د کابل چاودنې قربانیانو شمېر تر ۵۰۰ واوښت

د کابل په وزیر اکبر خان مېنه کې د درنې چاودنې له امله لسګونه کسان وژل شوي او تر ۴۶۰ ډېر ټپیان دي. افغان ولسمشر محمد اشرف غني دغه برید یو ترهګریز عمل او د بشریت ضد جنایت وباله. طالبانو ویلي برید دوی نه دی کړی.

ژوندی پوښښ

وروستی, درنه چاودنه

د کابل په وزیر اکبر خان کې سهار نږدې اته بجې او شل دقیقې د درنې چاودنې غږ واورېدل شو.

لومړني معلومات وايي، موټر بم شوی دی. چاودنه نږدې اته بجې او شل دقیقې شوې.

دغه برید پر هغه سړک کې شوی چې د محلی ارګانونو ادارې او د جرمني په ګډون ځینې بهرنیو ډيپلوماټیکو استازیو ته د تګ لار ده.

کابل کې چاودنه

د عکس سرچینه، FB