تاسې د وېب‌سایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېب‌سایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.

د وېب‌سایټ اصلي بڼې ته مې وروله

د وېب‌سایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.

د بریتانیا پاچا وايي دی او مېرمن یې په افغانستان کې د زلزلې په خبر خواشيني‌ دي

د بریتانیا پاچا درېیم چارلز په یوه رسمي پیغام کې د افغانستان په ختیځ کې د زلزلو له امله د مرګ ژوبلې په اړه خپله ژوره خواشیني او له ملکې کامېلا سره یوځای د خفګان احساس څرګند کړی دی.

لنډیز

  • پرله‌پسې زلزلې او پس‌لرزې: د ننګرهار او کونړ ولایتونه د اګست پر ۳۱مه د یوې سختې زلزلې او وروسته د سپتمبر پر دومه او څلورمه د دریو قوي پس‌لرزو له امله سخت زیانمن شول. لوړه مرګژوبله او ویجاړي یې درلوده.
  • انساني او مالي تلفات: تر اوسه د طالبانو حکومت د شمېرو له مخې ۲٬۲۰۵ کسان مړه شوي، له ۳٬۶۴۰ زیات ټپیان شوي، او ۶٬۷۰۰ کورونه ویجاړ شوي، چې شاوخوا ۸۴٬۰۰۰ کسان یې اغېزمن کړي دي.
  • د لاسرسي ستونزې: د مرستې رسونې پر مهال ځینې کارکوونکي د پس‌لرزو له امله ټپیان شوي، او د سړکونو بندښت د مرستو رسولو او اغېزمنو سیمو ته د تګ راتګ مخه نیولې وه.
  • بې‌ځایه شوي او غیر رسمي کمپونه: په کونړ ولایت کې د نورګل ولسوالۍ په شالت او زېري بابا کلیو کې زلزله‌ځپلو لپاره غیر رسمي کمپونه جوړ شوي، او راپورونه په پټان او خاص کونړ ولسوالیو کې هم د ورته کمپونو یادونه کوي.
  • پورتني معلومات د ملګرونو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (OCHA) له هغه رپوټ اخیستل شوي چې پرون (سپتمبر اوومه) خپور شوی دی.

ژوندی پوښښ

  1. ملګرو ملتونو د افغانستان د زلزله ځپلو لپاره لس میلیونه ډالر ځانګړي کړل

    د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (OCHA) لس میلیونه ډالر د ختیځ افغانستان د ویجاړوونکي زلزله ځپلو د مرستې لپاره ځانګړي کړي دي.

    دا خونړۍ زلزله د تېرې یکشنبې په شپه وشوه چې د کونړ، لغمان، ننګرهار، نورستان او پنجشېر ولایتونه یې اغېزمن کړل، خو په کونړ کې تر ټولو ډېر تلفات او ورانۍ رامنځته شوې دي.

    د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند حدالله فطرت د پنجشنبې په ورځ وویل یوازې په کونړ ولایت کې د مړو شمېر ۲۲۰۵ تنو ته رسېدلی او ۳۶۴۰ نور ټپیان دي. د ژغورنې عملیات لا هم روان دي.

    په یوه خبري غونډه کې د ملګرو ملتونو ویاند سټیفن دوجاریک د ملګرو ملتونو د بیړنیو مرستو د همغږي کوونکي ټام فلېچر له قوله وویل له زلزلې څو ساعته وروسته OCHA له ګډو صندوقونو لس میلیونه ډالر د مرستو د پیل لپاره ځانګړي کړل.

    دوجاریک زیاته کړه: "فلېچر خبرداری ورکړ چې دا اندازه کافي نه ده او ټینګار یې وکړ که اوس نورې سرچینې برابرې نه شي نو کړاوونه به ډېر شي او لا ډېر خلک به مړه شي".

    بله خوا، د بنګله‌دېش بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی، چې د افغانستان زلزله‌ځپلو لپاره د دې هېواد د بشردوستانه مرستو جوپه کابل ته رسېدلې. دغه وزارت ویلي، چې بنګله‌دېش د افغانستان د خلکو ترڅنګ ولاړ دی.

  2. وروستی, له کونړه نن جمعه ماخوستن بیا د زلزلې رپوټونه ورکړل شوي

    له کونړه نن جمعه (سپتمبر ۵ / وږی ۱۴) ماخوستن د یوې بلې زلزلې رپوټونه هم ورکړل شوي دي.

    د امریکا د جیولوژيکي سروې ادارې د دې تازه زلزلې معلومات خپاره کړي او ویلي یې دي چې د اسعداباد په ۴۰ کیلومترۍ کې نن جمعه یو ځل بیا د ریختر په کچه ۵.۲ درجې زلزله شوې.

    دې ادارې د دې تازه زلزلې ژوروالی لس کیلومتره ښودلی دی.

