د رپوټونو له مخې، دا بېړنۍ غونډه د امریکا متحده ایالتونو په غوښتنه ترسره کېږي.
پرون د بښنې نړیوال سازمان په یوه اعلامیه کې د ملګرو ملتونو له امنیت شورا "په ایران کې د نورو وژنو د مخنیوي" لپاره د بېړنۍ غونډې غوښتنه کړې وه.
د بشري حقونو دغه سازمان همداراز ویلي وو چې د ایران په هکله "نړیوال ډېپلوماتیک اقدام اړین" دی چې په ترڅ کې یې د ایران سلامي جمهوریت چارواکي وپوهېږې چې "له محاکمه کېدو معافیت یې نور پای ته رسېدلی دی."
د بښنې نړیوال سازمان په خپل رپوټ کې ویلي چې د عیني شاهدانو له لوري تایید شوې ویډیوګانې او شواهد څرګندوي چې "په ایران کې په بېسارې لویه کچه ناقانونه وژنې" شوې دي.
دغه بنسټ زیاته کړې چې د تېر ۲۰۲۵ میلادي کال د وروستۍ دسمبر میاشتې له ۲۸ نېټې راهیسې د ایرانيو چارواکو له لوري د احتجاجیانو پر ضد "وژونکي عملیات په بېساري ډول ډېر شوي" او د حکومتي شمېرو له مخې، په مظاهرو کې د وژل شوو شمېر ۲۰۰۰ تنو ته رسېدلی دی.
بيبيسي دا شمېرې په خپلواک ډول نه شي تاییدولی.
عراقچي له فاکس نیوز سره مرکه کې: ترهګرو خلک وژل، چې شمېر یې لوړ شي او ټرمپ مداخله وکړي
د عکس سرچینه، Fox News
د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي له فاکس نیوز خبري شبکې سره په خبرو کې ادعا وکړه، د وژل شویو کسانو شمېر ځکه لوړ دی، چې په وینا یې ''د اسرائیل له لوري تجهیز شویو ترهګرو'' د مخکیني پلان له مخې ''پر پولیسو او خلکو ډزې وکړې، چې د وژل شویو کسانو شمېر پورته کړي'' او د ټرمپ مداخلې لپاره زمینه برابره کړي.
ښاغلي عراقچي د وژل شویو شمېر په هکله د فاکس نیوز د خبریال پوښتنه ځواب نه کړه، او په تېرو څو ورځو کې یې د احتجاجونو ځپنې په هکله توضیحات هم ور نه کړل، خو ادعا یې وکړه، چې د ایراني امنیتي ځواکونو له کسانو سره د داعش ډلې کړنو په څېر چلن شوی، ''سرونه ترې غوڅ کړل شوي یا اور ورته کړل شوی دی.''
عباس عراقچي دغه راز پر چهارشنبه د ملګرو ملتونو عمومي منشي ته په یوه لیک کې ادعا کړې، چې امریکا او اسرائیل د احتجاجونو په لمسولو او تجهیزولو سره هڅه کوله د دې هېواد حکومت نسکور کړي.
برېتانیا په ایران کې سفارت تړلی، ایټالیا او پولنډ له خپلو ایران مېشتو وګړو غوښتی، چې له دې هېواده ووځي
برېتانیا حکومت د چارشنبې پر ورځ وویل، په تهران کې یې د
دې هېواد سفارت په موقت ډول تړلی او له دې وروسته به یې چارې له لېرې سمبالوي. یوه
حکومتي ویندوی په دې هکله وویل: ''موږ په تهران کې د برېتانیا سفارت په موقت ډول
رخصت کړ او له دې وروسته به یې فعالیتونه له انلاین لارې او لېرې ترسره کېږي. د
بهرنیو چارو وزارت له لوري تازه سفري مشورې هم خپرې شوې، چې دا کونسلي بدلون منعکس
کړي.''
د یوه برېتانوي چارواکي په وینا د امنیتي ارزونو او د کارکوونکو
خوندیتوب د لومړیتوب پرېکړې له مخې سفیر او د کونسلګرۍ چارو ټول کارکوونکي هم
ایستل شوي دي.
په ورته مهال په ایران کې امنیتي وضعیت ته په کتو،
ایټالیا او پولنډ له خپلو ایران مېشتو وګړو غوښتي، چې له دې هېواده ووځي. د ایټالیا
بهرنیو چارو وزارت په خبره په ایران کې نژدې ۶۰۰ ایټالویان شته، چې ډېری یې
پلازمېنه تهران کې دي.
