په ایران کې لاریونونه: پوتین د منځګړیتوب غږ کړی دی

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین نن (جمعه) د ایران له ولسمشر مسعود پزشکیان او د اسراییل له لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو سره تلیفوني خبرې کړې. کرېملین ویلي چې ښاغلي پوتین د دواړو هېوادونو د منځګړیتوب وړاندیز کړی دی.‌ تر دې مخکې منځني ختیځ لپاره د امریکا د ولسمشر ځانګړي ‌استازي سټیف ویټکاف ویلي و، هیله‌من دی چې له ایران سره مسایل د پوځي لارو پر ځای له دیپلوماتیکو لارو حل شي.‌

لنډیز

  • د ایران د وضعیت په تړاود ملګرو ملتونو د امنیت شورا بېړنۍ غونډه پیل شوې ده. دا غونډه د امریکا متحدو ایالتونو په غوښتنه کېږي.
  • ‌ترکیې پر ایران له پوځي برید سره مخالفت څرګند کړی دی او ویلي یې دي چې واشنګټن او تهران دې ستونزه سره حل کړي.
  • د امریکا د خزانې وزیر ادعا: ایراني چارواکي له هېواده د خپلو پېسو د ایستلو په حال کې دي
  • د ایران هوايي حریم تر دوه ساعته بندښت وروسته بېرته د الوتنو پرمخ پرانیستل شوی دی
  • د ملګرو ملتونو امنیت شورا د ایران په اړه بېړنۍ غونډه کوي
  • عراقچي له فاکس نیوز سره مرکه کې: ترهګرو خلک وژل چې شمېر یې لوړ شي او ټرمپ مداخله وکړي
  • برېتانیا په ایران کې سفارت تړلی، ایټالیا او پولنډ له خپلو ایران‌مېشتو وګړو غوښتی چې له دغه هېواده ووځي
  • ټرمپ وايي، ده ته ویل شوي چې په ایران کې اعدام او وژنې درول شوي
  • لاوروف: روسیه به له ایران سره د خپلو هوکړو عملي کولو ته دوام ورکړي
  • هندي وګړو ته له ایرانه د وتلو امر شوی
  • د ایران د هوايي ځواک قومندان: له هر ډول تېري سره مقابلې ته چمتو یو
  • د ایران قضائیه قوه: په احتجاجونو کې ښکېل کسان دې په عام محضر کې محاکمه شي

ژوندی پوښښ

  1. وروستی, د ایران څو ښارونو کې حکومت په ملاتړ غونډې او لاریونونه

    ایران

    د عکس سرچینه، IRIB

    د ایران صداوسیما خبري اژانس د دغه هېواد څو ښارونو کې د حکومت په ملاتړ د غونډو او لاریونونو خبر ورکړی دی.‌

    په دې تړاو خپاره شوي رپوټ کې ویل شوي، چې همدا اوس د همدان او ایلام په ګډون بېلابېلو ښارونو کې د حکومت په ملاتړ لاریونونه روان دي.‌

    ایلام او همدان د هغو ښارونو له ډلې دي، چې له تېرو ورځو راهیسې پکې په وار وار خلک د حکومت خلاف د روانو احتجاجونو په لړ کې سړکونو ته راوتلي‌.‌

    دا لاریونونه د حکومتي‌ بنسټونو په غوښتنه کېږي او د صداوسیما بېلابېلو شبکو له نن سهاره په بیا بیا له خلکو غوښتي چې ګډون پکې وکړي.‌

    پر دې سربېره د ایران ولسمشر،‌ د پارلمان او قضایه قوې مشرانو او د ایت‌الله خمینې د لمسي‌ حسن خمیني په ګډون ځينو سیاسي‌ څېرو هم پر خلکو غږ کړی چې په دغو غونډو او لایونونو کې برخه واخلي.‌

    په ایران کې د حکومت په ملاتړ د لاریونونو رپوټونه داسې حال کې خپرېږي، چې نن په دغه هېواد کې د حکومت ضد احتجاجونو شپاړسمه ورځ ده.‌

    د یادونې ده چې په ایران کې له تېرو څلور ورځو راهیسې اېنټرنېټ پرې دی او دې د وضعیت او پېښو انعکاس ستونزمن کړی دی.‌

  2. کاناډا: د ایران حکومت باید د خپلو وګړو وحشتناکه ځپنه ودروي

    کاناډا په ایران کې د دغه هېواد امنیتي ځواکونو لخوا د احتجاج کوونکو پر ځپل کېدو نیوکه کړې.

