۱۹ کاله پخوا د سپتمبر پر ۱۱ مه د امریکا پر نیویارک او واشنګټن بریدونه وشول. امریکا القاعده او د دغې ډلې مشر اسامه بن لادن په دې بریدونو کې په لاس لرلو تورن کړل. هغه مهال اسامه بن لادن په افغانستان کې و او طالبان یې سپارلو ته چمتو نه وو. امریکا او نړیوالو متحدینو یې په پوځي عملیاتو کې د طالبانو رژیم نسکور کړ. صابر عزیز په کابل کې له داسې جوړې سره خبرې کړې دي، چې د طالبانو حکومت په وروستیو کې زېږېدلي دي. له دوی اورو چې راتلونکي ته یې هېلې څه دي.
تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
قطر کې د طالبانو او افغان دولت ترمنځ بین الافغاني خبرې
د قطر په دوحه کې د طالبانو او افغان دولت ترمنځ د سولې بین الافغاني خبرې پیل شوې، چې د طالبانو او افغان پلاوو د مشرانو په ګډون د نړیوالو بنسټونو استازو او ځینو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو ویناوې وکړې. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو غونډې ته وویل، د امریکا متحده ایالات نه غواړي خپل نظام په نورو ومني.
ژوندی پوښښ
د امریکا - طالبانو ترمنځ د خبرو پړاوونه
- لومړی پړاو: د دواړو اړخونو ترمنځ خبرې لومړی ځل د ۲۰۱۸ کال د اکتوبر میاشتې پر ۱۲مه د قطر دوحه کې پیل شوې.
- دویم پړاو: د دویم پړاو خبرې د ۲۰۱۸ کال د نومبر پر ۱۶مه بیا د قطر په کوربتوب په دوحه کې وشوې.
- درېیم پړاو: د ۲۰۱۸ کال د دیسمبر پر ۱۷مه، د درېیم پړاو خبرې د متحده عربي اماراتو ابو ظبۍ ښار کې ترسره شوې، چې درې ورځې یې دوام وکړ او طالبانو افغان پلاوي ته خبرو کې د ګډون اجازه ورکړه.
- څلورم پړاو: د ۲۰۱۹ کال جنورۍ میاشت کې د څلورم پړاو خبرې د قطر دوحه کې وشوې.
- پنځم پړاو: د پنځم ځل لپاره طالب او امریکايي استازي د روان ۲۰۱۹ کال د فبرورۍ پر ۲۵مه دوحه کې سره جرګه شول، زلمي خلیلزاد په لومړي ځل د طالبانو د تحریک له مرستیال ملا عبد الغني برادر سره دوحه کې وکتل.
- شپږم پړاو کې نهه ورځې خبرې وشوې او د تېر غوايي پر ۱۹مه پای ته ورسېدې. دواړو خواوو اعلان وکړ چې دا ځل خبرو کې ډېر پرمختګ وشو.
- اوم پړاو خبرې د تېرې جون میاشتې پر ۳۰مه دوحه کې پیل شوې او څو ورځې یې دوام وکړ. ددغه پړاو خبرو کې دواړو خواوو نور پرمختګ هم وکړ او پر ځینو مسلو یې نظرونه سره یو شول.
- اتم پړاو کې، چې د اګسټ پر درېیمه پیل شو، د زلمي خلیلزاد په وینا، له طالبانو سره یې خبرې ګټورې وې او پر تخنیکي جزییاتو یې خبرې وکړې،
- نهم پړاو د اګسټ پر ۲۲مه پیل شو او د سپتمبر تر لومړۍ یې دوام وکړ. په دې خبرو کې امریکایانو او طابانو په اصولو کې یوې خپلمنځي هوکړې ته ورسېدل.
- لسم پړاو: دا پړاو د ۲۰۲۰ کال د جنورۍ پر ۲۰مه تر نورو هغو په ځنډ پیل شوی، چې د طالبانو د ادعا له مخې، 'امریکا د تاوتریخوالي کمولو لپاره د طالبانو غوښتنه منلې ده.'
- د فبرورۍ پر ۱۰مه، قطر کې طالبانو وویل، طالب او امریکايي استازي په دوحه د سولې خبرو پر پایلو او راتلونکو ګامونو غږېدلي دي.
- د فبرورۍ پر ۲۹مه د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې هوکړه لاسلیک شوه، چې له مخې یې له افغان زندانونو د طالبانو شاوخوا ۵۰۰۰ بندیان خوشي شول.
د تېرې فبرورۍ پر ۲۹مه، د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې خپلمنځۍ هوکړه هم په قطر کې لاسلیک شوه.
نور جزییات په لاندې لینک کې لوستلی شئ: