چین وايي، هڅه کوي د افغانستان او پاکستان تر منځ تاوتریخوالی راکم کړي

په افغانستان کې د طالبانو حکومت او پاکستان تر منځ د وروستي تاوتریخوالي له پيلېدو راهيسې نژدې هره ورځ د ډيورنډ کرښې په اوږدو کې د سختو نښتو راپورونه ورکول کېدل چې دواړو خواو په کې يوه بل ته د درنې مرګژوبلې اړولو ادعاوې کولې. خو د يکشنبې په ورځ د تازه نښتو راپورونه نه دي ورکړل شوي او داسې ښکاري چې د ډيورنډ کرښې په اوږدو کې کومه نښته نه ده شوې. یوازې د طالبانو حکومت له خوا د ننګرهار په لعلپوره ولسوالۍ کې د یوې ډرون الوتکې د نسکورېدو خبره شوې وه.

لنډیز

  • د يکشنبې په ورځ په افغانستان کې د طالبانو حکومت او پاکستاني پوځ تر منځ د نښتو راپورونه نه وو.
  • مولوي یعقوب مجاهد: که پر کابل برید کېږي، پر اسلام اباد به برید وشي
  • د طالبان حکومت: د افغانستان پر بېلابېلو سیمو د پاکستان بریدونو کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې
  • ملګري ملتونه: د پاکستان بریدونو کې ۱۸۵ ولسي افغانانو ته مرګژوبله اوښتې
  • د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د پاکستان د بریدونو پراخ لاریونونه شوي دي
  • د طالبانو حکومت وايي تېره شپه یې د شپږو ولایتونو په استقامت د پاکستاني ځواکونو پر پوستو او پوځي مرکزونو بریدونه کړي
  • د دغه وزارت ویاند عنایت‌الله خوارزمي ادعا کوي چې په دغو بریدونو کې یې ۱۰۹ پاکستاني سرتېري وژلي او ۱۴۸ نور ټپي کړي دي

ژوندی پوښښ

  1. وروستی, د طالبانو حکومت: د پاکستان بریدونو کې ۵۲ ولسي وګړي وژل شوي

    د ویډیو تشریح، کندهار کې د راستنېدونکو موقت پنډغالی د پاکستان له برید وروسته

    د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت وايي، د فبرورۍ له ۲۲ مې نېټې راهیسې پر افغانستان د پاکستاني پوځي رژیم بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۵۲ ولسي وګړي وژل شوي او ۶۶ نور ټپیان شوي دي.

    د پاکستان پوځ کندهار کې د راستنېدونکو پر یوه موقتي کمپ بمبار کړی چې درې راستانه شوي کسان چې کارګر دي وژل شوي او اوه نور ټپیان شوي دي.

    د انځرګي کمپ کندهار کې د ډیورنډ کرښې ته نژدې پروت دی چې د راستنېدوکو موقتي پناځای دی.

    ښاغلي فطرت پر اېکس کې لیکلي چې تېره شپه د کونړ اسد اباد ښار پر مرکز د توپونو ډزې شوې دي، چې په پایله کې يې اوه ملکیان وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی. په وژل شویو کې ښځې او ماشومان هم دي.

    بله خوا، د طالبانو سرچینې وايي، پکتیکا کې د ملکي وګړو پر کورونو د پاکستاني ملېشو په وروستي برید کې درې تنه وژل شوي او اته نور ټپیان شوي دي.

  2. وروستی, د افغانستان-پاکستان جګړه: ولې ډیورنډ کرښه د شخړې ټکی پاتې شوی؟

    د ویډیو تشریح، د افغانستان-پاکستان جګړه: ولې ډیورنډ کرښه د شخړې ټکی پاتې شوی؟

    څه باندې ۱۳۰ کلونه وړاندې، د افغانستان یو واکمن چې د 'اوسپنیز امیر' په نوم پېژندل کېده او یو بریتانیایي ډیپلومات د یوې داسې پولې (کرښې) جوړولو یو تړون لاسلیک کړ چې نن د جګړو سیمه ده. دوی هغه کرښه جوړه کړه چې اوس د ډیورنډ کرښې په نوم پېژندل کېږي او پاکستان او افغانستان یې سره وېشلي دي. دې کرښې ټولنې او قبیلې ووېشلې. ډیورنډ کرښه د نړۍ له تر ټولو لانجمني فزیکي پولو ده چې د سرحدي شخړو او وسله‌والو فعالیتونو سبب کېږي.