    د دغه هېواد بهرنیو چارو وزارت پر خپله اېکس یوه خپاره کړي پیغام کې ویلي،‌ "کاناډا په ایران کې د معترضانو د وژنې دوام په کلکه غندي. د ایران حکومت باید خپل وحشتناک ظلم او تهدید پای ته ورسوي او د خپلو اتباعو د حقونو درناوی وکړي."

    دغه وزارت زیاته کړې "کاناډه د ایران د زړورو خلکو ترڅنګ ولاړه ده."

    په ایران کې له تېرو دوو اونیو راهیسې په روانو احتجاجونو کې د لسګونو کسانو د وژل کېدو رپوټونو پراخ غبرګونونه راپارولي‌ او په نړیواله کچه له غندنو سره مخامخ شوي.‌

  3. ټرمپ وايي د ایران مشرتابه د خبرو اترو وړانديز کړی خو ښايي له "دې مخکې اقدام وشي"

    ایران خبرداری ورکړی چې که امریکا برید وکړي نو غچ به واخلي، خو د بي بي سي سرچینې او د بشري حقونو فعالین وايي، د حکومت د ځپلو له زیاتېدو سره سلګونه لاریون کوونکي وژل شوي دي.

    په تهران کې سرچینو د یکشنبې په ورځ ادعا وکړه چې "دلته وضعیت ډېر خراب دی. زموږ ډېر ملګري وژل شوي دي. امنیتي ځواکونه مخامخ ډزې کولې. دا د جګړې د سیمې په څېر دی، سړکونه له وینو ډک دي. جسدونه په لاریو کې بارېږي او وړل کېږي."

    بي بي سي تهران ته نژدې د مړو د ساتلو يوې خونې په ويډيو کې شاوخوا ۱۸۰ جسدونه شمېرلي دي. په امریکا کې میشت د بشري حقونو فعال خبري اژانس (اېچ ار اې اېن اې) ادعا کوي چې په ټول هېواد کې ۴۹۵ لاریون کوونکي او ۴۸ امنیتي کسان وژل شوي دي.

    همدې ادارې ادعا کړې چې د تېرو دوو اونیو د ناکراریو پر مهال ۱۰۶۰۰ کسان نیول شوي دي.

    امریکا د لاریون کوونکو د مړینې په اړه په ایران کې د مداخلې ګواښ کړی، خو د یکشنبې په ورځ د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وویل چې د ایران مشرتابه ورسره اړیکه نیولې او "دوی غواړي خبرې وکړي."

    خو ولسمشر ټرمپ دا هم وویل چې امریکا "ښايي له خبرو اترو مخکې اقدام وکړي."

    ولسمشر ټرمپ په دې اړه تفصیل ورنه کړ چې امریکا کوم ګامونه په پام کې نیسي، خو د یکشنبې په ورځ یې ويلي وو چې "موږ ځینې خورا قوي غوراوي په پام کې نيسو."

  4. ټرمپ: ايران د خبرو اترو غوښتنه کړې ده

    د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ

    د عکس سرچینه، Reuters

    د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ خبریالانو ته ويلي چې "ایران د خبرو لپاره ورسره اړيکه نيولې ده."

    ښاغلي ټرمپ پرته له دې چې ډېر جزيات ورکړي وويل،"هو، هو. دوی پرون اړيکه نيولې وه".

    نوموړي وويل، "د ایران مشران غواړي خبرې وکړي. فکر کوم چې دوی د امریکا له خوا له ضربې ستړي شوي دي".

    "موږ ښايي له دوی سره وګورو، زما مطلب دا دی چې غونډه پلانېږي، خو موږ ښايي د هغه څه له امله چې پېښ شوي اقدام وکړو".

