شننه: په سوله او شخړو کې د ملګرو ملتونو رول

    • Author, محمد آصف ننګ
    • دنده, د اقتصاد خپرندوى مشر
  • د خپرېدو وخت

ایا ملګري ملتونه پخپلو امکاناتو، توانمنديو اثر او نفوذ سره د يوه هېواد منازعه په سوله تبديلولی شي؟

ایا د ملگرو ملتونو د کاميابه وساطت کومه بېلگه شته او ایا دوى به د افغانستان په هکله داسې منځگړيتوب وکړای شي چې هېواد له کورنيو جگړو وژغوري؟

د تحقيق د مدرنه روشونو له مخې د قضې تر اثبات مخکي او تر دليل او استدلال د مخه بايد لیدلوری روښانه شي.

ملگرو ملتونو په تېره نيمه پېړۍ کې د افغانستان په هکله داسې وساطت نه دى کړى چې پايله يې دلخواه او عادلانه سوله وي.

که څه هم دغه شل کلن ماموريت يې گټور و خو نور په تاريخي لحاظ دوى داسې نقش نه دى لوبولی چې زموږ پېچلي مسايل او جګړې پرې حل شوي وي.

د ډاکټر نجيب الله د مصالحې وړاندیز، د ديگو کوردويز ناکامه هڅي، بيا د ملگرو ملتونو پنځه فقره ييزه طرحه که تحليل کړو نو معلومېږي چې يوه يې هم د هغه وخت له عيني او ذهني شرايطو او واقعيتونو سره اړخ نه لگاوه.

گويا د افغانستان د سولې لپاره جدي اراده او نړيواله اجنډا نه وه، ځکه خو کورنۍ جگړې وغځېدې.

هغه وخت لويو قدرتونو نه غوښتل د افغانستان د مبارزې جهادي موډل کاميابه شي او يا د نورو ازادي غوښتونکو غورځنگونو لپاره په يو رول ماډل تبديل شي.

همدارنگه د ساړه جنگ سيالۍ د روس او امريکا ترمنځ دومره ژوره وه چې د شوروي اتحاد د يوه کمونيستي تابع هېواد سقوط او شکست امريکا ته لومړيتوب درلود نه د مجاهدينو بريا.

د سيمې هېوادونو (خصوصاً ايران او پاکستان) ته په جگړو کې گير افغانستان بهتر و، له دوى سره د اوبو، خاوري، سرحد، نژاد او داسې نور مسائل جداً مطرح وو.

د دوى په باور، په با ثباته افغانستان کې دغسې گټې نشواى تامينداى، ښايي همدا ستراتيژيک عمق نن هم په هماغه قوت موجود وي، اوس هم ايران او پاکستان له افغان سولې څخه د يوه بد قمار په توگه گټه پورته کوي.

د ملګرو متلونو اغېز ولې کم دی؟

د ملگرو ملتونو له ١٩٣ غړو هېوادونو څخه يوازېې پنځه هېوادونه (د امنيت شورا دايمي غړي) د پرېکړو د تائيد او ويټو صلاحيت لري، چې دا پخپله د دې سازمان د حاشيوي کېدو او د لويو مسائلو او منازعاتو د حل په هکله يې د پرېکړو او تصاميمو د بې اثره کېدو سبب شوى.

دغه سازمان يوه دوره په ((جانبداره سکوت)) کې هم تېره کړې، د ايران او عراق په جګړه کې د عراق لخوا ٤٧٦٢ ځلې پر ملکي وگړو حملې شوې، ٥٨٢ ځلي پر مسکوني سيمو کيمياوي وسلې کارول شوې، دا چې د صدام حسين رژيم د امريکا لخوا حمايه کېده، نو پرې قاطع اعتراض نه دى شوى.

خو کله چې عراق پر کويت حمله وکړه، نو له هغه وروسته عراق ته د امريکا او ملګرو ملتونو لخوا د دوسيه جوړولو سلسله پیل شوه.

د واشنگټن پوسټ اسناد ښيي چې په افغانستان او عراق کې د امريکا له نظامي حضور سره په مکرر ډول د جگړو په ډگر کې پر بشري حقونو تېری شوى.

اما د ملگرو ملتونو د بشري حقونو په څانگو کې په دې هکله راپورونه په مراتبو کم درج شوى.

