تاسې د وېب‌سایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېب‌سایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.

د وېب‌سایټ اصلي بڼې ته مې وروله

د وېب‌سایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.

قطر کې د طالبانو او افغان دولت ترمنځ‌ بین الافغاني خبرې

د قطر په دوحه کې د طالبانو او افغان دولت ترمنځ د سولې بین الافغاني خبرې پیل شوې، چې د طالبانو او افغان پلاوو د مشرانو په ګډون د نړیوالو بنسټونو استازو او ځینو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو ویناوې وکړې. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو غونډې ته وویل، د امریکا متحده ایالات نه غواړي خپل نظام په نورو ومني.

ژوندی پوښښ

  1. وروستی, د اروپایي ټولنې استازی

    اروپايي ټولنه هیله لري چې د نړیوالو همکارانو په همکارۍ د افغان سولې او اقتصادي ښېرازۍ لپاره لاس په کار شي.

    اروپایي ټولنه له ټولو غاړو سره کار کوي چې افغانانو ته د سولې، ټیکاو او خوندي هېواد پیلامه وګرځي.

  2. د اروپایي ټولنې استازې

    د جنګ له ښکیلواړخونو غواړو چې اوربند وکړي، ټولې خبرې باید یوه پایله ولري او پرته له اوربند څخه دغه خبرې پایله نه ورکوي.

    نړیواله ټولنه غواړي چې دغو خبرو کې باید د مېرمنو حقونه خوندي وي.

  3. وروستی, انټونیو ګوټېرېش, د ملګرو ملتونو سرمنشي

    موږ ټولې خاوې هڅوو چې د سولې لپاره لاس رابډوهي. ټولې غاړې باید د سولې هڅو کې برخه ولري. د سږکال دوه اوربنده د ستایلو دي.

    هیله لرم چې سوله به په کور د ننه او بهر کې د میلیونونو افغانانو راستنېدو ته لار هواره کړي.

    ملګري ملتونه د بین الافغاني خبرو ملاتړ کوي او د هېواد د سوکاله کېدو دعا کوي.

  4. د جاپان بهرنیوچارو وزیر

    مونږ هیله لورو چې دغه خبرې جنګ ته د پای ټکی کیږدي، جاپان ژمن دی چې دغه بهیر کې مرسته وکړي او د تیرو شول کالونو لاسته راوړنې خوندي شي او اوربند وشي.

    مونږ ژمن یو چې د سولې وروسته هم له افغانانو سره مرسته وکړو په تیر کال کې جاپان د افغانانو تر ټولو کلک ملاتړی هیودا وو د سولې په برخه کې .

    مونږ له دواړو خواوو غواړو چې له شته فرصتونو ګټه پورته کړي.

  5. جاپان

    سوله او سوله ییز افغانستان د ټولې سیمې لپاره مهم دی. دواړه غاړې باید د سولې پر وړاندې خنډونه له منځه یوسي.

  6. وروستی, د چاپان د بهرنیو چارو وزیر

    جاپان د افغانستان د ودانولو لپاره ژمن دی او په ۲۰۰۲ او ۲۰۱۲ کې د توکیو کنفرانس ثابته کړې ده. هر ډول پرېکړه باید پخپله د افغانانو له خوا وشي. د سولې او پخلاینې هر ګام باید د افغانستان د تلپاتې سولې او اوربند په لوري یو ګام وي.

  7. احمد نصیح احمد, د سوېلي اسیا لپاره د برتانیا استازی

    سیاسي خبرې د افغان لانجې یوازېنۍ لار ده. امریکا د سولې اسانچارې کې مهم رول لوبولی. افغان طالبان او افغان حکومت مخامخ خبرې کوي.

    موږ هیله لرو چې یو ارام افغانستان ووینو او ګاونډیان یې هم ارام وي او نړیواله ترهګرۍ له منځه ولاړه شي.

  8. د انګلستان د جنوبي اسیا چارو لپاره وزیر

    ټولې خواوې هیله لري چې دغه خبرې مثبته پایله ولري امریکا او نور هېوادونه ته مبارکي وایم ځګه ډیرو دغه باور نه درولود چې دغه خبرې به تر سره شي

    مونږ هیله لرو چې افغانان هم ځانته او هم نورو ته سوله وغواړي

  9. د فنلنډ بهرنیو چارو وزیر

    د قطر هېواد څخه مننه کووم چې د روانو خبرو کوربه دی او له پمبیو او ډاکټر عبدالله څخه مننه کووم چې ددې خبرو مشري کوي .

    اوس وخت دی چې خبرې باید وشي او ټولو ته مبارکي وایم چې باور جوړونه شوې، د سولې دې خبرو کې باید د تیرو شلو کلونو لاسته راوړنې باید خوندي اوسي

  10. وروستی, د اسپانیا بهرنیو چارو وزیره

    اسیپانیا د افغانانو ترڅنګ ده او هیله لرو چې دغه خبرې مثبته پایله ولري او له طالبانو غواړو چې اوربند وکړي زموږ مرسته به د افغانانو سره د اروپایي اتحادیې سره ګام په ګام وي.