    نوموړي وويل، "موږ دا په ډېره جدي توګه ګورو. پوځ یې په لټه کې دی، او موږ د ځینو خورا قوي غوراويو په لټه کې یوو. موږ به یوه پرېکړه وکړو."

  5. د ملګرو ملتونو مشر: د لاریون کوونکو پر وړاندې د تاوتریخوالي راپورونو هېښ کړی یم

    انتونيو ګوتېرېش

    د عکس سرچینه، EPA/Shutterstock

    د ملګرو ملتونو مشر انتونیو ګوترېش وايي، په ​​ایران کې د لاریون کوونکو پر وړاندې د تاوتریخوالي د کچې راپورونو "هېښ" کړی دی.

    ګوترېش د یکشنبې په ورځ پر ټولنيزه رسنۍ اېکسیوه پوسټ کې ليکلي، "زه د ایراني چارواکو لخوا د لاریون کوونکو پر وړاندې د تاوتریخوالي او د زور زیاتي کارولو راپورونو چې په دې وروستيو ورځو کې یې مرګژوبله اړولې هېښ کړی يم."

    د ملګرو ملتونو مشر ټینګار کړی چې "د بیان، ټولنې او سوله ییزې غونډې د ازادۍ حقونو باید په بشپړ ډول درناوی او ساتنه وشي."

    نوموړي لیکلي، "زه له ایراني چارواکو غواړم چې د لوړې کچې زغم وکاروي او د زور له غیر ضروري یا غیر متناسب کارونې څخه ډډه وکړي."

  6. مسعود پزشکیان: "سوله‌ییز احتجاج د خلکو حق دی،‌خو له وسله‌والو ډلو سره به سخت چلند وشي"

    مسعود پزشکیان

    د عکس سرچینه، Getty Images

    د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د هېواد په کچه د روانو مظاهرو پر مهال د خپل حکومت له اقتصادي تګلارو دفاع کړې ده. دا د هغه لومړنی ټلویزیوني مرکه وه چې د جنورۍ په ۱۱مه د دولتي خبري چینل IRINN له لارې خپره شوه.

    ایراني ولسمشر ومنله چې د اقتصاد په اړه د خلکو ترمنځ سخته بې‌باوري او اندېښنه موجوده ده او اټکل یې وکړ چې ښايي "۸۰ یا ۹۰ سلنه" د خلکو اندېښنې پر ځای وي. هغه وویل حکومت د دغو ستونزو د حل لپاره کار کوي.

    نوموړي ټینګار وکړ چې په اقتصاد کې موجود "ناانډوله جوړښت" به سم شي او ایران به پر اوسني کړکېچ برلاسی شي.

    د هغه د دفاع مهم ټکی د حکومت هغه پرېکړه وه چې له مخې یې د بهرنيو اسعارو ترجیحي نرخونه لغوه شول. د دې اقدام له امله د اسعارو په ارزښت کې سخت بدلونونه راغلل او د سوداګرو او کاروباریانو ترمنځ نارضایتي زیاته شوه.

    مسعود پزشکیان وویل د اسعارو څوګونو نرخونو فساد ته لاره هواروله او ځواکمنو کړیو ته یې د خلکو د ژوند په بیه ګټه رسولې وه. د هغه په وینا، د دغو نرخونو ختمول د عدالت او برابرۍ د ټینګښت لپاره اړین وو.

    هغه ومنله چې دا پالیسي په لنډ مهال کې ستونزې رامنځته کولای شي، خو په پای کې به یو رقابتي بازار جوړ کړي، فساد به کم کړي او د خلکو ژوند به ښه کړي، که څه هم هغه کسان به زیانمن شي چې له پخواني نظامه یې ګټه اخیسته.

    مسعود پزشکیان وویل چې حکومت د اعتراضونو له پیل سره سملاسي اقدامات وکړل، له سوداګرو سره وکتل او ولایتي چارواکو ته یې لارښوونه وکړه چې له مظاهره‌چیانو سره اړیکه ونیسي.