  3. وروستی, "پاکستان د کندهار کډوالو کمپ بمبار کړی، کاریګر یې وژلي"

    د طالبانو سرچینې وايي، چې نن ګهیځ پاکستاني پوځ د افغانستان سوېل کندهار د تخته پل ولسوالۍ د انځرګي کډوالو پر کمپ بمبار کړی.

    باختر خبري اژانس د سرچینو له قوله ویليو چې په دې برید کې درې ولسي کاریګر وژل شوي او اوه نور ټپیان شوي دي.

    ځايي چارواکي وايي، ټپیان روغتون ته لېږدول شوي او د ځینو روغتیايي حالت د اندېښنې وړ بلل شوی دی.

  4. وروستی, 'تورخم کې د پاکستان کمیساري او نظامي قرارګاه په نښه شوه'

    عابدالله فاروقي له خینو سرحدي سرتېرو سره

    د عکس سرچینه، Taliban

    د طالبانو حکومت د سرحدي پولیسو ویاند وایي، د پاکستان "د انتقامي بریدونو په لړ کې د طالبانو ځواکونو له لوري په تورخم کې د پوځي رژیم کمیساري په نښه شوه او درانه تلفات ور واړول شول".

    عابدالله فاروقي په یوه خبرپاڼه کې ویلي، ځواکونه یې په لوړ مورال د خپلې خاورې دفاع ته چمتو دي.

    نوموړی زیاتوي، په تورخم کې افغان ځواکونو د پاکستان کمیسارۍ وروسته د دوی د نظامي قرارګاه په ګډون درې مهم جنګي ټاورونه په نښه او ویجاړ کړل، چې له امله یې د دوښمن لوري ته درنه مرګ‌ژوبله واوښته.

    پاکستان لا تر اوسه د طالبانو حکومت دې څرګندونو ته کوم غبرګون نه دی ښودلی.

  5. وروستی, اروپايي ټولنه: طالبان او پاکستان دې ژر ترینګلتیا پای ته ورسوي

    EU

    د عکس سرچینه، Getty Images

    اروپايي ټولنې په یوه اعلامیه کې د طالبانو له حکومت او پاکستانه غوښتي چې سملاسي د دواړو هېوادونو ترمنځ تاوتریخوالی او دوښمنۍ پای ته ورسوي.

    په اعلامیه کې راغلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په افغانستان او پاکستان کې د تاوتریخوالي سخت زیاتوالی، د کرښې هاخوا بریدونه او هوايي حملې راپور شوې دي، چې د سیمې لپاره جدي پایلې لرلی شي.

    اروپايي ټولنې یو ځل بیا ټینګار کړی چې د افغانستان خاوره باید د نورو هېوادونو د ګواښ یا برید لپاره ونه کارول شي او له اوسنیو افغان چارواکو یې غوښتي چې د ټولو هغو ترهګرو ډلو پر ضد اغېزناک ګامونه واخلي چې د افغانستان دننه یا له دې خاورې فعالیت کوي.

    دې اتحادیې ویلي دي: "موږ دواړه لوري خبرو اترو ته رابولو. ټول اړخونه باید د نړیوالو قوانینو، په ځانګړي ډول د بشردوستانه حقونو بشپړ درناوی وکړي. د ملکي وګړو او ملکي بنسټونو ساتنه باید تضمین شي او د ملکي خلکو د لا ډېرو زیانمنېدو مخنیوي لپاره باید ټول ممکن ګامونه واخیستل شي."

    طالبانو تل دا رد کړې چې د دې هېواد خاوره د ګاونډیو هېوادونو پر ضد د برید لپاره کارول کېږي.

  6. د افغانستان او پاکستان تر منځ د شخړې په تړاو دیپلوماتیک تماسونه او د تاوتریخوالي کمولو غوښتنې

    متقي او شهزاده فیصل

    د عکس سرچینه، Getty Images/ MOFA

    د سعودي عرب بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، د پاکستان مرستیال لومړي وزیر او بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار د سعودي عرب بهرنیو چارو له وزیر شهزاده فیصل بن فرحان سره ټیلیفوني خبرې کړې دي.

    په اعلامیه کې زیاته شوې، ''د تلیفوني اړیکې په ترڅ کې دوی په سیمه کې د وروستیو پېښو او هغو هڅو په اړه بحث وکړ چې موخه یې په داسې ډول د تاوتریخوالي کمول دي چې د سیمې امنیت او ثبات وساتل شي.''

