیکلي چې لا هم په سیمه کې د ژغورنې عملیات او هلته د مرستو لېږد دوام لري او ځينې ټپیان په الوتکو کې روغتونونو ته لېږدول شوي دي.
حمدالله فطرت همداراز لیکلي چې د ځينو نورو هېوادونو له لوري هم د ژغورنې مسلکي ټيمونه افغانستان ته لېږل شوي چې اوس په اغېزمنو سیمو کې د ژغورنې په عملیاتو کې برخه اخلي.
د ده په وینا، "د زلزلې سیمو ته تړل شوې لارې د تګ راتګ پر مخ خلاصې شوې دي او ټولې حکومتي ادارې د خلکو په ملتیا هڅه کوي چې متضررینو سره مرسته وکړي."
دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې رپوټونه وو چې د زلزلې له کبله زیانمنو شوو ځينو لرو پرتو سیمو ته لا هم د ورتګ ځمکنۍ لارې بندې پاتې دي.