    د ننګرهار د رسنیو دفتر هم پرخپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې هلته یې هم ټکانونه حس شوي دي.

    د دغه ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند سید طیب حماد د دې زلزلې وخت د ماخوستن څه کم لس بجې (۹:۵۶) ښودلی دی.

    معلومه نه ده چې دې تازه زلزلې خو به کوم زیان نه وي اړولي.

    د یادولو ده چې د تېرې یکشنبې په ماخوستن (اګست ۳۱/وږی ۹) له شوې خونړۍ زلزلې وروسته د کونړ، ننګرهار او لغمان په ګډون په بېلابېلو ولایتونو کې په پرله‌پسې ډول وقفه په وقفه زلزلې شوې او یا د زلزلو ټکانونه احساس شوي دي.

    د یکشنبې ماخوستن زلزله تر ټولو خونړۍ هغه بلل شوې او داسې مهال شوې چې خلک ویده وو. د طالبانو حکومت د شمېرو له مخې په هغه زلزله کې تر اوسه ۲۲۰۵ تنه وژل شوي او ۳۶۴۰ ژوبل شوي دي.

  3. کونړ کې د طالبانو مرستیال والي: د مړو را ایستل او د ټپیانو لېږد بهیر بشپړ شو

    په کونړ کې د طالبانو حکومت مرستیال والي وايي،‌ دغلته د زلزلې "ټول مړي را ایستل شوي" او روغتونونو ته د ټپیانو د لېږد بهیر هم بشپړ شوی دی.‌ د طالبانو حکومت مخکې اعلان کړی و چې څه باندې ۲۲۰۰کسان په دغه زلزله کې مړه شوي دي او زرګونه نور ټپیان دي.

    مولوي عبدالله حقاني زیاتوي، د زلزلو د ټکانونو له امله خلک په "وېره کې دی." نوموړي له حفیظ الله معروف سره په مرکه کې ویلي، اوس یې پام پر دې ورټول دی چې د نورو ممکنه ټکانونو له وېرې پاتې کورنۍ له ځپل شویو سیمو لنډمهالو کمپونو ته وباسي. ښاغلی حقاني وايي، اوس ټولو ځپل شویو سیمو ته خلک ته رسېدلي او ډېری سړکونه هم پرانیستل شوي دي. خو نوموړی زیاتوي، خلک لا هم وېره لري چې ښايي نورې زلزلې وشي.

    د طالبانو حکومتي‌ چارواکو اسعد اباد ته نژدې لنډمهالي پنډغالي جوړ کړي چې د غرونو له لمنو خلک را وباسي او دغه پنډغاړو ته یوسي.‌ خو په سیمه کې مرستندیوه رضاکارن وايي،‌ د ځپل شویو خلکو لپاره د سرپناه جوړول مهم دي ځکه د دوی په وینا ژمی نژدې دی.

  4. د طالبانو حکومت: د لټون او ژغورنې لږ تر لږه ۹۵ سلنه عملیات ترسره شوي

    په افغانستان کې د طالبانو د حکومت له طبیعي پېښو سره د مبارزې او غبرګون ملي اداره وايي چې د لټون او ژغورنې لږ تر لږه ۹۵ سلنه عملیات ترسره شوي او تمه کېږي چې په یوه یا دوو ورځو کې به بشپړ شي. د دغې ادارې ویاند محمد یوسف حماد بي بي سي ته وویل چې بل ګام یې د پېښې له امله د ویجاړ شويو کورونه سروې کول دي. د ښاغلي حماد په خبره اغېزمنې شوې کورنۍ به لنډمهاله خیمو ته ولېږدول شي او تر هغه به هلته مېشت وي چې نوي کورونه ورته جوړ شي.

    هغه زیاته کړه: "له طبیعي پېښو سره د مبارزې او غبرګون ملي ادارې بېلابېلې کمیټې جوړې کړي چې دنده یې د شهیدانو رااېستل او خښول دي.

    اوس مړي او ټپیان را اېستل شوي او ځینې ټپيان د ننګرهار او ځینې یې د کابل روغتونونو ته لېږدول شوي دي. د سیمې د تصفیې کار به یوه یا دوه ورځې نورې ونیسي چې په بشپړ ډول پای ته ورسېږي".

    د طالبانو حکومت وایي، د زلزلو له کبله تر شپږ زرو ډېر کورونه ویجاړ شوي. ښاغلی حماد وایي، د کورونو د جوړولو د لګښت پنځه یا لس سلنه به له طبیعي پېښو سره د مبارزې او غبرګون ملي اداره ورکوي او پاتې نور لګښت به یې نورې مرستندویه ادارې ورکړي.