بل لور د پولنډ بهرنیو چارو وزارت په یوه اېکس پیغام کې له
خپلو ایران مېشتو وګړو غوښتي، چې ''سملاسي'' باید له دې هېواده ووځي.
ټرمپ وايي، ده ته ویل شوي چې په ایران کې اعدام او وژنې درول شوي
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وايي، د ده په خبره، ''کره سرچینو'' ورته ویلي چې په ایران کې وژنې بندې شوې او اعدامونه به هم بند شي.نوموړي زیاته کړه، اوسمهال د حکمونو عملي کولو لپاره پلان نه شته.د امریکا ولسمشر دغه راز خبرداری ورکړ، چې د وژنو بیا پیل یا اعدامونو ته به د امریکا له لوري غبرګون څرګند شي.
ټرمپ وايي که ایران معترضان اعدام کړي، دی به"ډېر سخت ګام" واخلي
د عکس سرچینه، Getty Images
د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ
ویلي که ايران لاريونوال اعدام کړي، متحده ايالات به د ایران پرضد "ډېر
سخت اقدام" وکړي. د بشري حقونو بنسټونه وايي د ايراني چارواکو له لوري د تاوتريخوالي په ځپونکو عملياتو کې تر اوسه له ۲۴۰۰ ډېر د حکومت ضد
لاريونوال وژل شوي دي.
د ۲۶ کلن عرفان سلطاني خپلوانو بيبيسي فارسي ته ويلي، هغه تېره اونۍ نيول
شوی او ټاکل شوې وه د چهارشنبې په ورځ اعدام شي، خو دا لا څرګنده نه ده چې ايا دا
کار ترسره شوی که نه.
د "هنګاو د بشري
حقونو سازمان" يو استازي هم بيبيسي ته ويلي دوی "هېڅکله داسې
قضيه نه ده ليدلې چې په دومره چټکۍ مخته تللې وي".
ټرمپ، چې له سي بياېس شبکې سره خبرو کې د احتمالي اعدامونو په اړه وويل: "که هغوی دوی په دار کړي،
نو تاسې به ځينې شيان ووينئ... که هغوی داسې کار وکړي، موږ به ډېر سخت اقدام وکړو."
وروستی, لاوروف: روسیه به له ایران سره د خپلو هوکړو عملي کولو ته دوام ورکړي
د عکس سرچینه، Getty Images
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر وايي چې له ایران سره به اقتصادي اړیکې او د شویو هوکړو عملي کول دوام ولري او د امریکا ګواښونه به پکې کوم بدلون رانه ولي.
سرګي لاوروف په مسکو کې د نامیبیا د بهرنیو چارو له وزیر سره په ګډه خبري غونډه کې له ایران سره د راکړې ورکړې پر وړاندې د امریکا د ۲۵ سلنه تعرفې په اړه وویل: "امریکا په خپل چلند کې هغه اصول له پامه غورځوي چې خپله یې دود بللي وو او نړیوال کېدل یې بلل. خپل اصول نه مراعتوي. دا ډول چلند ښيي چې زموږ امریکايي همکاران د باور وړ نه دي. هغوی تل پر تېلو او نورو حیاتي سرچینو تکیه کوي او یوازې خپلې ګټې لټوي او له ګواښ او مستقیم فشاره کار اخلي چې پکې د تعرفو لګول هم شامل دي."
د وروستیو بدلونونو تر سیوري لاندې له ایران سره د اړیکو د دوام په اړه د روسیې د بهرنیو چارو وزیر وویل: "موږ باید خپل کار ته دوام ورکړو او له ایران او نورو اقتصادي شریکانو سره خپلې هوکړې عملي کړو. کله چې د امریکا په څېر ځواکمن هېواد دې ډول ناخوښو شویو لارو ته مخه کوي نو یوازې په دې معنا دي چې: د امریکا د سیالۍ دریځ پرله پسې کمزورېږي."
لاوروف ټینګار وکړ: "فکر نه کوم چې کوم درېیم لوری د روسیې او ایران د اړیکو ماهیت بدل کړای شي. دا اړیکې د روسیې او ایران د ولسمشرانو د هوکړو پر بنسټ ولاړې دي او د دواړو هېوادونو له ملي ګټو سره سمون لري."
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاند پرون د ایران پر وړاندې د امریکا د پوځي مداخلې ګواښ "د منلو وړ نه" بللی و.
وروستی, هندي وګړو ته له ایرانه د وتلو امر شوی
د "هندوستان ټايمز" په ګډون، د هند ځينو رسنيو، د سفر په تړاو د حکومت د سپارښتنې پر بنسټ راپور ورکړی چې په تهران کې د هند سفارت له خپلو اتباعو غوښتي چې له ايرانه ووځي.
