د امریکا ولسمشر جو بایډن دغه هوکړه تائید کړې، چې له مخې به یې بشپړ اوربند وشي، اسرائیلي ځواکونه به له غزې ووځي او حماس به هغه ټول اسرائیلیان خوشي کړي، چې یرغمل کړي یې دي
د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتېرش وايي، "د دې شخړې له امله د رامنځته شوي لوی کړاو اسانول به لومړیتوب وي" او ملګري ملتونه چمتو دي، چې له فلسطینیانو سره مرستې زیاتې کړي
حماس د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر پر ۷مه پر اسرائیل برید وکړ، نژدې ۱۲۰۰ کسان یې ووژل او ۲۵۱ کسان یې غزې ته د یرغمل په توګه له ځان سره ولېږدول.
اسرائیلي ځواکونو له هغه وروسته په غزه کې خورا خونړي بریدونه وکړل، چې له کبله یې د حماس عامې روغتیا وزارت په وینا ۴۶۰۰۰ فلسطینیان ووژل شول.
بل پلو حماس ځنډ د "تخنیکي ساحوي دلایلو"
له امله بولي.
د اسرائيلو لومړي وزير
تېره شپه خبرداری ورکړ چې د جګړې د پايته رسولو لومړی تړون "لنډمهاله" اوربند دی او که چېرې سرغړونه ترې وشي "اسرائيل حق لري "چې د امريکا په ملاتړ سره جګړه بیا پيل کړي.
د اسرائيلو لومړي وزير په غزه کې اوربند "لنډمهالی" بللی او وايي "د جګړې پيلولو حق لري"
د عکس سرچینه، Getty Images
په غزه کې
د اوربند له تړون وروسته په خپله لومړۍ وینا کې، د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین
نتنیاهو وویل، "زموږ خویندې او وروڼه بېرته خپلو کورونو ته
راستنېږي،
او ډیری یې ژوندي دي، دا ټول د اسرائیلو د ثابت دریځ له امله دي."
د شنبې په ورځ (۱۹ جنوري) په خپله وینا
کې، نتنیاهو د امریکا له ولسمشر جو بایډن او نوي ټاکل شوي ولسمشر ډونلډ
ټرمپ څخه د
اوربند د هوکړې
له امله د مننې سربېره وویل
چې د
اوربند د تړون له
مخې د یکشنبې په ورځ پیلېدونکی اوربند به "لنډمهالی" وي.
نوموړي وويل، که اړتيا شوه
اسرائيل دا حق لري چې جګړه بيا پيل کړي او ډونلډ ټرمپ به دا يقيني کړي چې د هېواد
د دفاع لپاره ټولې اړینې وسلې او مهمات موجود وي.
د یادونې ده چې د تېرې چهارشنبې په ورځ په قطر کې د
اسرائیلو
او حماس تر منځ
د یرغمل شویو کسانو د خوشې کولو او اوربند لپاره هوکړه وشوه.
د قطر لومړي وزير شیخ محمد بن عبدالرحمن ال ثاني د چهارشنبې په
شپه ناوخته په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې دا تړون به د یکشنبې په ورځ، د جنوري پر ۱۹مه پیل شي.
لومړي وزير نتنياهو د خپلې
وينا پر مهال د ۱۵ میاشتنۍ جګړې په اړه هم خبرې وکړې او د حماس د مشر يحيی سنوار د
وژنې تر څنګ يې يو شمېر عمليات د پوځي برياليتونو په توګه ياد کړل.
بل پلو د اسرائيل او حماس تر منځ د اوربند له هوکړې سره هممهاله د فلسطینیانو اسلامي جهاد څانګې القدس خبرداری ورکړی چې د اوربند له پیل مخکې به پر اسرائيل لا ډېر بریدونه وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې د اوربند له اعلان راهیسې د اسرائیل له لوري لا هم بریدونه روان دي او تر اوسه پکې د ۱۲۲ کسانو د وژل کېدو خبر ورکړل شوی دی.
القدس ځواکونو ویلي چې که اسرائيل بمبارۍ روانې وساتي نو دا به د لا ډېرو یرغملو د وژل کېدو لامل شي او د یرغملو له کورنیو یې غوښتي چې اسرائيلو ته ووايي چې بریدونه ودروي چې لا نور خلک ونه وژل شي.
اسرائیلي کورنیو هم اندېښنه څرګنده کړې چې نه پوهېږي په یرغملو کې به څوک مړه او څوک ژوندي پاتې وي.
محمود شیخ عابد هم له رفح هلته کډه شوی دی چې وايي، "د خدای نوم یادوم او وایم چې کاش نن د جګړې وروستۍ ورځ شي."
خو دی اندېښمن دی چې هسې نه اوربند ونه غځېږي او په وینا یې، "هیله ده بیا تاوتریخوالی رامنځ ته نه شي."