  5. د روغتیا نړیوالې ادارې د افغانستان ختیځ لپاره د څلور میلیون ډالرو مرستې غوښتنه کړې

    په دې هېواد کې د تېرې یکشنبې له ویجاړوونکې زلزلې وروسته لا هم کله نا کله په ځینو برخو کې یې د زلزلې ټکانونه حس کېږي. د پنجشنبې او جمعې ورځو په زلزلو کې د رسمي شمېرو له مخې ځینې نور کسان هم ټپیان شوي دي.

    د همدغو زلزلو په تړاو یو شمېر نړیوالو هېوادونو له افغانستان سره خواخوږي ښودلې ده. د چین بهرنیو چارو وزیر هم په افغانستان کې د ویجاړونکې زلزلې په اړه خپله خواخوږي څرګنده کړې.

    روسیې د جمعې په ورځ وویل چې د تېرې اوونۍ له زورورې زلزلې وروسته یې افغانستان ته د بشري مرستو یوه بار وړونکې الوتکه لېږلې ده. هغه زلزله چې چارواکي وايي لږ تر لږه ۲۲۰۰ کسان یې وژلي دي. دې ناورین د راپورونو له مخې د افغانستان د روان بشري کړکېچ وضعیت لا ژور کړی دی.

    د روسیې د بېړنیو حالاتو وزارت ویلي چې د زلزلې له امله زیانمن شویو کسانو لپاره یې ۲۰ ټنه خوراکي توکي کابل ته رسولي دي.

    یاد وزارت پر ټولنیزو رسنیو ویلي: "د روسیې د فدراسیون د ولسمشر په لارښوونه، د بشري مرستو دویمه پلان شوې جوپه به په نږدې راتلونکي کې واستول شي."

    د روغتیا نړیوالې ادارې خبرداری ورکړی چې سیمه‌ییز روغتیایي خدمتونه "تر ډېر فشار لاندې دي" او د اکمالاتو، درملو او کارکوونکو له کمښت سره مخامخ دي.

    د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې مشر فیلیپو ګرانډي ویلي چې زلزلې د افغانستان په ختیځ کې "له ۵۰۰ زرو ډېر خلک اغېزمن کړي دي".

  6. ملګري ملتونه: د افغانستان په ختیځ کې په زلزلو کې څه باندې ۲۶۰ زره ماشومان اغېزمن شوي

    ملګري ملتونه وایي، د افغانستان په ختیځ کې په زلزلو کې شاوخوا ۲۸۰ ماشومان بې سرپرسته پاتې شوي او څه باندې ۲۶۰ زره ماشومان اغېزمن شوي دي. د ملګرو ملتونو په خبره زلزلو څه باندې پنځه زره کورونه ویجاړ کړي دي او ډېرې کورنۍ اړې دي چې په خیمو یا بیدیا کې شپې او ورځې تېرې کړي. ملګري ملتونه وایي، داسې کورنۍ هم شته چې هېڅ هم نه لري او د وریجو په زړو کڅوړو ویده کېږي.

  7. په کونړ کې د طالبانو والي ویاند: د تېرې شپې په زلزله کې یوه مېرمنه مړه شوې

    په کونړ کې د طالبانو ځایي مسوولین وایي، هلته د تېرې شپې د زلزلې له کبله تر دې دمه یوه مېرمنه مړه شوې ده. بلخوا د رسمې شمېرو له مخې تر دې دمه د ننګرهار د تېرې شپې په زلزله کې ۲۲ کسان ټپيان شوي دي. دغې زلزلې د ننګرهار دره نور ولسوالۍ مژګنډول، سٌتن او املې کليو کې خلکو ته مرګژوبله اړولې ده.

    مسوولین وایي، د زلزلې رامنځته کېدو سره سم د عامې روغتيا رياست د بېړنيو پېښو امبولانسونه او روغتيايي ډلې يادې ولسوالۍ ته ورسېدې چې د يو شمېر ټپيانو درملنه يې هملته وکړه. همدا راز يو شمېر ټپيان روغتيايي مرکزونو ته لېږدول شوي چې روغتيايي وضعيت يې د ډاډ وړ دی.د طالبانو حکومت په خبره تېره شپه د ریختر په کچه ۶.۵ درجه زلزله وشوه چې په دره نور او کوز کونړ ولسواليو کې یې ګڼ شمېر کورونه ونړول او يو شمېر ویجاړ کړل. خلک وایي، له دې ډېرې وېرې چې بیا زلزله ونه شي ټوله شپه یې په وېښه تېره کړې ده.

  8. وروستی, طبیعي پېښو ته د رسېدو اداره وايي چې تېره شپه د افغانستان په ۹ ولایتونو کې زلزله شوې

    په افغانستان کې د طالبانو حکومت 'له پېښو سره د مبارزې امادګۍ ملي اداره' د خپلو ولایتي ریاستونو د "لومړنیو رپوټونو" پر بنسټ وايي چې تېره شپه د کونړ په ګډون ۹ ولایتونو کې زلزله شوې ده.

