چین وايي، هڅه کوي د افغانستان او پاکستان تر منځ تاوتریخوالی راکم کړي

په افغانستان کې د طالبانو حکومت او پاکستان تر منځ د وروستي تاوتریخوالي له پيلېدو راهيسې نژدې هره ورځ د ډيورنډ کرښې په اوږدو کې د سختو نښتو راپورونه ورکول کېدل چې دواړو خواو په کې يوه بل ته د درنې مرګژوبلې اړولو ادعاوې کولې. خو د يکشنبې په ورځ د تازه نښتو راپورونه نه دي ورکړل شوي او داسې ښکاري چې د ډيورنډ کرښې په اوږدو کې کومه نښته نه ده شوې. یوازې د طالبانو حکومت له خوا د ننګرهار په لعلپوره ولسوالۍ کې د یوې ډرون الوتکې د نسکورېدو خبره شوې وه.

لنډیز

  • د يکشنبې په ورځ په افغانستان کې د طالبانو حکومت او پاکستاني پوځ تر منځ د نښتو راپورونه نه وو.
  • مولوي یعقوب مجاهد: که پر کابل برید کېږي، پر اسلام اباد به برید وشي
  • د طالبان حکومت: د افغانستان پر بېلابېلو سیمو د پاکستان بریدونو کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې
  • ملګري ملتونه: د پاکستان بریدونو کې ۱۸۵ ولسي افغانانو ته مرګژوبله اوښتې
  • د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د پاکستان د بریدونو پراخ لاریونونه شوي دي
  • د طالبانو حکومت وايي تېره شپه یې د شپږو ولایتونو په استقامت د پاکستاني ځواکونو پر پوستو او پوځي مرکزونو بریدونه کړي
  • د دغه وزارت ویاند عنایت‌الله خوارزمي ادعا کوي چې په دغو بریدونو کې یې ۱۰۹ پاکستاني سرتېري وژلي او ۱۴۸ نور ټپي کړي دي

ژوندی پوښښ

  1. جنرال احمد شریف: عملیات به د پاکستان د ملکي مشرتابه د حکم له مخې جاري وي

    جي‌ایچ‌کیو

    د عکس سرچینه، APP

    د پاکستان پوځ ویاند وویل، چې په کابل، کندهار او پکتیکا کې یې د تېرې شپې هوايي بریدونو کې د طالبانو حکومت اړوند نظامي اهداف په نښه کړي دي.

    جنرال احمد شریف وویل، په دغو بریدونو کې یې د "ترهګرو پټنځایونه او د وسلو زېرمتونونه" لمنځه وړي.

    هغه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې عملیات به د لومړي وزیر او ملکي مشرتابه د حکم له مخې جاري وي.

    د پاکستان د پوځ ویاند یو ځل بیا دا خبره تکرار کړه چې د طالبانو حکومت باید د پاکستان او ترهګرو ډلو ترمنځ یو انتخاب کړي.

    هغه همدا دا هم وویل چې په پکتیکا او ننګرهار کې یې د تېرې یکشنبې شپې هوايي بریدونو کې د وسله‌والو پټنځایونه په نښه کړي وو او دا چې هغو بریدونو کې ملکي‌ مرګژوبله نه ده اوښتې.

    د یادونې ده چې په ننګرهار کې د پاکستان پوځ د یکشنبې بریدونو کې د یوې کورنۍ د ۱۸ غړو د وژل کېدو خبر ورکړی شوی وو.

  2. وروستی, د پاکستان پوځ د افغان طالبانو بریدونو کې د خپلو ۱۲ پوځیانو د وژل کېدو پخلی وکړ

    احمد شریف

    د عکس سرچینه، APP

    د پاکستان پوځ ویاند جنرال احمد شریف چوهدري وايي، له افغان طالبانو سره په نښتو کې د دوی ۱۲ پوځيان وژل شوي، ۲۷ ټپیان، او یو تری‌تم شوی دی.‌

    هغه وویل، افغان طالبانو پاکستان ۱۵ سیمو کې پر ۵۳ ځایونو ډزې او بریدونه کړي.

    نوموړي تور پورې کړی، چې له افغان طالبانو سره په دغو بریدونو کې د پاکستاني طالبانو تحریک (ټي‌ټي‌پي) ملاتړ هم و.

    هغه د جمعې پر ورځ یوه خبري کنفرانس کې ادعا وکړه چې د دوی په کارنده ځوابي اقداماتو کې د افغان لوري ۲۷۴ تنه وژل شوي او له ۴۰۰ ډېر نور ټپیان دي.

    دا په داسې حال کې ده چې تر دې ورمخکې د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد له تېرې شپې راهیسې روانو نښتو او بریدونو کې خپل اړخ ته د ۱۲ سرتېرو د وژل کېدو او ۲۲ نورو د ټپي کېدو پخلی کړی و.

    بي‌بي‌سي دواړو غاړو ته د اوښتې مرګژوبلې کره شمېر په خپلواک ډول نشي تاییدولی.