    له دې مخکې په افغانستان کې د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه ټویټر پیغام کې ویلي و، ''د بهرنيو چارو وزير، مولوي امير خان متقي، د سعودي عرب د بهرنيو چارو له وزير، شهزاده فيصل بن فرحان سره د ټيليفوني تماس له لارې د دواړو هېوادونو پر اړيکو، سيمه‌ ييزو مسايلو او په ځانګړې توګه د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر وروستي وضعيت تفصيلي خبرې وکړې.''

    دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د قطر بهرنیو چارو وزارت پر خپله ایکس پاڼه خپاره کړي بیان کې ویلي و، د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو چارسمبالي وزیر امیر خان متقي په بهرنیو چارو کې د قطر د دولت له وزیر محمد بن عبدالعزیز بن صالح الخلیفي سره تلېفوني خبرې کړې دي.

    ډار او شهزاده فیصل

    د عکس سرچینه، x

    په بیان کې ویل شوي و، چې دواړ خواو په دې تلیفوني خبرو کې د افغانستان او‌ پاکستان ترمنځ د کړکېچ کمولو پر لارو چارو بحث وکړ.‌ بیان کې راغلي، ښاغلي الخلیفي د قطر لخوا د هغو ټولو هڅو بشپړ ملاتړ تکرار کړ چې موخه یې له سوله‌ییزو لارو چارو د شخړو هواری او په سیمه‌ ییزه او نړیواله کچه د سولې او ثبات بنسټونه پیاوړي کول دي.

    په ورته مهال د مصر او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو په افغانستان کې د طالبانو د حکومت او پاکستان ترمنځ د تاوتریخوالي په اړه خبرې کړې. د پاکستان بهرنیو چارو وزارت په وینا مرستیال لومړي وزیر او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار د مصر د بهرنیو چارو له وزیر سره په ټیلیفوني خبرو کې "په سیمه کې د وروستیو پرمختګونو، په شمول د پاکستان او افغانستان ترمنځ د وضعیت" په اړه خبرې کړې.

    د افغانستان او پاکستان تر منځ د تاوتریخوالي دا تماسونه داسې حال کې شوي، چې د دواړو هېوادونو ګاونډي چین د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې چین د افغانستان او پاکستان ترمنځ د مخ په زیاتیدونکې شخړې په اړه ژوره اندېښنه لري او د مرګژوبلې له امله خواشیني دي.

    د چین بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند وویل، چین له دواړو خواوو غوښتنه کوي چې له زغمه کار واخلي، د خبرو له لارې اختلافونه او شخړې حل کړي او ژر تر ژره جګړه پای ته ورسوي.

  7. پاکستاني چارواکو بلوچستان کې پر ډرون کارولو بندیزو ولګاوه

    ډرون

    د عکس سرچینه، Getty Images

    ډیورنډ کرښې ته څېرمه د طالبانو حکومت تر ځوابي بریدونو وروسته چې له ډرون یې هم کار پکې اخیستی، اوس بلوچستان کې د کورنیو چارو صوبايي ادارې په ټول بلوچستان کې د ډرونونو، یو اې وي (UAVs)، کواډ کاپټرونو، کېم کاپټرونو او نورو ریموټ کنټرول الوتونکو وسائلو پر کارولو، ساتلو او چلولو سملاسي بشپړ بندیز لګولی دی.

    د کورنیو چارو ادارې له لوري په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې د څارنې، جاسوسۍ، د منع ممنوع او چاودېدونکو توکو د لېږد، د وېرې او ترهې خپرولو او د امنیت او نظم د ګډوډېدو د اندېښنو له امله دا پرېکړه شوې ده.

    په اعلامیه کې راغلي چې ''د خلکو د خوندیتوب، حساسو او مهمو تاسیساتو، عامه غونډو او مهمو شخصیتونو او کاروانونو د تګ راتګ د امنیت د یقیني کولو لپاره دا اقدام اړین و.''

    د دولتي اعلامیې له مخې پولیسو او فرنټيئر کور (اېف سي) نیمه پوځي ملېشې ته د بندیز د عملي کولو لارښوونه شوې ده، او سرغړونکي به اړوندو قوانینو له مخې قانوني چلن سره مخامخ شي.

    اعلامیه زیاتوي چې اړوندو ځايي چارواکو ته هم لارښوونه شوې چې هره ورځ بندیز د پلي کېدو راپور د کورنیو چارو وزارت ته ولېږي. په اعلامیه کې دغه راز ویل شوي، چې پولیس، ایف سي او نور امنیتي او دفاعي ادارې له دې بندیزه مستثنا دي.

