'په هره کوڅه کې مړي پراته دي': د غزې مرستندویان د ویجاړۍ کچه معلوموي

په غزه کې پر دوشنبه چې د اوربند لومړنۍ بشپړه ورځ تېره شوه، مرستندویانو او ملکي خلکو د جګړې له کبله د رامنځته شوي زیان معلومولو هڅې پیل کړې. په غزه کې د مدني دفاع ادارې چې په سیمه کې د بېړنیزو مرستو یوازینۍ اداره ده وايي، دوی اندېښمن دي، چې ښايي د ورانو شویو ودانیو تر خاورو-خځلو لاندې لا هم له ۱۰ زرو ډېر مړي پراته دي.

لنډیز

  • اسرائيل وايي، له یمنه توغندیز برید پرې شوی؛ حوثیان وايي، دوی کړی
  • اسرائیلۍ کورنۍ یرغلمو ته اندېښمنې دي چې ژوندي به وي او که مړه
  • پر خوراکي توکو بار لارۍ غزې ته د ننوتو اجازې ته په تمه دي
  • "په دې هیله چې نن د جګړې وروستۍ ورځ‌ شي"
  • د اسرائيل او حماس تر منځ اوربند سبا سهار ۸:۳۰ بجې پیلېږي؛ خلکو ته د "احتیاط کولو" سپارښتنه شوې
  • اسرائیلي حکومت په غزه کې له حماس سره د اوربند او د فلسطیني بندیانو بدل کې د یرغمل اسرائیلیانو خوشي کېدو هوکړه تائید کړه.
  • مخکې د فلسطین ادارې (پي اې) ویلي، دوی په غزه تړانګه کې له اوربند وروسته ''د ټولو مسوولیتونو'' پر غاړه اخیستو ته چمتو دي.
  • د امریکا ولسمشر جو بایډن دغه هوکړه تائید کړې، چې له مخې به یې بشپړ اوربند وشي، اسرائیلي ځواکونه به له غزې ووځي او حماس به هغه ټول اسرائیلیان خوشي کړي، چې یرغمل کړي یې دي
  • د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتېرش وايي، "د دې شخړې له امله د رامنځته شوي لوی کړاو اسانول به لومړیتوب وي" او ملګري ملتونه چمتو دي، چې له فلسطینیانو سره مرستې زیاتې کړي
  • حماس د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر پر ۷مه پر اسرائیل برید وکړ، نژدې ۱۲۰۰ کسان یې ووژل او ۲۵۱ کسان یې غزې ته د یرغمل په توګه له ځان سره ولېږدول.
  • اسرائیلي ځواکونو له هغه وروسته په غزه کې خورا خونړي بریدونه وکړل، چې له کبله یې د حماس عامې روغتیا وزارت په وینا ۴۶۰۰۰ فلسطینیان ووژل شول.
  • اسرائیل وايي، ۹۴ یرغمل شوي کسان اوس هم له حماس سره دي، چې د ۳۴ کسانو په هکله یې ګومان کېږي، مړه شوي دي.

ژوندی پوښښ

  1. 'په هره کوڅه کې مړي پراته دي': د غزې مرستندویان د ویجاړۍ کچه معلوموي

    په غزه کې پر دوشنبه چې د اوربند لومړنۍ بشپړه ورځ تېره شوه، مرستندویانو او ملکي خلکو د جګړې له کبله د رامنځته شوي زیان معلومولو هڅې پیل کړې. په غزه کې د مدني دفاع ادارې چې په سیمه کې د بېړنیزو مرستو یوازینۍ اداره ده وايي، دوی اندېښمن دي، چې ښايي د ورانو شویو ودانیو تر خاورو- خځلو لاندې لا هم له ۱۰ زرو ډېر مړي پراته دي.

