تاسې د وېب‌سایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېب‌سایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.

د وېب‌سایټ اصلي بڼې ته مې وروله

د وېب‌سایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.

افغان ټاکنې: د دویمې ورځې حال

د افغانستان د ټاکنو کمېسیون بي بي سي ته وویل، د یکشنبې په ورځ د رایې ورکولو لپاره له ۴۰۱ مرزکونو یوازې ۲۵۳ یې پرانیستي وو. تېره ورځ دغه کمېسیون وویل، د مختلفو ستونزو له امله به د ۱۴ ولایتونو په ۴۰۱ مرکزونو کې د یکشنبې په ورځ رایه ورکړل شي.

ژوندی پوښښ

  1. مزار شریف ښار کې ټاکنې

    د افغانستان بلخ ولایت مرکز مزار شریف ښار کې نن سهار رای اچونه پیل شوه، چې تر اوسه کومه امنیتي پېښه په کې نه ده شوې. هلته وضعیت ارام دی او د موټرو تګ راتګ هم دوام لري.

  2. د ټاکنو په اړه شېبه په شېبه معلومات, (بي بي سي وېبپاڼه، فیسبوک او رادیو)

  3. پکتیا کې د رایو اچولو ځنډ

    پکتیا کې دوه مرکزونه بدل شوي او یو ساعت وروسته ځینو کې رایه اچونه پيل شوه.

  4. وروستی, برمک: تر اوسه کومه لویه پېښه نه ده شوې

    د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک بي بي سي ته وویل، د هېواد ځینو برخو کې ګواښونه شته، خو تر اوسه کومه لویه پېښه نه ده شوې.

    نوموړی وايي، ځینو سیمو کې کوچني مقناطیسي ماینونه چاودلی، چې یوشمېر هېوادوال یې ترهولي دي، خو عمومي وضعیت تر کنټرول لاندې دی.

  5. ننګرهار کې رای ورکول ۸ بجې پيل شول

    د ننګرهار مرکز کې هم رایه ورکونه اته بجې پیل شوه سیمه کې د بي بي سي خبریال ذبیح الله رحیمزی وايي، د رایه ورکوونکو د نومونو لټولو او د بایومتریک سیستم سره نابلدیت دا بهیر سست کړی او خلک کتارونو کې ولاړ دي.

    هر رایه ورکوونکي چې کوم مرکز کې نوم ثبت کړی، د هغوی نوملړ د الفبا تورو له مخې جوړ شوی او لټول یې ګران شوي دي.

  6. یوشمېر افغانانو پر خواله رسنیو د خپلو رایو ورکولو د مهال انځورونه خپاره کړي او خوښۍ یې ښودلې دي.

  7. وروستی, کابل کې چاودنه

    رپوټونه وايي، د کابل ختیځ کې د رایې اچولو یوه مرکز ته نژدې مقناطیسي ماین چاودلی.

    د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي وايي، دا ماین د کابل ښار ختیځ احمد شاه بابا مېنې د نجونو ښوونځي ته نژدې شوې ده.

    نوموړی وايي، پېښه کې مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

    د کابل دوولسمې حوزې اړوند ارزاقت قیمه سیمه کې دا ښوونځی یو له هغو ښوونځیو دی، چې د رایو اچولو مرکز پکې جوړ شوی.

    وړاندې طالبانو بغلان کې د ټاکنو پر یوه مرکز د برید ادعا کړې وه، چې په وینا یې رایه اچوونکي او کارمن تښتېدلي او مرکز بند شوی.

  8. وروستی, ځینو مرکزونو ته ټاکنیز توکي نه دي رسېدلي

    د افغانستان ټاکنو د شکایتونو اورېدو خپلواک کمیسیون وايي له ځینو سیمو د حساسو ټاکنیزو توکو د نه رسېدو خبرونه ور رسېدلي.

    کمیسیون زیاتويو دا یوه لویه ستونزه ده.

  9. د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، د کندهار د خلکو په غوښتنه په دغه ولایت کې د ولسي جرګې ټاکنې د یوې اونۍ لپاره وځنډېدې.

    دا ګام په کندهار کې د تېرې ورځې له برید وروسته دی چې پکې د دغه ولایت امنیه قومندان، د امنیت مشر ووژل شول.

