له پکتیکا نه رپوټونه
وايي، د دغه ولایت په مرکز شرنه او یو شمېر ولسوالیو کې د تېرو ټاکنو پرتله سږنیو
پارلماني ټاکنو کې د خلکو ګډون ډېر و.
ازاد خبریال خیر الدین
ذکي بي بي سي ته وویل، د دغه ولایت په ځینې سیمو کې د توغندیونو ګوزارونه هم شوي.
بل لور ته ځايي
خبریالان وايي لومړی ځل د دغه ولایت په ټاکنیزو مرکزونو کې لسګونه ښځې هم لیدل
شوې، چې د رایې ورکولو لپاره تللې وې.
د دغه ولایت له مټاخان،
سروبي او سروضې ولسوالیو هم د توغندیو لګېدو رپوټونه ورکړل شوي دي. خبریالان وايي،
په ټول کې دغه ولایت کې د یوه کاندید پلویانو له لوري د رایې ورکونکو د ثبت کتاب
تښتول کېدو او په بایو مېټرک سسټم د نه پوهېدو خال خال پېښې شوې، خو په ټول کې د
ټاکنو شفافیت په تړاو نور شکایتونه مخې ته نه دي راغلي.
رپوټونو کې ویل شوي په
یوسف خېل ولسوالۍ کې د کاندیدانو د استازو تر منځ لفظي شخړه شوې، خو د چارواکو او
ناظرینو له مداخلې وروسته د رایې ورکولو بهیر په عادي توګه دوام درلود.
د عکس سرچینه، Zia Zamzam
د عکس تشریح، د پکتیکا مرکز ښرنه کې د رایې مرکز کتارونه. د عکس سرچینه، Zia Zamzam
د عکس سرچینه، Mirwais Atal
د عکس تشریح، د پکتیکا مټاخان ولسوالۍ کې هم د رایې اوږده کتارونه ولاړ وو. د عکس سرچینه، Mirwais Atal