دوحه کې د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې خپلمنځۍ هوکړه

نن امریکا او طالبان له کابو دوو لسیزو جګړې وروسته په قطر کې د کابو ۳۰ هېوادونو د استازو په حضور کې د سولې هوکړه لاسليک کړه. ټاکل شوې چې د دې هوکړې له مخې به له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتلو او بین الافغاني خبرو ته زمینه برابره شي.

ژوندی پوښښ

  1. ناروې د افغانستان د سولې کوربتوب چمتو ده

    د ناروې د بهرنیو مرستیال وزیر اودن هالورسن اعلان وکړ چې هېواد یې د سولې په اړه د بین الافغاني مذاکراتو کوربتوب ته چمتو ده.

    ښاغلي هالورسن له عبدالله عبدالله سره په لیدنه کې هیله ښودلې چې ټولې غاړې دې د سولې له دې رامنځته شوي فرصته ګټه واخلي.

    عبدالله او اودن هالورسن

    د عکس سرچینه، CEO

  2. دې X پوسټ نه تېرشئ
    ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

    دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

    خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

    د ‍پوسټ X پای

  3. افغانستان لپاره د برتانیا د لومړي وزیر استازی: هیله لرو د تاوتریخوالي کمښت د دایمي اوربند لامل شي

    افغانستان او پاکستان لپاره د برتانیا د لومړي وزیر استازی ګارت بایلي وايي هیله لري چې د تاوتریخوالي کمښت به په افغانستان کې د دایمي اوربند لامل شي. ښاغلی بایلی چې دوحې ته د امریکا او طالبانو ترمنځ د هوکړې لاسلیک لپاره تللی دا څرګندونې یې افغاني رسنیو سره په خبرو کې کړي دي.

    افغانستان او پاکستان لپاره د برتانیا د لومړي وزیر استازی ګارت بایلي

    د عکس سرچینه، GARETH BAYLEY TWITTER

    د عکس تشریح، افغانستان او پاکستان لپاره د برتانیا د لومړي وزیر استازی ګارت بایلي
  4. ولسمشرغني: د سولې بحث یو ملي بحث دی او موږ په ګډه تلپاتې سولې ته د رسېدو هڅې کوو

    د افغانستان جمهور رئیس محمداشرف پرون ماښام د ویډیو کنفرانس له لارې د هېواد یو شمېر والیانو سره د سولې پروسې پر وروستیو انکشافاتو خبرې وکړې.

    نوموړي وویل، موږ د افغانستان ټول مسایل په تدبیر سره حلوو. زموږ دریځ د اساسي قانون، جمهوریت، ملي حاکمیت او د افغانستان د خلکو د عزت دریځ دی.

    هغه زیاته کړه، د افغانستان بهرنی سیاست روښانه دی، افغانستان دایمي دوست او دښمن نه لري، یواځې دایمي ګټې لري او هېچا ته د دې اجازه نه ورکوو چې هېواد مو خپل ستراتېژیک عمق وګرځوي.

  5. وروستی, خلیلزاد د هوکړې لاسلیکېدو تالار ته رسېدلی

    د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د هوکړې لاسلیکولو تالار ته رسېدلی دی.

    د ویډیو تشریح، خلیلزاد د هوکړې تالار ته رسېدلی
  6. د ناټو سرمنشي افغانستان کې

    د ناټو سازمان اعلان کړی چې د دې سازمان سرمنشي ینس سټولټنبرګ افغانستان ته لاړ شي او هلته به د افغانستان د ولسمشر محمد اشرف غني سره وګوري.

    ددې اعلان پر بنسټ ټاکل شوې چې د ناټو سرمنشي او د امریکا د دفاع وزیر له ښاغلي غني سره به ګډه اعلامیه لاسلیک کړي.

    دې X پوسټ نه تېرشئ
    ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

    دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

    خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

    د ‍پوسټ X پای

  7. عبدالله عبدالله د ناټو له سرمنشي سره کتنه کې: نن تاریخي او برخلیک‌ ټاکونکې ورځ ده

    عبدالله عبدالله د ناټو له سرمنشي سره په کتنه کې: نن ورځ به تاریخي او برخلیک ټاکونکې وي

    د افغانستان ولسمشریزې ټاکنو یوه نوماند عبدالله عبدالله د ناټو له سرمنشي یانس سټولټنبرګ سره په سپیدار ماڼۍ کې ولیدل.

    ښاغلي عبدالله د ناټو له سرمنشي سره پر دې ټینګار کړی چې افغانستان سره تر هغې همکارۍ جاري وساتي څو دا هېواد د سولې څښتنه شي.

  8. د طالب ګډونکوونکو نوملړ کوربه قطر ته سپارل کېږ

    د طالب ډلو یوه غړي د خپل پلاوي د ګډون کوونکو لېست یوه قطري چارواکي ته سپاري څو د امریکا او طالبانو ترمنځ د هوکړې د لاسلیک په غونډه کې ګډون وکړي.

    قطر
  9. د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر: طالبانو ژمنه راسره کړې چې هوکړه به لاسلیکوي

    د بي بي سي خبریال داود قاري زاده د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر عبدالعزیز کاملوف څخه وپوښتل دا چې له طالبانو سره ژورې اړیکې لرئ څومره ممکنه ده چې پر دې ډلې باور وشي؟ ښاغلي کاملوف په ځواب کې وویل چې طالب مشرانو ما سره ژمنه وکړه چې د سولې هوکړه به لاسلیکوي. که هوکړه عملي ډېر ستر اقدام به وي په دې سره پر طالبانو باور هم زیات شي.