    دې ادارې پرخپله اېکس‌پاڼه لیکلي، "تېره شپه په کابل، پروان، میدان وردګ، پنجشېر، کاپیسا، خوست، ننګرهار، لغمان او کونړ ولایتونو کې زلزله شوې ده" او په وینا یې، "دغه زلزله په ختیځو ولایتونو لکه ننګرهار، کونړ او لغمان کې ډېره شدیده وه."

    دې ادارې همداراز ویلي چې د ننګرهار ولایت په دوو او د کونړ په درو ولسوالیو کې زلزلې مالي زیانونه اړولي دي خو تر اوسه کوم ځاني زیان نه دی ثبت شوی.

    نن جمعه (سپتمبر ۵ / وږی ۱۴) د ننګرهار د رسنیو دفتر پرخپله اېکس‌پاڼه ولیکل چې "جلال اباد او څېرمه سیمې سهار شاوخوا شپږ بجې یو ځل بیا نسبتاً شدیدې زلزلې ولړزولې."

    د دې زلزلې ټکانونه د کابل، خوست او لغمان په ګډون د ګاونډي پاکستان په ځينو سیمو کې هم خلکو احساس کړي.

  9. وروستی, د افغانستان په ختیځ کې بیا زلزله شوې

    د افغانستان له ختیځه رپوټونه وايي چې نن جمعه (سپتمبر ۵ / وږی ۱۴) ځايي وخت سهار شاوخوا شپږ بجې بیا زلزله شوې.

    د ننګرهار د رسنیو دفتر پرخپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې "جلال اباد او شاوخوا سیمې سهار شاوخوا شپږ بجې یو ځل بیا نسبتاً شدیدې زلزلې ولړزولې."

    پر خواله رسنیو له کابل او خوسته هم ګڼو کسانو لیکلي چې د زلزلې ټکانونه یې احساس کړي دي.

    د امریکا د جیولوژيکي سروې ادارې هم پرخپله وېبپاڼه لیکلي چې د کونړ د اسعداباد د جنوب لوېديځ په ۳۹ کیلومترۍ کې د ریختر په کچه ۵.۲ درجې زلزله شوې. دې ادارې د دغې تازه زلزلې د ژوروالي کچه ۹.۱ کیلومتره ښودلې ده.

    دا هم د تېرو هغو غوندې برسېرنه ده او د زلزله‌پوهانو په باور، دومره برسېرنې زلزلې ډېرې خطرناکې او ویجاړوونکې وي.

    تر اوسه معلومه نه ده چې دې تازه زلزلې کوم مالي یا ځاني زیان اړولی دی او که نه.

  10. وروستی, د ماشومانو د ژغورنې بنسټ: مرګونې زلزلې ماشومان بې سرپرسته او وېرولي دي

    د ماشومانو د ژغورنې نړیوال بنسټ یا سېف د چېلډرن ویلي چې د افغانستان په ختیځ کې د زلزلې د ټکانونو پرله‌پسې څپې هغه ماشومان وېرولي چې په شاوخوا ۳۰ کلونو کې په تر ټولو مرګونې زلزلې کې یې کورنۍ وژل شوې او بې کوره شوي دي.

    د ماشومانو د خوندیتابه دغه بنسټ د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې ویلي چې په زلزله کې د شاوخوا ۲۸۰ ماشومانو میندې او پلرونه وژل شوي او ټولټال تر ۲۶۰ زرو ډېر کوچنیان یې اغېزمن کړي دي.

    دغه بنسټ همدا راز ویلي چې په وروستۍ سخته زلزله کې تر ۵۰۰۰ زرو ډېر کورونه ویجاړ شوي چې ماشومان او د هغوی کورنۍ یې په خېمو او یا تر شنه اسمان لاندې ژوند کولو ته اړ کړي دي؛ هغه هم په داسې حالت کې چې ځینې یې د وریجو له زړو بوجیو د بسترو په توګه کار اخلي.

    د طالبانو حکومت که څه هم داسې شمېر نه دي ورکړي چې په وروستیو زلزلو کې په ټوله کې ماشومانو ته څومره زیان اوښتی دی خو ویلي یې دي چې ۲۲۰۵ تنه پکې وژل شوي او ۳۶۴۰ نور ژوبل دي.

  11. وروستی, د طالبانو حکومت وايي چې ترکمنستان او ایران له زلزله‌ځپلو سره د مرستو ژمنه کړې

    په افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي چې ترکمنستان او ایران هم له زلزله‌ځپلو سره د مرستو ژمنه کړې ده.

    د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې مولوي امیرخان متقي د دواړو هېوادونو له وزیرانو سره ټلیفوني خبرې کړې دي او هغوی له زلزله‌ځپلو سره د مرستو ژمنه کړې ده.