خو د ایران دریځ لا هم کمزوری پاتې دی او ډونلډ ټرمپ اشاره کوي چې کېدای شي تر هر ډول لیدنې مخکې لاس په کارېدو ته اړ شي. همدارنګه خبرې اترې به د اوسني داخلي تاوتریخوالي او سختې غوسې د مهارولو لپاره بسنه ونه کړي.
وروستی, رویټرز: امریکا په قطر کې خپلو ځينو سرتېرو ته سپارښتنه کړې چې له العدید هوايي اډې ووځي
د عکس سرچینه، TSGT Scott Reed, USAF
رویټرز خبري اژانس د درو ډېپلوماتانو له قوله خبر ورکړی چې امریکا په قطر کې خپلو ځينو سرتېرو ته د نن چهارشنبې (مرغومی ۲۴/جنوري ۱۴) تر ماښامه له العدید هوايي اډې د وتلو سپارښتنه کړې ده.
العدید په منځني ختيځ کې د امریکا تر ټولو ستره هوايي اډه ده چې په قطر کې ده او شاوخوا لس زره امریکايي پوځیان پکې مېشت دي.
په قطر کې د امریکا سفارت تر اوسه په دې اړه کوم غبرګون نه دی څرګند کړی.
د تېر ۲۰۲۵ میلادي کال په جون کې پر ایران د امریکا تر هوايي بریدونو مخکې هم یو شمېر امریکايي سرتېرو په منځني ختیځ کې خپلې اډې پرېښې وې.
هغه مهال د ایران پر ځينو اټومي بنسټونو د امریکا د برید په ځواب کې ایران د عدید اډه په شپږو توغندیو ویشتې وه.
وروستی, د ایران روحاني مشر ایتالله علي خامنهای څوک دی؟
د ویډیو تشریح، د ایران روحاني مشر ایتالله علي خامنهای
په ایران کې د حکومت ضد اعتراضونو د اسلامي جمهوریت د پای ته رسولو او د
رحاني مشر آیتالله علي خامنهای د واکمنۍ د ختمېدو غوښتنه کړې ده. هغه له ۳۵ کلونو څخه زیات وخت کېږي چې واکمن دی، خو دا پوښتنه
مطرح ده چې هغه څنګه واک ته ورسېد او تر کومه بریده پر دولت واک لري؟
په ایران کې د حکومت ضد لاریونونه د اسلامي جمهوریت
او د روحاني مشر ایتالله علي خامنهای د واکمنۍ د پای ته رسېدو غوښتنه کوي. هغه له ۳۵ کلونو ډېر وخت کېږي چې واکمن دی - خو هغه څنګه واک
ته ورسېد - او هغه څومره کنټرول لري؟
له ایران سره کاروبار کوونکو هېوادونو باندې د ټرمپ د تعرفې لوړولو پرېکړه څه اغېز کولی شي؟
په داسې حال کې چې په ایران کې له تېرو څو ورځو راهیسې انټرنېټي او مخابراتي شبکې کار نه کوي خو ځینې ایرانیان توانېدلي چې له هېواده بهر ټلیفون وکړي. ځينې عیني شاهدانو، د بشري حقونو بنسټونو او رسنیو د "زرګونه" احتجاجیانو د وژل کېدو خبر ورکړی خو بيبيسي نه ده توانېدلې چې په خپلواک ډول دا شمېرې تایید کړي. په همدې حال کې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي چې پر هغو هېوادونو ۲۵ سلنه نوره مالیه هم لګوي چې له ايران سره کاروبار کوي. د ښاغلي ټرمب بل ګام به څه وي؟ د بيبيسي نړيواله خبرياله ليز دوسېټ یې تشریح کوي:
د ویډیو تشریح، له ایران سره کاروبار کوونکو هېوادونو باندې د ټرمپ د تعرفې لوړولو پرېکړه څه اغېز کولی شي؟
وروستی, د ټرمپ ګواښ ته د چین غبرګون: د ایران په کورنیو چارو کې "بهرنۍ لاسوهنه" د منلو نه ده
د عکس سرچینه، Getty Images
د عکس تشریح، د چین د بهرنیو چارو وزارت ویانده ماو نینګ
ایران ته د ډونلډ ټرمپ له پرله پسې ګواښونو وروسته نن یو ځل بیا د چین د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې "د ایران په کورنیو چارو کې د هر راز بهرنۍ لاسوهنې" مخالف دی.
د امریکا ولسمشر څو ساعته مخکې یو ځل بیا ‘ګواښ وکړ چې که ایراني چارواکي احتجاجیان اعدام کړي نو واشنګټن به یې پر ضد "ډېر سخت ګام" پورته کړي.
