کابل روغتون برید: د اولاد او اختر خوشحالیو په تمه ناسته مور څنګه ووژل شوه؟

    • Author, نورګل شفق
    • دنده, بي بي سي، کابل
  • د خپرېدو وخت

''یوه مور په نوي زېږېدلي ماشوم د خوږ لاس غوندې پام کوي، چې ونه ډار شي، خوږ نشي، وږی پاتې نشي. خو دوی راغلل مور يې ورته شهیده کړه او پر دوه ساعته مخکې پېدا شوې ماشومې يې هم سرپه ونه کړه، ويې وېشتله

دا د حميدالله حميدي خبرې دي. د نوموړي د کاکا زوی مېرمن (بي بي نازیه) تېره سې شنبه د کابل د دشت برچي سيمې پر سل بستريز روغتون برید کې د څو نورو میندو سره یو ځای ووژل شوه.

د تازه زېږېدلې لور پښه يې په مرميو ولګېده چې په ټپي حالت کې په یوه روغتون کې بستر ده. اوس د ښاغلي حميدي د کورنۍ یوازېنۍ هیله او اسره دا ده چې د ماشومې ورېرې پښه يې له پرې کېدو بچ او هغه له عمري معلولیته وژغورل شي.

د دې کورنۍ اکثره غړي په وير دي، خو ښاغلي حميدي او خوريه يې عبدالله نوري زړونه غټ کړل چې د خپلې غمیزې کیسه راته وکړي.

ښاغلی نوري وايي چې د برید په شپه شاوخوا دوه بجې یاني د پېشلمي پر مهال يې ماما زنګ ورته وواهه او د خپلې خور پوښتنه يې کوله چې چېرې ده؟ "ما ورته وویل چې مور خو مې خور کره تللې ده، خو نیا مې شته. بیا مې نیا ورسره لاړه. نږدې اته بجې نجلۍ پېدا شوه او شاوخوا دوه ساعته وروسته برید وشو. "

د ښاغلي نوري په خبره، تر بريد اوږده موده وروسته يې هم نه د تره زوی د مېرمنې د مړي او ژوندي درک لګېده او نه هم د ماشومې.

د دې مېرمنې مېړه رفیع الله له درې میاشتې ځنډ وروسته له دندې خپل کور ته راغلی و، چې هم روژه ښه ورباندې تېره شي او هم له خپلې مېرمنې سره په داسې مهمو شېبو کې په څنګ کې و اوسي.

حمیدالله حمیدي وايي چې د تره دغه زوی يې په کندهار کې د پولیسو په اکاډمي کې دنده لري او د خپلو څو میاشتو رخصتي يې په دې هدف نه وه اخیستې او ټوله کړې يې وه چې روژه په کور تېره کړي او خپل نوی ماشوم هم له نږدې وګوري.

خو خبر نه و چې د خپلې وړې ټپي ماشومې او د "ژوند د خوږې ملګرې" سر ته به کينې.

ښاغلي حميدي بي بي سي ته په خبرو کې وویل چې تر برید وروسته يې د کاکا زوی بهر سرګردانه منډې رامنډې وهلې، خو د خپلې مېرمنې او د بچۍ د ژغولو وس يې ونه رسېد.

"پنځه شپږ ساعته جنګ روان و. دی بېرون ورته ناکراره و، دېخوا منډه کړه، هاخوا منډه کړه. خو په وس کې يې څه نه وو، نه چا اجازه ورکوله چې دننه لاړ شي. "

د دې ښځې دا درېيم اولاد و. مشره يې لور، دوېم يې زوی او ورپسې يې دغه تازه زېږېدلې ماشومه.

په افغان ټولنه کې لا هم ځينې کورنۍ نارينه اولاد ته تر نجلۍ ډېرې خوشالېږي. عبدالله نوري وايي چې د ماما د ښځې يې هم هيله وه چې دا ځل به يې زوی پېدا شي او دا به يې خپلوانې او خورلڼې په راروان اختر کې بنډار ته ورغواړي.

خو خبره نه وه چې په اختر کې به د خوشالۍ پر ځای د دوی عزیزان د غم پر ټغر ناست وي او خلک به دعا ته ورځي.

