مصر کې د تابوت سپړلو سره ګنګوسې هم ختمې شوې؟

د عکس سرچینه، Reuters
د مصر اسکندریه ښار کې دوه اونۍ وړاندې د ودانۍ جوړولو پر مهال داسې تابوت وموندل شو چې له دوو زرو کلونو لاس نا خوړلی پاتې دی.
چارواکي وايي دا تابوت دیرش ټنه وزن لري.
دوی د دې تابوت د سپړلو هڅه کوله، چې اوازې ګډې شوې دا تابوت به د لوی سیکندر وي.
خو د تابوت له پرانستلو وروسته د مصر د لرغونو اثارو د عالي شورا مشر مصطفی وزیر وویل دا تابوت د سیکندر نه دی:
"د تابوت نښې نښانې هم ښيي چې دا د کوم پاچا تابوت نه دی".
د نوموړي په خبره، په دې تابوت کې ښکاري چې د یوه پوځي مړی ساتل شوی او ور سره دوه نور کسان ښايي د ده ملګري او یا هم د ده د کورنۍ غړي وي.
"په یوه کوپړۍ کې سوري ښکاري چې ښايي په غشي لګیدلې وي".

د عکس سرچینه، Reuters
دا چې ولې درې مړي په یوه تابوت کې ایښودل شوي ښاغلي وزیر وویل اټکل دا دی چې په تابوت کې مړي په تلوار اېښودل شوي او یا ښايي کومه بله پېښه وه چې د دې کار لامل شوې ده.
د تابوت د پرانیستلو پرمهال هغې سور رنګه مایع څيړونکي حیران کړل چې له تابوت راووتل او ډیر بدبوی یې درلود.
خو وروسته معلومه شوه چې د وخت په تېریدو سره د ښاري کانالیزاسیون اوبه ورغلې او له همدې امله د جسدونو مومیا له منځه تللې او یوازې تش هډوکي پاتې دي.
اټکل دی چې دا تابوت بتلمي تاریخي دورې پورې تړاو لري.
دا دوره له میلاد ۳۲۳ کاله وړاندې د لوی سیکندر له وفات وروسته پيلیږي.

د عکس سرچینه، Reuters


