    د پاکستان د پوځ ویاند وویل چې د دوی ځوابي اقداماتو کې د افغانستان ۷۳ پوستې، ۱۱۵ ټانکونه او زغره‌وال ګاډي لمنځه وړل شوي دي.

    هغه ادعا وکړه چې د افغان لوري ۱۸ پوستې اوس هم د دوی په ولکه کې دي.

    بي‌بي‌سي دا ادعا هم په خپلواک ډول نه شي تاییدولی.

  3. مجاهد: "موږ یوازې د خپل مشروع دفاع حق کارولی، اوس هم په خبرو د ستونزې حل غواړو"

    ذبیح الله مجاهد

    د عکس سرچینه، Taliban

    د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د جمعې په ورځ یوه کنفرانس کې وویل، دوی له ګاونډیو او د نړۍ له ټولو هېوادونو سره د ښو او مثبتو اړیکو غوښتونکي دي او دوی هېڅکله پر بل چا تېری نه دی کړی.

    ‌نوموړي وویل په تکرار یې ګاونډیانو او نړیوالې ټولنې ته ډاډ ورکړی چې "د افغانستان خاوره به د هېڅ هېواد پر ضد نه کارول کېږي او تر ننه پر خپل دې تعهد ولاړ دی. زموږ بهرنی سیاست پر متقابل احترام ولاړ دی، او موږ نه غواړو د چا پر وړاندې د زیان او دښمنۍ لاره خپله کړو".

    ښاغلي مجاهد وویل، د پاکستان داخلي جګړه په بشپړه توګه د هماغه هېواد کورنۍ موضوع ده او دا کومه نوې مسئله نه ده.

    "شاوخوا شل کاله کېږي چې په پاکستان کې د تحریک طالبان پاکستان او د پاکستاني پوځ ترمنځ جګړه روانه ده. په ۲۰۰۷م کال کې ټي‌ټي‌پي د پاکستان په قبایلي سیمو کې خپل شتون اعلان کړ، وروسته پاکستان هلته پرله‌پسې پوځي عملیات ترسره کړل چې تر ټولو ستر یې د ضربِ عضب عملیات وو چې په ۲۰۱۴م کال کې پیل شول. "

    ده وویل، طالبان شاوخوا څلور کاله کیږي پر افغانستان واکمن شوی، "نو دا هېڅ معقوله نه ده چې پاکستان خپله پخوانۍ او کورنۍ ستونزه اوس پر افغانستان ور واړوي".

    د مجاهد په خبره:‌ "له بده مرغه، پاکستان هڅه کړې چې خپلې داخلي شخړې پر افغانستان وتپي. دا څو هم ځل دی لومړی همدوی تېرې کړي، زموږ هوايي حریم یې نقض کړی او پر ولسي خلکو یې بمبارۍ کړې دي. په دغو بریدونو کې بې‌ګناه ملکي وګړي، ماشومان او ښځې په نښه شوي، چې دا د نړیوالو اصولو ښکاره سرغړونه ده. د جلال‌اباد پېښه یې ژوندی او تازه ثبوت دی؛ هلته داسې ځای بمبار شوی چې هېڅ ډول نظامي تاسیسات پکې نه وو او د یوه کروندګر ولسي سړي کور یی بمبار کړ، چې د هغه د کورنۍ اکثریت غړي یی شهیدان کړل او په پکتیکا کې یې بیا د ماشومانو په یوه دیني مدرسه برید وکړ."

    د طالبانو د حکومت دغه ویاند وویل "کله چې پر افغانستان تېری شوی، اسلامي امارت تل هڅه کړې چې ستونزه د خبرو او تفاهم له لارې حل کړي، خو هر ځل بیا تېرې تکرار شوې دي. موږ یوازې د خپل مشروع دفاع حق کارولی او هېڅکله مو پر چا تېری نه دی کړی. په تېرو مذاکراتو کې اوربند شوی و، خو هغه هم د پاکستان له لوري مات شو. موږ تل پر سوله ییز حل ټینګار کړی، اوس هم غواړو ستونزه د خبرو د لارې حل کړو."

  4. وروستی, پر ډیورنډ کرښه وضعیت څنګه دی؟, حفیظ الله معروف، بي‌بی‌سي

    ډیورنډ کرښه

    د عکس سرچینه، Reuters

    د عکس تشریح، د طالبانو سرتېري د افغانستان په تورخم کې راکټ لانچر باروي

    د افغانستان په خوست، پکتیا،‌‌ پکتیکا، ننګرهار او کونړ کې د تېرې شپې په څېر مخامخ نښتې نشته. په کونړ کې ځینو سرچینو راته ویل چې په شولتن، دانګام او ناړۍ چې پر کرښه پرتې ولسوالۍ دي، کله نا کله دواړه لوري یو پر بل د توپونو ډزې کوي.

    تېره شپه دغلته په بریدونو کې د سرچینو له مخې ولسي خلکو او طالب سرتېرو ته مرګژوبله اوښتې وه خو شمېر یې مالوم نه دی.

