تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
یو خیرن جاکټ په کابو درې نیم لکه ډالره خرڅ شو
د کرټ کوبیان په نامه د یو پخواني امریکایي سندرغاړي یو جاکټ، چې نوموړي ۲۶ کاله پخوا اغوستې و او له هماغه راهیسې نه دی وینځل شوی، نیویارک کې په یوه بولۍ کې په ۳۳۴ زره ډالره خرڅ شوی دی. د کرټ د دې جاکټ ځینې برخې په سګرټو سوځېدلې وې او اوس یې هم داغونه پر ځای پاتې دي.
کرټ کوبیان د نېروانا په نامه د موسیقۍ ډله درلوده، او دا جاکټ یې په ۱۹۹۳ کال کې اېم ټي وي چنل یوه خپرونه کې اغوستی و.
هغه مهال دی د امریکا او نړۍ یو پېژندل شوی سندرغاړی و، خو د ډېر شهرت له کبله په رواني ستونزو اخته شو او په ۱۹۹۴ کې یې ځان وواژه.
ویل کېږي دا جاکټ له هغه راهیسې نه دی وینځل شوی چې کرټ د وروستي ځل لپاره اغوستی و.
اوس ویل کېږي چې دا د بولیو په تاریخ کې تر ټولو ګرانبیه جاکټ ګرځېدلی. د بولۍ مشر ډرېن جولین وایي، کرټ کوبیان په خپلو کالیو کې دا جاکټ تر ټولو ډېر خوښ و.
په همدې بولۍ کې د کرټ یو ګیتار هم خرڅېدو ته اېښول شوی و، چې په ۳۴۰ زره ډالره وپلورل شو.
کرټ دا ګیتار د هنري سفرونو پر وخت له ځان سره ګرځاوه او له تېرو څو کلونو راهیسې د راک انډ رول په نامه نندارتون کې اېښودل شوی و.
کرټ کوبیان په ۱۹۸۷ کال کې د نېروانا په نامه د موسیقۍ ډله جوړه کړه او په ورپسې کلونو کې یې ډېر زیات شهرت ترلاسه کړ.
خو د همدې شهرت سره تړلیو رواني ستونزو له کبله یې په ۱۹۹۴ کال کې یوازې د ۲۷ کالو په عمر ځان وواژه.