    د دې ادارې ویاند محمد باسل بي بي سي ته وویل، دوی ګومان کاوه، چې په ۱۰۰ ورځو کې به وتوانېږي، چې تر ورانو ودانیو لاندې مړي راوباسي، خو اوس فکر کوي، چې د بلډوزرونو او نورو اړینو تجهیزاتو کموالي له کبله به دا چاره وځنډیزي.

    بل لور په تازه تصویرونو کې چې د یکشنبې ورځې له اوربند وروسته اخیستل شوي، په ځانګړې توګه د غزې شمال کې د ویجاړۍ هغه پراخه کچه لیدل کېږي، چې د ۱۵ میاشتنۍ جګړې په ترڅ کې رامنځته شوې ده.

    مخکې ملګرو ملتونو د اټکل له مخې ویلي و، چې د غزې نژدې ۶۰ سلنه برخه په کنډوالو بدله شوې ده.

    که څه هم د یکشنبې پر ورځ د اوربند له پیل سره په غزه کې د بمباریو غږونو ځای د خوښۍ غږونو ونیو، خو د غزې اوسېدونکو لپاره ځمکنی واقعیت لا هم خورا تریخ او ناهیلي کوونکی دی.

    د ملګرو ملتونو خوړو سازمان مسوولین وايي، د جګړې له کبله د غزې دوه میلیونه اوسېدونکي بې کوره شوي، هېڅ عاید نه لري او د ژوندي پاتې کېدو لپاره په بشپړه توګه د خوړو پر مرستې تکیه دي.

    د اوربند له ټینګښت سره سملاسي د خوړو مرستې غزې ته ورسېدې او ملګري ملتونه وايي، د لومړۍ ورځې له پای ته رسېدو مخکې په مرستو بار ۶۳۰ لارې غزې ته ننوتې. پر دوشنبه بیا د دې لاریو شمېر ۹۱۵ ته ورسېد، چې د جګړې له پیل راهیسې د مرستو لاریو تر ټولو لوړ شمېر دی.

    غزه

    د عکس سرچینه، Reuters

  2. د اسرائیلو لوی درستیز: اسرائیل باید د نورو جګړو لپاره چمتووالی ونیسي

    سره له دې چې په غزه کې اوربند شوی، د اسرائیلو د دفاعي ځواکونو پر اېکس پانه داسې څرګندونې کړي، چې داسې بریښي اسرائیل د نور جګړو په درشل کې دي.

    د اسرائیلو د دفاع وزارت لوی درستیز، جنرال هرزي حلوي وايي، اسرائیل باید په یهودا او سامریه کې د "ترهګرو د مخنیوي لپاره" د پام وړ عملیاتو ته چمتو وي.

    هغه دا هم وايي، په غزه او لبنان کې د جګړې د دوام لپاره باید چمتووالی ونیول شي، او زیاتوي په غزه کې دې "ټینګ دفاعي" پلانونه جوړ شي.

    خو د اسرائیل د اپوزېسیون مشر یایر لاپید پر خپله اېکس پاڼه دغه څه ته ځواب ورکړی او وايي، "د حکومت د دریځ خلاف، زموږ موخه بېرته جګړې ته ستنېدل نه دي،" هغه زیاته کړې، د هېواد تمرکز دې د اقتصاد او ټولنې پر بیا رغونې او د بریدونو پر مخنیوي وي."

    بلخوا د حماس غورځنګ په یوه اعلامیه کې ویلي، د غزې تړانګې خلک به تر پنځلسو میاشتو جګړې وروسته، د بیا روغونې لپاره "بیا راپورته شي." په اعلامیه کې ویل شوي: "غزه به له خپل ستر او ټینګ ولس سره، د هغه څه د بیا جوړولو لپاره بیا راپورته شي چې اشغال ویجاړ کړي دي او د د نیواک تر ماتې پورې به پر دې لاره ټینګ روان وي".