    داود اعظمي او د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر عبدالعزیز کاملوف
  10. د افغانستان بشر حقونو کمېسیون نهیلي

    د افغانستان د بشري حقونو د کمېسیون مشره: د امریکا او طالبانو هوکړه به افغانستان ته سولې رانه ولي د افغانستان د بشري حقونو د کمېسیون مشرې شهزاد اکبر په خپل ټویټر کې لیکلي چې د سولې په اړه د امریکا او طالبانو هوکړه به دې هېواد ته سوله رانه ولي. دا د افغانستان د خونړي جنګ پای نه شي کیدلی خو دا به په افغانستان کې د روانې سیاسي شخړې د هواري په لور یو مهم خو لومړنی نازک ګام وي.

    دې X پوسټ نه تېرشئ
    ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

    دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

    خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

    د ‍پوسټ X پای

  11. پر دغه مېز به هوکړه لاسلیک شي

    هغه میز چې ویل کېږي هوکړه به پرې لاسلیک شي ویل کیږي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ هوکړه به د افغانستان پر وخت د مازدیګر پنځه بجې لاسلیک شي. دا هغه میز دی چې ټاکل شوی تر څو ساعتونو پورې پرې هوکړه لاسلیک شي.

    table
  12. امرالله صالح: "بښم یې خو هېڅکله یې نه هېروم"

    په تېرو ولسمشریزو ټاکنو کې د افغان ولسمشر محمد اشرف غني لومړي مرستیال امرالله صالح پر خپل ټوېټر لیکلي: "پر انسانانو د یووالي غږ کوم. ښايي ویې بښم، خو هېڅکله یې نه هېروم."

    دې X پوسټ نه تېرشئ
    ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

    دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

    خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

    د ‍پوسټ X پای

  13. شاه محمود قریشي: افغانستان د سولې لوري ته روان دی

    د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ویلي، د امریکا او طالبانو ترمنځ هوکړه د افغانستان لپاره یو عالي فرصت دی. ښاغلی قریشي ددې هوکړې د لاسلیک لپاره د قطر پلازمېنې دوحې ته تللی او دې هوکړې ته د خوشبینۍ په ښودلو سره وايي افغانستان د سولې په لور درومي.

    شاه محمود قریشي

    د عکس سرچینه، Reuters

  14. وروستی, زلمی خلیلزاد د هوکړې لاسلیکېدو ځای ته ورسېد

    د بي بي سي خبریاله لیز دوسیت، چې د طالبانو او امریکا ترمنځ د هوکړې لاسلیکېدو د مراسمو پوښښ لپارهقطر ته تللې پر خپل ټوېټر لیکلي، د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د هوکړې لاسلیکېدو ځای ته رسېدلی دی.

    نوموړې له یوه طالب استازي سره د خلیلزاد نځورونه خپاره کړي او ورسره لیکلي یې دي چې "د وروستۍ شېبې خبرې."

    دې X پوسټ نه تېرشئ
    ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

    دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

    خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

    د ‍پوسټ X پای

  15. د افغانستان لپاره د جرمني ځانګړی استازی: د طالبانو او امریکا ترمنځ هوکړه بین الافغاني خبرو ته مهم ګام دی

    د افغانستان لپاره د جرمني ځانګړي استازي امارک پوتزل ویلي، د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د هوکړېلاسلیکېدل له طالبانو سره د افغانستان د دولت د مخامخ خبرو لپاره مهم ګام دی.

    ښاغلی پوتزل ددغې هوکړې د لاسلیکېدو په مراسمو کې د ګډون لپاره قطر ته تللی دی.

    نوموړي د افغانستان رسنیو ته ویلي: هیله لرم او هڅه مو دا ده چې د افغان دولت او طالبانو ترمنځ خبرې ژر پیل شي.

    مارک پوتزل

    د عکس سرچینه، MARKUS POTZEL@TWITTER

  16. ازبکستان: د افغانستان سولې بهیر ته خوښبین یو

    د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر عبدالعزیز کاملوف

    د عکس سرچینه، Getty Images

    د عکس تشریح، د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر عبدالعزیز کاملوف
  17. قطر کې د طالب امريکا سولې تړون لاسليکېږي. د بي بي سي پښتو په دې ځانګړې خپرونه کې يې په اړه وروستي معلومات ترلاسه کولی شئ.

  18. د افغانستان د مالیې پخواني وزیر حضرت عمر زاخېلوال پر ټوېټر لیکلي: "تر څو ګړیو پورې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه لاسلیکېږي. دا به یو تاریخي کار وي، خو لا تر اوسه سوله نه شته."

    دې X پوسټ نه تېرشئ
    ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

    دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

    خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

    د ‍پوسټ X پای

  19. د افغان سولې په اړه زموږ ځانګړې پاڼه دلته کتلی شئ.

    مشران

    د عکس سرچینه، g

  20. کوچنۍ ډېوې ته سوله په څه مانا ده؟

    په قطر کې د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې تر هوکړې یوه ورځ مخکې، مزار شریف کې ځینې ځوانان راغونډ شوي وو او د سولې د راتلو په هرکلي کې یې تفریحي پروګرامونه جوړ کړي.

    زموږ همکار نجیب الله پاڅون پرې دا رپوټ چمتو کړی.