    له تېرو شلو کلونو راهیسې زموږ عسکر په افغانستان کې دي او موږ د دغو خبرو هرکلی کوو.

  11. د هند د بهرنیو چارو وزیر

    هر پروسه باید د افغانانو په لاس وي په افغانستان کې د اقلیتونو او میرمنو حقونه باید خوندي وي مونږ د اوربند غوښتونکي یو د افغانستان خاوره باید دهندوستان پر ضد ونه کارول شي.

  12. وروستی, جینشن کار, د هند د بهرنیو چارو وزیر

    هند او افغانستان د یوې پېړۍ اړیکي لري. موږ د تمدن مشترکات لرو. هند د افغانستان د ودانولو یو نژدې ملګری او شریک دی.

    هند هرات او کندهار کې ګڼې ودانیزې پروژې لرلې دي. افغانانو ته یې د تعلیم سکالرشیپونه ورکړي دي.

  13. د پاکستان بهرنیو چارو وزیر

    د افغانانو په مالکیت باید ددغې پروسې ملاتړ وشی تیر تاریخ باید تکرار نه شي افغانستان سره باید د سیمې اړیکې شې شي تر څو دافغان کډوالو بیرته راتګ ته زمینه مساعده شي مونږ به په هره برخه کې د افغانانو ملاتړ وکړو.

  14. وروستی, کابل کې د جګړې قربانیانو یاد

    قطر کې د بین الافغاني خبرو له پیلېدا سره سم، کابل کې د جګړې ځینو اغېزمنو شویو او د فعالانو په جګړه کې د قرباني شویو انځورونه راغونډ کړي او د کابل نوي ښار کې یې نندارې ته وړاندې کړي.

    په دې انځورونو کې د بي بي سي د دوو ځوانیمرګو خبریالانو احمد شاه او احمد امید خپلواک عکسونه هم دي.

    د دې ناستې سمبالوونکو یو پیغام دا دی چې ((له عدالت پرته سوله مانا نه لري)).

  15. پاکستان بهرنیو چارو وزیر

    مونږ د خپلې برخې کار کړی او خبل مسولیت مو سرته رسولی نور دافغانانو کار دی راتلونکې د سولې ټولې خبرې د افغانانو په لاس کې دي چې څه کوي ددغو خبرو سبو تاژ کوونکې به بیا هم خپل کار وکړي .

    پاکستان هم هغه هېواد دی چې د افغانستان تر څنګ ډېر زیانمن شوی په پولو جنګونه وشول

    افغان ولس باید یواځې پرېنښودل شي

  16. وروستی, شاه محمود قریشي, د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر

    پاکستان د افغان سولې لپاره د هرې ممکنه لارې هڅه کړې. پاکستان په بشپړه توګه د دغو خبرو لپاره مرسته کړې ده.

    د پاکستان لومړی وزیر عمران خان د افغانستان سیاسي حل لپاره لېوال دی. افغانان باید دا تاریخي فرصت له لاسه ورنه کړي چې د خپل هېواد سیاسي ټیکاو لپاره سره یو شي.

  17. د جرمني هېواد استازی

    ټوله نړی دغه ناسته ګوري ټول هیله لري چې افغانستان کې سوله راشي خو دا هیلي تاسو پورې تړلي دي ټول غواړي چې اوربند رامنځته شي او افغانان په سوله کې ژوند وکړي،

    افغانستان او المان نږدې دېرش کاله ملګري دي او نن موږ غواړو د افغانان و ملاتړ وکړو یواځې افغانان کولی شي خپل راتلونکی وټاکي ترڅو د ښځو حقونه پکې خوندي وي

  18. وروستی, هیکوماس, د قطر خبرو کې د جرمني استازی

    د سولې لپاره ژمنتیا او د قانون تطبیقولو کې جرمني همکارۍ ته چمتو دي. افغانستان او جرمني سل کلن تاریخي اړیکي لري. له ټولو هغو مننه کوم چې دا خبرې یې ‌پیل کړې دي. امریکا، پاکستان ناروې، اندونیزیا او قطر مننه چې د افغان سولې لپاره یې هلې ځلې کړې دي.

  19. مولود چاویش اغلو

    د سولې فرصت باید له لاسه لاړ نه شي داسې افغانستان غواړو چې ټول افغانان د حکومت مالکلیت ولري افغانان چې د ښه ژوند حقداره دي اوربند ته لومړیتوب ورکړو ځګه جګړه او خبرې یو ځای مخته نه شي وړل کیدای

    ترکیه د افغانستان د ابادی لپاره هوډ لري

  20. وروستی, مولود جاویش اوغلو, د ترکیې د بهرننیو چارو وزیر

    افغانانو ته اوس د سولې ریښتی فرصت دی. هیله لرو. ترکیه له افغانستان سره اوږده ملګرتیا او اړیکي لري.

    انساني اوربند ټولو ته حیاتي دي. د افغانستان د ودانیزو چارو لپاره باید هڅې وشي. تر هر بل وخت اوس افغانستان لا ډېر ملاتړ ته اړتیا لري. موږ چمتو یو چې د دغو خبرو کامیابېدو کې همکاري وکړو.