تاسې د وېب‌سایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېب‌سایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.

د وېب‌سایټ اصلي بڼې ته مې وروله

د وېب‌سایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.

افغان ټاکنې: د دویمې ورځې حال

د افغانستان د ټاکنو کمېسیون بي بي سي ته وویل، د یکشنبې په ورځ د رایې ورکولو لپاره له ۴۰۱ مرزکونو یوازې ۲۵۳ یې پرانیستي وو. تېره ورځ دغه کمېسیون وویل، د مختلفو ستونزو له امله به د ۱۴ ولایتونو په ۴۰۱ مرکزونو کې د یکشنبې په ورځ رایه ورکړل شي.

ژوندی پوښښ

  1. وروستی, پر لښکرګاه دوه توغندي توغول شوي

    د افغانستان سوېلي هلمند ولایت پر مرکز لښکرګاه، هوايي ډګر ته څېرمه شپږمه امنیتي په داسې حال کې دوه توغندي توغول شوي، چې نن (یکشنبه) هلته د ټاکنو پر دویمه ورځ رایه اچوونکي خپلو رایو ورکولو ته چمتووالی نیسي.

    هلمند کې ځايي خبریال عزیز احمد شفیع وايي، خلک رایو اچولو ته چمتووالی نیسي.

  2. وروستی, ننګرهار کې ۷۰ مرکزونه

    بي بي سي ته د ننګرهار د ټاکنو کمېسيون ويلي، له مرکزه ورته د جلال آباد ښار پرته نن په بېلابېلو ولسواليو کې د ۱۴ مرکزونو (۶۰ تر ۷۰ محلونه) نن بيا د پرانیستل کېدو ويلي، خو دوی امنتيانو سره په لنډه شېبه کې پرېکړې ته رسېږي چې څو مرکزونه پرانېزي.

  3. ټاکنیزه نخچه

    د شنبې پر ورځ د افغانستان په ۳۲ ولایتونو کې د ولسي جرګې لپاره ټاکنې ترسره شوې. بي بي سي پښتو د افغانستان د ټاکنو په تړاو یوه ځانګړې ټاکنیزه نخچه (نقشه) چمتو کړې.

  4. ۱۹۳امنیتي پېښې

    د کورنیو چارو وزارت مرستیال اختر محمد ابراهیمي پرون ناوخته په یوې خبرې غونډه کې وویل، د ټاکنو په ورځ ۱۹۳ امنیتي پېښې رامنځته شوې دي.

    د هغه په خبره، دې پېښو کې۸ پولیس وژل شوي او ۱۹ټپیان دي. د ملي اردو یو سرتیری وژل شوی او ۵ټپیان دي او د ملي امنیت یو کار کوونکی او د ټاکنو کمیسیون یو کار کوونکی ټپیان شوي دي.

    نوموړي دا هم وویل، چې دې پېښو کې ۲۷ملکي وګړي وژل شوي او کابو ۱۰۰ټپیان دي.

  5. نن په کومو ولایتونو کې ټاکنې کېږي؟

    ۱ - میدان وردګ، ۲- پروان ۳- نورستان ۴- لوګر ۵- بادغیس ۶- سمنګان ۷- سرپل ۸- جوزجان ۹- فاریاب ۱۰- ننګرهار ۱۱- لغمان ۱۲- بغلان ۱۳- پکتیا ۱۴- کابل

  6. د شنبې په ورځ ډېره رایه چېرته کارول شوې؟

    د ټاکنو کمېسیون مشر په وینا، تر ټولو ډېرې رایې په کابل، هرات او ننګرهار کې اچول شوې او تر ټولو لږ رایي بیا په روزګان کارېدلې دي.

  7. ۳ میلیون رایه ورکوونکي

    د افغانستان ټاکنو خپلواک کمیسیون وایي د لومړنیو شمېر پر بنسټ څه باندې درې میلیون کسانو د ولسې جرګې په پرونیو ټاکنو کې رایي کارولي دي. ټاکنې بهیر سهار اوو بجې پیل شوې وې او د ماخوستن تر ۸ بجو پورې روان و.

    ټاکنو خپلواک کمیسیون مشر عبدالبدیع صیاد د تېرې ورځې ټاکنو د ولسې جرګې د تېرو ټاکنو پرتله بریالۍ وې.