    د بهرنیو چارو وزارت پرخپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر رشید مردوف په زلزله کې په اوښتي زیان خواشيني او له قربانیانو سره خواخوږي څرګنده کړې او ویلي یې دي چې د ترکمنستان د "ملي رهبر" قربانعلي بیردي محدودف د خیریه بنسټ له لوري به له زلزله‌ځپلو سره بېړنۍ بشري مرستې د طالبانو حکومت ته وسپاري چې پوښاک، خېمې، درمل او خواړه پکې شامل دي.

    د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت پر اېکس‌‌پاڼه همدا راز لیکلي چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر ډاکټر سید عباس عراقچي هم له ښاغلي متقي سره په ټلیفوني خبرو کې د کونړ له زلزله‌ځپلو سره خواخوږي څرګنده کړې او "د اړتیا وړ بشري مرستو ډاډ یې ورکړی دی."

    د کونړ له زلزله‌ځپلو سره د بهرنیو هېوادونو د مرستو لړۍ داسې مهال روانه ده چې د طالبانو حکومت ویلي‌ چې په زلزله کې د وژل شوو شمېر ۲۲۰۵ او د ټپيانو ۳۶۴۰ ته رسېدلی دی.

    تېر ماښام هم د افغانستان د ختیځ له بېلابېلو سیمو ځینو عیني شاهدانو بي‌بي‌سي ته وویل چې کونړ، ننګرهار او لغمان ولایتونه یوې بلې زلزلې لړزولي دي.

    د کونړ ولایتي روغتون کې روغتياپالانو بي‌بي‌سي ته وویل چې ۱۷ ټپیان اسداباد روغتون ته ور وړل شوي دي خو نور جزیات لا په لاس کې نه شته چې دې تازه زلزلې څومره مالي یا ځاني زیان اړولی دی.

  12. د تازه زلزلې له امله یو شمېر کسان روغتونونو ته وړل شوي

    د افغانستان په ختیځ کې له بېلابېلو سیمو عیني شاهدانو بي بي سي ته ویلي، ماښام ناوخته کونړ، ننګرهار او لغمان ولایتونه یوې سختې زلزلې لړزولي.

    د کونړ ولایتي روغتون کې روغتياپالانو بي بي سي ته ویلي، ۱۷ ټپیان اسداباد روغتون ته ور وړل شوي دي. دوی کې ډېر یې د وارخطایۍ له امله له ودانیو غورځېدلي دي.

    د کونړ په ماڼوګۍ او چپه دره کې سیمه ییزو خلکو ویلي، د زلزلې له ټکانونو وروسته کورنۍ له کورنو وتلي او پر بیدیا یې اړولي له دې ډاره چې ښايي د زلزلې نور ټکانونه وي.

    د فرانسې خبري اژانس رپوټ ورکړی چې وروستۍ زلزله د ریختر په کچه شپږ اعشاریه دوه درجې وه او مرکزیت یې د افغانستان ختیځې غرنۍ سیمې وې.

  13. نوبهار: 'د کورنۍ د غړو مړینې هومره بې‌سېکه کړی یم چې راپاڅم ولوېږم'

    هغه کسان چې د کونړ له مرګونې زلزلې ژوندي پاتې شوي وايي د خپلو عزیزانو له لاسه ورکول او د کورونو ورانېدل یې له رواني ستونزو سره مخامخ کړي دي.

    د اسد اباد په یوه روغتون کې د کونړ ولایت د زلزلې د اغېزمنو کورنیو داسې غړي بستري دي چې تنکي ماشومان او میندې یې له لاسه ورکړې دي.‌ په دوی کې یو تن نوبهار نومېږي وايي،‌ دوه بچیان، مور او دوه خویندې او دوه وروڼه یې زلزله کې مړه شوي.

    وايي‌ زلزله کې یې د کورنۍ ۲۲ کسان مړه شوي او یوازې څلور تنه یې د کورنۍ ژوندي پاتې شوي او په زلزله کې ټپي شوې مېرمن یې روغتون کې بستر ده، چې د کورنۍ غړو او بچیانو مړینې یې پر رواني حالت خورا اغېز کړی او د خبرو توان نه لري.

    نوبهار وايي، د کورنۍ د غړو او مور مړینې دومره بې‌سېکه کړی چې راپاڅي د کېناستو نه وي او لوېږي.

    له دې غمجنې کورنۍ او د قربانیانو له نورو خپلوانو سره یما بارز خبرې کړې دي.

  14. وروستی, د طالبانو حکومت وايي، د کونړ ولایت زلزله کې د وژل شوو شمېر له ۲۲۰۰ اوښتی

    په افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي، اوس د هغو کسانو شمېر چې د یکشنبې په ورځ افغانستان کې د زلزلې له امله مړه شوي، له دوه زرو او دوه سوه کسانو اوښتی دی.‌

    د ټپیانو شمېر له درې نیم زره کسانو زیات شوی دی. د ژغورنې چارې لا هم روانې دي، خو د ځمکې ښویېدنې او د سړکونو بندېدو له امله هڅې ستونزمنې شوې دي.

