دوحه کې د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې خپلمنځۍ هوکړه

نن امریکا او طالبان له کابو دوو لسیزو جګړې وروسته په قطر کې د کابو ۳۰ هېوادونو د استازو په حضور کې د سولې هوکړه لاسليک کړه. ټاکل شوې چې د دې هوکړې له مخې به له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتلو او بین الافغاني خبرو ته زمینه برابره شي.

ژوندی پوښښ

  1. مارک اسپر: ګډه اعلامیه یوه تاریخي شېبه ده

    د امریکا د دفاع وزیرمارک اسپر وویل د امریکا او افغانستان دا ګډه اعلامیه د سولې په لړ کې یوه تاریخي شېبه ده.

    مارک اسپر

    د عکس سرچینه، Getty Images

  2. که سوله کېږي‌ او طالبان د حکومت برخه ګرځي، افغانان په څه سترګه ورته ګوري؟

    د افغانستان د بېلا بېلو ولایتونو خلک وايي‌چې له جنګه ستړي‌دي‌. ځينې یې په قطر کې د طالبانو او امریکا تر منځ د نن غونډې ته په اشاره وايي، د داسې هر جوړجاړي هرکلی کوي‌ چې د سولې پېلامه شي.

  3. اشرف غني: زموږ په ټولنه کې عامه خبرې د تابعیت او دوه اړخیزو حقونو پراساس دي، نوموړي همدارنګه زیاته کړه چې له نړېوالو شریکانو سره په پوره ډول توافق لري.

  4. اشرف غني: د افغانستان مشروع او رسمي نظام جمهوري دی

    د افغانستان ولسمشر اشرف غني نن په کابل کې له مارک اسپر سره په ګډه یوه خبري غونډه کې وویل:"د افغانستان مشروع او رسمي نظام جمهوري دی. په داسې حال کې چې ځینې کسان د اسلامي امارت خبره کوي."

    اشرف غني

    د عکس سرچینه، ARG

  5. د طالبانو د سياسي دفتر غړي هغه هوټل ته ورسېدل چېرته چې ټاکل شوې د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې تړون لاسليک شي.

  6. د بښنې نړېوال سازمان: د بشر حقونه باید د سولې د پروسې زړه وي

    د بښنې نړېوال سازمان: د بشر حقونه باید د سولې د پروسې زړه وي د بښنې نړیوال سازمان د امریکا او طالبانو ترمنځ د هوکړې د لاسلیک په غبرګون کې ویلي چې بشري حقونه دې د سولې د پروسې په زړه کې ځای ولري.

    دې X پوسټ نه تېرشئ
    ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

    دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

    خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

    د ‍پوسټ X پای

  7. غني: د اورکم هرکلی کوو

    افغان ولسمشر محمد اشرف غني وایي، طالبانو سره د اوکم په اوونۍ کې خلکو په ارامه فضا کې ساه واخیسته او که څه هم ځینې پېښې وشوې، خو په ټوله کې دا اورکم بریالی و.

    ولسمشر غني وویل، د طالبانو او امریکا په تړون کې په ځینو ټکو افغان حکومت ملاحظات لري، خو وروسته به طالبانو سره مخامخ خبرو کې پر هغو ټکو بحث وشي

    غني

    د عکس سرچینه، ARG

    د عکس تشریح، غني
  8. غني: افغانستان یو خپلواک هېواد دی

    افغان ولسمشر محمد اشرف غني کابل کې له امریکا سره د ګډې اعلامیې خپرولو پر وخت وویل، افغانستان د ملګرو ملتونو غړی دی او د نړیوالو قوانینو له مخې یو خپلواک هېواد دی.

    ښاغلي غني وویل، افغان ولس د جنګ په ډګر کې د خپلو امنیتي ځواکونو د قرباینو درناوی کوي.

    ولسمشر غني زیاته کړه، د افغانستان او امریکا اړیکې د ګډو ګټو پر بنسټ ولاړ دي.

    ولسمشر غني وویل، امریکا سره اعلامیه کې د افغان جګړې ختمولو پر لارو چارو هوکړه شوې ده

    غني

    د عکس سرچینه، ARG

    د عکس تشریح، غني
  9. هوکړه د خلیلزاد او ملا برادر ترمنځ لاسلیکېږي

    امریکايي سرچینو بي بي سي ته منلې ده، د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد او د طالبانو د دفتر سیاسي مشر ملا عبدالغني برادر به دا هوکړه لاسلیک کړي.

  10. غني: له ناټو او امریکا سره نوي تړون ته اړتیا نشته

    افغان ولسمشر محمد اشرف غني نن کابل کې له امریکا سره د ګډې اعلامیې لاسلیکولو مراسمو کې وویل، افغان حکومت له ناټو او امریکا سره وار د مخه ستراتیژیک تړونونه لري او ځکه نو له دوی سره نویو تړړونونو ته اړتیا نشته.

    ښاغلي غني وویل چې دا تړونونه د افغانستان پارلمان تصویب کړي دي

    تړون

    د عکس سرچینه، ARG

    د عکس تشریح، غني
  11. د سولې تړون وروستی حال

  12. وروستی, د افغان حکومت او امریکا له ګډې اعلامیې:

    د پراخ بنسټه او دوامداره سولې توافق به څلور برخې لري.

    1.داسې ضمانت چې نړیوال ترهګریز ګروپونه یا کسان به د افغانستان خاوره د امریکا متحدو ایالتونو او د هغې د ملګرو د امنیت خلاف نه کاروي.