    له دې مخکې د خیبر پښتونخوا حکومت په دغه ایالت کې پر بې‌ پېلوټه الوتکو او کاب‌کاپټرونو ۳۰ ورځې بندیز لګولی دی. د خیبر پښتونخوا د کورنیو او قبایلو چارو ادارې دا اعلان تېره ورځ جمعه (کب ۸/فبروري ۲۷) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وکړ.

    په اعلامیه کې راغلي چې دا کار په خیبر پښتونخوا کې پر دولتي ودانیو د ډرون، کاب‌کاپټرو او یا هم د بې‌پیلوټه الوتکو په څېر له لرې کنټرولېدونکو وسایلو باندې د بریدونو د مخنیوي او د خلکو د امنیتي خوندیتوب لپاره شوی دی.

  8. د افغانستان او پاکستان تر منځ نښتو ته د مخکیني افغان حکومت د ځینو شخصیتونو غبرګونونه

    په افغانستان کې د جمهوریت دورې ځینو سیاستوالو د افغانستان او پاکستان تر منځ روانې جګړې په تړاو غبرګونونه څرګند کړي. ځینو د پاکستان بریدونه غندلي او د هېواد د دفاع خبره یې کړې، خو ځینو نورو بیا د طالبانو پر حکومت نیوکې کړې او هغوی یې پړه بللي دي.

    تفصیل په دې ځانګړي رپوټ کې لوستل کېدای شي.

  9. امریکایۍ سکرتره: د طالبانو بریدونو پر ضد د پاکستان دفاع حق ملاتړ کوو

    د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي چارو مرستیالې الیسن ایم هوکر وايي، متحده ایالات د طالبانو د بریدونو په وړاندې له ځانه د دفاع لپاره د پاکستان د حق ملاتړ کوي.

    پر اېکس یوه پیغام کې، هوکر لیکي چې هغې د جمعې په شپه د پاکستان د بهرنیو چارو له سکرترې امینه بلوچ سره خبرې وکړې، چې په ترڅ کې یې د پاکستان او افغان طالبانو ترمنځ په وروستیو نښتو کې د سر زیان له کبله خواخوږي څرګنده کړه.

    هغې زیاته کړه چې "موږ وضعیت له نږدې څارو او د طالبانو د بریدونو په وړاندې د ځان د دفاع لپاره د پاکستان د حق ملاتړ کوو."

    اېکس پیغام

    د عکس سرچینه، x

  10. نامعلومو وسله والو په پېښور او بنو کې د پولیسو پر مرکزونو او پوستو بریدونه کړي

    پاکستان پولیس

    د عکس سرچینه، Getty Images

    خیبر پختونخوا ایالت کې ځايي پوليس وايي د جمعې په شپه وسلوالو د پېښور په ګډون د صوبې په بېلابېلو سیمو کې دپوليسو پر مرکزونو او پوستوبريدونه کړي، چې له امله يې يو افسراو يو ملکي وګړی ټپيان شوي دي.

    د پوليسو وياند ويلي د جمعې او شنبې ترمنځ شپه د پېښور بډه بېره سيمه کې پر يوه تاڼه لاسي بم وغورځول شو، چې پايله کې یو افسر (هيډ کانسټېبل) فيصل ټپي شو. دغه راز د متني سیمه کې هم د لاسي بم بريد کې يو ملکي وګړی ټپي شوی دی.

    چارواکي وايي د خيبر او متنو په بېلابېلو سيمو کې وسلوالو د پوليسو پر تاسيساتو د لاسي بمونو او سپکو او درنو وسلو بريدونه کړي دي. دغه راز په بنو کې د منډان تاڼې په سیمهله بېلابېلو لوریو وسله وال بريد شوی دی.

    پوليس زياتوي چې د ډومېل پولیسو مرکز د کاشو پل پر پوسته هم بريد شوی، چې پوليسو يې ځوابي عمليات کړي او ډزې شاوخوا ۱۵ دقیقې روانې وې.

    د پوليسو په وينا، د خيبر په باړهسيمه کې پرتکیه پوليس پوستههم نامعلومو کسانو لاسي بم غورځولی، خو کوم ځاني زيان نه دی اوښتی.

    خيبر پښتونخوا پوليس ادعا کوي چې دا ټول بريدونه شنډ کړل شوي او د وسلوالو پر ضد ځوابي اقدامات ترسره شوي دي.