    ننګرهار کې هم مخامخ جګړه نشته خو تورخم دروازې ته څېرمه ځینې وخت یو پر بل ډزې کېږي. هلته تورخم دروازې ته نژدې د کډوالو لوی لنډمهالی پنډغالی دی چې تېره شپه د جګړو له وېرې تر ټول راستانه شوي کډوال ایستل شوې دي.‌

    هغه کډوال چې د پاکستان له اړخه د تورخم له لارې افغانستان ته راتلل، بېرته د نښتو له وېرې له تورخمه ګرځېدلې دي. د تورخم له لارې هره ورځ سلګونه کورنۍ افغانستان ته ستنول کېږي.‌

    په خوست، پکتیا او پکتیکا کې هم مخامخ نښتې یا جګړه نشته لکن د ځینو سرچینو له خولې د نورو ولایتونو په څېر دواړه لوري یو پر بل خال خال ډزې کوي.‌

    په خوست کې د طالبانو حکومت کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني د جمعې لمانځه پر مهال خلکو ته وینا کړې او د یووالي غوښتنه یې کړې.

    د یوې بلې سرچینې په وینا، د پکتیکا په سروبي ولسوالۍ کې بیا پاکستان هوايي بریدونه کړي. د دې بریدونه په اړه د طالبانو حکومت په رسمي‌ ډول څه نه دي ویلي.

    د ویډیو تشریح، سراج الدین حقاني د یووالي غوښتنه وکړه
  5. وروستی, ځینې بهرني غبرګونونه, انور ابراهیم: افغانستان او پاکستان دې سملاسي خپلمنځي نښته ودروي

    انور ابراهیم

    د عکس سرچینه، Getty Images

    د افغانستان او پاکستان ترمنځ د روانې شخړې په تړاو په تازه غبرګونونو کې د مالیزیا لومړي وزیر ویلي چې د دغو دواړو اسلامي هېوادونو ترمنځ د شخړې د پراختیا په اړه ژوره اندېښنه لري، له څو ورځو راهیسې پیل شوې ده.

    نوموړي ویلي چې دا "پرانیستې جګړه" د هېچا په ګټه نه ده.

    وړاندې د پاکستان دفاع وزیر ویلي وو چې له افغانستان سره یې "پرانیستې جګړه" پیل کړې ده.‌

    انور ابراهیم پر اېکس یوه پیغام کې لیکلي: "د دواړو خواوو د خلکو د ژوند بایلل د ژورې خواشینۍ سبب دی. دا چې دا تاوتریخوالی د روژې میاشت کې پېښېږي، حالت نور هم د درد وړ ګرځوي".

    نوموړی لیکي، مالیزیا له دواړو هېوادونو، پاکستان او افغانستان، غواړي چې تر خپله وسه "ځان ډېر کنټرول کړي او ټول پوځي عملیات سملاسي ودروي".

    دی وايي چې د پاکستان "مشروع امنیتي اندېښنې" باید حل شي. همداراز د افغانستان خپلواکي او ځمکنۍ بشپړتیا ته باید درناوی وشي. دا دوه اصول یو له بل سره په تضاد کې نه دي؛ یواځې د خبرو اترو په میز کې حل کېدای شي.

    "موږ د دې شخړې له امله د ټولو ملکي وګړو د خوندیتوب لپاره دعا کوو او هیله لرو چې دواړه لوري د سولې انتخاب وکړي او له عقل او حکمت کار واخلي".

    بریتانیا د افغانستان-پاکستان ترمنځ د ترینګلتیا پراخېدا له امله ژوره اندېښنه لري

    د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیرې ایویټ کوپر د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر جګړه خواشیني ښودلې او وايي چې "موږ له دواړو خواوو غوښتنه کوو سملاسي د شخړې د کمولو لپاره لاس په کار شي، ملکي وګړو ته د نورو زیانونو رسېدو مخه ونیسي او د منځګړیتوب لاندې خبرې بیا پیل کړي".

    یویټ کوپر

    د عکس سرچینه، Getty Images

    فضل الرحمن: د پاکستان شکایت قانوني دی، خو د افغانستان خپلواکي او کورني ستونزو ته درناوی هم ضروري دی

    د پاکستان د مذهبي سیاسي ډلې جمعیت علمای اسلام (ف) مشر مولانا فضل الرحمان د اوسني وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې یو اړخیزه پوځي اقدامات د ستونزې حل نه دی، بلکې لا نورې پېچلتیاوې رامنځته کوي.

    د جمیعت علمای اسلام د مطبوعاتي برخې د معلوماتو له لوري خپور شوی بیان وايي، مولانا فضل الرحمان ویلي، چې د پاکستان امنیتي اندېښنې قانوني دي، خو د افغانستان خپلواکي او کورني ستونزو ته درناوی هم ضروري دی.

    هغه زیاته کړې، چې احساساتي چلندونه د دواړو هېوادونو لپاره د پېچلتیاوو سبب ګرځي. نوموړي ویلي: "د دوه اړخیزو ګټو، باور وړ امنیتي چوکاټ او نړیوالو منل شویو اصولو کارول باید وشي، ځکه یوازې د سفارتي هڅو له لارې د ستونزې پایښت لرونکی حل پیدا کېدای شي."