    هغه وویل: "موږ درک کوو چې د خلکو اعتراض پر ځای دی. " او زیاته یې کړه: "حکومت د اقتصادي برخې اړوند شکایتونه اوري او د حل هڅه یې کوي."

    د مرکې پر مهال ایراني ولسمشر وویل چې اقتصادي اصلاحاتو ته له کورنیو او بهرنیو دواړو خواوو مقاومت شته، ځکه د ځینو کړیو ګټې له خطر سره مخ دي. هغه پر امریکا او اسرائیل تور ولګاوه چې د ایران اقتصادي ستونزې د هېواد د بې‌ثباته کولو لپاره کاروي.

    هغه وویل: "اعتراض د خلکو حق دی او موږ یې باید واورو. " خو زیاته یې کړه: "فساد، پر عامه شتمنیو بریدونه، د جوماتونو سوځول او د خدای د کتاب سوځول د امریکا او اسرائیل د پلان برخه ده."

    مسعود پزشکیان د دغو پېښو او مرګ ژوبلو په اړه وویل چې ایا دا ډول کړنې به په امریکا یا اروپا کې هم اعتراض بلل کېږي؟ د هغه په ټینګار، مسؤل کسان "فساد جوړوونکي دي، نه مظاهره‌چیان".

    نوموړي خبرداری ورکړ چې له وسله‌والو ډلو سره به په کلکه چلن وشي او له خلکو، په ځانګړي ډول له ځوانانو، یې وغوښتل چې "دوکه" ونه خوري او د داسې ګډوډیو برخه نه شي چې اوږدمهاله زیانونه پرېږدي.

  7. ایران کې د احتجاج کوونکو او پولیسو ترمنځ نښتې

    د ویډیو تشریح، ایران کې د احتجاج کوونکو او پولیسو ترمنځ نښتې
  8. پزشکیان: خلک دې د اړودوړ مخه ونیسي

    د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان په دغه هېواد کې د روان وضعیت په تړاو ویلي، چې د اسراييل د ۱۲ ورځنۍ جګړې هدف دا و چې په ایران کې اړودړ یا ګډوډي جوړه کړي.

    هغه په تلویزیون وویل، "دوی دننه او بهر یو شمېر کسان وروزل، ترهګر یې له بهره هېواد ته رادننه کړل، جوماتونو ته یې اور ورته کړ، په رشت کې یې بازارونو ته وار واچاوه."

    د ایران ولسمشر وویل یوې ډلې چې له خلکو او دې هېواد سره تړاو نه لري، خلک په ډزو وژل، له ځینو یې سرونه پرې کړل او ځینو ته یې اور واچاوه.

    هغه زیاته کړه، امریکا او اسراییل دغو "بلواګرو" ته وايي، "مخکې شئ، موږ درسره یو."

    ښاغلي پزشکیان له خلکو مرسته وغوښته چې په خپلو سیمو کې راټول شي او د "اړودوړ" مخه ونیسي.

    د ایران دولتي چارواکي ادعا کوي چې "روزل شوي" او "رهبري شوي" کسان پر خلکو ډزې کوي او د خلکو کورونو او شتمنیو ته زیان رسوي.

    د ایران د عامه‌نظم عمومي قوماندان احمدرضا رادان او د روغتیايي سازمان مشر محمد رییس‌زاده نن په ورته ادبیاتو سره دا روایت تکرار کړ.

  9. اسراییل له اروپايي ټولنې وغوښتل چې سپاه پاسداران ترهګریز سازمان وبولي

    ایران - اسراییل

    د عکس سرچینه، Reuters

    د اسراییل بهرنیو چارو وزیر ګیدعون سعر له اروپايي ټولنې وغوښتل چې د ایران سپاه پاسداران ځواکونه "ترهګر سازمان" وبولي.

    هغه د اېکس خواله رسنۍ په یوه پیغام کې لیکلي: "د جرمني له کورنیو چارو وزیر الکساندر دوبرینت سره مو، چې اسراييل ته یې سفر کړی و، دا موضوع شریکه کړه چې اوس د دې وخت رارسېدلی چې سپاه پاسداران په اروپايي ټولنه کې یو ترهګریز سازمان وپېژندل شي."

