د کابل چاودنې قربانیانو شمېر تر ۵۰۰ واوښت

د کابل په وزیر اکبر خان مېنه کې د درنې چاودنې له امله لسګونه کسان وژل شوي او تر ۴۶۰ ډېر ټپیان دي. افغان ولسمشر محمد اشرف غني دغه برید یو ترهګریز عمل او د بشریت ضد جنایت وباله. طالبانو ویلي برید دوی نه دی کړی.

ژوندی پوښښ

  1. د کابل پولیسو مشر نیویارک ټایمز ته ویلي، چاودنه د فاضله موادو ټانکر سره شوې او چاودنې تر څلور مترو سیمه یې ژوره کړې دې.

  2. د ایران سفارت

    په دغه پېښه کې د ایران سفارت تر څنګ نږدې دفترونو او ودانیو ښیښې ماتې شوې دي..

  3. وروستی,

  4. وروستی, ولسمشر غني

    ولسمشرغني نننی برید یو ترهګریز عمل او د بشریت ضد جنایت وباله.

    افغان ولسمشر اشرف غني

    د عکس سرچینه، Getty Images

  5. وروستی, د پاکستان غبرګون

    پاکستان د کابل برید وغانده د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت وايي، د کابل ننی خونړي برید په سختو ټکیو کې غندي. د وزارت په خبره په دغه چاودنه کې د پاکستان ځيني ډيپلوماتان هم ټپيان شوي او د هغوی د کورونو شيشې ماتې شوې دي. وزارت زیاتوي، پاکستان چې د ترهګرۍ د پېښو ښکار دی، ددغه ډول پېښو درد احساسولی شي او د پاکستان ولس او حکومت له افغان ولس او حکومت سره په دې غم کې اوږه په اوږه په ولاړ دی.

  6. د ننۍ پېښې انځورونه

    د کابل چاودنه

    د عکس سرچینه، د کابل چاودنه

    د عکس تشریح، په دغه پېښه کې ۸۰ کسان وژل شوي او ۳۰۰ نور ټپیان دي
  7. موټر بم چاودنه

    د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش بي بي سي ته منلې چې دا موټر بم برید و او د جرمني سفارت سره له نږدې درې لارې سره شوی دی. د نوموړي په خبره، په غالب ګومان دا موټر بم چاودنه د اوبو یا فاضله موادو په ټانکر سره شوې ده. هغه بي بي سي ته وویل، د پېښې ځای ته تللی، د موټر هیڅ نښه هم نه ده پاتې.

  8. وروستی, ۸۰ وژل شوي او تر ۳۰۰ ډېر ټپیان دي., د عامې روغتیا وزارت د اړیکو مشر اسماعیل کاووسي.

    لومړني معلومات وايي، موټر بم شوی دی. چاودنه نږدې اته بجې او شل دقیقې شوې.

    کابل کې چاودنه

    د عکس سرچینه، Getty Images

  9. د طلوع تلویزیون یو تخنیکي همکار هم په دې پېښه کې وژل شوی

  10. فیسبوک

    صلاح الدین شباب: زوروره چاودنه او زموږ ددفتر حال، يا الله شکر چى روغ پاتې شو

  11. وروستی, د روغتیا وزارت وايي تر اوسه د وژل شويو کسان شمېر ۴۹ کسانو ته رسېږي او ۳۲۰ نور ټپیان دي.

    له برید وروسته امبولانسونه سیمې ته رسېدلي او امنیتي ځواکونو سیمه کلابند کړې ده.

    د ویډیو تشریح، کابل کې درنه چاودنه
  12. ۱۰۱ ټپیان وزیر اکبر خان روغتون ته لېږدول شوي.

  13. د هند لومړی وزیر

    د هند لومړی وزیر نرېندر مودي د کابل برید غندلی او د قربانیانو له کورنیو سره یې خواږي څرګنده کړې

  14. وروستی, سلګونه کسان ژوبل شوي

    روغتیايي چارواکي محب الله ځیر یوې ځايي رسنۍ ته وویل چې د ټپیانو شمېر شاوخوا ۳۰۰ کسانو ته رسېږي..

  15. وروستی, په وژل شوي کې دوه ښځې هم شته

    روغتیایي چارواکي وايي په وژل شويو کې دوه ښځې هم شته چې ښايي دغه شمېر نور هم لوړ شي.

  16. د سیمې سره د نږدې دفترونو او ودانیو شیشې ماتې شوې دي. د پېښې ځای امنیتي ځواکونو کلابند کړی او خلکو ته د تګ راتګ اجازه نه ور کوي.

  17. وروستی, ۹ کسان وژل شوي او ۸۴ ټپیان دي

    د روغتیا وزارت دعامه اړیکو مشر اسماعیل کاووسي له بي بي سي سره په خبرو کې وویل په دغه برید کې ۹ کسان وژل شوي ۸۴ کسان ټپي شوي دي.

    کابل کې چاودنه

    د عکس سرچینه، FB

  18. مرګژوبله

    د روغتیا وزارت ویاند اسماعیل کاووسي هم له بي بي سي سره په خبرو کې وویل، چې د پېښې له ځایه ۶۷ کسان روغتون ته لېږدول شوي دي.

    نوموړی د مرګ ژوبلې د زیاتېدلو امکان نه ردوي.

  19. د پېښې له ځایه تر ۶۷ ټپیان روغتون ته لېږدول شوي دي.

    تراوسه معلومه نه ده چې د بریدګر هدف څوک و، خو د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش بي بي سي ته منلې چې دا موټر بم برید و.