    غرنیز کونړ ولایت تر ټولو زیات زیانمن شوی دی؛ ملګري ملتونه وايي چې سلګونه زره خلک ښایي اغېزمن شوي وي.

    د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرات د پنجشنبې په ورځ پر اېکس لیکلي: "د کونړ په نورګل ولسوالۍ مزار درې د څوکۍ ولسوالۍ ډيوه ګل درې، چپې درې، او ماڼوګي ولسوالۍ په زلزله ځپلو ساحو کې تر دې دمه په ويجاړو شويو کورونو کي د پلټنې او ژغورنې په عملياتو کې د سلګونو شهيدانو جسدونه را ايستل شوي چې له دې سره د ټولو شهيدانو شمېر ۲۲۰۵ ته او د زخميانو ۳۶۴۰ ته پورته شوی.

    د ژغورنې او پلټنې هڅې لا هم دوام لري، په مختلفو سيمو کي خلکو ته خيمې نصب شوې او د لومړنيو او عاجلو مرستو انتقال په منظم شکل جريان لري."

  15. وروستی, اروپايي ټولنې د افغانستان له زلزله‌ځپلو سره یو میلیون یورو بشري مرسته اعلان کړې

    اروپایي ټولنې د افغانستان د وروستۍ زلزلې له اغېزمنو شویو خلکو سره یو میلیون یورو او ۱۳۰ ټنه د خوراکي توکو مرسته اعلان کړې ده.

    د افغانستان په ختیځ کې له سختې زلزلې وروسته، اروپایي ټولنې د ۱ میلیون یورو بېړنۍ بشري مرستې منظوري اعلان کړې چې و د اغېزمنو شویو خلکو تر ټولو بېړنۍ اړتیاوې پوره شي. دغه پیسې به هغو بشري شریکانو ته ورکړل شي چې لا له وړاندې په سیمه کې د مرستو په عملیاتو بوخت دي.

    سربېره پر دې، اروپایي ټولنه به شاوخوا ۱۳۰ ټنه مرسته شوي توکي له خپلو بشري زېرمو ورکړي. په دغو توکو کې بنسټیزې اړتیاوې لکه خېمې او نور د سرپناه وسایل، جامې، طبي توکي او د اوبو د پاکولو وسایل شامل دي. دغه مرستې به د اروپایي ټولنې په مالي ملاتړ د دوو بشري الوتنو له لارې، چې تمه ده د همدې اونۍ په وروستیو کې کابل ته وشي، ولېږدول شي.

    سربېره پردې، اروپایي ټولنې د کوپرنیکس سپوږمکۍ خدمت فعال کړی چې د بېړنیو نقشو په جوړولو کې مرسته وکړي چې د مرستو په رسولو کې به ګټورې وي.

    اروپایي ټولنه له ۲۰۲۱ کال راهیسې افغانستان ته بشري الوتنې تنظیموي، چې څو یې د ۲۰۲۳ د هرات له مرګونې زلزلې وروسته ترسره شوې وې. تر دې دمه دغه الوتنو نژدې ۲۰۰۰ ټنه د ژوند ژغورونکي توکي لېږدولي دي.

    د اروپايي ټولنې د برابرۍ، چمتووالي او کړکېچ د مدیریت کمېشنرې خدیجه لبیب ویلي "لکه څنګه چې په افغانستان کې دا نوې زلزله لا له وړاندې سخت بشري وضعیت نور هم پېچلی کوي، اروپایي ټولنه د مرستې لپاره ګام پورته کوي. لکه څنګه چې د ۲۰۲۳ کال له مرګونې زلزلې وروسته مو مرسته وکړه، اروپایي ټولنه په خپل ټول توان د اړتیا وړ مرستې د اغېزمنو شویو خلکو د ملاتړ لپاره راجذبوي".

    د افغانستان له زلزله ځپلو سره ایرلنډ پنځه لکه یورو مرسته کوي

    د ایرلنډ حکومت وايي د افغانستان د زلزله ځپلو د بشري مرستو د هڅو د ملاتړ لپاره به ۵۰۰ زره یورو ولېږي. ایرلنډ وايي دا مرسته به د سور صلیب له لارې د زلزلې له اغېزمنو شویو تر لاسونو ورسوي چې بېړني خواړه، اوبه، روغتیايي خدمتونه او نورې عاجلې اړتیاوې یې پوره شي.