    د اسرائیل بهرنیو چارو وزیر وايي "د جرمني دریځ هم له اوږدې مودې همدا دی او [دا چې] اوس ټولو ته د دې موضوع اهمیت روښانه شوی دی."

    د یادونې ده چې د امریکا او کاناډا په څېر ځینو هېوادونو لا له مخکې د سپاه پاسداران نوم د "ترهګریزو سازمانونو" نوملړ ته اچولی دی.

  10. وروستی, د ایران د بشري حقونو سازمان: احتجاجونو کې تر اوسه لږترلږه ۱۹۲ کسان وژل شوي

    د ایران د بشري حقونو سازمان چې مرکز یې په ناروې کې دی، یکشنبه اعلان وکړ چې په ایران کې د تېرو دوو اوونیو احتجاجونو پر مهال لږترلږه ۱۹۲ کسان وژل شوي دي.

    مخکنیو رپوټونو کې د ۵۱ کسانو د وژل کېدو ویل شوي وو خو دا نوی شمېر د مړینو پام وړ زیاتوالی ښيي.

    دغه سازمان ویلي "د لږترلږه ۱۹۲ اعتراض کوونکو وژنه یې تایید کړې" خو د دې ترڅنګ یې دا هم ویلي چې د قربانیانو اصلي شمېر ښايي تر دې لوړ وي، ځکه له تېرو څو ورځو راهیسې د اېنټرنېټ پرې کېدو د دوی په وینا حقیقت مونده او د ارقامو تایید ستونزمن کړی دی.

    د ایران د بشري حقونو سازمان د ځینو اټکلونو او سرچینو پر بنسټ ویلي، چې د وژل شویو اصلي شمېر ښايي سلګونه او ان تر ۲۰۰۰ کسانو لوړ وي.

    دغه سازمان د احتجاج کوونکو د وژل کېدو د دوام او ډېرېدو او ترڅنګ یې په پراخه کچه د نیولو شویو کسانو د اعدامېدو د خطر په تړاو اندېښنه ښودلې او له نړیوالې ټولنې یې د سملاسي غبرګون غوښتنه کړې ده.

  11. وروستی, د ایران د عامه‌نظم قوماندان: له بلواګرو سره د چلند کچه لوړه شوې

    د ایران د عامه‌نظم یا انتظامیې عمومي قوماندان احمدرضا رادان وايي له احتجاج کوونکو سره یې د چلند کچه "لوړه" کړې ده.

    د صداوسیما خبري اژانس رپوټ له مخې، ښاغلي رادان ویلي "د عامه‌نظم او امنیتي ځواکونو ترمنځ په مناسبې همغږۍ، له بلواګرو سره د چلند کچه لوړه" شوې او دا چې تېره شپه "د اړودوړ جوړونې اصلي عناصرو" ځینې مهم کسان نیول شوي دي.

    هغه زیاته کړې "د عدلي طب رپوټونو له مخې په وژل شوو کې پام‌وړ شمېر کسانو د سړو وسلو او چړو د ګوزارونو پایله کې ژوند بایللی دی. همدا راز په هغو پېښو کې چې د ډزو یادونه پکې شوې، د ډز واټن ډېر نږدې دی" او دا ښکاروي چې دغه کار "د امنیتي ځواکونو لخوا نه، بلکې د روزل شویو عناصرو لخوا" شوی چې د همدې لارښوونه ورته شوې.

    دا په داسې حال کې ده چې په ایران کې روغتیايي سرچینو بي‌بي‌سي فارسي ته ویلي، یوازې په رشت او تهران روغتونونو کې د ۱۱۰ اعتراض‌کوونکو جسدونه ساتل کېږي او دا چې "مامورانو یې له کورنیو څخه د اجسادو بدل کې د مرمیو ۷۰۰ میلیون تومان تاوان غوښتی."

