تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د یهودانو 'سپېڅلی' زوړ کتاب په څه باندې ۳۸ میلیونه ډالرو وپلورل شو
د یهودانو تر ټولو پخوانی کتاب چې د تناخ یا زړې ژمنې په نوم هم یادېږي او نږدې بشپړه بڼه یې هم ده، د نیویارک په ساتبیز کې د لیلام په ترڅ کې په ۳۸،۱ میلیونه ډالرو وپلورل شوه. دا تر ټولو قیمتي نسخه ده چې په لیلام کې پلورل کېږي.
ګومان کېږي، دا کتاب چې د "ساسون یادښت" په نوم یادېږي، شاوخوا ۱۱۰۰ کاله وړاندې لیکل شوی دی.
دا د یوې منفردې نسخې تر ټولو زړه پاتې شوې بېلګه ده چې د عبراني سپېڅلي کتاب ټولې ۲۴ برخې لري (د تورات په ګډون).
یوه امریکايي وکیل او پخواني سفير الفریډ موسی، دا کتاب د اسرائیلو په تل ابیب کې د "یهودانو د موزیم" لپاره اخیستی دی.
ښاغلي موسی ویلي "د عبراني سپېڅلی کتاب د تاریخ تر ټولو اغېزمن سپېڅلی کتاب دی او د لوېدیځ تمدن بنسټ جوړوي."
د دې کتاب لپاره ورکړل شوې پیسې ۳۰ اعشاریه ۸ ميليونه ډالرو ته رسېږي او له هغه ډېرې دي، په چې ۱۹۹۴ کال کې د مایکروسافټ بنسټ اېښودونکي بېل ګېټس له خوا د "لیسټر یادښتونو" لپاره ورکړې وې.
خو دا د تاریخي سند هغه ریکارډ ته ونه رسېده چې په لیلام کې په ۴۳ اعشاریه ۲ میلیونه ډالره پلورل شوی و. هغه سند د امریکا د اساسي قانون لومړۍ چاپ شوې کاپي وه چې دوه کاله مخکې د پانګونې یوه مدیر "کین ګریفین" لخوا اخیستل شوی و.
د "ساسون یادښت" نوم د هغه د پخواني خاوند ډیویډ سلیمان ساسون څخه اخیستل شوی، چې په ۱۹۲۹ کې يې اخیستی و.
د دغه عبراني کتاب متن له ۲۴ کتابونو جوړ دی چې عیسویان یې زړه ژمنه یا تناخ بولي.
د حلب یادښتونه، چې د ۹۳۰ کال شاوخوا را ټول شوی وو، په دې برخه کې ترټولو معتبر متن ګڼل کېږي.
خو په ۱۹۴۷ کال کې د سوریې په حلب ښار کې د اور لګیدنې یوه پېښه لامل شوه چې د اصلي کتاب له ۴۸۷ پاڼو یوازې ۲۹۵ یې پاتې شي.
د پېړیو تاریخونه ښیي چې دا نسخه د خلف بن ابراهیم لخوا پر اسحاق بن حزقیال عطار پلورل شوې وه چې وروسته یې مالکیت خپلو دوو زامنو حزقیال او میمون ته ورکړ.
په ۱۳ پیړۍ کې، دا کتاب د سوریې په شمال ختیځ کې د ماکیسین په ښار کې یو عبادت ځای ته وقف شوی و.
د دیارلسمې پیړۍ په پای د منګوليانو او یا د پنځلسمې پیړۍ په پیل کې د تیموریانو له خوا له خوا د دغه ښار له ویجاړیدو وروسته، د ساتنې چارې سلمه بن ابی الفخر ته وسپارل شوې. چې وروسته بیا ۵۰۰ کاله د دغه تاریخي سند هېڅ نښې نه وې.
وروستی خاوند یې د سویس پانګه اچوونکی جاکي سافرا و، چې په ۱۹۸۹ کال کې په لندن کې د لیلام له لارې په دوه نیم میلیونه ډالره اخیستی و.