    د منځني ختیځ د چارو کارپوهان وايي، اوسنی اوربند د جګړې پای ته رسولو لپاره ضمانت نه دی خو نړیوال فشارونه هغه لارې چارې رامخې ته کولی شي چې دغه سیمه کې د اوږد مهالې سولې لپاره ترې ګټه پورته شي.

    غزه

    د عکس سرچینه، Reuters

    د عکس تشریح، د اسرائیلو د دفاع وزارت لوی درستیز وايي، اسرائیل باید په یهودا او سامریه کې د "ترهګرو د مخنیوي لپاره" د پام وړ عملیاتو ته چمتو وي.
  3. د اسرائیلو له زندانه خوشې شوي فلسطینیان څوک دي؟

    غزه

    د عکس سرچینه، EPA

    د عکس تشریح، په خوشې شویو فلسطینیانو کې ۶۹ ښځې او ۲۱ تنکي ځوانان دي.

    بي بي سي ته ویل شوي وو چې د یرغمل شویو او بندیانو د تبادلې د یوې برخې په توګه، تېره شپه ۹۰ تنه فلسطینیان د اشغال شوې لوېدیځې غاړې د عوفر له زندانه خوشې شول.

    سي بي اېس نیوز په خپل یوه رپوټ کې ویلي، د فلسطیني ادارې د بندیانو د چارو کمېسیون د نوملړ له مخې، له لوېدیځې غاړې او بیت المقدسه ۶۹ ښځې او ۲۱ تنکي ځوانان تېره شپه خوشې شول، چې تر ټولو کشر یې ۱۵ کلن دی.

    بي بي سي د ځینو خوشې شویو کسانو نومونه لیدلي دي، چې ډېری یې تر نیول کېدو وروسته زندان ته اچول شوي وو، خو د بند مودې سزا نه وه ور اورول شوې.

    له زندانه خوشې شویو کې دا کسان شته:

    خالده جرار، د فلسطین د ازادۍ لپاره د مشهورې سیاسي ډلې مشره. جرار د ۲۰۲۳ کال په وروستیو کې ونیول شوه. هغه اوس په ​​رام الله کې له خپلې کورنۍ او دوستانو سره یو ځای شوې ده.

    دانيا حناتشه، هغې رویټرز ته ویلي، پنځه میاشتې د اسرائیلو په زندان کې وه. دانیا وايي ښځینه زندانیانې "ځواکمنې" دي، خو حالت"د ټولو بندیانو لپاره بد" دی.

    بشرى الطويل، یوه فلسطینۍ خبریاله ده چې د ۲۰۲۴ کال په مارچ کې په اسرائیلو کې زنداني شوې وه، هغې اې اېف پي خبري اژانس ته وویل، وروسته تر هغه چې پوه شوو، اوربند شوی، "انتظار خورا سخت و."

    تمه ده چې په راتلونکو شپږو اونیو کې، د اوربند تړون له مخې شاوخوا ۱۹۰۰ فلسطیني بندیان خوشې شي، حماس به هم ۳۳ اسرائیلي یرغمل خوشې کړي.

  4. وروستي انځورونه ښیي چې ویجاړې شوې غزې ته مرستې رسېږي

    له غزې نوي انځورونه خپاره شوي، چې ډېری فلسطینیان د پراخو ویجاړیو صحنو ته ورستنېږي. د بمباریو له امله ویجاړې شوې ودانۍ او د کنډوالو امبارونه لیدل کېږي، چې له دې جګړې مخکې کورونه او ودانۍ پکې وې.

