دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده په YouTube کې منځپانګه ښايي خبرتیاوې ولري.
د پوسټ YouTube پای
څنګه رایه ورکړو؟ حال کې ویډیو کې وګورئ
وروستی, کابل کې چادونه, د مرګ ژوبلې په اړه ضد و نقیض مالومات
له کابله رپوټونه وایي، د دې ښار په ۱۷مه
ناحیه کې د حضر علي په نامه جومات کې چاودنه شوې.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده په YouTube کې منځپانګه ښايي خبرتیاوې ولري.
د نوموړي له څرګندونو مخکې فیسبوک کې
د کابل په ګډون د مختلفو ولایتونو خلکو شکایت کړی چې لا هم تر دوولسو بجو د رایې
مرکزونه پرانیستل شوي نه دي.
عبدالبدیع صیاد که د ټاکنو ځینې
مرکزونه تر یوې بجې ونه پرانیستل شول، سبا ټاکنې کېږي.
نوموړي هم ومنله چې ځینې سیمو کې رایې
مرکزونه نه دي پرانیستل شوي یا کارکوونکي نه دي تللي.
که څه هم صیاد وویل، چې د بایومتریک
روزنه کارمنانو ته روزنه ور کړل شوې وه، خو ډیرو سیمو کې داسې رپوټونه دي چې دا
کارکوونکي له سیستم سره بلد نه دي.
صیاد دا هم وویل، چې ځینې کارکوونکي د
ښوونځیو له استادانو دي، خو نن خپلې دندې ته حاضر شوي نه دي.
له بایومټریک سره د کارمنانو نابلدتیا
خوست ولایت کې
ازاد خبریال فرید ظاهر وايي، رایه ور کوونکي بېخي ډېر دي، خو د بایو متریک سیستم
له امله دا بهیر سست روان دی.
د نوموړي په
خبره، په ځینې مرکزونو کې کارمنان د دې سیستم کارولو سره بلد نه دي او څو ګړۍ د
سیستم نه فعاليدو له امله خلک منتظر و.نوموړی دا هم
وايي، چې په یوه مرکز کې د رایه ور کوونکو نوملړ کې (ن) برخه نه وه، چې له امله یې
تر نږدې سلو کسانو له رایې د بې برخې کېدو شکایت کاوه.
د عکس سرچینه، @Farid Zahir
د عکس تشریح، خوست کې ډېر رایه ور کوونکي
ننګرهار کې ټاکنې, جلال اباد ښار کې وضعیت نورمال دی
له پکتیا
رپوټونه وايي، چې شاوخوا اته بجې دغه ولایت کې رایه اچونه پیل شوه.د موادو له
نشتوالي شکایت نه دی شوی، خو ویل کېږي بایومتریک سره ډېر کسان بلد نه دي، ځکه ځینې
مرکزونو کې لا هم رایه نه ده پيل شوې.