  12. قالیباف: که امریکا برید وکړي نو اسراییل او د امریکا پوځي مرکزونه به قانوني اهداف وګرځي

    ایران

    د عکس سرچینه، irib

    د ایران د مجلس یا پارلمان ريیس محمد باقر قالیباف ګواښ کړی که متحد ایالتونه په ایران کې پوځي بریدونه وکړي، نو په سیمه کې به یې پوځي مرکزونه او کښتۍ دوی لپاره "قانوني اهداف وګرځي."

    هغه نن یکشنبه د جرګې غونډې ته ویلي، موږ "د مشروع دفاع چوکاټ کې ځانونه [یوازې] تر اقدام وروسته په غبرګون پورې محدود نه ګڼو، او د ګواښ د عیني نښو نښانو پر بنسټ به ګام واخلو، ټرمپ او په سیمه کې یې متحدانو ته دا وایو چې محاسباتي تېروتنه ونه کړي."

    ښاغلي قالیباف زیاته کړه چې دوی نن ورځ "له صهیونیستي دښمن او امریکا" سره په اقتصادي، ادراکي، پوځي او ترهګریزې - څلورو سنګرونو کې پر جګړه بوخت دي.

    د یادونې چې یوه ورځ ورمخکې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ په ایران کې روانو احتجاجونو ته په اشارې ویلي وو ایران د ازادۍ ترلاسه کولو هڅه کوي او متحد ایالتونه ورسره په دغه کار کې مرستې ته چمتو دي.

    تازه امریکايي رسنیو ویلي چې ډونلډ ټرمپ ته په ایران کې د احتجاج کوونکو د وژل کېدو په غبرګون کې د پوځي اقدام د غوراویو په تړاو مالومات ورکړل شوي خو وروستۍ پرېکړه لا نه ده شوې.

  13. نېټ‌بلاکس وايي‌ تر ۶۰ ډېر ساعتونه کېږي چې ایران کې اېنټرنېټ پرې دی

    ایران

    د عکس سرچینه، Getty Images

    نېټ‌بلاکس چې د نړۍ په کچه د انټرنېټ محدودیت څاري ویلي، په ایران کې د احتجاجونو له پراخېدو سره هممهاله تر ۶۰ ډېر ساعتونه کېږي چې د دغه هېواد سراسر انټرنېټ پرې دی.‌

    دغه بنسټ یکشنبه پر خپله اېکس پاڼه لیکلي:‌ "دا سانسور د هېواد راتلونکې په تړاو دې حساسه شیبه کې، د ایران د خلکو امنیت او خوندیتابه پر وړاندې مستقیم ګواښ ګڼل کېږي."

  14. دیموکرات امریکايی سناتور: زورواکی رژیم باید د معترضانو له ځپلو لاس واخلي

    ادم

    د عکس سرچینه، EPA

    دیموکرات امریکايي سناتور ادم شیف پر اېکس خواله رسنۍ خپاره کړي پیغام کې د ایران له خلکو سره ملاتړ اعلان کړی دی.‌

    هغه لیکلي‌ "زه د ایران خلکو سره ولاړ یم چې خپل ژوند یې خطر ته ورکړی او د خپلو او خپلو اولادونو ښې راتلونکې لپاره یې د اعتراض غږ پورته کړی دی."

    هغه زیاته کړې چې "ځپونکی او زورواکی رژیم باید د معترضانو له ځپلو لاس واخلي."

    ادم شیف په ایران کې پراخو احتجاجونو ته په اشارې زیاته کړې، "د خپلو ناکامیو پړه پر لوېدیځ نه شي اچول کېدای. دغو پراخو احتجاجونو په سوله او ازادۍ کې ژوند لپاره د خلکو له غوښتنې سرچینه اخیستې ده."