    مولانا فضل الرحمان له دواړو هېوادونو غوښتي چې د حوصلې، زغم او مسؤلانه چلند له مخې سملاسي اوربند اعلان کړي.

    فضل رحمان

    د عکس سرچینه، Getty Images

    روسیه: جګړه دې سملاسي ودرول شي او د شخړې دیپلوماتیک حل دې هڅه دې وشي

    د روسیې یوه ډیپلومات ضمیر کابلوف ویلي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ روانه شخړه دې سملاسي ودرول شي او د شخړې د حل لپاره دې د ډیپلوماتیکو هڅو غوښتنه وشي.

    کابلوف چې د افغانستان لپاره د ولسمشر ولادیمیر پوتین ځانګړی استازی دی، ویلي چې مسکو به د دواړو هېوادونو ترمنځ منځګړیتوب وکړي که غوښتنه ترې وشي.

    ضمیر کابلوف

    د عکس سرچینه، Getty Images

    د امریکا غبرګون

    د افغانستان لپاره د امریکا قطر مېشتی شازژدافیر ‌‌ډان براون پر اېکس یوه بیان کې ویلي چې د پاکستان پوځ د ۲۰۲۶ کال د فبرورۍ په ۲۷مه نېټه د سهار په ۱:۵۰ بجې (سیمه‌ییز وخت) پر کابل، پکتیا او کندهار ولایتونو هوايي بریدونه کړي دي. د رسنیو راپورونو له مخې، د پاکستان الوتکې لا هم د افغانستان د هوايي حریم دننه پاتې دي او د سهار تر ۹:۰۰ بجو (سیمه‌ییز وخت) پورې یې د اهدافو د لټون عملیات جاري ساتلي. رسنۍ همدارنګه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د پولې پر کرښه جګړې راپور ورکړي دي. د دواړو هېوادونو لوی سرحدي لارې لا هم تړلې دي.

    نوموړی وايي، دغه پېښې د افغانستان په داخل کې یا دې هېواد ته د شدید خطر یادونه کوي.

    ډان براون وايي، د امریکا د افغانستان ماموریت د خپلو اتباعو پام را اړوي، چې د افغانستان د سفر مشوره لا هم په کچه ۴ ("سفر مه کوئ") کې پاتې ده، ځکه په هېواد کې د ملکي بې‌ثباتۍ، جرمونو، ترهګرۍ، ناحقه نیونې، تښتونې، او د روغتیایي خدماتو محدودیت خطرونه موجود دي.

    لکه څنګه چې د سفر مشورې کې ویل شوي، د امریکا حکومت د افغانستان په خاوره کې خپلو اتباعو ته د عادي یا بیړني کونسلي خدماتو وړاندې کولو توان نه لري. د امریکا سفارت په کابل کې په ۲۰۲۱ کال کې خپل عملیات وځنډول.

    د نوموړي له دفتره خپره شوې وېناپاڼه کې دا سپارښتنې شوې دي:

    • ·که اوس په افغانستان کې یاست، له هېواده د وتلو پلان جوړ کړئ.
    • ·که د هوا له لارې د وتلو امکان نه وي، تاجکستان یا ازبکستان ته په ځمکنۍ لاره ولاړ شئ.
    • ·د ایران له پولې د وتلو هڅه مه کوئ.
    • ·له پاکستان سره له ټولو سرحدي سیمو ډډه وکړئ.
    • ·د تازه معلوماتو لپاره محلي رسنۍ تعقیب کړئ.
    • ·خپل شخصي امنیتي پلان ولرئ او ځان د خلکو له پام وړه وساتئ.
    ډان براون

    د عکس سرچینه، @USAmbKabul

  6. وروستی, پاکستان له سعودي عرب او ترکیې سره د افغانستان-پاکستان ترمنځ د شخړې پر سر غږېدلی

    .

    د عکس سرچینه، Getty Images

    د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، ددغه هېواد مرستیال لومړي وزیر او د بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار د سعودي عربستان د بهرنیو چارو له وزیر، شهزادہ فیصل بن فرحان سره د سیمې پر وروستي وضعیت، په ځانګړي ډول د پاکستان او افغانستان ترمنځ د فرضي کرښې پر حالت غږېدلی دی.

    د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، اسحاق ډار خپل سعودي سیال ته د د افغانستان له لوري پر پاکستان د سخت غبرګون په اړه معلومات ورکړي دي.

    هغه ویلي، چې د پاکستان وسله‌والو ځواکونو د خپل حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا د ساتنې لپاره د "آپریشن غضب للحق" په اډانه کې بریالۍ او هدفمند پوځي عملیات وکړل.

    دواړو مشرانو په سیمه کې د سولې او ثبات پر اهمیت ټینګار وکړ او هوکړه یې وکړه، چې نژدې اړیکې به ساتي.

    د پاکستان او ترکیې د بهرنیو چارو وزیرانو د شخړې پر سر خبرې وکړې

    د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار له خپل ترکي سیال هاکان فیدان سره د روانې شخړې په اړه ټیلیفوني خبرې کړې دي. دا خبره د اسحاق ډار دفتر پر ایکس خپره کړې ده.