  8. وروستی, افغان ټاکنې؛ دویمه ټاکنیزه ورځ

    په افغانستان کې د ولسې جرګې د ټاکنو په دوهمه ورځ په کابو ۱۴ ولایتونو کې په ۴۰۰ د رایه اچونې په مرکزونو کې رایه ورکول کېږي.

    د ټاکنو په لومړۍ ورځ دغه مرکزونه د تخنیکي او امنیتي ستونزو له امله یا تړلي پاته وو او یا هم پر ټاکلي وخت نه وو پرانیستل شوي.

    له درې میلیونو ډېرو خلکو رایه ور کړې، خو کومو ولسوالیو سره اړیکي نشته هغه شمېرې به هم نژدې وخت کې (یکشنبه) ورسېږي او د ټاکنو خپلواک کمیسیون مشر عبدالبدیع صیاد وایي پرون شپه ناوخته په یوې خبرې غونډه کې د نن ورځې ټاکنو تر سره کېدو لپاره بشپړه چمتوالي لري.

  9. یوناما په ټاکنو کې د ګڼ شمېر خلکو ګډون ستایلی

    * په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یوناما په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د شنبې ورځې په ټاکنو کې د افغانانو په لوی شمېر ګډون په دې معنی دی چې دوی غواړي خپل د رایې حق وکاروي او غږ یې واورېدل شي.

    * اعلامیه کې راغلي، هغو کسانو چې نن یې رایه ورنکړی شوه، باید له دې حقه محرومه نشي.

    * اعلامیه د ټاکنو پر کمیسیون غږ کوي چې راجستر شویو کسانو ته د رایې اچولو زمینه برابره کړي

    * کوم مرکزونه چې د شنبې پر ورځ بند و، د یکشنبې پر ورځ به پکې رایې اچونه کېږي

    * افغان حکومت، سیاسي ګوندونه او نوماندان باید د دې بهیر بشپړېدو ته ژمن پاتې شي.

    * که څوک په ټاکنو کې د درغلۍ ثبوت لري باید د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون ته یې ورسوي

  10. وروستی, کابل او ولایتونو کې د شنبې پر ورځ ۲۸ کسان ووژل شول

    له کابله وروستي رپوټونه وایي، د دې ښار په ۱۷مه ناحیه کې د شنبې ورځې ځانمرګي برید کې د وژل شویو کسانو شمېر ۱۵ ته رسېدلی دی.

    همدا رنګه ویل کېږي چې په برید کې لسګونه کسان ژوبل دي.

    د ټول هېواد په کچه د شنبې ورځې د نا امنیو پېښو کې لږ تر لږه ۲۸ کسان وژل شوي دي

    نور جزیات شېبې وروسته

  11. په ننګرهار کې د رایو شمېرنه پیل شوه

    په ننګرهار ولایت کې د شنبې ورځې له ټاکنو وروسته د رایو شمېرنه پیل شوې ده.

    د ورځې په اوږدو کې رپوټونو ویل چې ګڼ شمېر خلک په دې ولایت کې رایې اچولو ته راوتلي وو.

    په ځینو سیمو کې امنیتي پېښې وې، خو په ټوله کې وضعیت ښه و.

  12. په کابل کې يو شمېر ښځينه رايې ورکوونکو زموږ له خبريالې ملايکې احمدزۍ سره خبرې کړې

  13. جوزجان کې د ټاکنو حال

    جوزجان مرکز شبرغان او اړوندو ولسوالیو کې هم ټاکنې په څه ځنډ پیل شوې.

    د ځینو امنیتي پېښو احوال هم ورکړل شوی، خو په رارسېدلو رپوټونو کې ویل شوي چې خلکو په ګڼ شمېر په ټاکنو کې برخه اخیستې.

    د مرکز شبرغان، خواجه دو کوه، اقچې او نورو سیمو څخه راغلي تصویرونه ښيي چې نارینه او ښځینه په کتارونو کې د رایې ورکولو مرکزونو ته ولاړ وو.

  14. زابل کې د رایو شمېرنه پیل شوې

    تازه: په زابل کي رایه شمېرنه پیل شوې او تر ناوخته پوري به دوام ولري.

    په دغه ولایت کي په ۴۳ مرکزونو کي ۷۰ زره کسانو نوم لیکنه کړې وه، چي ۳ هغه یې د ناامني له کبله بند پاتي شول.

