نوموړي لیکلي په خواشینۍ سره ایران د غزې یا وېنزویلا په څېر د رسنیو په
پام وړ مرکز نه دی اوښتی، خو همدا ګړۍ په تهران او نورو ښارونو کې داسې زړور او
خارقالعاده ځوانان شته چې لګیا دي تاریخ جوړوي.
وروستی, ایراني ډاکټران وایي له اعتراضونو سره هممهاله پر روغتونونو سخت فشار راغلی
د عکس سرچینه، Getty Images
په ایران کې سراسري اعتراضونه خپلې څوارلسمې ورځې ته ننوځي. د تېرې شپې په غونډو کې هم معترضانو د حکومت پر ضد شعارونه ورکړل او هم یې د پاچاهي نظام په ملاتړ نارې ووهلې.
له ایرانه راپورونه ښيي چې تېره شپه بیا هم د معترضانو ستره ډله، سره له دې چې انټرنېټ په پراخه کچه پرې شوی و او د سخت ځپلو اندېښنه موجوده وه، کوڅو او سړکونو ته راووتله.
په تېرو دوو شپو کې، د شاهزاده رضا پهلوي د غوښتنې په تعقیب، په زرګونو
کسان د ایران په بېلابېلو ښارونو کې سړکونو ته راوتلي او په بې سارې اعتراضونو
کې یې د حکومت پر ضد شعارونه ورکړي دي.
دې اعتراضونو پراخ نړیوال غبرګون هم راپارولی دی.
وروستی, ایا ایران کې نارامي جنوبي اسیا لړزولی شي؟
د ویډیو تشریح، ایران کې اعتراضونه پر جنوبي اسیا څه اغېز کولی شي؟
ایران د تېرو کلونو
له تر ټولو
سختو نارامیو سره مخامخ دی، خو دا کیسه یوازې د ایران تر پولو پورې محدوده نه ده. د
دې وضعیت اغېزې ښايي زرګونه ميله لېرې، د خلکو کورونو او سوداګریزو فعالیتونو ته هم ورسېږي.
علي خامنهای: ټرمپ د "نمرود او فرعون" په څېر تلونکی دی
د عکس سرچینه، khamenei.ir
په ایران
کې د اعتراضونو له دوام سره، د ایران مذهبي مشر علي خامنهای خبرداری ورکړی چې اسلامي جمهوریت به "د ورانوونکو پر وړاندې شاته نه شي".
د ایران
رهبر همدارنګه ډونلډ ټرمپ د "نړۍ
له مستکبرانو" وباله او ویې ویل چې هغه به د "فرعون، نمرود، رضاشاه او محمدرضاشاه" په څېر، د غرور په اوج کې نسکور شي.
دا د
اعتراضونو د نوې څپې له پیل وروسته د علي خامنهای دویم غبرګون دی.
هغه تېره اونۍ په خپل لومړي غبرګون کې پر دې ټینګار
کړی و چې باید د "معترض" او "بلواګر" ترمنځ توپیر وشي: "اعتراض پر ځای دی، خو اعتراض له بلواګرۍ سره توپیر لري. موږ له معترض سره خبرې کوو، مسوولین باید له معترض
سره خبرې وکړي؛ له بلواګرو سره خبرې ګټه نه
لري. بلواګر باید پر خپل ځای کېنول شي.
تر دې وړاندې، ډونلډ ټرمپ د ایران د
اعتراضونو په دوولسمه ورځ یو ځل بیا
ګواښ کړی و چې که معترضان د حکومتي ځواکونو له خوا ووژل شي، امریکا به هغوی ته "ډېر سخت ګوزار" ورکړي.
د ترکیې چارواکو تر اوسه په ایران کې د حکومت ضد سراسري اعتراضونو په اړه کومه څرګندونه نه ده کړې.
د پنجشنبې په شپه، هممهاله له هغو سراسري اعتراضونو سره چې د ایران په بېلابېلو سیمو کې روان وو، راپورونه خپاره شول چې له استانبوله تهران ته روانه یوه الوتنه لغوه شوې ده.
د دې الوتنې مسافر وایي، داسې ښکاري چې د دوی الوتکې ته د ناستې اجازه نه ده ورکړل شوې او تهران ته د تبریز او اصفهان پر لور تلونکې الوتنې هم د ورته لاملونو له کبله بېرته ستنې شوې دي.
د دوبۍ د هوايي ډګر د اعلان له مخې هم، تر اوسه د جمعې په ورځ له دوبۍ تهران ته پنځه الوتنې لغوه شوې دي.
د کاناډا لومړی وزیر: د ایران د خلکو غږ باید واورېدل شي
د عکس سرچینه، Reuters
د کاناډا لومړي وزیر مارک کارني پر اېکس خواله رسنۍ یوه پیغام کې ''د ایران رژیم له لوري د خپلو خلکو مقابل کې د احتجاجیانو وژنې، له زور او ځواکه کار اخیستل، خپلسرې نیونې'' په کلکه غندلې دي.
ښاغلي کارني لیکلي: ''د ایران له خلکو سره پیوستون کې یو، چې غږ یې باید واورېدل شي، ځکه هغوی د ازادۍ او کرامت غوښتنه کوي.''
له دې مخکې برېتانیا، فرانسې او جرمني په یوه ګډه اعلامیه کې د احتجاجیانو پر وړاندې د ایران امنیتي ځواکونو د ځواک کارونې په تړاو خپلې اندېښنې څرګندې کړې.
اېکس د ایران بیرغ کې د اسلامي جمهوریت نښان زمري او لمر ته بدل کړ
د عکس سرچینه، UGC
ټولنیزه شبکه 'اېکس' په وېب په بڼه کې د ایران بیرغ ایموجي کې د اسلامي جمهوریت نښان پر ځای د 'زمري او لمر' نښان کاروي.
روزبه پورنادر، چې د ازادو سافټویرونو له فعالانو څخه یو دی، پر اېکس د دې اقدام په اړه لیکي چې دا بدلون به د اندروېډ او ایفون په اپلېکېشنونو کې و نه ښودل شي، ځکه هلته د ګوګل او اېپل ایموجيانې کارول کېږي.
ښاغلی پورنادر وايي: ''که چا مخکې په یوه پیغام کې د زمري او لمر ایموجي کارولې وي، چې اصلا به د اسلامي جمهوریت له نښان سره و، نو په راتلونکي کې به د وېب په نسخه کې د زمري او لمر بیرغ ښکاره شي. او که څوک په راتلونکو ورځو کې د وېب په بڼه کې د زمري او لمر بیرغ وکاروي، نو په اندروېډ او ایفون کې به د اسلامي جمهوریت له نښان سره بیرغ ښکاره شي.''
دا موضوع له هغه وروسته رابرسېره شوه، چې د ایران اسلامي جمهوریت ځینو چارواکو چې پر اېکس یې له خپل تصویر سره د اسلامي جمهوریت نښان کاراوه، د هغوی نښان د زمري او لمر هغه ته واوښت.
د ایران مذهبي مشر علي خامنه يي له اېکس پاڼې د هغه د تصویر له څنګه دا بیرغ سملاسي لېرل کړل شوی، خو د تسنیم په نامه خبري اژانس پر اېکس پاڼه اوس هم د لمر او زمري د نښان بیرغ ښکاري. د تسنیم خبري اژانس پاڼې په وروستۍ برخه کې د نوم تر څنګ د زمري او لمر بیرغ لیدل کېږي.
د عکس سرچینه، UGC
وروستی, اروپايي ټولنې د ایران حکومت له لوري د تاوتریخوالي کارول، خپلسري نیونې او د احتجاجیانو وېرول غندلي
د اروپايي ټولنې عالي استازي د دې ټولنې په استازیتوب د ایران
د خلکو له احتجاجونو سره خپل پیوستون اعلان کړی. په دې هکله یوه بیان کې راغلي: ''اروپايي ټولنه له هغو خلکو
سره خپل پیوستون څرګندوي چې په ایران کې د ښه ژوند، ازادۍ او انساني کرامت لپاره خپل
مشروع ارمانونه څرګندوي.''
اروپايي ټولنې ویلي: ''موږ د وژل کېدو په اړه راپورونه له
نږدې او په ژورې اندېښنې سره څارو او د امنیتي ځواکونو له لوري د مظاهره کوونکو پر
وړاندې د تاوتریخوالي کارول، خپلسري نیونې او د وېرولو تاکتیکونه غندو.''
"موږ باید اجازه ورنه کړو چې دا غږ په نړیواله کچه غلی کړل شي."
نوموړی زیاتوي:
"هغوی باید پوه شي چې د ایران خلک، سره له ټولو محدودیتونو چې پرې لګول شوي، په بېساري زړورتیا سره خپلې مبارزې ته دوام ورکوي، او دا چې دننه ایرانیان به وویني چې تاسو ورسره اوږه په اوږه کار کوئ، او دا به هغوی ته نوی توان ورکړي."
په ایران کې ډېرو احتجاجیانو د رضا پهلوي د بېرته راتګ غوښتنه هم کړې ده.
برېتانیا، فرانسه او جرمني 'د احتجاجیانو وژنه په کلکه غندي'