    د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، اسحاق ډار هاکان فیدان ته ویلي، پاکستاني ځواکونو د افغانستان له لوري د برید پر وړاندې مناسب ځواب ورکړی دی.

    وزارت زیاته کړې: "دواړو مشرانو په سیمه کې د سولې او ثبات پر اهمیت ټینګار وکړ او هوکړه یې وکړه، چې د بدلېدونکو حالاتو په اړه به نږدې اړیکه ساتي."

  7. حامد کرزی: افغانان به د خپل ګران وطن دفاع کوي

    د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي نن سهار کابل، کندهار او پکتیا کې د پاکستان د بریدونو په غبرګون کې یو بیان خپور کړی چې وايي، "افغانان به په هر ډول شرایطو کې په پوره اتحاد د خپل ګران هیواد دفاع وکړي او د زور ځواب به په میړانې سره ووایي".

    ښاغلي کرزي پر اېکس بیان کې ویلي چې "پاکستان په خشونت او بمباریو له هغو ستونزو چې پخپله یې ایجاد کړي ځان نشي خلاصولای بلکې خپله پالیسی دی بدله کړی او د افغانستان سره دی د ښه گاونډیتوب ، احترام او متمدنې رابطې لار اختیار کړي".

    حامد کرزی له هغو لږو لوړپوړو افغان سیاستوالو دی، چې په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو تر بیا واکمنېدو وروسته هم په هېواد کې پاتې شوی دی.

    نوموړی له ۲۰۰۲ تر ۲۰۱۴ پورې د افغانستان ولسمشر و.

    Hamid Karzai

    د عکس سرچینه، Getty Images

  8. وروستی, پاکستان درېیو سیمو کې د ډرون غورځېدل تایید کړل

    صوابۍ

    د عکس سرچینه، SWABI POLICE

    د افغانستان د دفاع وزارت له‌خوا د پاکستان پر بېلابېلو سیمو د هوايي بریدونو د ادعا تر خپرېدو وروسته، پاکستاني چارواکو په هېواد کې د ډرون بریدونه تایید کړي، خو د دې پېښو پړه یې پر تحریکِ طالبان پاکستان اچولې ده.

    د پاکستان د اطلاعاتو وزیر، عطا تارړ پر ایکس لیکلي، "د (فتنه‌الخوارج) ترهګرو هڅه وکړه، په ایبټ آباد، صوابۍاو نوشهرہ کې واړه ډرونونه توغوي."

    هغه ویلي: "د ‌ډرون‌ضد سیسټمونو ټول ډرونونه راوغورځول او د ځاني زیان کوم راپور نه‌شته."

    نوموړي زیاته کړې: "دا پېښې یو ځل بیا د افغان طالبانو د حکومت او په پاکستان کې د ترهګرۍ ترمنځ مستقیم تړاو ښیي."

    په دې بریدونو کې یو برید د خیبر پښتونخوا د صوابۍ په سیمه کې شوی، چې راپورونه ښيي یو کوچنی ډرون هلته غورځېدلی دی.

    چارواکي وايي، دا ډرون د یوه ښوونځي ترڅنګ پرېوتی، چې له امله یې یوه نجلۍ ټپي شوې ده.

    د صوابۍ ولسوالۍ د پولیسو افسر وقاص رفیق ویلي، که څه هم دا ډرون د استوګنې سیمې ته نژدې غورځېدلی، خو ډېر زیان یې نه دی اړولی او ښکاري چې ښوونځی پکې مستقیم هدف نه و.

    د یادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې د طالبانو دفاع وزارت له رسمي حسابه پر ایکس یوه پوسټ کې ادعا شوې وه، چې د جمعې په ورځ یې غرمه شاوخوا یوولس بجې د پاکستان اسلام‌اباد کې فیض اباد ته څېرمه یو نظامي کمپ بمبار کړی او نوشهره او ایبټ‌آباد کې یې پوځي کمپونه په نښه کړي.

    په پوسټ کې ویل شوي وو، چې "دا بریدونه بریالي وو."

    طالبانو ویلي، دا بریدونه د پاکستان له‌خوا د افغانستان پر خاوره د هوايي بریدونو په ځواب کې ترسره شوي دي.

  9. له افغانستان او پاکستان د چین غوښتنه: د خبرو له لارې دې شخړه پای ته ورسول شي

    China, Taliban and pak flags

    د عکس سرچینه، Getty Images

    چین له افغانستان او پاکستان دواړو غوښتي چې خپلمنځي شخړې د خبرو اترو له لارې حل کړي او ټینګار یې کړی چې د دوښمنۍ پای ته رسول د دواړو هېوادونو د خلکو په ګټه دي.

    د چین د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د افغانستان او پاکستان پر پوله د زیاتېدونکې ترینګلتیا په اړه "ژوره اندېښنه" لري او له دواړو هېوادونو غواړي چې "خپل اختلافات او شخړې د مکالمې او مذاکراتو له لارې حل کړي".