  10. عبدالله: ټاکنې د افغانانو ژوند کې لوی ګام دی

    د افغانستان اجراییه مشر عبدالله عبدالله له رایې ور کولو وروسته له افغان رسنیو سره خبرو کې وویل، چې ټاکنې د افغانانو په ژوند کې یو لوی ګام دی.هغه هیله وښوده چې خلک داسې استازي وټاکي چې دا ټاکنې د قانون حاکمیت او د افغانستان سیاسي ټیکاو سره مرسته وکړي.

  11. وروستی, لومړۍ مېرمن هم رایه ورکړه

    د افغانستان لومړۍ مېرمن رولا غني هم رایه ور کړه.د ټاکنو کمېسون د معلوماتو له مخې، اوسنیو ټاکنو کې څه باندې درې نیم میلیونه مېرمنو د رایې ورکولو لپاره نوملیکنه کړې ده.د ټاکنو کمېسون وايي، ټوټل اته میلیونه اته لکه کسانو نوملیکنه کړې ده.

  12. وروستی, ځنډ

    د شکایتونو کمېسون ویاند علي رضا روحاني وايي، دوی ته له کابل او ولایتونو شکایتونه شوي چې لا هم ځینې سیمو کې د رایې ورکونې مرکزونو کار پیل کړی نه دی او خلک کتارونو کې ولاړ دي

    نوموړي پر ټاکنو کمېسون نیوکه وکړه چې د کار پیلولو لپاره یې سم تیاری نه و کړی

  13. ځوانان

    د نوماندانو یوه لویه برخه ځوانان او د ښو زده کړو څښتنان دي او ټول یې په افغانستان کې د بدلون د راوستلو ژمنې کوي. خو تېرو پارلماني دورو ته په کتو، ډېرئ وګړي سیاستوالو ته د فساد والو په سترګه ګوري.

  14. طالبانو له دغو ټاکنو سره خپل مخالفت ښودلی دی.

    دغو ټاکنو ته ټینګ امنیت نیول شوی دی.

    افغان امنیتي چارواکي وايي، د ټاکنو د امنیت لپاره یې تر ۵۰ زرو ډېر امنیتي کسان ګومارلي او ۳۰۰ زره نور د تیارسئ په حالت کې دي.

  15. د ټاکنو کمیسیون وايي، د پنځو ولایتونو په لسو اړوندو ولسوالیو کې د ناامنیو له کبله ټاکنې نه کېږي.

    د بغلان دهنه غوري، د بدخشان وردوج او یمګان، د سرپل کوهستانات، د زایبل کاکړ او د هلمند نوزاد، موسی کلا، ریګ خانشین، باغران او دیشو هغه ولسوالۍ دي چې ټاکنې به نه پکې کېږي.

  16. د رای اچونې لپاره ۸٫۸ میلیون کسانو نوم لیکنه کړې چې ۳ میلیونه یې ښځې دي.

    په پام کې ده چې رای اچوونکي په ۵۱۰۰ مرکزونو کې رایې ورکړي.

    د افغانستان پارلماني ټاکنو کې ۲۵۶۶ نوماندان سیالۍ کوي. د ښځینه نوماندانو شمېر شاوخوا ۴۰۰ دی.

    د افغانستان پارلماني ټاکنې له غزني او کندهار پرته په ټول هېواد کې ترسره کېږي.

  17. وروستی, ولسمشر غني: بې باوري په باور بدله شوه, ولسمشر غني رایه ورکړه

    افغانستان کې د پارلماني ټاکنو لپاره رای اچونه پر ځايي وخت سهار اوه بجې پیل شوه. د رایو اچونې بهیر به نهه ساعته دوام کوي او د غځېدو امکان یې هم شته.

    افغان ولسمشر محمد اشرف غني اماني لېسه کې د رایې ورکولو پرمهال وویل، "بې باوري وه، نن په باور بدله شوه، شک او تردید و، نن په یقین بدل شو او نیوکه وه، نن په همکارۍ بدله شوه."

    ښاغلي غني دا هم وویل چې: "رایه یو امانت دی چې موږ یې سپارو او د هغه په اساس له هر کاندید غواړو چې زموږ قوانین تصویب کړي او د ملت په کور کې د ملت استازيتوب وکړي."