تاسې د وېب‌سایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېب‌سایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.

د وېب‌سایټ اصلي بڼې ته مې وروله

د وېب‌سایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.

افغان ټاکنې: د دویمې ورځې حال

د افغانستان د ټاکنو کمېسیون بي بي سي ته وویل، د یکشنبې په ورځ د رایې ورکولو لپاره له ۴۰۱ مرزکونو یوازې ۲۵۳ یې پرانیستي وو. تېره ورځ دغه کمېسیون وویل، د مختلفو ستونزو له امله به د ۱۴ ولایتونو په ۴۰۱ مرکزونو کې د یکشنبې په ورځ رایه ورکړل شي.

ژوندی پوښښ

  1. د ټاکنو د کمیسیون د مشر خبري غونډه

    د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمیسون مشر عبدالبدیع صیاد واي، نن د شنبې پر ورځ ګڼ شمېر خلکو رایه واچوله.

    نوموړي زیاته کړه، په ځینو سیمو کې ستونزې وې.

    د ده په وینا، په هغو ځایونو کې چې نن رایه اچونه ترسره نه شوه او یا هم ناوخته پیل شوه، سیبا به یو ځل بیا دا بهیر ترسره کېږي او خلک به رایه اچوي.

    ښاغلي صیاد وویل، تر ټولو ډېر خلک په کابل کې او تر ټولو کم په فاریاب ولایت کې رایې اچونې ته راوتلي وو.

  2. د ټاکنو د ورځې امنیتي پېښې

    د ټاکنو ترسره کېدو سره هم مهاله وسله والو مخالفینو په بېلابېلو ولایتونو کې خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی.

    • یوازې په ننګرهار، کونړ، کندز ، کابل او یو شمېر نورو ولایتونو کې د بېلابېلو بریدونو له امله شپږ تنه وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.
    • وسله والو طالبانو ویلي چې په دې ورځ یې تر سلو ډېر بریدونه کړي دي، خو افغان امنیتي چارواکي وايي بریدونه په هغه کچه نه وو چې د ټاکنو بهیر دې ګډوډ کړي.
  3. خوست کې د ټاکنو بهير

  4. خوست کې د ټاکنو حال:

    په خوست کې د ټاکنو پر وخت امنیتي وضعیت ښه بلل شوی.

    یوازې په موسی خېلو ولسوالۍ کې ځیني امنیتي ګواښونه وو.

    ویل کېږي چې د ښځو په ګډون ګڼ شمېر خلک رایه اچونې ته راوتلي وو.

    خو خوست هم ځینو سیمو کې د رایو مرکزونه په ځنډ پرانیستل شوي، او دا شکایت هم کېږي چې د ټاکنو کمیسیون کار کوونکي د بایومټرېک الې سره بلد نه وو.

    لاندي انځورونه ازاد خبریال فریدالله ظاهر را استولي.

  5. کونړ کې د ټاکنو بهیر

    کونړ کې د خلکو ګډون پراخ و. د ښځو ونډه هم په کې ډېره وه.

    ناوخته پيل، بايومټريک سره د کارکوونکو نابلدتیا ستونزې يادېدې.

    ماڼوګۍ او غازي اباد کې راکټي بريدونو ۱۲ملکیان ژوبل کړي دي. ۳يې په کې نجونې دي.

  6. محب: ۹۲٪ مرکزونو کې رای اچونه ترسره شوه

    د افغان ولسمشر د ملي امنیت سلاکار وایي، نن په ۹۲ سلنه ټاکل شویو ټاکنیزو مرکزونو کې رایه ورکونه ترسره شوه. حمدالله محب له بي بي سي سره ځانګړ مرکه وویل، په پاتې شاوخوا ۳۰۰ مرکزونو کې سبا ټاکنې کیږي چې دوی به ورته د نن په څېر امنیتي چمتووالی ونیسي.کابل کې مو همکار اسدالله لودین د همدې مرکې په پيل کې له ښاغلي محب نه د رایه ورکوونکو د خوندیتوب په اړه پوښتنه کړې.

  7. وردګو کې د ټاکنو بهیر

    د میدان وردګ ولایت په اړوندو ټاکنیزو حوزو کې خلک د شنبې سهار وختي رایه اچونې ته راوتلي وو.

    په بېلابېلو سیمو کې د سړیو ترڅنګ ښځې هم رایه اچونې ته راوتلې وې.

    له سیمې رپوټونه ایي،که څه هم په میدان ښار درې توغندي وویشتل شول، خو د ټاکنو بهیر يي ټکنی نه کړی.