    وزارت زیاته کړې، چین د خپلو دیپلوماتیکو سرچینو له لارې د منځګړیتوب هڅه کوي، او د تاوتریخوالي د کمولو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د ښه کولو لپاره رغنده رول لوبولو ته چمتو دی.

    د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماو نینګ ویلي: "د ګاونډي او دوست په توګه، چین د دې ترینګلتیا په اړه ژوره اندېښنه لري او د دې شخړې له امله د رامنځته شویو ځاني تلفاتو له کبله خواشینی دی. هر ډول کړکېچ به دواړو لورو ته زیان ورسوي".

    په بیان کې دا هم ویل شوي، چې د دوښمنۍ پای ته رسول "د دواړو هېوادونو او د هغوی د ولسونو په بنسټیزه ګټه کې دي او د سیمې د سولې او ثبات په ټینګښت کې به مرسته وکړي".

  10. وروستی, د طالبانو دفاع وزارت: اسلام‌اباد او نورو سیمو کې مو پوځي ځایونه په نښه کړل

    د طالبانو حکومت د ملي دفاع وزارت وايي، د جمعې په ورځ یې غرمه شاوخوا یوولس بجې د پاکستان اسلام‌اباد کې فیض اباد ته څېرمه یو نظامي کمپ بمبار کړی دی.

    دغه وزارت پر اېکس لیکلي چې همدارنګه یې نوښار کې د پوځ کینټ،‌ جمروډ پوځي کالوني او ایبټ اباد کې هوايي بریدونه کړي دي.

    سرچینه وايي، دا "هوايي عملیات په موفقانه توګه ترسره شول چې هلته یې د پاکستان فوج مهم نظامي ځایونه، مراکز او تأسیسات په نښه کړل".

    دفاع وزارت وايي، دا بریدونه یې د "پاکستاني پوځي حلقې" د هغو هوايي تجاوزونو په غبرګون کې وکړل چې تېره شپه یې په کابل، کندهار او پکتیا کې کړي وو.

    د پاکستان پوځ یوه وېډیو خپره کړې چې ښکاري کابل کې یې تېره شپه برید کړی دی.

    د دواړو لوریو تر منځ وروستۍ نښتې هغه مهال پیل شوې چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت پر پاکستاني پوځ د تېرې اونۍ د بریدونو په ځواب کې غچ اخيستونکي بریدونه وکړل.

    له دې وروسته پاکستان د پلازمېنې کابل په ګډون ځينې ولایتونه په نښه کړل.

    دواړه لوري يو بل ته د درنې مرګژوبلې اړولو ادعا کوي خو لا هم د سر زيان کره شمېر معلوم نه دی.

    Taliban

    د عکس سرچینه، Getty Images

  11. په کابل کې د پاکستاني پوځ د هوايي بریدونو ویډیو

    د پاکستان پوځ له خوا په افغان پلازمېنه کابل کې د تېرې شپې د بریدنو ويډيو خپره شوې ده.

    د دواړو لوریو تر منځ وروستۍ نښتې هغه مهال پیل شوې چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت پر پاکستاني پوځ د تېرې اوونۍ د بریدونو په ځواب کې غچ اخيستونکي بریدونه وکړل.

    له دې وروسته پاکستان د پلازمېنې کابل په ګډون ځينې ولایتونه په نښه کړل.

    دواړه لوري يو بل ته د درنې مرګژوبلې اړولو ادعا کوي خو لا هم د سر زيان کره شمېر معلوم نه دی.

    د ویډیو تشریح، په کابل کې د پاکستاني پوځ د هوايي بریدونو ویډیو
  12. د طالبانو حکومت او پاکستان نښتې؛ وروستی حال څه دی؟

    په افغانستان کې د طالبانو حکومت ځواکونو او پاکستان تر منځ د ډيورنډ کرښې په اوږدو کې بېګا نښتې وشوې.دواړه خواوې يو بل ته د درنې مرګژوبلې اړولو ادعا کوي. وروستي معلومات څه دي؟ زموږ له همکار یما بارز یې واورئ.

    د ویډیو تشریح، د طالبانو حکومت او پاکستان نښتې؛ وروستی حال ځه دی؟
  13. د افغانستان او پاکستان ترمنځ د وروستیو نښتو په تړاو د ملګرو ملتونو سازمان مشرانو غبرګونونه

    ګوتېرش

    د عکس سرچینه، Getty Images

    د ملګرو ملتونو سازمان عمومي منشي انتونیو ګوتېریش له دواړو هېوادونو په ټینګار غوښتي چې د نړیوال قانون، په ځانګړي ډول د نړیوالو بشري حقونو د قانون له مخې پر خپلو مسؤلیتونو په جدي ډول عمل وکړي.

    بل لور په یاد سازمان کې د بشري حقونو مشر وولکر تورک د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې له نښتو او خونړیو هوايي بریدونو وروسته له افغانستان او پاکستانه غوښتي چې د ستونزو د حل لپاره دې خبرو او مذاکرې ته مخه کړي.

  14. سرچينې: په کندهار او هلمند کې پر پاکستاني لوري بریدونه درېدلي دي

    طالب ځواکونه

    د عکس سرچینه، Getty Images

    د افغانستان په جنوب کې سرچينې وايي، په کندهار او هلمند ولایتونو کې د طالبانو حکومت له خوا پر پاکستاني لوري بریدونه درېدلي دي.