  11. وروستی, پاکستان په افغانستان کې ''۲۹ ځایه'' د هوايي بریدونو ادعا کړې

    پاکستان ادعا کوي چې په افغانستان کې یې پر "۲۹ ځایونو" هوايي بریدونه کړي دي.

    د پاکستان اطلاعاتو وزیر عطاالله تارړ ادعا کوي، چې د افغانستان پر ضد د ترسره شویو عملیاتو په ترڅ کې تر اوسه د "افغان طالبانو ۸۹ پوستې ویجاړې شوې، ۱۸ پوستې نیول شوې دي، او ۱۳۵ ټانکونه او زغره‌ وال وسایط له منځه وړل شوي دي."

    د پاکستان د اطلاعاتو وزیر په وینا، په دغو بریدونو کې د افغان طالبانو ۲۹۷ غړي وژل شوي او ۴۵۰ نور ټپیان شوي دي. د یادونې ده، چې خپلواکو سرچینو د دې شمېرو تائید نه دی کړی.

    بل لور په افغانستان کې دطالبانو حکومت چارواکو ویلي د جمعې په سهار یې پاکستان کې دننه پر څو هدفونو هوايي بریدونه کړي دي. د طالبانو حکومت سرچینو بي بي سي ته وویل،دا بریدونه لهافغانستانه د پورته شویو بې‌پیلوټه الوتکو (ډرونونو) له لارې شوي دي.

    د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطا الله تارړ واييچې د دوی پوځ هغه افغان ډرونونه شنډ کړي چې د سوات، نوښار او اېبټ‌اباد پر لور په نښه شوي وو. اېبټ‌اباد یوه پوځي اډه لرونکې ښار دی چې پکې د پاکستان پوځ اکاډیمي هم موقعیت لري.

  12. ټرمپ: د افغانستان او پاکستان په جګړه کې مداخله کولای شم، خو له پاکستان سره ښه دوستي لرم

    ټرمپ

    د عکس سرچینه، EPA

    د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وايي، د افغانستان او پاکستان تر منځ روانه جګړه کې امریکا مداخله کولای شي، خو په وینا یې ''زه له پاکستان سره ښه دوستي لرم.''

    ټرمپ دا خبرې په سپینه ماڼۍ کې له خبریالانو سره مرکه کې وکړې.

    یوه خبریال له ټرمپ وپوښتل''پاکستان د افغانستان پر ضد جګړه پیل کړې، ایا دوی له تاسو د مداخلې غوښتنه کړې؟''

    ټرمپ دې پوښتنې ته ځواب کې وویل، دی په دې جګړه کې مداخله کولای شي. خو په خبره یې، ''تاسو ته خو معلومه ده، زما له پاکستان سره ښه دوستي ده. دوی یو ستر لومړی وزیر لري، هلته یو ستر جنرال دی، ستر مشران دي. دا دواړه داسې شخصیتونه دي، چې زه رښتیا ډېر درناوی ورته لرم.''

    نوموړي زیاته کړه، پاکستان ښه کار کوي.

  13. د مخکینو چاودنو او غورځېدلو الوتکو تصویرونه د تازه تصویرونو په نامه لاس پر لاس کېږي

    د افغانستان او پاکستان تر منځ د نښتو په ترڅ کې د اصلي ویډیويي کلیپونو او تصویرونو تر څنګ ځینې پخواني ویډیويي کلیپونه او تصویرونه هم داسې لاس پر لاس کېږي، چې ګواکې نوي دي.

    په دې کې هغه ویډيويي کلیپ هم شامل دی، چې ادعا کېږي کابل کې د یوې زورورې چاودنې پر مهال اخیستل شوی، چې د اور لمبې او لوګي پکې ښکاري، خو رېورس امیج سرچ ښيي، چې دا کلیپ اصلا په ۲۰۰۳ کال کې د عراق پلازمېنه بغداد کې له یوه هوايي برید وروسته د اخیستل شوې ویډیو یوه برخه ده.

    تصویر

    د عکس سرچینه، Facebook

    دغه راز د خواله رسنیو له ځینو حسابونو د یوې پاکستانۍ الوتکې تصویر خپور شوی، چې غورځېدلې او پر ځمکه پرته ده، خو رېورس امیج سرچ ښيي، چې دا پروسږنی تصویر دی او د افغانستان او پاکستان تر منځ له تازه پېښو سره تړاو نه لري.