    2.له افغانستانه د امریکا او د ټلوالې د ځواکونو وتلو مهالوېش

    3.داسې سیاسي جوړجاړی چې د طالبانو او د افغانستان د اسلامي جمهوریت د مرک‌چي پلاوي تر منځ له هراړخیزو خپل منځي خبرو وروسته رامنځته کېږي.

    4.او اوږدمهال او هراړخیز اوربند.

    اعلامیه

    د عکس سرچینه، ARG

    د عکس تشریح، غني او مارک اسپر
  13. خالد: د امریکایانو او طالبانو هوکړه مشروطه ده، لغوه کېدلی هم شي

    د افغانستان د دفاع وزارت چارسمبالی اسدالله خالد وایي، د امریکایانو او طالبانو ترمنځ کېدونکې خپلمنځي هوکړه مشروطه ده. نوموړي وایي، که چېرته طالبان د دې هوکړې له شرایطو سرغړونه وکړي نو هوکړه لغوه کېدلی هم شي

    خالد

    د عکس سرچینه، Defence Ministry

    د عکس تشریح، اسد الله خالد
  14. ملي امنیت سلاکار: د امریکایانو او طالبانو هوکړې ځینو ټکو سره موافق نه یو

    د افغانستاتن د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب ویلي، د امریکا او طالبانو ترمنځ د هوکړې له ټولو اړخونو سره موافق نه دی.

    ښاغلي محب په ارګ کې د ناټو، امریکا او افغان حکومت ترمنځ د یوې ګډې اعلامیې د لاسلیک په مراسمو کې خبریالانو ته وویل، موږ د هوکړې په اړه خبر یو خو له یوه څو ټکو سره یې موافق نه یو.

    نوموړي د بېلګې په توګه د هوکړه لیک په متن کې د “اسلامي امارت” اصطلاح کارولو ته اشاره وکړه

    محب

    د عکس سرچینه، Getty Images

    د عکس تشریح، حمدالله محب وایي، افغان حکومت د امریکا او طالبانو د هوکړې ځینو مواردو سره موافق نه دی
  15. مایک پومپیو قطر ته رسېدلی دی

    د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو له طالبانو سره د خپلمنځي تړون هوکړې لاسلیکولو لپاره د قطر پلازمېنې دوحې ته رسېدلی دی.

    تر اوسه مامه نه ده چې ایا دی به خپله پر دې تړون لاسلیک کوي او که کوم بل امریکایی چارواکی به یې لاسلیکوي. خو دا جوته ده چې ښاغلی پومپیو به د تړون لاسلیک کېدو مراسمو کې ګډون کوي.

    د طالبانو استازي هم هغه هوټل ته رسېدلي دي چېرې چې ټاکل شوې ده دا مراسم ترسره شي.

    د ګڼو هېوادونو سفیران، وزیران، ځانګړي استازي او ګڼ شمېر خبریالان هم هلته موجود دي

    مایک

    د عکس سرچینه، Getty Images

    د عکس تشریح، مایک پومپیو قطر ته رسېدلی
  16. د امریکا او طالبانو ترمنځ‌ د تړون لاسلیک ته د عامو افغانانو غبرګون

    د امریکا او طالبانو تر منځ‌ د تړون لاسلیک ته د عامو افغانانو غبرګون څه دی؟ د نورګل شفق په دغه رپوټ‌کې د کابل او د ځينو ولایتونو خلکو ځواب ورته ویلی.

    د ویډیو تشریح، د امریکا او طالبانو ترمنځ‌ د تړون لاسلیک ته د عامو افغانانو غبرګون
  17. طالبان: پر فېسبوک چا ته پېغور مه ورکوئ

    په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر غړي امیر خان متقي امریکایانو سره د خپلمنځي هوکړې لاسلیک مراسمو ته تر روانېدو مخکې خپلو پلویانو ته وینا کې وویل، د دوی ملګري دې پر خواله رسنیو چا ته پېغور نه ورکوي، او سخته ژبه دې نه کاروي. نوموړي وویل، افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی او باید د ورورګلوۍ فضا رامنځته شي

    طالبان

    د عکس سرچینه، social media

    د عکس تشریح، قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر استازي
  18. وروستی, اشرف غني: له طالبانو سره به هره هوکړه مشروطه وي

    د افغانستان ولسمشرمحمد اشرف غني وايي د سولې بحث یوملي بحث دی او په ګډه به دایمي سولې ته د رسېدو هڅې کوي.

    اشرف غني پرون ماښام د افغانستان د یو شمېر ولایتونو له والیانو سره د ویډیوکنفرانس د لارې د سولې وروستیو پرمختګونو په تړاو ویلي له طالبانوسره چې هره هوکړه لاس لیک کیږي په مشروط ډول به وي.

    نوموړی وايي د شرطونو پربنسټ به له طالبانو سره مذکرات له یوې مرحلې بلې ته ځي او که دا ډله (طالبان) له جګړې لاس واخلي په شرطونو کې به هم بدلون راځي.

    چارواکي

    د عکس سرچینه، ARG

  19. وروستی, د امریکا له خوا خلیلزاد هوکړه لاسلیکوي، نه مایک پمپیو

    امریکايي سرچینو بي بي سي ته منلې ده، د هغه څه پرخلاف چې ویل کېدل، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو به له طالبانو سره د سولې هوکړه نه لاسلیکوي.

    دا سرچینه وايي، د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد او د طالبانو د دفتر سیاسي مشر ملا عبدالغني برادر به دا هوکړه لاسلیک کړي.

    تېره شپه د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ په یوه خبرپاڼه کې ویلي وو، چې مایک پمپیو به نن په قطر کې د امریکا او طالب استازو ترمنځ د سولې د هوکړې "شاهد" وي.

    ملا برادر او خلیلزاد

    د عکس سرچینه، Getty Images