"ماشوم خو يې دا درېيم و. سبا ته چې دا پېدا کېږي، مور يې ویلي وو چې که هلک پېدا شي نو د اختر په ورځ به يې مبارکي هم واخلي. خو متاسفانه هغسې ونه شول"

پر دې ټپي نجلۍ په روغتون کې د بي بي امنې نوم اېښودل شوی. هغه پر دواړو پښو ټپي ده خو ښۍ پښه يې د پرې کېدو له خطر سره مخ ده ځکه چې دوه ځایه په مرمۍ لګېدلې او هډوکی يې مات دی.

د دې کورنۍ د مالوماتو له مخې، ډاکټرانو د وړې امنې د پښې يو عملیات کړی خو دوو نورو عملیاتو ته هم اړتیا ده او له هغې وروسته به مالومه شي چې د دې ماشومې له واړه وجوده يې پښه غوڅېږي او که پاتې کېږي.

"ماشومه سخته ټپي شوې ده. دوه ځایه پر پښه لګېدلې ده. ډاکټر صاحبان داسې وايي چې لومړی يې باید شیریانونه او ورېدونه سره وصل شي څو پښه حرکت پېدا کړي. هډوکی يې مات شوی او کسر لري. دوه نور عملیاتونه هم ورته کوي. که خدای وکړي بریالي شي او پښه یې له قطع کېدو وژغورل شي".

خو ښاغلی حمیدي وايي، هیلې شته چې پښه به يې پرې نشي.

د افغانستان په څېر دودپاله ټولنه کې معلولې نجونې تر نورو هغو لا ډېرې کړاو سره مخ کېږي او د ژوند په اوږدو کې له بېلا بېلو ټولنیزو ناخوالو سره مخ کېږي.

د کابل په دشت برچي سيمه کې پر دغه روغتون برید د شوي برید تر څنګ په افغانستان کې روانې جګړې له زرګونه افغانانو یا ژوند اخیستی او یا يې هم معلول کړي دي.

ځينو بیا په دې جګړه کې د خپلو کورنیو یوازيني روزي ګټوونکي یا سرپرستان بایللي دي چې د رپوټونو له مخې یو شمېر ماشومان او کونډې له همدې کبله خیرغوښتنې ته اړې شوې دي.

د دغه برید په اړه هم ځینې خبرونه پر خواله رسنیو لاس په لاس کېدل چې يو شمېر ماشومان بې سرپرسته شوي دي او په غبرګون کې يې ځينو افغانانو ټټر ډبولی و چې د زوی او لور په حېث به يې ومني او لوی به یې کړي.

خو د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ځينې مسوولان وايي چې بې سرپرسته ماشومان پکې نشته.

په کابل کې د اتاترک په نوم د ماشومانو د درملنې روغتون مشر ډاکټر حسن کامل پنجشنبه بي بي سي ته وویل چې ټولټال ۱۹ ماشومان د دشت برچي په روغتون کې پاتې وو چې له ډلې يې يوولس پرون چارشنبه او دوه نن پنجشنبه خپلو میندو او کورنیو ته سپارل شوي دي.

د ښاغلي کامل په خبره، د پاتې نورو ماشومانو د کورنیو د پېژندګلوۍ چارې روانې دي او هغه به هم خپلو وارثانو ته ورکړل شي.

د ماشومې بي بي امنې د کورنۍ غړي وايي، دوی پخپله په سختو شرایطو کې ژوند کړی خو هڅه يې کړې چې خپلو اولادونو ته ښه ژوند برابر کړي، خو په خبره يې، روانې جګړې د دوی د کورنۍ په څېر د ډېرو تمې نيمګړې نيمه خوا کړې دي.

حمیدالله حميدي وايي، "دا نولس شل کاله خلک چغې وهي چې وحشت مه کوئ. خو دوی يې نه پرېدي. دغه خلک له هيڅ ډول وحشته لاس نه اخلي. نه په نظامي، نه په ملکې، نه په ماشومانو او میندو، هيچا باندې هم سرپه نه کوي. "

دی وايي، روژه د رحمتونو میاشت ده، خو بریدګر روژه په خوله خلکو باندې هم رحم نه کوي.