بلال النحواني هم له رفح کډه شوی او وايي، "د غزې خلک ستړي دي، وږي دي. د هرې کورنۍ غړي یا شهیدان شوي، یا ژوبل دي او یا هم بندیان دي. نور نو همدومره بس وه. د غزې خلکو ډېر څه وګالل."
یو بل غزهمېشتی طارق ظلموت وايي، "ارمان چې دا ریښتینی اوربند و اوسي او موږ په جبالیه کې خپلو کورونو ته ستانه شو، خپل خپلوان او ملګري وګورو."
وروستی, البوم: په غزه کې خلک اوربند ته شېبې شمېري
د اسرائیل او حماس تر منځ په رسمي ډول د اوربند پیل ته تر ۲۴ ساعتونو کمه موده پاتې ده. دلته د منځني ختیځ له بېلابېلو سیمو ځينې تازه عکسونه ګورئ.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده
د پوسټ Instagram پای
د اوربند له پلي کېدو وړاندې مصر کې د مرستو ګڼې لارۍ ولاړې دي
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده
د پوسټ Instagram پای
د ملکي دفاع اداره وايي په غزه کې د اوربند له اعلان راهيسې له ۱۰۰ زيات کسان وژل شوي
غزه کې
د حماس تر کنټرول لاندې د ملکي دفاع اداره وايي د اوربند له اعلان
راهیسې د اسرائیلو
په بریدونو کې له ۱۰۰
زیات کسان وژل شوي دي.
د یادې ادارې ویاند
محمود باسل وايي،
د ۲۷
ماشومانو او ۳۱ښځو په ګډون ټول ۱۰۱ تنه وژل شوي او له ۲۶۴ زیات
ټپیان دي.
نوموړی
وايي،
تېره شپه د غزې په شمال د الجرن سیمې په یوه کور د اسرائيلو بريد له کبله نهه کسان وژل
شوي او پنځه نور پرون په مرکزي غزه کې پر يوه کور د بريد په پايله کې وژل شوي دي.
د پنجشنبې پر ورځ بیا نوموړي د هوکړې تائید وځنډاوه او پر حماس یې تور پورې کړ، چې ''په وروستۍ شېبه کې امتیازات غواړي.''
حماس ویلي، دوی هوکړې ته ژمن دي، خو بي بي سي فکر کوي، چې دوی غوښتل د خپلو ځینو غړو نومونه په هغه لیست کې شامل کړي، چې د هوکړې له مخې به خوشي کېږي.
که څه هم اسرائیلي استازو له څو میاشتې خبرو وروسته پر هوکړه توافق وکړ، خو د امنیتي کابینې او اسرائیلي حکومت له تائید پرته نه شي عملي کېدای.
د اسرائیل امنیتي کابینه او بیا حکومت به د دې هوکړې بیا تائید لپاره غونډې کوي.
دوو سخت دریځو ښي اړخو وزیرانو ایتمار بین ګویر او بیزالیل سموتریچ، چې له دې هوکړې سره مخالفت کوي ویلي، دوی به د احتجاج په توګه استعفا وکړي.
خو دوی اشارتاً ویلي، د حکومت له منځه وړلو لپاره به اوس د اوربند لومړي پړاو بشپړېدو، یرغمل کسانو خوشي کېدو او د جګړې بیا پیل تر مهاله به له اپوزېسیون سره ملګري نه شي
په پام کې وه، چې د اسرائیل کابینه پرون (پنجشنبه) پر دې
موضوع د بحث او رایې ورکولو لپاره غونډه وکړي، خو له هغه وروسته چې اسرائیلي لومړي
وزیر پر حماس تور پورې کړ، چې په وروستۍ شېبه کې غواړي هوکړه کې ''بدلون'' راشي، دا
غونډه وځنډول شوه.
د اسرائیل لومړي وزیر دفتر وايي، تر څو چې منځګړي اسرائیل ته و
نه وايي، چې حماس د اوربند ټول شرایط منلي دي، د اسرائیل کابینه به د هوکړې تائید
لپاره غونډه نه کوي.
څو ساعته مخکې د حماس یوه ویندوی له بي بي سي سره خبرو کې د
اسرائیلي لومړي وزیر د دې ادعا په هکله خبرو کې وویل، دوی د هوکړې ټولو شرایطو ته
ژمن دي.
له دې مخکې د سیاسي او نړیوالو اړیکو لپاره د حماس مشر باسم نعیم له بي بي سي سره
خبرو کې وویل: ''موږ په بشپړه توګه دې توافق ته ژمن یو... دا د ۲۰۲۴ کال د مې میاشتې
توافق دی، چې موږ منلی او تائید کړی مو دی، خو هغه مهال د نتنیاهو او د ده د
کابینې له لوري رد شو.''