د کابل چاودنې قربانیانو شمېر تر ۵۰۰ واوښت

د کابل په وزیر اکبر خان مېنه کې د درنې چاودنې له امله لسګونه کسان وژل شوي او تر ۴۶۰ ډېر ټپیان دي. افغان ولسمشر محمد اشرف غني دغه برید یو ترهګریز عمل او د بشریت ضد جنایت وباله. طالبانو ویلي برید دوی نه دی کړی.

ژوندی پوښښ

  1. انګیلا مېرکل

    جرمنۍ صدراعظمې چې برید یې سفارت ته نژدې شوی، وویل چې دا ډول بریدونه به یې د ترهګرۍ د ځپلو له پاره هوډ کمزوری نه کړي.

    انګیلا مېرکل

    د عکس سرچینه، انګیلا مېرکل

  2. طالبانو چې د نویو عملیاتو پیل اعلان کړی، ویلي چې برید دوی نه دی کړی. مخکې په پلازمېنه کې څو بریدونه بلې حکومت ضد ډلې - اسلامي دولت یا داعش کړي وو.

  3. د کابل پېښې وروستی انځور

    کابل

    د عکس سرچینه، Getty Images

    د عکس تشریح، افغان کارکوونکي د کابل ننني برید له ځایه د ویجاړ شویو ګاډو پاتې شوني لېري کوي. دغه زوروره چاودنه کې لسګونه ګاډي له منځه تللي، چې د ګڼې ګوڼې پر مهال د چاودنې له ځایه تېرېدل.
  4. , د وژل شویو افغان خبریالانو ډېرېدونکی شمېر

    د افغان ژورنالیستانو مرکز په وینا د کابل ننني برید کې د رسنیو دوو کارکوونکو له وژل کېدو سره دغه هېواد کې له ۱۳۸۱ کال راهیسې د وژل شویو خبریالانو او رسنیزو کارکوونکو شمېر ۷۴ کسانو ته رسېدلی دی.

    په ننۍ پېښه کې ۱۱ افغان خبریالان ټپیان شوي دي.

    دغه چاودنه کې د بي بي سي افغان کارکوونکي محمد نذیر وژل شوی او څلور نور خبریالان ټپیان شوي دي.

  5. ''و نه توانېدم نذیر روغتون ته ورسوم''

    کابل کې د بي بي سي خبریال سید عبدالله نظامي او هدایت الله همیم چې د کابل نني برید کې له دوو نورو همکارانو سره یو ځای ټپيان شوي دي، پر خپلو فېسبوکپاڼو د وژل شوي همکار محمد نذیر په اړه خپل تاثرات لیکلي، هدایت الله همیم کاږي:

    ''د چاودنې شېبې د قيامت تر ورځې کمې نه وې، هرڅوک د ځان په غم کې و، له زړه مې وينې څاڅي چې له ځوانيمرګ شهيد ورور استاد نذير سره مې هېڅ ونه کړای شو ، مرګ په تانده ځوانۍ کې رانه واخيست.''

    سید عبدالله نظامي لیکلي:

    ''زه مې خپل شهید همکار پسې زړه چاودی یم، چې ومې نه شو کولی تر روغتونه یې ورسوم. دخپل وجود دردونه مې هېر دي. نذیر جان مې د مرګونوسفرونو ملګری و او داځل مرګ هغه زما له سترګو مخامخ واخیست، جنت یې نصیب.''

    سید عبدالله نظامي

    د عکس سرچینه، سید عبدالله نظامي

  6. د پاینده څرګند په رپوټ کې د ننني چاودنې جزییات

    د ویډیو تشریح، کابل کي د چاودني سیمه
  7. د ننني برید سیمه

    دغه چاودنه د زنبق په څلورلاره کې شوې
  8. د کابل نننی برید, لنډیز

    د افغانستان پلازمېنې کابل په وزیر اکبر خان مېنه کې نن د چاودنې له کبله نژدې ۸۰ کسان وژل شوي او تر ۳۵۰ نور ټپیان شوي دي. د افغان چارواکو په وینا چاودنه د اوبو ټانکر له لارې شوې ده. تر اوسه معلومه نه ده، چې دغه برید چا کړی دی. د افغان حکومت وسله والو مخالفو طالبانو په یوه اعلامیه کې ویلي، دوی دغه برید نه دی کړی. چاودنه کې د بي بي سي یو افغان کارکوونکی وژل شوی او یو څلور نور ټپیان شوي دي. افغان مشرتابه د هند او پاکستان په ګډون د ګاونډیو هېوادونو مشرانو او د امنسټي انټرنېشنل په ګډون نړیوالو ادارو دغه برید سخت غندلی دی.

    کابل کې برید ۸۰ کسان وژلي

    د عکس سرچینه، Getty Images

  9. د بي بي‌ سي همکار محمد نذیر چې خپل ژوند یې په نننۍ چاودنه کې له لاسه ورکړ.

    د بي بي‌ سي همکار محمد نذیر

    د عکس سرچینه، Getty Images

  10. د کابل برید قربانیانو وروستۍ شمېرې

    د افغانستان عامې روغتیا وزارت ویاند اسماعیل کاوسي بي بي سي ته ویلي د کابل ننني برید کې د وژل شویو کسانو شمېر ۸۲ ته رسېدلی دی. نوموړي دغه راز ویلي په دغه خونړي برید کې نژدې ۳۵۰ کسان ټپیان شوي دي.

  11. د بښنې نړیوال سازمان د کابل برید غندلی او دا یې د بشر ضد جرم بللی

  12. په کابل کې مېشتو د نړیوالو ځواکونو پرېکنده ماموریت هم په یوه خبر پاڼه کې نننۍ برید غندلی او له قربانیانو سره یې خواخوږي ښوولې.

  13. فیسبوک

    پر فیسبوک مینه ویاړ لیکلي: د دوزخ منظره به هم له دې څخه وحشتناکه نه وي ځکه هلته ګنهکار معلوم شي او بيا دوزخ کې وسوځول شي خو دلته ګنهکار څه چې، ماشومان هم سوځول کېږي.

  14. د پخواني ولسمشر حامد کرزي غبرګون

    پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي د کابل نننی برید په سختو ټکیو غندلی او د برید له قربانیانو سره یې خواخوږي څرګنده کړې. نوموړي دغه برید د سولې او ثبات د دښمنانو کار بللی دی.

  15. وروستی, د بي بي سي کارکوونکی

    د بي بي سي موټر چلونکی محمد نذیر په نننۍ چاودنه کې خپل ژوند له لاسه ورکړ. محمد نذیر نور همکاران دفتر ته رسول چې چاودنه وشوه. زموږ څلور نور ژونالیستان هم ژوبل شوي چې په روغتون کې د درملنې لاندې دي.

    محمد نظر له ۴ کلونو را پدېخوا بي بي سي سره کار کاوه.

    بي بي سي
  16. وروستی,

    وسله والو طالبانو په یوه خبرپاڼه کې ویلي، په دې برید کې دوی هېڅ لاس نه لري، او بېګناه ولسي وګړو وژنه غندي.

  17. د افغان ژونالیست فرید احمد دفتر

  18. دا په کابل کې د وال سټریټ جورنل خبریالې جسیکا د خونې انخورونه دي. ویل کېږي چې چاودنه ډېره درنه وه او شاوخوا ودانیو ته یې زیان اړولی.