    سرچینې زياتوي، په یادو سیمو کې وروسته له هغه لنډ بریدونه وشول چې پاکستان د پلازمېنې کابل په ګډون ځينې ولایتونو په نښه کړل.

    وړاندې په افغانستان کې د طالبانو حکومت ویاند ذبيح الله مجاهد ويلي وو چې، کابل، کندهار او نورو ولایتونو کې د پاکستان له هوايي بریدونو وروسته یو ځل بيا کندهار او هلمند ته څېرمه د پاکستاني پوځ پر لوري پراخ غچ اخيستونکي بریدونه پيل شوي دي.

    په دغو بریدونو کې د مرګژوبلې کره شمېر معلوم نه دی. د طالبانو حکومت او پاکستان دواړه يوه بل ته مرګژوبلې اړولو ادعا کوي.

  15. د افغانستان او پاکستان ترمنځ نښتې: ایران وايي، د مذاکراتو لپاره د اسانتیاوو برابرولو ته چمتو دی

    اېکس پیغام

    د عکس سرچینه، @araghchi/x

    د افغانستان او پاکستان تر منځ د نښتو په ترڅ کې ایران پر دواړو هېوادونو د مذاکراتو له لارې مسائلو ته د حل لټون غږ کړی او د خبرو لپاره یې له خپل لوري د اسانتیاوو چمتو کولو هوډ څرګند کړی.

    د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي په یوه اېکس پیغام کې ویلي:

    ''د روژې په مبارکه میاشت کې چې په اسلامي نړۍ کې د زغم او پیوستون د پیاوړتیا میاشت ده، د افغانستان او پاکستان لپاره مناسبه ده چې د ښه ګاونډیتوب په چوکاټ کې او د خبرو له لارې شته اختلافات اداره او حل کړي. د ایران اسلامي جمهوریت چمتو دی چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د خبرو د اسانتیا او د تفاهم او همکارۍ د پیاوړتیا لپاره هر ډول مرستې چمتو کړي.''

  16. افغانستان کې د راستنو شویو کډوالو پر پنډغالي د توغندي لګېدو له امله نهه تنه ټپيان شوي دي

    په افغانستان کې د طالبانو حکومت ځايي چارواکي وايي، د پاکستاني پوځ تېرې شپې بریدونو کې د ننګرهار د عمري په نامه له پاکستانه د راستنو شویو کډوالو پر پنډغالي توغندي لګېدلي چې په ترڅ کې لږترلږه نهه تنه ټپيان شوي دي.

    د ننګرهار د عامې روغتيا مشر امين الله شريف وايي، ټپيان ټول راستانه شوي کډوال چې اووه ښځې او دوه نارينه دي.

    د نوموړي په ټپيانو کې د يوه حالت نازک بللی دی.

    د طالبانو ځواکونو تېر ورځ ماښام ډيورنډ‌کرښې ته څېرمه د پاکستان پوځ‌ پر پوستو د دوی په ټکو غچ اخيستونکي بریدونه وکړل چې په ځواب کال پاکستان هم ورته کار ته لاس واچاوه او د پلازمېنې په ګډون یو شمېر سيمې یې په نښه کړې. دواړه لوري يو بل ته د مرګژوبلې اړولو ادعاوې کوي خو لا په خپلواکه توګه کره شمېر معلوم نه دی.

    د ویډیو تشریح، افغانستان کې د راستنو شویو کډوالو پر پنډغالي د توغندي لګېدو کې نهه تنه ټپيان شوي
  17. په کابل کې د چاودنو غږونه

    د بي بي سي لیدونکو د کابل له مختلفو برخو ویډيوګانې رالېږلې او وايي د څو چاودنو غږونه یې اورېدلي دي.

    په یوه ویډیو کې چې بي بي سي ته رسېدلې، د یوې لویې چاودنې غږ اورېدل کېږي. په نورو ويډيوګانو کې د اور وژنې موټر ليدل کېږي.

    د چاودنو کره ځای لا تر اوسه نه دی معلوم، خو د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد پر ټولنیزه رسنۍ اېکس یوه پوسټ کې تائید کړې چې پاکستاني ځواکونو په کابل، کندهار او پکتیا کې هوايي بریدونه کړي دي.