    غزه

    د عکس سرچینه، EPA

    د عکس تشریح، نن سهار له مصره په مرستو بار نورې لارۍ د رفح بند له لارې غزې ته دننه شوې. ملګرو ملتونو ویلي، پرون تر ۶۳۰ ډېرې لارۍ غزې ته رسېدلې دي. د اوربند تړون له مخې هره ورځ به په مرستو بار ۶۰۰ لارۍ غزې ته ننوځي.
    غزه

    د عکس سرچینه، Reuters

    د عکس تشریح، د ډرون یو تصویر ښيي چې فلسطینیان په سوېلي ښار خان یونس کې د کنډوالو له پاسه تېرېږي، کوم چې تر ټولو سخت ویجاړ شوی دی.
    غزه

    د عکس سرچینه، Reuters

    د عکس تشریح، د غزې ښار په شمال کې، د حماس دوه تنه پولیس د ګزمې په حال کې لیدل کېږي، هوکړه شوې چې د حماس پولیس به د غزې له سوېله شمال ته، د بې ځایه شویو خلکو د تګ راتګ چاره سمبالوي.
  5. د ملګرو ملتونو کارکوونکی: 'غزه نن سهار بل ډول احساس کوي'

    غزه

    د عکس سرچینه، EPA

    د عکس تشریح، د ملګرو ملتونو کارکوونکی وايي، نن په غزه کې هېڅ بمبارۍ نشته، بې پیلوټه الوتکې هم هېڅ نشته.

    د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې (یو اېن ار ډبیلو اې) سرپرست مشر سام روز وايي، نن سهار په غزه کې "ډېر د توپیر احساس کوي."

    د هغه په وینا، "هېڅ بمبارۍ نشته، بې پیلوټه الوتکې هېڅ نشته ... ان ډرونونه غلي شول، د ارام احساس کوي." "ماشومان لوبې کوي او خلک بهر راوتلي، دوی له وېرې پرته کولی شي ساه واخلي."

    هغه وايي، په مرستو بار زرګونه لارۍ لاهم غزې ته د ننوتلو انتظار کوي. د خیمو، کمپلو، توشکو او جامو په ګډون توکي له میاشتو راهیسې بهر بند پاتې دي.

    سام روز وايي، تر اوربند وروسته لومړۍ لارۍ پرون غزې ته ننوتلې، "موږ پرون د شمېرو له مخې ښه ورځ لرله. خلک له فزیکي زیانونو وروسته اوس روحي ښه کېدو ته اړتیا لري."

  6. له زندانونو خوشې شوې ښځې وايي، د ازادۍ خوښي ''له بیانه بهر ده''

    ځینو فلسطینیو ښځو له زندانه له خوشي کېدو وروسته د ازداۍ په هکله خپل احساس څرګند کړی دی. یوې ښځې امل شجاعیا اې ایف پي خبري اژانس ته په دې هکله وویل، ''دا خوښي داسې ده، چې بیانول یې مشکل دي. موږ نن له خپلو – خپلوانو او کورنیو سره ازادي لرو، الله تعالی موږ له سترې بریا سره ونازولو.''

    یوې بلې خوشې شوې ښځې حنا مالواني وویل، ''د الله تعالی شکر دی، چې دوی موږ ازاد کړو''.

    خو دا د زندان سختیو په هکله وايي، ''دوی تر پایه پورې موږ له تالاشیو او ظلم سره وځورولو.''

    یوه بله ښځه یمامه هیرینات وايي، دوی په زندان کې د بهر له حالاتو ناخبره ساتل کېدې. ''بې له شکه چې د اشغال له زندانه خوشي کېدل د خوښۍ خبره ده، خو له واقعیت سره د مخامخ کېدو ډار هم شته، ځکه موږ په بشپړ ډول له وضعیت نه بې خبره ساتل شوې وو.''

    رویټرز خبري اژانس د یوې خوشې شوې ښځې ندا الزغبي تصویر خپور کړی، چې له ازادۍ وروسته یې خپلې لوڼې هرکلی کوي.

    د عکس سرچینه، Reuters

    د عکس تشریح، رویټرز خبري اژانس د یوې خوشې شوې ښځې ندا الزغبي تصویر خپور کړی، چې له ازادۍ وروسته یې خپلې لوڼې هرکلی کوي.
  7. "هېڅ کور نه دی پاتې، کنډوالې دي خو دا زموږ کور دی"

    غزه

    د عکس سرچینه، EPA

    په غزه کې له اوربند سره سم، زرګونه بې ځایه شوي فلسطینیان نن بېرته خپلو کورونو ته ستنېږي – هغو کورونو ته چې له خاورو سره هوار شوي دي.