    ویل کېږي لاهم ځینې خلک شته چې په فورمه او لېست کې يي نومونه نشته، او په کتارونو کې ولاړ دي.

    ښايي د رايې اچونې دا بهیر تر شپږو بجو پوري دوام وکړي.

  8. پکتیا کې د ټاکنو وروستی حال:

    • په پکتیا ولایت کې د رایې اچونې د بهیر پر وخت امنیتي وضعیت په ټوله کې ښه و.
    • په زرمت، احمد خېلو او اریوب ځاځیو ولسواليو کې د بریدونو رپوټونه ترلاسه شوي، خو د مرګ ژوبلې په اړه ډېر مالومات نشته.
    • په پکتیا کې هم د ډېرو رایه اچوونکو شکایت دا و چې د ټاکنو کمیسون کار کوونکي د بایومټرېک الې له کارولو سره نه وو بلد.
    • له همدې کبله په ځینو سیمو کې د رایې اچونې بهیر هم په ځنډ سره پيل شو.
    • د نورو سیمو په څېر پکتیا کې هم یو شمېر خلکو په لېست کې خپل نوم نشو موندلی
  9. وروستی, وردګو کې د رایو صندوق ورکه

    ځینو خبریالانو لیکلي، میدان وردګو ښاروالۍ محل کې د رایو یو صندوق چا له ځان سره وړی، د دوو محلونو بایومیټریک ماشینونه خراب دي، د بل کتابچه خلاصه شوې، یوازې یو محل کار کوي د هر سړي رایه لس دقیقې وخت اخلي، خلک انتظار دي، نوبت نشته‌، یو شمېر ځوانان د چکې (لډو) لوبه کوي.

  10. د شکایاتو کمیسیون د خبري غونډې مهم ټکي:

    د افغانستان د ټاکنیزو شکایتونو کمیسون نن ماسپښین کابل کې خبري غونډه درلوده.

    مهم ټکي یې لاندې دي:

    -یو شمېر د رایې اچونې مرکزونه د غرمې تر ۳ بجو هم نه دي پرانیستل شوي

    -ځیني نور مرکزونه په ځنډ سره پرانیستل شول

    -ټاکنیز توکي په ټاکلي وخت ځینو سیمو ته نه وو رسېدلي، او د رایو په صندقونو کې هم ستونزې وې.

    -د ټاکنو په مدیریت کې هم جدي ستوزنې شته، چې له همدې کبله ځینې خلکو د رایې اچونې حق له لاسه ورکړی.

    -په دې بهیر چې ستونزې کولی شي د ټاکنو روڼوالی تر پوښتنې لاندې راولي

    -د ټاکنو کمیسیون دې داسې حل لاره ومومي چې ټول خلک وکړای شي په ټاکلي وخت کې خپله رایه واچوي

    -د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون پر دې وضعیت اندېښمن دی او په جدي توګه یې څارنه کوي

  11. زابل کي د ټاکنو حال

    • په زابل کې بیا رپوټونه وایي چې وسله والو طالبانو د کندهار کابل لویه لاره د څو ساعتونو لپاره تړلې وه تړلې وه.
    • په شاجوی ولسوالۍ کې بیا توغندی لګېدلی او دوه کسان یې وژلي دي.
    • په ځینو نورو سیمو کې د طالبانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ جکړه هم پیل شوې ده.
    • خو په ټوله کې خلک راوتلي او خپله رایه اچوي.
  12. هلمند کې د ټاکنو بهیر

    • په هلمند او او زابل کې د ټاکنو بهیر د وسله والو طالبانو له بریدونو سره یو ځای پیل شو.
    • طالبانو په هلمند کې پر ځینو سیمنو توغندي توغولي دي.
    • د نورو ولایتونو په څېر په هلمند کې هم ویل کېږي چې ځینې مرکزونه په ځنډو پرانیستل شوي دي
    • همدا رنګه هلته هم په ځینو مرکزونو کې د بایومټرېک الې ستونزه شته.
    • خو لښګرګاه ښار په ګډون په هلمند کې کومه جدي امنیتي پېښه نه ده شوې او خلک رایې اچونې ته راوتلي دي.
  13. کندهار کې ټاکنې ځنډول شوې، ښار کې حالت نورمال دی

    په کندهار ولایت کې که څه هم ټاکنې ځنډول شوي دي، خو نن بیا هم کندهار ښار کې امنیتي تدابیر نیول شوي وو.

    ویل کېږي چې د پنجشبنې تر پېښې وروسته په ښار کې وضعیت بېرته نورمال شوی دی.

    د ښار ښوونځي تړل شوي، خو پوهنتونونه پرانیستي دي.