    د ویډیو تشریح، کابل کې د چاودنو غږونه اورېدل شوي دي
  18. وروستی, د افغانستان او پاکستان تر منځ د نښتو په هکله تر اوسه څومره معلومات لرو؟

    • د افغانستان او پاکستان تر منځ د پنجشنبې په ماخوستن له هغه وروسته نښتې پیل شوې، چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت وویل، د روانې اونۍ پیل کې (فبروري ۲۲مه) یې د پاکستان هوايي بریدونو ''غچ اخیستنې'' لپاره د ډیورنډ کرښې اوږدو کې پوځي عملیات پیل کړي دي.
    • د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپله اېکس پاڼه ولیکل، ''د پاکستان د پوځي حلقي د بار بار تمرد او سرکشیو په غبرګون کې د دیورند کرښې په اوږدو کې د پاکستاني پوځیانو په مراکزو او نظامي تأسیساتو پراخ تهاجمي عملیات پيل شول.''
    • د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وویل، دغه بریدونه د پنجشنبې په شپه د دواړو هېوادونو تر منځ د ډېورنډ کرښې په اوږدو کې پیل شوي، چې په خبره یې پایله کې یې ''ګڼ شمېر'' پاکستاني پوځیان وژل شوي او ځینې نور نیول شوي دي.
    • خو د بهرنیو رسنیو لپاره د پاکستاني لومړي وزیر ویاند دا ادعاوې رد کړه او د طالبانو هغه خبره یې هم ناسمه وبلله چې وايي، دوی د پاکستان پوځ پوستې نیولې دي. مشرف زیدي وویل چې د پاکستان له لوري په ځوابي بریدونو کې افغان لوري ته ''درانه تلفات'' اوښتي دي.
    • بل لور د پاکستان اطلاعاتو وزیر عطاالله تارړ ادعا وکړه، چې د پاکستان په بریدونو کې د طالبانو ۱۳۳ کسان وژل شوي او تر ۲۰۰ ډېر ټپیان شوي دي.
    • په افغانستان کې د په افغانستان کې د طالبانو حکومت د دفاع وزارت وویل، د پوځي موخو له ترلاسه کولو وروسته د دوی له لوري د "شپې پر دوولس بجو د اسلامي امارت د لوی درسيتز په امر" جګړه درول شوې ده. د طالبانو حکومت د دفاع وزارت ادعا وکړه، په بریدونو کې یې ۵۵ پاکستاني پوځيان وژلي او د دوی لوري ته اته طالب ځواکونه وژل شوي دي.
    • د شپې ناوخته د افغانستان پلازمېنه کې د درنو چاودنو غږونو اورېدو رپوټونه ورکړل شول. وروسته د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد تائید کړه، چې پاکستان د افغانستان پلازمېنې کابل په ګډون د پکتیا او کندهار په ځینو ځایونو کې بمبارۍ کړې، چې په وینا یې کوم زیان یې نه دی رسولی.
    • په افغانستان کې د طالبانو حکومت ویاند ذبيح الله مجاهد وایي، کابل، کندهار او نورو ولایتونو کې د پاکستان له هوايي بریدونو وروسته یو ځل بيا کندهار او هلمند ته څېرمه د پاکستاني پوځ پر لوري پراخ غچ اخيستونکي بریدونه پيل شوي دي.
  19. وروستی, مجاهد وايي، کندهار او هلمند ته څېرمه پر پاکستاني پوځيانو بریدونه پیل شوي

    ذبيح الله مجاهد

    د عکس سرچینه، Getty Images

    په افغانستان کې د طالبانو حکومت ویاند ذبيح الله مجاهد وایي، کابل، کندهار او نورو ولایتونو کې د پاکستان له هوايي بریدونو وروسته یو ځل بيا کندهار او هلمند ته څېرمه د پاکستاني پوځ پر لوري پراخ غچ اخيستونکي بریدونه پيل شوي دي.

    وړاندې د طالبانو حکومت د دفاع وزارت ويلي وو چې د پوځي موخو له ترلاسه کولو وروسته "د شپې پر دوولس بجو د اسلامي امارت د لوی درستیز په امر" جګړه ودرېده. خو اوس داسې ښکاري چې نښتې بېرته پيل شوې دي.

    د طالبانو حکومت او پاکستان دواړه يوه بل ته د درنې مرګژوبلې اړولو ادعا کوي.

  20. وروستی, حامد کرزي د پاکستان هوایي بریدونه غندلي او وايي "افغانان به په هر ډول شرايطو کې د خپل هېواد دفاع وکړي"

    حامد کرزی

    د عکس سرچینه، Getty Images

    د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د پلازمېنې کابل تر څنګ په کندهار او پکتيا ولایتونو کې د پاکستان وروستي هوايي بریدونه غندلي دي.

    نوموړي پر ټولنيزه رسنۍ اېکس يوه پوسټ کې ويلي، "افغانان به په هر ډول شرايطو کې په پوره اتحاد د خپل ګران هېواد دفاع وکړي او د زور ځواب به په مېړانې سره ووايي."

    د یادولو وړ ده چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت د ډيورنډ کرښې په اوږدو کې پر پاکستاني پوستو غچ اخيستونکي بریدونو وکړل چې په ځواب کې یې پاکستان د کابل په ګډون ځينې ولایتونه په نښه کړل.

    ښاغلي کرزي د وروستیو کړکېچونو او تاوتریخوالي د پړې ګوته پاکستان ته نيولې او زياته کړې یې ده "پاکستان په خشونت او بمباريو له هغو ستونزو چې پخپله یې ايجاد کړې ځان نشي خلاصولی بلکې خپله پاليسي دې بدله کړی او له افغانستان سره دې د ښه ګاونډيتوب، احترام او متمدنې رابطې لار اختيار کړي."