    دغه مرسته د ایرلنډ د مرستیال لومړي وزیر سایمن هرېس له خوا اعلان شوه او وویل "دې زلزلې بشپړه ویجاړۍ رامنځته کړې ده. د مرستو عملیات به خورا ستونزمن وي، ځکه سیمه غرنۍ او لیرې ده. د ځمکې ښویېدو او د سړکونو د بندېدو له امله به ځینو سیمو ته د رسېدو لپاره وخت ته اړتیا وي".

    نوموړی وايي، په بېړنۍ توګه اړتیا ده چې نړیواله ټولنه د مرستو په رسولو کې مرسته وکړي، چې خلک تر ټولو ژر اړینې مرستې ترلاسه کړي. دا مرسته به د ایرلنډ له لوري د هغو خلکو لپاره بنسټیزې خو د ژوند ژغورونکې مرستې برابرې کړي چې هر څه یې له لاسه ورکړي دي.

    ایرلنډ له دې مخکې درې میلیونه یورو د ملګرو ملتونو د افغانستان د بشري مرستو صندوق ته ورکړي دي او یو میلیون یورو یې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ (UNHCR) ته د افغانستان د کډوالو د سیمه‌ییزې پروژې لپاره ځانګړي کړي دي، چې په ګاونډیو هېوادونو کې د کډوالو او کوربه ټولنو ملاتړ وشي.

  16. ملګرو ملتونو د افغانستان زلزله ځپلو ته ۵ میلیون ډالر ځانګړي کړي

    په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ 'یوناما' ویلي، ملګرو ملتونو په افغانستان کې له زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره تر دې دمه ۵ میلیونه ډالر ځانګړي کړي او له ۱۴۰۰ د ډېرو کسانو مړینې ته په کتو د نورو مرستو غوښته کوي.

    دا مرستې د ملګرو ملتونو د بېړنیو حالاتو دصندوق یا (CERF) په همکارۍ د ملګرو ملتونو او شریکانو له لوري ځانګړې شوې دي.

    دغه اداره وايي، په افغانستان کې به ملګري ملتونه له خلکو سره د مرستې لپاره هېڅ ډول هڅه ونه سپموي خو اوسنی بشري مالي ملاتړ د اړمنو خلکو د اړتیاوو پوره کولو لپاره بسنه نه کوي. سرمنشي د نورو بشردوستانه مرستو د برابرولو غوښتنه کوي چې دې بشري ناورین ته سملاسي ځواب وویل شي.

    د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرېش وایي: "ملګري ملتونه او زموږ همکاران د بېړنيو مرستو د چمتووالي غوښتنه کوي او د ملګرو ملتونو د بېړنیو مرستو له صندوقه لومړني ۵ ملیون ډالر ورکړل شوي دي."

    د طالبانو د کونړ زلزله کې د مړو شویو شمېر ۱۴۵۷ او د ټپیانو شمېر ۳۳۹۴ اعلان کړی دی، خو یوناما وايي، کله چې ژغورنډلې لیرې پرتو او غرنیو اغېزمنو شویو سیمو ته ورسېږي، د تلفاتو شمېر به لا زیات شي.

  17. افغاني سرې میاشتې د دېوه‌ګل له بې‌‌کوره خلکو سره د ۵۰ خېمو مرسته کړې

    افغاني سره میاشت وايي، د کونړ وروستۍ زلزلې له ۵۰ اغېزمنو کورنیو سره یې د موقتي سرپنا برابرولو کې مرسته کړې ده.

    دغه اداره وايي، دا مرسته د کونړ څوکۍ ولسوالۍ دیوه‌ګل دره کې له هغو اغېزمنو کورنیو سره شوې،‌ چې کورونه یې په بشپړه توګه ویجاړ شوي وو.

    دغو بې‌سرپنا خلکو ته ۵۰ خېمې لګول شوې دي.

    بله خوا، له پېښو سره د مبارزې او چمتووالي ملي ادارې ویلي، سم لاسي یې په کونړ ولایت کې د هغو اغېزمنو وګړو لپاره د لنډمهاله استوګنو برابرولو د خېمو درولو لړۍ پیل کړې چې کورونه یې بشپړ نړېدلي یا د نورو زلزلو له ګواښ سره مخامخ دي.

  18. وروستی, جلال‌اباد کې ۴،۷ درجې زلزله وشوه

    د افغانستان ختیځ ننګرهار ولایت د رسنیو دفتر وايي، د پنجشنبې په ورځ د سهار په ۹:۵۲ بجو د ننګرهار مرکز جلال‌اباد ښار په ۱۳ کيلومترۍ کې زلزله رامنځته شوه.

    د امریکا متحده ایالتونو د "ځمکې پېژندنې" اداره وايي، په ننګرهار ولایت کې د رېښتر په کچه د تازه زلزلې درجه ۴،۷ وه او ژوروالی یې لس کیلومتره اټکل شوی دی.‌

    د تازه زلزلې زيانونو په اړه تر اوسه معلومات نه دي ترلاسه شوي.