    د ۴۳ کلنې رنا محسن لپاره، چې د غزې له ښاره جبالیا ته د پناه لپاره تښتېدلې وه، دا يو اوږد انتظار و.

    د دریو ماشومانو دغې مور د فرانسې خبري اژانس ته ويلي، "موږ ۱۶ میاشتې دې شېبې په تمه وو."

    "زه خپله خوښي نشم بيانولی. موږ بالاخره په خپل کور کې یوو. هېڅ کور پاتې نه دی، یوازې کنډوالې دي، خو دا زموږ کور دی."

    یوازې د نوموړې د کور چت تر سترګو کېږي، دا وايي د ويجاړۍ کچه نه "تصور کېدونکې" ده. هغه زياتوي، "ودانۍ او نښې په بشپړه توګې ورکې شوې دي، دا داسې ښکاري لکه د بلاګانو ښار او يا هغه ښار چې پرېښودل شوي وي."

    احمد البلوي هم په رفح کې له ورته صحنو سره مخ شوی دی.

    نوموړي اې اېف پي خبري اژانس ته ويلي، کله چې ښار ته راستون شوم ټکان مې وخوړ

    "هر ځای جسدونه، کنډوالې او ویجاړۍ دي. ټوله سیمه په بشپړ ډول له منځه تللې ده."

  8. بایډن وايي په يوه اوونۍ کې به څلور نورې اسرائیلۍ مېرمنې خوشي شي

    د امریکا ولسمشر جو بايډن تائيد کړې چې په يوه اوونۍ کې به څلور نورې يرغمل شوې اسرائيلی مېرمنې خوشي شي.

    نوموړي پر ټولنيزې رسنۍ اېکس یو پوست کې ويلي، "او له دې وروسته په لومړي پړاو کې به په هرو اوو ورځو کې د دوو امریکايانو په ګډون دری يرغمل خوشي کېږي."

    امریکا، د قطر او مصر سره یوځای، له څو میاشتو راهیسې د اسرائيلو او حماس تر منځ د اوربند هڅې کولې.

  9. امریکا د قطر له لومړي وزير څخه د منځګړيتوب په هڅو کې د "مهم رول" له کبله مننه کړې

    د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلاميې په خپرولو سره ویلي، د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن د قطر له لومړي وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن ال ثاني څخه د حماس او اسرائيلو تر منځ په اوربند کې د منځګړیتوب هڅو کې د هغه د "مهم رول" له امله مننه کړې ده.

    بلېنکن

    د عکس سرچینه، Getty Images

  10. ملګري ملتونه: يکشنبې له ۶۳۰ ډېرې په مرستو بار لارۍ غزې ته ننوتلې

    د ملګرو ملتونو د بشري چارو مرستیال سرمنشي ټام فلېچر وايي، د یکشنبې په ورځ له ۶۳۰ زیاتې لارۍ چې بشري مرستې یې لېږدولې غزې ته ننوتلې. نوموړی وايي له دې جملې لږترلږه ۳۰۰یې د تړانګې شمال ته روانې شوې دي.

    غزه

    د عکس سرچینه، EPA

  11. وروستی, په انځورونو کې: هغه بس چې ازاد شوي فلسطيني بنديان لېږدوي

    رویټرز خبري اژانس ځینې انځورونه ترلاسه کړي چې په کې ښکاري په لوېدیځه غاړه کې د خوشي شویو فلسطیني بندیانو د لېږدونکي بس شاوخوا خلک راټول شوي دي.

