حماس د خپلو زندانیانو د خلاصون وروستۍ هڅې کوي
غزې لپاره د بي بي سي خبریال رشدي ابو العوف په خپل رپوټ کې وايي، د غزې د اوربند او د یرغملو د خلاصون هوکړې په وروستیو شېبو کې حماس لا هم خواري کوي چې د خپلو څو نورو هغو کسانو نومونه هم د زندانیانو په نوملړ کې ځای کړي چې اوس مهال له اسرائیلو سره زندانونو کې دي.
کتونکي دا ګڼي چې ګواکې د زندانیانو په ازادولو دغه ډله غواړي په فلسطینیانو کې خپل نوم او محبوبیت ته کار وکړي او وښيي چې دوی بری ترلاسه کړی.
یو شمېر غزوال حماس ته له دې امله د پړې ګوته نیسي چې ګواکې د اکتوبر له ۷مې وروسته یې غزه په لوی لاس جګړې ته ټېل وهله او دومره لویه ویجاړي یې پېښه کړه.