  14. ټاکنیز لیست ته څلور ساعته انتظار

    د کابل د لیسې زرغونې مرکز کې د سړو د رای ورکولو له محله یوشمېر رایه ورکوونکو شکایت درلود چې د نوملیکنې ځینې لیستونه مرکز ته نه دي رسېدلي او دوی له څلورو ساعتونو ډېر انتظار ورته کړی.

    دوی وايي، تر هغه له مرکز نه وځي چې د نومونو لیست یې نه وي راغلي او رایه یې نه وي کارولې.

  15. فوزیه څو ګړۍ خپلې رایې کارولو ته په انتظار

    د کابل د زرغونې لېسې په ټاکنیز مرکز کې د رایې ورکونې بهیر ناوخته پیلېدو او نظم نه شتون له کبله خلکو شکایت درلود، ‎خو ځینو بیا دا هم ویل چې خپله خلکو نظم خراب کړی ځکه چې نوبت نه مراعاتوي. دې مرکز کې د ښځو شمېر دومره ډېر وه چې محلونو ته به په ټېل ماټېل ننوتې او د نارینو شمېر هم لوړ و.

    رایه ورکونکې فوزیه یوه له هغه انتظار کوونکو څخه ده چې له ساعتونو دې مرکز کې انتظار ده او له ملائکې احمدزۍ سره د زړه خواله کوي.

  16. د تخار ولایت د ټاکنو بهیر وروستی حال

    د تخار په اشمکش ولسوالۍ کې نن طالبانو د رایې ورکونې مرکزونه په هاوان ګولۍ ویشتلي.

    دوه هاوان ګولۍ په دوو کورونو لګېدلې چې ۵کسان په وژل شوي او ۴ نور ژوبل دي. په وژل شویو او ژوبل شویو کې ښځې او ماشومان هم دي.

    د تخار د امنیي قوماندانۍ ویاند عبدالخلیل اسیر دا خبر تایید کړی.

    د تخار د ټاکنې نور حال:

    • ویل کېږي چې په ځینو سیمو کې دا چاره ناوخته پیل شوه.
    • لامل یې دا و چې د کمیسیون کار کوونکي له بایومټرېک الې سره بلد نه وو.
    • ښځې هم رایې اچونې ته راوتلې وې، خو د سړیو پرتله یې شمېر کم و.
    • په ینګي کلا او خواجه غار کې وسله والو مخالفینو بریدونه کړي.
    • خو د کومې لویې امنیتي پېښې رپوټ نشته.
  17. د رایه اچونې مرکزونو کې څه تېریږي؟ عبیدالله حسام مو خبروي

  18. په بلخ کې د رایې اچونې بهیر:

    • دلته ناظران وایي چي په ځینو مرکزونو کې د رایي ورکونکو د نوم موندل وخت نيسي او د ځېنو کسانو نومونه په لستونو کې نشته.
    • پدې ولایت کې ۴۴۷ زره خلکو د رایې اچونې لپاره نوم لیکنه کړې.په مزار شریف ښار کې په ځینو مرکزونه کې بهیر ناوخته پيل شو.
    • د ټاکنو کمیسیون چارواکي وایي چې په ۲۵۸ مرکزونو کې رایه اچونه دوام لري.
  19. وروستی, افغان ټاکنو کې تراوسه مهمې سرغړونې

    د افغانستان د رڼو ټاکنو بنسټ یا تیفا مشر نعیم ایوبزاده د نننیو افغان ټاکنو خورا مهمې ستونزې په دې ډول ښيي:

    • د رایې ورکولو مرکز په سل مترۍ کې ټاکنیزې هڅې، په ۴۵ سلنه مرکزونو کې دا سرغړونې رپوټ شوې دي.
    • د بایومېټرک سیستم کارولو کې هم ستونزه شته، په ۳۲سلنه مرکزونو کې دا وسیله یا کارول شوې نه ده، یا دا چې کار یې نه کاوه.
    • نهه سلنه رایې مرکزونو ته بایومېټرک سیستم رسېدلی نه دی.
    • د کابل ختیځ کې او همدارنګه بغلان، پکتیا، بلخ او بدخشان کې تر ۱۱بجو د رایو مرکزونو پرانیستل شوي نه و.
    • د پلان د نه شتون له کبله ګډوډي هم د ټاکنو بهیر یوه بله ستونزه ده، ټاکنیز مواد ځینو مرکزونو ته رسېدلي نه دي او د مرکزونو برخلیک هیڅ معلوم نه دی.
    • د رایه ورکوونکو نوملړ او پر تذکرو لګېدلي سټېکرونه خپلو کې سره یو شی نه دي.