    دا يې ځینې وروستي عکسونه دي:

    فلسطیني بنديان

    د عکس سرچینه، Reuters

    فلسطیني بنديان

    د عکس سرچینه، Reuters

    فلسطیني بنديان

    د عکس سرچینه، Reuters

  12. وروستی, د اسرائيلو له زندانه ۹۰ فلسطیني بندیان خوشي شول

    د اسرائیلو د زندانونو څانګې ويلي،په لوېدیځه غاړه کې ۹۰ فلسطیني بندیان خوشي شوي دي.

    دغه بنديان د حماس او اسرائيلو تر منځ د اوربند د لومړي پړاو د يوې برخې په توګه ازاد شوي دي.

    له دې وړاندې په غزه کې د حماس له خوا دری يرغمل مېرمنې خوشي شوې وې.

  13. فلسطینیان د خپلو بندیانو خوشي کېدو ته انتظار باسي

    په اشغال شوې لوېديځه غاړه کې د فلسطیني بندیانو د کورنیو او ملګرو یوه کوچنۍ ډله د خپلوانو خوشي کېدو ته د زندان بهر انتظار باسي.

    یادونه: د اسراییلو او حماس ترمنځ د اوربند د تړون د لومړي پړاو د یوې برخې په توګه، ټاکل شوې وه چې ۹۰ فلسطیني بندیان د هغو دریو اسراییلي یرغمل شویو کسانو په بدل کې ازاد شي چې نن سهار خوشې شوي دي.

    غزه

    د عکس سرچینه، Getty Images

    غزه

    د عکس سرچینه، Getty Images

    غزه

    د عکس سرچینه، Reuters

  14. د دريو اسرائيلي يرغمل شويو انځورونه

    د حماس له خوا د دريو يرغمل شويو اسرائيلي مېرمنو انځورونه

    د ویډیو تشریح، دری يرغمل شوې مېرمنې اسرائیلو ته رسېدلې
  15. حماس درې یرغمل مېرمنې سره صلیب ته وسپارلې

    په بیت المقدس کې د بي بي سي خبریال وايي غزه کې د حماس وسله والو له لوري سره صلیب ته هغه درې مېرمن وسپارل شوې چې ۱۵ میاشتې یرغمل وې.

    دغه صحنه پر ټلویزون ژوندۍ بڼه خپرېده او لیدل کېده چې ګڼ وسله والو د سره صلیب پر موټرو ورټول وو.

    تل ابیب کې زرګونه کسان د خوشې شویو مېرمنو هرکلي ته ور وتلي.

    غزه

    د عکس سرچینه، Reuters

    د عکس تشریح، د یرغملو د سپارلو شېبې
  16. د یرغملو کسانو د خوشې کېدو تیارۍ

    د اسرائیلو یوه پوځي چورلکه لیدل شوې چې د غزې پولې ته نژدې یې ناسته کړې. رپوټونه وايي دغه چورلکه د حماس له لوري د درې یرغملو چې تمه ده ژر ازادې شي د لېږد لپاره رسېدلې. له غزې خبریالانو ویلي د سره صلیب استازي د دغو درې مېرمنو د ترلاسه کولو لپاره غزې ته رسېدلي.

    له لوېديځې غاړې هم د اسرائیلو له لوري د فلسطیني زندانیانو د ازادۍ تیارۍ روانې دی.

    حماس ویلي د هوکړې له مخې به د درې یرغملو په بدل کې ۹۰ فلسطینیان ازاد شي.

    غزه

    د عکس سرچینه، Reuters

    د عکس تشریح، غزې ته نژدې د اسرائیلو یوه چورلکه
  17. د ملګرو ملتونو مرستندویه بنسټونو ویلي پر وړو اونورو اړینو خوراکي توکو بار لارۍ غزې ته د تګ لپاره تیارې دي.

    د غزې پولې ته نژدې مرستندویان په تمه دي چې د ورتګ اجازه ورکړل شي.