همدارنگه په سعودي عربستان او ايران کې د بشري حقونو د وضعيت او تخلفاتو په هکله له سعودي څخه جانبداره خو د ايران په هکله تند دريځ نيول شوى.

د ملگرو ملتونو ځینې عمده وظايف په لاندې ډول دي:

  • د لومړې او دويم نړيوالو جگړو په شان له جگړو او بشري جنايتونو څخه مخنيوی
  • د بشري حقونو دفاع او ساتنه
  • له قحطۍ او وچکالۍ سره مبارزه
  • د ملتونو د استقلال د سلبېدو مخنيوی
  • د اتومي او کیمیاوي وسلو د خپرېدو مخنيوی
  • نړيواله سوله او ثبات تامينول
  • نړيوال عدالت تامينول او د نړيوالو کنوانسيونونو، ميثاقونو او قوانينو څارنه

دا د دې سازمان عمده دندې دي چې په تېرو شلو کلونو کې په اکثريت يادو شويو ماموريتونو کې کمبودات ليدل کېږي.

د موسسو غړو هیله دا وه چې د دې سازمان لپاره به د خپلواکو ميکانيزمونو په واسطه د فعال او مستقل نقش د ايفا کولو صلاحيت او واک ورکړل شي او د دې سازمان د سوله ساتي ځواک په واسطه به په مستقله توگه د منازعاتو مخنيوى وشي او هم به تر منازعاتو وروسته د سوله ساتي ځواک په حيث د منځگړي رول ولوبوي.

د سړې جګړې په دوران کې (١٩٤٠ تر ١٩٩١) د نړۍ اکثريت هېوادونه د مخاصمو قطبونو ترمنځ د دې سيالۍ برخه گرځېدلي وو، خو ملګرو ملتونو د دې کشمکشونو په راکمولو کې رغنده او کارنده نقش نه دى ايفا کړى.

د شوروي اتحاد تر سقوط وروسته د ملگرو ملتونو نقش لا زيات خنثى شو، په دې دوران کې امريکا د واحد قطب په حيث د نړۍ په ژاندارم تبديله شوه او د ملگرو ملتونو سازمان پکې د تابع نقش ايفا کړى.

د سپتمبر د ١١مې تر حادثې وروسته او له کال ٢٠٠٣ څخه د ملگرو ملتونو ٢٧٪ بودیجه سوله ساتو عملياتونو ته وقف شوې چې دا اندازه ددې سازمان په تاريخ کې هغه تر ټولو لوړه اندازه ده.

مگر نتايجو ته که وکتل شي، په جگړيزو هېوادو کې د جگړو ميزان لوړ شوى، ناامني پراخه شوې، انساني تلفات زيات شوي، له بشري حقونو تېری، د صحي او تعليمي خدمتونو سيستم ناځوابده شوى، فرار او مهاجرتونه په مراتبو زيات شوي، اقتصادي وده او سياسي ثبات په اکثريت هېوادو کې له رکود او ضعف سره مخامخ شوى، د هېوادونو ترمنځ سيمه ييزه سيالۍ پراخې شوې او د زبرځواکونو رديف ته ځان رسولو هم اوج اخيستى.

ترکيه په اسلامي نړۍ کې، روسيه پخپل ماحول کې، عربستان د خليجي ټلووالې په توګه او چين د اقتصادي سيالۍ په ډگر کې د ځواکمنېدو هڅې کوي.

د تحليل پایله

اوس چې امريکا له افغانستان د وتلو هوډ کړى او په نژدې راتلونکې کې به د ملگرو ملتونو سازمان تر مديريت په ترکيه کې د سولې کنفرانس جوړېږي، دا هیله ډېره شوې چې کېداى شي د ملگرو ملتونو سازمان به دغه مزمن کړکېچ او پېچلې کشاله د يوه سپين حل په طرف بوځي!

په ياد بايد ولرو چې د سپتمبر له پېښې وروسته د امريکا، ناټو او متحدينو حضور په افغانستان کې له ځان سره د خشونت نوې پديدې هم وزيږولې.