  15. د جاپان لومړۍ وزیر: د سوله‌ییزو لاریونونو پر وړاندې د زور د کارېدو مخالف یو

    IRan

    د عکس سرچینه، afp via getty

    د جاپان لومړۍ وزیرې سانایه تاکایچي ویلي، حکومت یې په ایران کې د وضعیت خرابېدو ته سخت اندېښمن دی او دا چې په روانو احتجاجونو کې یې ملکي خلکو ته د درنې مرګژوبلې اوښتلو رپوټونه ترلاسه کړي‌ دي.‌

    هغې د ایکس خواله رسنۍ په یوه پيغام کې لیکلي چې جاپان د سوله‌ییزو لاریونونو پر وړاندې د هر ډول زور د کارولو مخالف دی.‌

    اغلې تاکایچي دا هیله هم څرګنده کړې چې په ایران کې اوسنی وضعیت ژر له سوله‌ییزو لارو حل شي.‌

    هغې ویلي: "جاپان به په ایران کې د مېشتو جاپانیانو د خوندیتابه ډاډمنتیا لپاره ټول اړین ګامونه واخلي."

  16. امریکايي رسنۍ: ټرمپ ته پر ايران د بريد په تړاو د نويو غوراويو په اړه معلومات ورکړل شوي

    د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ

    امریکايي اخبار نیویارک ټایمز ادعا کړې چې ولسمشر ډونلډ ټرمپ ته په ایران کې د روانو لاریونونو پر مهال د مرګژوبلې په ځواب کې پر ایران د برید لپاره د نویو غوراويو په اړه معلومات ورکړل شوي دي.

    بي بي سي فارسي د نیویارک ټایمز له قوله ویلي چې ولسمشر ټرمپ غواړي اقدام وکړي، خو تر اوسه یې وروستۍ پرېکړه نه ده کړې.

    د يادولو وړ ده چې امریکا د ایران او اسرائیلو د جګړې پر مهال د ایران پر اتومي تاسيساتو بريدونه وکړل.

    د امریکا ولسمشر د شنبې په ورځ پر خپله ټولنيزه رسنۍ ټروت سوشل وويل، "ايران ښايي تر بل هر وخت اوس ډېر د ازادۍ غوښتونکی دی. امریکا چمتو ده چې له ايران سره مرسته وکړي".

    ټرمپ په تېرو اتو ورځو کې څو ځله ويلي چې که د ایران حکومت د لاريون کوونکو شکجنې او وژلو ته دوام ورکړي، امریکا به یې ملاتړ ته راودانګي.

    د امریکا ولسمشر ډغه څرګندونې په داسې حال کې کړې چې د عمان د بهرنيو چارو وزیر بدر بوسعیدي په تهران کې د ايران د بهرنيو چارو له وزیر عباس عراقچي سره کتلي دي.

    د جمعې په ورځ د سپینې ماڼۍ په یوه غونډه کې د وینا پر مهال ولسمشر ټرمپ وویل چې په ایران کې لاریون کونکي هغه ښارونه نیسي چې هېچا یې فکر نه کاوه.

    ولسمشر زیاته کړه چې هغه د ایران وضعیت څاري.

    د امریکا ولسمشر یو ځل بیا د ایران حکومت ته خبرداری ورکړ چې "که دوی د تېر په څېر د خپلو خلکو وژنه پیل کړي، موږ به اقدام وکړو. موږ به دوی دومره سخت وځپو چې ډېر زیان به وویني..."

    ولسمشر ټرمپ وویل، امریکا حق لري چې د خپلو ګټو لپاره د نړۍ په هر هېواد کې اقدام وکړي.

  17. د بریتانيا د بهرنيو چارو وزيرې په ايران کې د لاريونوالو وژل غندلي دي

    د بریتانيا د بهرنيو چارو وزيره

    د عکس سرچینه، Getty Images

    د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیرې ایوېټ کوپر له ایراني چارواکو غوښتي چې په سوله ایزو لاریونونو کې د خلکو د ګډون اساسي حق ته درناوی وکړي.

    مېرمن کوپر پرټولنیزه رسننۍ اېکس لیکلي چې بريتانيا، له خپلو نړیوالو متحدينو سره یو ځای، په ایران کې د لاریون کونکو وژنه غندلې ده.

    د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیرې ټینګار وکړ چې خلک باید وکولی شي د تاوتریخوالي یا سزا له وېرې پرته سوله ایز لاریونونه وکړي.

