تاسې د وېب‌سایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېب‌سایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.

د وېب‌سایټ اصلي بڼې ته مې وروله

د وېب‌سایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.

قطر کې د طالبانو او افغان دولت ترمنځ‌ بین الافغاني خبرې

د قطر په دوحه کې د طالبانو او افغان دولت ترمنځ د سولې بین الافغاني خبرې پیل شوې، چې د طالبانو او افغان پلاوو د مشرانو په ګډون د نړیوالو بنسټونو استازو او ځینو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو ویناوې وکړې. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو غونډې ته وویل، د امریکا متحده ایالات نه غواړي خپل نظام په نورو ومني.

ژوندی پوښښ

  1. ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر

    د مذاکرات به سولې ته لاره هواره کړي مونږ له افغانستان سره مشترکات لرو.

    په دوحه مذاکرات به دایمي سولې ته لاره پیدا کړي سیاسي لاره باید دخلکو په مرسته وي پرته له کوم شک نه تاشکند مني چې داسې ناسته به ولري چې دوی یې کوربه توب وکړي او پر افغان سوله به خبرې پکې وشي

  2. کاملوف:, د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر

    هیله لرم چې سمرقند کې د افغان سولې خبرو راتلونکی پړاو ترسره شي.

  3. عبدالعزیز کاملوف, د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر

    موږ هیله لرو چې ټولې خاوې د سولې هڅو ته ژمن پاتې شي. ازبکستان د قطر دوحه کې د دغو خبرو ملاتړ کوي. د سولې روانې خبرې باید د افغانان په مشرۍ ترسره شي.

  4. د اندونزیا لومړۍ وزیره

    مونږ په دې باور یو چې سوله د ټولو خواوو په همغږۍ رامنځته کیږي، اندونزیا د سولې له خبرو په کلکه ملاتړ کوي. زه به خبرې په دې سره پایته ورسووم چې ګام پورته شوی خو نور ګامونه هم باید پورته شي

  5. د اندونزیا د بهرنیو چارو وزیره

    د سولې ننۍ خبرې د سولې ښکارندویي کوي دا پروسه ځکه مهمه ده چې افغانان یې مخته وړي او هېڅوګ ترې شاته نه دي پاتي په ځانګړې توګه مېرمنې

  6. چین

    هیله لرم بین الافغاني خبرې افغانستان ته تلپاتې سوله او ټیکاو راولي.

  7. د چین بهرنیو چارو وزیر

    هڅو ته اړتیا ده چې د نشه ایی توکو په وړاندې مبازره وشي. مونږ د یو ښه ګاونډي په توګه افغانستان ته ښه نیت لرو

    د بهرنیو ځواکونو وتل به په منظمه توګه تر سره شي

  8. چین

    تاریخ وښوده،‌ چې سوله د خبرو له لارې راتلی شي. د افغانستان راتلونکې باید د دوی پخپلو لاسونو کې وي او دا د ټولو لپاره حیاتي ده چې افغانستان کې سوله او پخلاینه راشي.

  9. د چین د بهرنیو چارو وزیر

    نن ټولو افغانانو ته مبارکي وایم دا د ټول هېوادن ګډه هڅه ده ، د افغانستان راتلونکی د افغانانو په لاس کې دی. چین د افغانستان ښه ګاونډی دی او افغان سولې ته ژمن دی.

  10. د تر کمنستان لومړی وزیر

    ټاپي پرژه د ټولو هېوادونو لپاره مهم دی او د ولسي خلکو سره مرسته مو لومړیتوب دی .

    اړیکې باید پراخې شي او د هغو هېوادونو له مرستو مننه کوو چې د سولې برخه کې هڅې کوي

  11. د ترکمنستان لومړی وزیر

    نن ورځ د سولې او اوربند مهمه ورځ ثابتېدلی شي، تر کمنستان تل د سولیزې حل لارې غوښتونکی دی او افغانستان ته هم دغه لاره ټاکي، ترکمنستان خپل چمتووالی ښی چې د افغانستان سولې برخه کې شرایط برابر کړي د انرژی مخابراتو برخه کې د ټولوکارونو ساتل زمونږ لپاره مهم دي

  12. وروستی, رشید مردوف د ترکمستان لومړی وزیر

    نن د یوه مهم بهیر پیلامه ده چې افغانستان کې سوله راشي، ترکمنانو ته افغان سوله او په سیمه کې امنیت او تلپاتې امنیت مهم دی.

  13. د ناروې لومړی وزیره

    په تیرو خوندي ګټو به معامله نه کیږي او یوه تل پاتې سوله د ټولو لورو لپاره مهمه ده او دا افغانستان ته د هېوادونو ژمنتیا ښی، زه خوشحاله یم چې د نورو هېوادوونو سره په ګده کارو کوو.

    د یوناما او نورو ادارو څخه مننه کووم چې ژمنتیتیا ښی او مونږ به دې بهیر ته د بریا رنګ ورکوو.

  14. د ناروې د بهرنیو چارو وزیره

    درا یوه تاربخي شیبه ده نن مونږ راټول شوي یو او دا زمونږ اراده ښس خوشحله یم چې ډاکټر عبدالله او ملا برادر له یو بل سر ناست دي، باید نرمښت وښودل شي له یو بل باید مننه وشي او بندیان خوشي شول له امریکا او قطر او پاکستان څخه مننه کووم چې د سولې پروسه کې رول درلود. هغې عبدالله عبدالله ته وویل،‌ چې د سولې پروړاندې یې مسئولیت لوی دی او له پاکستان یې غوښتنه وکړه چې د افغان سولې لپاره له زړه هلې ځلې وکړي.

  15. مایک پمپیو

    په راتلونکو میاشتو کې به په هغو مسایلو خبرې وکړو چې په تېرو کې ترې تیر شوي یو باید صبر کړو او حوصله ولرو مننه کووم چې په غه مهمه پروسه کې مو د ګډون بلنه راکړه.

  16. مایک پمپیو

    د امریکا متحده ایالات نه غواړي خپل نظام په نورو ومني دا به ستاسو خپل لاس کې وي . زه غواړم د افغانستان د تیرو شلو کلونو ګټې خوندي وي او د مېرمنو سیاسي ونډه ډیره مهمه ده نن دلته ډیرې میرنې راغلې او مونږ له دوی هر کلی کوو، ستاسو هر پرېکړه له امریکا له مرستو سره هم اړیکه لري.

  17. مایک پمپیو

    مونږ غواړو چې خپلواکه افغانستان ولرو، او غواړو د سولې په بنیاد اړیکې ولرئ تاسې هر یو دا چانس لرئ تر څو د افغانستان د سولې په اړه پریکړه وکړئ. زه غواړم د جنګ ځپل شوي وګړي هم د سولې په بهیر کې هیر نه کړی.

  18. مایک پمپیو

    نن یوه ډېره ښه ورځ ده او افغانانو دغه ورځ وټاکله نن د تېرې څلویښت کلنې جګړې د پای ته رسولو ورځ ده مونږ به القاعده او نورو ډلو ته اجازه ورنه کړو چې د افغانستان په خاوره کې فعالیت وکړي او په دې کې د افغانانو ونډه او مرسته مهمه ده

  19. ملا برادر

    د قطر له هېواد او خلکو څخه مننه کووم چې د سولې په پروسه کې مرسته کړې

  20. ملا برادر

    د طالبانو تحریک او امریکا سره تړون کې چې کومه هوکړه شوې باید له افغان ډلې سره هم غور پرې وشي .