    بي بي سي د رېورس امیج سرچ له لارې چې ښيي کوم تصویر کله او چېرې انلاین خپور شوی، هڅه وکړه، چې د دې تصویر اصل معلوم شي، نو د یاد تصویر تر ټولو پخوانۍ بڼه د ۲۰۲۵ کال په مې میاشت کې وموندل شوه.

    تصویر

    د عکس سرچینه، x

  14. وروستی, د خیبر پښتونخوا حکومت په دغه ایالت کې پر ډرون الوتکو ۳۰ ورځې بندیز ولګاوه

    ډیورنډ کرښې ته څېرمه د طالبانو حکومت تر ځوابي بریدونو وروسته چې له ډرون یې هم کار پکې اخیستی، اوس د خیبر پښتونخوا حکومت په دغه ایالت کې پر بې‌پېلوټه الوتکو او کاب‌کاپټر ۳۰ ورځې بندیز لګولی دی.

    د خیبر پښتونخوا د کورنیو او قبایلو چارو ادارې دا اعلان نن جمعه (کب ۸/فبروري ۲۷) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره کړی.

    په اعلامیه کې راغلي چې دا کار په خیبر پښتونخوا کې پر دولتي ودانیو د ډرون، کاب‌کاپټرو او یا هم د بې‌پیلوټه الوتکو په څېر له لرې کنټرولېدونکو وسایلو باندې د بریدونو د مخنیوي او د خلکو د امنیتي خوندیتوب لپاره شوی دی.

    په خبرپاڼه کې همدراز ویل شوي چې که د خیبر پښتونخوا پر اسمان دې ته ورته کومه ډرون لیدل کېږي نو هغه به خلکو او عامه امنیت ته ګواښ حسابل کېږي او شته قوانینو ته په کتو به یې پر ضد ګام پورته کېږي.

    اعلامیه

    د عکس سرچینه، GOKPHTAD

    له دې امره هغه ډرون مستثنی ګڼل شوې دي چې په تالارونو کې دننه او یا د رسنیز پوښښ لپاره کارول کېږي. په اعلامیه کې هغو ډرون الوتکو ته هم اجازه ورکړل شوې چې د پاکستان حکومت له لوري د استخباراتي معلوماتو د راټولو لپاره کارول کېږي.

    د خیبر پښتونخوا حکومت دا ګام وروسته له هغه اوچتوي چې د طالبانو حکومت وویل چې هلته یې ځينې سیمې په هوايي بریدونو کې په نښه کړې دي.

    وروسته د پاکستان حکومت چارواکو هم ومنله چې هلته په یو شمېر سیمو کې د ډرون په وسیله د برید هڅه شوې ده. د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطاالله تارړ پر خپله ایکس پاڼه لیکلي چې د ډرون ضد سیستمونو یې په لږترلږه درېیو سیمو ایبټ اباد، صوابۍ او نوښار کې د بریدونو لپاره کارېدلي ډرونونه شنډ کړي دي.

  15. وروستی, له خوسته بیا پر پاکستاني لوري "انتقامي بریدونه" پيل شوي دي

    له خوسته د طالبانو حکومت مسؤلانو بي‌بي‌سي ته منلې چې نن جمعه (کب ۸/فبروري ۲۷) ماښام یو ځل بیا پر پاکستاني لوري بریدونه پیل شوي دي.

    په افغانستان کې د طالبانو حکومت د جنوب ختیځ زون د ۲۰۳ منصوري قول اردو ویاند عبدالحق فدا بي‌بي‌سي ته وویل چې "تر روژه‌ماتي‌ وروسته په خوست او ټانک کې بیا عملیات پیل شوي دي او جګړه روانه ده."

    له ښاغلي فدا وړاندې د خوست د والي ویاند مستغفر ګوربز هم رسنیو ته په استولي پیغام کې د بریدونو د پیل خبر ورکړی و.

    هغه لیکلي وو، "یو ځلې بیا د خوست ولایت اړوند په ځاځي میدان او علیشېرو او تریزیو ولسوالیو کې د فرضي کرښې په اوږدو کې د افغان ځواکونو لخوا د پاکستان پوځي رژيم پر پوستو د انتقامي بریدونو نوې څپه پیل شوه."

    پاکستاني اړخ لا په دې اړه څه نه دي ویلي.

  16. وروستی, اېټالیا له خپلو وګړو غوښتي چې له افغانستانه ووځي

    پر افغانستان د پاکستان له هوايي بمباریو او د طالبانو حکومت له لوري تر ځوابي بریدونو وروسته اېټالیا په افغانستان کې خپلو مېشتو وګړو ته سپارښتنه کړې چې له دغه هېواده ووځي.

    د افغانستان لپاره د اېټالیا ډېپلوماتیک ماموریت چې له دوحې خپلې چارې ترسره کوي، پر خپله اېکس‌پاڼه په دې اړه یوه خبرپاڼه خپره کړې. په خبرپاڼه کې وروستیو بریدونو او نښتو ته په اشاره ویل شوي، "په افغانستان کې مېشت اېټالویان هڅول کېږي چې هلته لا هم په شته سوداګریزو الوتنو کې ژرترژره له دغه هېواده ووځي."

    په خبرپاڼه کې ځینو هغو کسانو ته چې په افغانستان کې د پاتې کېدو پرېکړه کوي، ځينې لارښوونې شوې دي چې څنګه باید سفارت او یا د اېټالیا حکومت د ځان په راجستر کولو سره له خپلې پرېکړې خبر کړي او د اړتیا پرمهال د مرستې غوښتنه وکړي.

    دې X پوسټ نه تېرشئ
    ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

    دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

    خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

    د ‍پوسټ X پای

  17. شهباز شریف د پاکستان پوځ عمومي قوماندانۍ (جي‌ایچ‌کیو) ته تللی

    شهباز شریف

    د عکس سرچینه، PMO

    د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف نن (جمعه) په راولپنډۍ کې د پوځ عمومي مرکز (جي‌ایچ‌کیو) ته ورغلی دی.

    د پاکستان د لومړي وزیر له دفتر په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، چې هغه ته د پوځي مشرتابه لخوا د افغانستان اړوند وضعیت په تړاو مفصل مالومات ورکړ شوي دي.

    په اعلامیه کې راغلي چې شهباز شریف ویلي "د افغان طالبانو رژیم او فتنه الخوارج (د طالبان حکومت دا اصطلاح ټي‌ټي‌پي‌ لپاره کاروي) لخوا د پاکستان خلاف اقدامات د منلو نه دي." هغه زیاته کړې چې د فیلډ مارشل سید عاصم منیر په مشرۍ پاکستاني پوځونه هره ګړۍ د خپل هېواد حفاظت لپاره چمتو دي او دا چې پاکستان ښه پوهېږي چې څنګه د هر ډول تېرې پر وړاندې د ځان دفاع وکړي.

    شهباز شریف د ډیورنډ کرښې اوږدو کې د ده په وینا د افغان طالبانو د بریدونو په شا تمبولو او کارنده ځوابي اقداماتو له کبله د ‌پاکستان د پوځ وړتیا هم ستایلې ده.

    تر دې ورمخکې د پاکستان د پوځ ویاند جنرال احمد شریف ویلي و چې افغان طالبانو د پاکستان ۱۵ سیمو کې پر ۵۳ ځایونو ډزې او بریدونه کړي.

    هغه ویلي وو، چې له افغان طالبانو سره په نښتو کې د دوی ۱۲ پوځيان وژل شوي، ۲۷ ټپیان، او یو تری‌تم شوی دی.‌

  18. د طالبانو د حکومت د پوځ مشر: که پاکستان افغانستان ناامنه کړي، اسلام‌اباد به خوندي پاتې نه شي

    د ویډیو تشریح، "که پاکستان افغانستان ناامنه کړي، اسلام‌اباد به خوندي پاتې نه شي"

    د طالبانو د حکومت د پوځ مشر محمد فصیح‌الدین فطرت په دې ویډیو پاکستان ته ګواښ کړی چې "د ګوتې ځواب به په سوک ورکړي".

    نوموړي زیاته کړې چې د طالبانو د حکومت پوځي ځواکونه دا وړتیا لري چې که پاکستان افغانستان ناامنه کړي، نو د دغه هېواد چارواکي به ان پلازمېنه اسلام‌اباد کې هم په امن کې ژوند ونه شي کولی.

    د طالبانو د ځواکونو او پاکستاني پوځ ترمنځ نښته تېره شپه هغه مهال پیل شوه، چې د طالبانو ځواکونو د پاکستان پر امنیتي پوستو بریدونه وکړل. وروسته پاکستان پر کابل، کندهار او پکتیا هوايي بریدونه وکړل.

    د راپورونو له مخې، نن هم پاکستاني جنګي الوتکو د پکتیکا ولایت د ارګون ولسوالۍ پوځي ځایونه بمبار کړي دي.