دلته د ځانوژنې کلتور نه و، د موټر بم پديده نه وه، د امريکا له راتگ سره ٢٢ ترهگرې ډلې او داعش هم راپيدا شوې، د امريکا په حضور کې د طالبانو نظامي ځواک بېرته ترميم او اوس يې د وتلو په وخت کې شمير لا زيات او خشونت يې لا پراخ شوى.

له ترهګرۍ سره جنگ افغانستان په يوه نظامي يا مليټرلايز جغرافيا تبديله کړې، د سيمې هيوادونو خپل ترمينځ او بالمقابل له امريکا سره يې سيالۍ او رقابتونه تر بل هر وخت په شدت کې دي.

نو په داسې يوه پېچلې فضا کې د سولې بهير او بيا د ثبات تامينول اسانه نه برېښي.

افغانان انګېري چې نړۍ خپله مادي او مالي همکاري د ديپلوماتيکو همکاريو په شان بې خونده کړې او له يوه ګونگ انتخاب سره مخامخ شوي چې د دې گونگ او مجهول وضعيت قيمت به کېداى شي ډېر لوړ وي.

که ملگرو ملتونو ته په دغسې وضعيت کې د سولې ساتونکي يا د منځگړيتوب نقش سپارل کېږي نو دوى به يې په کاميابولو کې عاجز وي.

تر کومه چې امريکا پورې اړه لري، دوى کاملاً د نظامي حضور او ماموريت ختمولو اراده لري، نو ملګري ملتونه به څنګه او د کوم ميکانيزم، د کومو ابزارو او کومو متغيراتو په وسيله دغه دروند نقش ايفا کړاى شي؟

بله خوا، د ملگرو ملتونو سازمان چې په ٢٠٠١ کې پخپله د سازمان د ريفورم يا اصلاحاتو کومه طرحه تصويب کړه، تر شلو کلونو وروسته يې عملي جامه نه ده اغوستې، د دې سازمان د شپيتمې گڼې ناستې (٢٠٠٥ کال) له پرېکړو سره هم‌مهاله پرېکړه شوې وه چې:

  • د ملگرو ملتونو د امنيت شورا د غړو شمېر به ډېرېږي ،
  • د افريقا، جنوبيامريکا او اسيا استازولۍ به پکې شاملېږي،
  • له فقر او محروميت سره به مبارزه پراخېږي او اجتماعي واټنونه به د فقيرو او شتمنو هېوادونو ترمنځ راکمېږي،
  • پر وسله جوړوونکو شرکتونو او ډله ییزو وژنکو وسلو به جدي بنديزونه او زيات ماليات وضع کېږي،
  • جنگي اقتصاد ته بهد پاى ټکى اېښودل کېږي،
  • د سولې دايمي کميسيون به د ملګرو ملتونو د امنيت په شورا کې اضافه کېږي،
  • د ديموکراسۍ صندوق ايجاد، د زريزې اهدافو MDG لپارهد ملياردونو ډالرو بسپنه کول،
  • د چاپېريال ساتنې په هکله جدي کارونه به کېږي

دا ټول هغه تصاميم وو چې په شلو کلونو کې يې نتيجه بايد د نړۍ د رفاه او بهبود او هم د جګړو او منازعاتو د ختمېدو سبب شوى واى.

اما د نړۍ وضعيت، د نړيوال بانک او پخپله د ملگرو ملتونو او بې طرفه تحقيقاتي بنسټونو د کلنيو راپورونو له مخې اوضاع تر پخوا ډېر کړکيچن شوي.

په ٢٠١٩ کې د اسرائيلي ښارگوټو د پراختيا او بيت المقدس ته د اسرائيلي پايتخت د انتقال په خلاف د سازمان ١٩١ غړو هېوادونو منفي رايه ورکړه، خو عملاً يې تاثير صفر و.

د سوریې، يمن او لېبيا د داخلي جنگونو په هکله د دې سازمان سکوت او خنثى حالت مزيداً دا گومان تقويه کوي چې دغه سازمان نور مستقل، موثره او رغنده رول نه شي ايفا کولى.

ښايي دغه سازمان نور هغه اسلوب، ميکانيزم، ابزار او د قهري قوې امکانات او وسايل ونه لري چې د منازعاتو په ختمولو يا د سوله ساتي ځواک په رول کې يې له هېوادونو سره ترسره کړې.