د یوه امپراتور د ژوند کیسه؛ د اېشوریا نوي فلم ريکارډونه جوړ کړل

د خپرېدو وخت

د نوموتي هندي ډایرېکټر مني رتنم نوی فلم "پونین سیلون ۱" د تاریخي واقعیتونو پر بنسټ په تمل ژبې فلم دی، چې ډېرې پيسې یې ګټلې دي.

دغه فلم چې د هند د لوی امپراتور د ژوند پر بنسټ په تمل ژبه لیکل شوی، تر ټولو ښه ناول ګڼل کیږي.

پونین سیلون هغه نوم و چې د تمل خلکو لخوا د دوی امپراتور راجا چولا ته ورکړل شوی و.

نوموړی د چولا کورنۍ غړی و، له نهمې پیړۍ تر ۱۳ هغې پورې یې په تمل ځمکه واکمني کوله.

راجا د چولا سلطنت لومړنی امپراتور نه و، خو خپله امپراتوري یې اوج ته ورسوله او په هند کې یې یو کوچنی سلطنت په یوې خورا مهمې امپراتورۍ بدل کړ.

د نوموړي د سلطنت لمن له شري لانکا او مالدیف ورهاخوا تر سوماترا، تایلنډ او د مالېزیا تر ځینو برخو رسېده - هومره چې چین سره یې هم ډيپلوماتیک اړیکي‌لرل.

دا فلم د ۷ میلیون ډالرو په لګښت جوړ شوی او د پونین سیلون د سلطنت ساتلو کیسه کوي چې کله یې پلار د ناروغۍ له امله پاچاهي پریږدي، نو پونین سیلون باید دا مسولیت په غاړه واخلي.

دا هغه وخت و چې شاهي ماڼۍ په دسیسوکې ښکیله وه او حکومت د پرځېدو له خطر سره مخامخ و.

د شاهي کورنۍ سیالو غړو د سلطنت نسکورولو ته دسیسه جوړه کړه او دوښمنو پاچاهانو د پونین سیلون د وژلو پلان جوړ کړ.

د دسیسې مشري د یوې پیاوړې او شاهي میرمنې، نندني (په فلم کې دا رول اېشوریا رای لخوا لوبول شوی) لخوا کېده.

نندني غواړي خپل پخوانی مین او ولیعهد پونین سیلون (دا رول د مشهور ممثل وېکرم لخوا لوبول شوی) له منځه یوسي.

تمل ناډو ایالت کې د ټولو نسلونو خلک دا ناول بېخي ډېر خوښوي.

اوس به ولیدل شي چې د ۲۱ پیړۍ کتونکي چې د "ګېمز آف ترونز" او "باهو بلي" په څېر فلمونو ته لیواله دي، د لسمې پیړۍ دا کیسه به خوښه کړي که نه.

د فلم ډایرېکټر مني، رتنم په یوه مرکه کې ویلي چې دی غواړي کله چې خلک دا فلم ګوري نو فلم کې پکې ډوپ شي.

د فلم ډیالوګونه په قدیمي تمل ژبه دي خو داسې لیکل شوي چې اوسنی ځوان نسل هم پرې پوه شي.

شنونکي د مني رتنم ستاینه له دې امله کوي چې د پنځو برخو ناول په دوه برخه فلم کې په ښکلي ډول وړاندې کوي. د فلم دویمه برخه به راتلونکی کال خپره شي.

دا فلم تېره اوونۍ خپور شو. د لیدو لپاره یې د سوېلي هند په چینای ښار کې په زرګونو مینه وال سینما ته ورغلي وو.

د خلکو لېوالتیا او په ریکارډ کچه د ټکټونو له پلورلو وروسته، د فلم یو ځانګړې برخه له نیمې شپې وروسته خپره شوه.

د فلم لیدو ته له لرې پرتو کلیو خلک ښارونو ته ورځي او په چینای کې د سینما د باندې خلک د فلم سندرو ته نڅا کوي.

هغو کسانو چې دا فلم یې کتلی دی وايي، فلم په یو ډیر په زړه پورې او له تجسس نه ډ‌ک پړاو کې پای ته رسېږي چې د فلم دویمې برخې ته انتظار یې ګران کړی دی.