    د زابل په دوو ولسوالیو که لا له وړاندي نوم لیکنه نه ده شوې.

    د اویا زره کسانو له ډلي ښایې د ۲۰ شاوخوا کسانو رایه اچولې وې، دا شمېرې کره نه دي.

  15. پکتیا کې امنیتي چارواکي له دندو ګوښه شوي

    د پکتیا ولایت د امنیې قومندانۍ په یوه خبري وینا پاڼه کې ویلي، د امنیې قومندان راز محمد مندوزي د میرزکې او اریوب ځاځیو د ولسوالیو د امنیې قومندانان له دې کبله له دندو ګوښه کړي دي چې د ټاکنو پر ورځ یې په دنده کې غفلت کړی.

  16. سمنګان ولایت کې د رایې بهیر:

    سمنگانو ولایت کي هم خلک د رایو اچوني لپاره راوتلي وو.

    ځینې مرکزونه په ځنډ پرانیستل شول او له بایومټریک الو سره خلک په بشپړ ډول بلد نه وو.

    او تر اوسه د دغه ولایت له اړوند سیمو د کومې پیښې خبر نه دی ورکړل شوی.

  17. وروستی, کابل چاودنه کې لږ تر لږه ۱۵ کسان وژل شوي

    د افغانستان د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند نصرت رحیمي بي بي سي ته وویل، د کابل ښار ۱۷مه حوزه کې نن مازدیګر یوه ځانمرګي برید کې لږ تر لږه ۱۵ کسان وژل شوي او تر ۶۰ ډېر کسان ژوبل دي.

    نور جزیات وروسته

  18. پکتیکا کې د ټاکنو بهیر:

    له پکتیکا نه رپوټونه وايي، د دغه ولایت په مرکز شرنه او یو شمېر ولسوالیو کې د تېرو ټاکنو پرتله سږنیو پارلماني ټاکنو کې د خلکو ګډون ډېر و.

    ازاد خبریال خیر الدین ذکي بي بي سي ته وویل، د دغه ولایت په ځینې سیمو کې د توغندیونو ګوزارونه هم شوي.

    بل لور ته ځايي خبریالان وايي لومړی ځل د دغه ولایت په ټاکنیزو مرکزونو کې لسګونه ښځې هم لیدل شوې، چې د رایې ورکولو لپاره تللې وې.

    د دغه ولایت له مټاخان، سروبي او سروضې ولسوالیو هم د توغندیو لګېدو رپوټونه ورکړل شوي دي. خبریالان وايي، په ټول کې دغه ولایت کې د یوه کاندید پلویانو له لوري د رایې ورکونکو د ثبت کتاب تښتول کېدو او په بایو مېټرک سسټم د نه پوهېدو خال خال پېښې شوې، خو په ټول کې د ټاکنو شفافیت په تړاو نور شکایتونه مخې ته نه دي راغلي.

    رپوټونو کې ویل شوي په یوسف خېل ولسوالۍ کې د کاندیدانو د استازو تر منځ لفظي شخړه شوې، خو د چارواکو او ناظرینو له مداخلې وروسته د رایې ورکولو بهیر په عادي توګه دوام درلود.

  19. وروستی, کابل ۱۷مه حوزه کې چاودنې مرګ ژوبله اړولې

    د کابل ښار په ۱۷مه حوزه کې نن مازدیګر یو ځانمرګی برید شوی.

    لومړني رپوټونه وایي، په پېښه کې ملکي او امنیتي کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

    ځیني رپوټونه وایي تر لسو ډېر کسان وژل شوي دي

    نور جزیات شېبه وروسته

  20. د ټاکنو د کمیسیون د مشر خبري غونډه

    ښاغلي صیاد په کابل کې خبریالانو ته وویل:

    * یوازې ۸ سلنه د رایو مرکزونه تړل شوي وو.

    * تر نیمایي ورځې کابو دوه نیم ملیونه کسانو په ۲۷ ولایتونو کې رایه ورکړې وه

    * په پنځو ولایتونو کې تر اوسه د رایه اچوونکو د شمېر په اړه مالومات نه لرو

    * په ځینو ولایتونو کې د امنیتي ګواښونو له کبله مرکزونه بند پاتې وو

    * د بایو مټرېک الې په برخه کې ځینې ستونزې وې