  18. د اروپايي کمیسیون مشره: د تاوتریخوالي له لارې د لاریونونو ځپل غندو

    د اروپايي کميسيون مشره

    د عکس سرچینه، Getty Images

    د اروپايي کمیسیون مشرې، ارسولا ون ډيرلاین، پر اېکس په ایران کې د لاریونونو په اړه لیکلي، "موږ پر دې مشروع لاریونونو له تاوتریخوالي ډک فشار په کلکه غندو."

    نوموړې ټینګار کړې چې اروپا په بشپړ ډول له لاریون کونکو سره ولاړه ده.

    مېرمن ون ډیرلاین وايي، اروپا د ټولو نيول شويو لاریون کوونکو د سملاسي خوشي کېدو او انټرنېټ ته د بشپړ لاسرسي بیا رغولو غوښتنه کوي.

  19. د رشت او تهران په دوو روغتونونو کې د "۱۱۰" لاریون کوونکو د جسدونو دوه راپورونه ورکړل شوي

    په رشت کې د یوې باوري سرچینې په وینا، په لاریونونو کې د وژل شویو کسانو "۷۰ جسدونه" د جمعې په ورځ، د جنوري په ۹مه، د هغه ښار د پورسینای روغتون ته لېږدول شوي وو.

    د سرچینې په وینا، د پورسینای روغتون د مړو خونې کې په دې اندازه د مړو جسدونو ځای نه و او جسدونه له روغتون څخه وایستل شول. دی وايي، "امنیتي افسرانو د جسدونو کورنیو ته د سپارلو په بدل کې د۷۰۰ میلیونه تومانو (۷۰۰۰ امریکایي ډالرو) غوښتنه کوله."

    په همدې مهال، د تهران په یوه روغتون کې يوه روغتيايي کارکووونکي، بي بي سي ته ويلي چې "شاوخوا ۴۰ مړي" د پنجشنبې په ورځ، د جنوري اتمه، دې روغتون ته لېږدول شوي وو. د سرچینې د امنیت لپاره، د روغتون نوم نه دی یاد شوی.

    د ایران په بېلابېلو روغتونونو کې د خلکو او روغتيايي کارکوونکود راپورونو له مخې، د مړو شمېره ډېره لوړه ده.

    د انټرنېټ بندېدو اوټلیفوني اړيکو بندیدو سره، د وژل شویو کسانو کره شمېر معلومول او د هغوی پېژندل خورا ګران دي.

    بي بي سي فارسي توانېدلې چې د شنبې، جنوري ۱۰مې نېټې پورې د۲۸ وژل شويو کسانو پېژندګلوي وکړي، له دغوډېری د جنوري له ۸مې نېټې مخکې د لاریونونو په لومړیو ورځو کې وژل شوي وو.

  20. ټرمپ: ایران د ازادۍ په لټه کې دی، امریکا چمتو ده چې مرسته وکړي

    ډونلډ ټرمپ

    د عکس سرچینه، Getty Images

    د شنبې په ورځ، د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ پر خپله ټولنيزه رسنۍ سوشل ټروټ يوه پیغام کې ويلي، "ایران د ازادۍ په لټه کې دی، ښايي تر بل هر وخت ډېر. امریکا چمتو ده چې مرسته وکړي."

    ښاغلي ټرمپ په تېرو اتو ورځو کې په وار وار ویلي چې که چېرې د ایران حکومت د لاریون کونکو وژل پیل کړي، امریکا به یې مرستې ته را ودانګي.

    د ښاغلي ټرمپ پیغام څو ساعته وروسته له هغه خپور شو چې د عمان د بهرنیو چارو وزیر بدر بوسیدي په تهران کې د خپل ایراني سیال عباس عراقچي سره ولیدل.

    ښاغلي عراقچي د عمان د بهرنیو چارو وزیر سره په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې ویلي وو چې "د هر هېواد داخلي چارې په هغه هېواد پورې اړه لري او هېڅ اړخ حق نلري چې د هېوادونو داخلي چارو کې مداخله وکړي او هغه وټاکي."

    عمان له لسیزو راهیسې د ایران او امریکا ترمنځ منځګړیتوب کوي او د دوی د لوړ پوړو چارواکو ترمنځ پیغامونه تبادله کوي.