د افغانستان د ټاکنو خپلواک
کمېسیون مشر ګلاجان عبدالبدیع صیاد یوې خبري غونډه کې ومنله، چې د رایې ور کولو بهیر کې ستونزې شته.
د نوموړي له څرګندونو مخکې فیسبوک کې
د کابل په ګډون د مختلفو ولایتونو خلکو شکایت کړی چې لا هم تر دوولسو بجو د رایې
مرکزونه پرانیستل شوي نه دي.
عبدالبدیع صیاد که د ټاکنو ځینې
مرکزونه تر یوې بجې ونه پرانیستل شول، سبا ټاکنې کېږي.
نوموړي هم ومنله چې ځینې سیمو کې رایې
مرکزونه نه دي پرانیستل شوي یا کارکوونکي نه دي تللي.
که څه هم صیاد وویل، چې د بایومتریک
روزنه کارمنانو ته روزنه ور کړل شوې وه، خو ډیرو سیمو کې داسې رپوټونه دي چې دا
کارکوونکي له سیستم سره بلد نه دي.
صیاد دا هم وویل، چې ځینې کارکوونکي د
ښوونځیو له استادانو دي، خو نن خپلې دندې ته حاضر شوي نه دي.