    دواړو لورو ادعا کړې چې د یو بل لسګونه سرتېري یې وژلي، خو تر اوسه خپلواکو ادارو دا راپورونه نه دي تایید کړي.

  19. متقي: افغانستان د تاوتریخوالي پلوی نه دی؛ تل یې د متقابل درناوي پر بنسټ د ستونزو پر حل غوره کړی

    امیر خان متقي او عبدالعزیز الخلیفي

    د عکس سرچینه، @ZiaAhmadtkl

    د قطر بهرنیو چارو وزارت پر خپله ایکس پاڼه خپاره کړي بیان کې ویلي، د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو چارسمبالي وزیر امیر خان متقي په بهرنیو چارو کې د قطر د دولت له وزیر محمد بن عبدالعزیز بن صالح الخلیفي سره تلېفوني خبرې کړې دي.

    په بیان کې ویل شوي، چې دواړ خواو په دغو تلېفوني خبرو کې د افغانستان او‌ پاکستان ترمنځ د کړکېچ کمولو پر لارو چارو بحث وکړ.‌

    بیان کې راغلي، ښاغلي الخلیفي د قطر لخوا د هغو ټولو هڅو بشپړ ملاتړ تکرار کړ چې موخه یې له سوله‌ییزو لارو چارو د شخړو هواری او په سیمه‌ییزه او نړیواله کچه د سولې او ثبات بنسټونه پیاوړي کول دي.

    هممهاله د طالبانو حکومت بهرنیو چارو وزارت هم په یوه خبر پاڼه کې ویلي، چې ښاغلي متقي په دې تلېفوني مکالمه کې "د وروستیو تحولاتو په تړاو د اسلامي امارت [طالبانو حکومت] اصولي دریځ څرګند کړ او ویې ویل چې د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو وروستي اقدامات د هېواد د حاکمیت، هوايي حریم او ځمکنۍ بشپړتیا د ساتنې په موخه ترسره کړي، چې ټاکل شوي اهداف یې په بریالیتوب ترلاسه کړي دي."

    اعلامیه کې راغلي چې ښاغلي متقي دا ټینګار هم وکړی چې د دوی حکومت "د تاوتریخوالي پلوی نه دی او تل یې د تفاهم او متقابل درناوي پر بنسټ د ستونزو حل غوره کړی؛ خو دا به هغه وخت پایله ولري چې مقابل لوری هم د حل‌لارې لپاره عملي او صادقانه اراده وښيي."

  20. د کابل او اسلام اباد تر منځ شخړه کې د پاکستاني طالبانو د تحریک ونډه

    ټي‌ټي‌پي

    د عکس سرچینه، Getty Images

    په افغانستان کې د طالبانو د حکومت او اسلام اباد ترمنځ د ترینګلتیا مهم او لوی لامل د پاکستاني طالبانو تحریک پټنځایونه او په پاکستان کې دننه يې ډېرېدونکي خونړي بريدونه ګڼل کېږي.

    ظاهرا دا ستونزه تر دې بریده ورسېده، چې پاکستان یې اړ کړ د افغانستان پر پلازمېنې کابل هوایي برید وکړي‌.

    پاکستاني چارواکې وايي، دوی په کابل کې د طالبانو له حکومته غواړي د "وسله‌والو ډلو، په ځانګړې توګه د پاکستاني طالبانو د تحریک د فعالیتونو مخه ونیسي، چې د افغانستان په خاوره کې تاوتریخجن بریدونه طرحه کوي او له پولې له تېرېدو وروسته یې په پاکستان کې پر اهدافو عملي کوي."

    خو کابل کې د طالبانو حکومت دا تورونه ردوي او وایي؛ "هیچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان له خاورې د بل هېواد پر وړاندې فعالیت وکړي."

    دوی وايي، "اسلام‌اباد هڅه کوي د کورنیو امنیتي ستونزو د مهار په برخه کې خپلي ناکامۍ" پر کابل ور واچوي.

    د طالبانو حکومت همدارنګه پاکستان تورنوي چې د داعش د خراسان څانګې ملاتړ کوي او "د نړیوال ملاتړ تر لاسه کولو لپاره" له دې ډلې د یوې وسیلې په توګه ګټه اخلي.

    په افغانستان کې د طالبانو د حکومت له نظره، د پاکستاني طالبانو تحریک په افغانستان کې د دوی د شتون پایله نه ده، بلکې دا د پاکستان یوه کورنۍ موضوع ده.