    د فلسطیني بې ځایه شویو کورنیو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې اونروا مشر فیلیپ لازاریني پر خپله ایکسپانه لیکلي " څلور زره لارۍ د غزې پر پوله ولاړې دي چې نیمې به یې اړین خوراکي توکي ورسوي.

    غزه

    د عکس سرچینه، Getty Images

    د عکس تشریح، د غزې پوله
  18. حماس وايي ۹۰ تنه فلسطینيان به نن له زندانه ازاد شي

    حماس ویلي لا هم د اسرائیلو له لوري د هغو زندانیانو نوملړ ته په تمه دي چې د هوکړې له مخې به نن ازادیږي، دوی کې ډېر یې ښځې او ماشومان دي.

    حماس په یوه وینا پاڼه کې ویلي، د هر یرغمل له خوشې کېدو سره به ۳۰ تنه فلسطیني زندانیان ازادیږي معنا دا چې نن باید ۹۰ تنه د اسرائیلو له زندانونو ازاد شي.

    هممهاله به هغه درې مېرمنې هم له یرغمله پرېښودل شي چې حماس د ۲۰۲۳ د اکټوبر پر ۷مه یرغمل کړي وې.

    غزه کې د روغتیا وزارت ویاند خبریالانو ته ویلي، د سره صلیب له ادارې سره یو ځای کار کوي چې د خوشې کېدونکو فلسطینیانو په ستنېدنه او نورو چارو کې مرسته وکړي.

    دغه کسان به له زندانه تر ازادیدو وروسته د غزې سویلي ښار خان یونس کې یوه روغتون ته د درمنلې لپاره واستول شي.

  19. تل ابیب کې یو روغتون د یرغملو د ورستنېدو تیارۍ کوي

    د تل ابیب ښار په یوه څنډه کې د شیبا په نوم یو روغتیايي مرکز له غزې د هغو یرغملو د خوشې کېدو لپاره تیارۍ کوي چې د اوربند لومړي پړاو کې ازادیږي.

    دغه روغتیايي مرکز د ازادېدونکو کسانو د روغتیايي پاملرنې لپاره چمتووالی نیولی.

    د روغتون د رسنیو د برخې یوه مشر سټیو والز ویلي، دغه کسان به روغتون ته د چورلکې په وسیله ولېږدول شي.

    دغه سیمه کې د خبریالانو لپاره هم یوه ځای ځانګړی شوی.

    تل ابیب
    د عکس تشریح، د شیبا روغتون یوه څنډه کې د خبریالانو لپاره هم ځای ځانګړی شوی
  20. غزوالو خپلو مېنو ته ستنېده پیل کړي

    غزه کې د اوربند له پلي کېدا وروسته زرګونه غزوال لیدل کېږي چې خپل کورونو ته په ستنېدو دي.

    له سیمې په خپرو شویو انځورونو کې لیدل کېږي چې ډېرې کورنۍ د جامو او بسترو له پنډوکو سره هغو سیمو ته روانې دي چې د جګړې له امله ترې بې ځایه شوې وې.

    پر لارو ځینو موټرو کې کورنۍ لیدل کېږي چې د فلسطین بیرغونه لېږدوي او لمانځنې کوي.

    دلته یې څو انځورونه دي:

    غزه

    د عکس سرچینه، Reuters

    د عکس تشریح، له اوربند وروسته خپلو سیمو ته پر لار غزوال
    غزه

    د عکس سرچینه، Reuters

    د عکس تشریح، تېرو ۱۵ میاشتو کې داسې کورنۍ هم وې چې څو واري له یوې سیمې بلې ته بې ځایه شوې
    غزه

    د عکس سرچینه، Reuters

    د عکس تشریح، غزه کې ډېره برخه ودانۍ ویجاړې شوي دي
    غزه

    د عکس سرچینه، Reuters

    د عکس تشریح، د غزې لویه برخه بنستوڼه د اسرائیلو هوايي بریدونو کې له منځه تللي