  19. وروستی, د طالبانو حکومت وايي د کونړ په زلزله کې له ویجاړیو نور مړي هم رایستل شوي

    په افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي چې تېره شپه په سیمه کې له ویجاړیو لا نور مړي رایستل شوي چې د وژل شوو شمېر ورسره ډېر شوی دی.

    د طالبانو حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې، "د پرون چهارشنبې تر ناوخته د سیمې په ویجاړو شوو کورونو کې د پلټنې او ژغورنې عملیاتو په دوام د شهیدانو د جسدونو په رایستلو سره د پېښې د قربانیانو ارقام هم زیات شوي دي" خو هغه تازه شمېرې نه دي په ډاګه کړې چې دا شمېر اوس څومره ختلی دی.

    شاوخوا ۱۷ ساعته مخکې چې ښاغلي فطرت کومې شمېرې شریکې کړې وې، د هغوی له مخې د کونړ په زلزله کې تر هغه دمه د وژل شوو شمېر "۱۴۵۷" او د ټپيانو "۳۳۹۴" ښودل شوی دی.

    پر خواله رسنیو ځينې داسې معلومات هم خپاره شوي چې دا شمېرې څو برابره لوړې ښيي خو حمدالله فطرت یې په اړه ویلي چې د ځينو "نامسؤلو" کسانو له لوري د مرګ‌ژوبلې "ډېر لوړ ارقام شریک شوي چې حقیقت نه لري او موږ یې نه تاییدوو."

  20. وروستی, قطر وايي چې افغانستان ته یې څلورو الوتکو بېړنۍ مرستې رسولې دي

    د قطر د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د دغه هېواد د امیر شیخ تمیم بن حمد الثاني له "لارښوونو" سره سم د قطر 'امیري هوايي ځواک' څلورو الوتکو کابل ته بېړنۍ بشري مرستې رسولې دي.

    دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په دغو مرستو کې د خوړو، طبي توکو او د سرپناه وسایلو تر څنګ دوه ساحوي روغتونونه هم شامل دي او په وینا یې، دا مرستې د قطر د پراختیايي صندوق لخوا د شاوخوا ۱۱ زرو کسانو لپاره چمتو شوې دي.

    په اعلامیه کې راغلي چې دا کومک د قطر دولت له لوري د افغانستان په ختیځ کې د زلزلې له امله "د افغان وروڼو د کړاوونو کمولو لپاره" ترسره کېږي.

    افغانستان ته د قطر د بشري مرستو رسولو پلاوي مشري د دغه هېواد د نړیوالو همکاریو په برخه کې د دولت وزیرې ډاکټر مریم بنت علي بن ناصر المسند کوله. له هغې سره په دې سفر کې د قطر د بهرنیو چارو وزارت، د دغه هېواد د وسله‌والو او د کورني امنیت ځواکونو د استازو تر څنګ د نړیوالې پلټنې او ژغورنې ډله او د قطر د پراختیايي صندوق استازي هم ورسره وو.

    قطر ویلي چې دا مرسته یې له افغانانو سره د دوامداره ملاتړ ښکارندويي او د طبیعي پېښو له اغېزمنو سره ملاتړ ته ژمنتیا ښيي.

    وړمه ورځ (سپتمبر ۲ / وږی ۱۱) په افغانستان کې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت هم په یوه خبرپاڼه کې ویلي وو چې اغلې مریم بنت علي ناصر المسند له مولوي امیرخان متقي سره ټلیفوني خبرې کړې دي او په کونړ او څېرمه ولایتونو کې یې په وروستیو زلزلو کې د اوښتې مرګ‌ژوبلې په اړه خواخوږي څرګنده کړې او د مرستې چمتووالی یې ښودلی دی.

    پاکستان د افغانستان زلزله ځپلو ته مرسته لېږي

    د پاکستان د افتونو سمبالولو لپاره ملي ادارې یا اين ډي اېم اې له خوا د افغانستان د وروستي خونړۍ زلزلې د اغېزمنو لپاره ۱۰۵ ټنه د مرستو توکي لېږل کېږي.

    په مرستو کې د راشن کڅوړې، خېمې، کمپلې، فرشونه او درمل شامل دي.دغه مرستې د ۴۰ فوټه کانتینر لرونکو پنځو لاریو له لارې د تورخم له پولې افغانستان ته لېږل کېږي.

    د توکو د لېږد غونډه د سپټمبر پر ۳مه په اسلام‌اباد کې د اين ډي اېم اې په ګودام کې ترسره شوه.په غونډه کې د ځانګړي مېلمه په توګه د فدرالي وزير ښاغلي داس کوهستاني ترڅنګ د اين ډي اېم اې او د بهرنيو چارو وزارت افسرانو ګډون وکړ.