دوحه کې د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې خپلمنځۍ هوکړه

نن امریکا او طالبان له کابو دوو لسیزو جګړې وروسته په قطر کې د کابو ۳۰ هېوادونو د استازو په حضور کې د سولې هوکړه لاسليک کړه. ټاکل شوې چې د دې هوکړې له مخې به له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتلو او بین الافغاني خبرو ته زمینه برابره شي.

ژوندی پوښښ

  1. د امریکا او طالبانو ترمنځ هوکړه د کابو ۳۰ هېوادونو په حضور کې لاسلیکېږي

    په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر یوې سرچینې بي بي سي ته ویلي، ټاکل شوې چې د شاوخوا ۳۰ هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران او ځانګړي استازي د امریکا او طالبانو ترمنځ د تړون لاسلیک مراسمو کې ګډون وکړي.

    ټاکل شوې (شنبه کب ۱۰/فبرورۍ ۲۹) دا تړون د قطر په دوحه کې لاسلیک شي. د دې تړون لاسلیک به له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتلو ته لار برابره او ورپسې به د سولې د بهیر بل پړاو یا بین الافغاني خبرې پيل شي.

    تر اوسه دې تړون ډېر جزیات نه دي په ډاګه شوي، خو د طالبانو او امریکایانو ترمنځ د سولې مذاکراتو بهیر کې یوه بله ښکېله سرچینه وايي، ددې تړون له لاسلیک وروسته به د تاوتریخوالي د کمېدو بل پړاو پیل شي او ورسره به په دوو اونیو کې د بین الافغاني مذاکراتو لپاره په یوه اروپايي هېواد کې بشپړ چمتووالی ونیول شي.

    په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین بي بي سي ته وویل: "د طالبانو او امریکایانو ترمنځ د سولې تړون به سبا د فبرورۍ ۲۹ له غرمې وروسته لاسلیک شي."

    قطر

    د عکس سرچینه، Getty Images

  2. ټرمپ: افغانان دې د سولې له فرصته ګټه واخلي

    په داسې حال کې چې نن شنبه له طالبانو سره د امریکا د سولې هوکړه لاسلیکېږي، د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ پر افغانانو غږ کړی چې د سولې له فرصته ګټه واخلي.

    په پام کې ده چې د دغه تړون لاسلیکېدو لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو قطر ته ولاړ شي.

    دا تړون به له افغانستانه د زرګونو امریکايي ځواکونو ایستلو ته زمینه برابره کړي. یاد تړون په افغانستان کې د اورکم له یوې اونۍ وروسته له طالبانو سره لاسلیکېږي.

    دغه تړون په افغانستان کې د ۱۸ کلنې جګړې ختمېدو لپاره د خلکو هیلې ډېرې کړې دي.

    ټرمپ د جمعې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي: "د سولې هوکړه به د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پمپيو په حضور کې نن شنبه قطر کې لاسليک شي."

    ټرمپ

    د عکس سرچینه، EPA