تاسې د وېب‌سایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېب‌سایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.

د وېب‌سایټ اصلي بڼې ته مې وروله

د وېب‌سایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.

قطر کې د طالبانو او افغان دولت ترمنځ‌ بین الافغاني خبرې

د قطر په دوحه کې د طالبانو او افغان دولت ترمنځ د سولې بین الافغاني خبرې پیل شوې، چې د طالبانو او افغان پلاوو د مشرانو په ګډون د نړیوالو بنسټونو استازو او ځینو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو ویناوې وکړې. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو غونډې ته وویل، د امریکا متحده ایالات نه غواړي خپل نظام په نورو ومني.

ژوندی پوښښ

  1. ملا برادر وینا کوي

    قطر کې د طالبانو د تحریک مرستیال عبدالغني برادر وینا کوي.

  2. وروستی, عبدالله: چې سوله راغله، بهرنيو پوځيانو ته اړتیا نه شته

    کله چې سوله راغله بهرنیو ځواکونو ته هېڅ بهرني پوځي ته اړتیا نه شته

  3. عبدالله عبدالله

    موږ هیله من یو چې بشري اوربند رامنځ ته شي، بېخبناوې رامنځ ته شي چې ټول افغانان ګټه ترې واخیستلی شي.

  4. د ملي مصالحې د عالي شورا مشر عبدالله عبدالله

    سوله زموږ میلیونونو کډوالو ته دا اسانتیا برابروي چې خپلې خاورې ته راستانه شي.

  5. عبدالله عبدالله, ټول افغانان دې سولې ته یوموټی شي

    افغان حکومت ۵۰۰۰ طالب بندیان خوشي کړل، چې جګړه ختمه او تلپاتې سوله راشي. له ټولو افغانانو غواړو چې د ۴۰ کلنې جګړې پای ته رسېدو لپاره لاسونه سره یو کړي.

  6. عبدالله عبدالله

    موږ د ملي پخلاینې لپاره ژمن یو، په تېر اختر کې مو دا ثابته کړه او اوربند مو ومانه، موږ درې ځله اوربند وکړ. د سولې شورا پخوانیو مشرانو د سولې لپاره ډېرې هلې ځلې کړې دي.

  7. غونډه د قطر د بهرنیو چارو وزیر او مرستیال لومړي وزیر سلطان بن سعد المریخي په خبرو پیل شوه.

  8. عبدالله عبدالله

    زموږ د خلکو اساسي غوښتنه دا ده چې جګړه پای ته ورسېږي او یوې تلپاتې سولې ته ورسېږو.دا جګړه هېڅ ګټونکی نه لري. موږ له دواړو خواوو (طالبانو او افغان حکومت) غواړو چې افغانستان کې انسان وژنه ختمه شي.

  9. وروستی, عبدالله عبدالله وینا کوي

    عبدالله عبدالله پرانسیتغونډه کې ګډونوالو ته وویل، له قطر مننه چې د افغان سولې لپاره یې دا اسانتیا رامنځ ته کړې ده.

    له طالبانو مننه کوم چې د سولې مذاکراتو ته حاضر شوي. باید په جرات ووایم چې د هېواد په تاریخ کې دا یوه شانداره ورځ ده.

  10. غونډه د قطر دوحې شرایټن هوټل کې پیل شوه

  11. وروستی, غونډه پیل شوه

    غونډه د قرآن کریم په تلاوت پیل شوه

  12. وروستی, د امریکا د بهرنیو چارو وزیر دوحې ته ورسېد

    د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو پر ټوېټر لیکلي، "خوشاله یم چې د افغانستان د سولې خبرو لپاره دوحه کې یم. د افغانستان خلک د داسې یوه هېواد وړ دي چې جګړه پکې نه وي او موږ دلته د سوله ییز راتلونکي لپاره د د وی د لانقشې د جوړېدو ملاتړ کوو."

  13. د حکومت او طالب استازو تر منځ د بین الافغاني خبرو د ننۍ ناستې د اجنډا یوه موضوع شاید په افغانستان کې د راتلونکي نظام یا حکومت بڼې په اړه وي، ځکه اوسني حکومت خو پر جمهوریت ټینګار کوي او طالبان بیا د امارات پلویان دي. دا چې د جمهوریت او امارت موضوع به څومره د سولې خبرې جنجالي او ځنډنې کړي.

  14. په افغانستان کې پر خواله رسنیو ګڼو افغانانو قطر کې د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د سولې مذاکراتو ته هیله مندي ښودلې ده.

    د افغانستان د ملي امنیت پخواني مشر رحمت الله پر ټوېټر لیکلي، هیله لرم چې ټولې غاړې به په خبرو کې له تېرو ترخو تجربو زده کړه وکړي.

  15. د مذاکراتو له پیلېدا مخکې د بي بي سي اسمعیل سعادت معلومات ورکوي. ښاغلی سعادت وايي، مقدماتي غونډه به د قطر پر ۹ پیل او تر ۱۲ بجو دوام وکړي.