ښاغلي ټرمپ له مظاهرهچیانو وغوښتل چې احتجاجونه روان وساتي او په وینا یې، "مرسته پر لاره ده."
د چین د بهرنیو چارو وزارت یوې ویاندې ماو نینګ په یوه خبري غونډه کې وویل، "چین په نړیوالو اړیکو کې د زور کارولو او د ګواښونو پلوی نه دی."
چین تر دې مخکې هم ټینګار کړی و چې د نورو هېوادونو په کورنیو چارو کې د بهرنۍ مداخلې مخالف دی.
وروستی, د بشري حقونو بنسټونو او رسنیو په ایران کې د "زرګونه" احتجاجیانو د وژل کېدو خبر ورکړی
په امریکا کې د بيبيسي همکارې رسنۍ سيبياېس هم د سېشنبې په شپه په ایران کې دننه او بهر د دوو سرچینو له قوله د وژل شوو احتجاجیانو شمېر شاوخوا ۱۲ زره وښود او یا یې هم دا وضاحت ورکړ چې دا کچه ۲۰ زرو ته هم لوړېدلی شي.
ځينو عینو شاهدانو چې په دې وروستیو کې له ایرانه وتلي او یا هغو چې د سټارلېنک له لارې له انټرنټ سره وصل شوي، بيبيسي ته ویلي چې دوی په روغتیايي مرکزونو او یا د مړو په ساتنځیو کې ګڼ مړي او ټپیان ليدلي دي.
په تېره شاوخوا یوه اوونۍ کې په ایران کې انټرنېټ او ټلیفوني شبکې بندې دي چې له کبله یې کره معلوماتو ته لاسری سخت او د وضعیت سمه ارزونه ستونزمنه کړې ده.
بلخوا هلته پر خپلواکو رسنیو له بندیز سره بيبيسي ته نږدې ناممکنه ده چې دا شمېرې او معلومات په خپلواک ډول تایید کړي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کارپوهانو د ایران حکومت ته ويلي: د انسان د ژوند حق ته احترام وکړئ
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کارپوهان وايي، په ايران کې
د وروستیو لاریونونو پر مهال د بشري حقونو جدي سرغړونو له امله د دغه هېواد حکومت غندل
شوی او په وینا یې مکلف دی چې د انسانانو د ژوند حق خوندي کړي.
د ایران د بشري حقونو په اړه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو
شورا ځانګړې راپور ورکوونکې مايي ساټو او د خپلسرو او غیر قضايي اعدامونو او د غونډو
او ټولنو د ازادۍ په اړه د ملګرو ملتونو دریو نورو راپور ورکوونکو، دغه اعلاميه لاسلیک
کړې ده. د افغانستان د بشري حقونو په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکې، رېچارډ
بېنټ هم د دې ملاتړ کړی دی.
په دې وروستیو ورځو کې له ایران څخه راپورونه ښيي چې د لاريون کوونکو پر وړاندې بې ساری تاوتریخوالی شوی، په ځانګړې
توګه له پنجشنې راهيسې چې انټرنېټ او مخابراتي شبکو ته لاسرسی محدود شوی دی.
رویټرز
او د بشري حقونو ډلو مخکې د مړو شمېر له ۲۰۰۰ تر۵۰۰۰ پورې اټکل کړی
و. خو لکه څنګه چې له ایران څخه نور خبرونه را
رسېدلي،
دا شمېرې له دې هم لوړې ښودل کېږي.
په امریکا کې د
بي بي سي همکارې رسني سي بي اېس، د ايران
د ننه او بهر د سرچینو په حواله د سې
شنبې په شپه د مړو شمېر شاوخوا ۱۲۰۰۰ ښودلی دی خو ويلي یې دي چې دا شمېر ښايي تر ۲۰۰۰۰ پورې لوړ وي.
هغه عیني
شاهدان چې په دې وروستیو کې له ایرانه وتلي، یا یې د سټارلېنک
له لارې له انټرنیټ سره اړیکه نیولې ده، بي بي سي ته ویلي چې دوی په روغتيايي مرکزونو یا د مړو خونو
کې ګڼ شمېر مړه او ټپیان لیدلي دي.
په وروستیو
ورځو کې د انټرنېټ
او ټیلیفون بندیدو د معلوماتو ترلاسه کول او د لاریونونو د قربانیانو شمېر
ارزول ستونزمن کړي او د ازادو رسنيو د نشتوالي له کبله د دې معلوماتو پخلی
په عملي توګه ناشونی دی.