د ''سورۍ ماڼۍ'' په هکله یو څو خبرې

    • Author, کریم حیدری
    • دنده, لیکوال او کره کتونکی
  • د خپرېدو وخت

په افغانستان کې د کتاب چاپوونکي د نورو سوداګرو په شان له کاروباره سرټکوي.‌ د خلکو اقتصادي وضعیت او له هېواده د لوستو خلکو کډه کېدو د کتاب پلور د پخوا پر تله پڅ کړی. ترڅنګ یې طالبانو پر چاپ د سانسور خبرې هم راپورته کړي. د کتاب راتلونکی په هېواد کې ځلانده نه برېښي.

خو ځینې لیکوالان په خپل لګښت او هڅو بیا هم ولس ته خپل آثار وړاندې کوي. له دې ډلې یو هم سوله مل شینواری دی چې د ''سورۍ ماڼۍ ''په نوم یې د لنډو کیسو ټولګه چاپ کړې. د لندن افغان ادبي بهیر یې د مخکتنې غونډه په همدې اونۍ کې بللې وه.‌

لرغون پوهان وایي په تاریخ کې بل هېڅ تمدن د روم امپراطورۍ پرتله نه دی مستند شوی. لاملونه یې یوازې د سیاست پر اوږو سپاره تاریخ لیکونکي او دربار پلوي ملاحان نه وو. د روم په پنځه سوه کلن پېر کې د سواد کچه دومره پراخه وه چې د ټولنې ډېرو وګړو خپلې کیسې، یادښتونه او سوداګریزه معاملې لیکلې. همدې اسنادو د هغه مهال ژوند، دود او فرهنګ روښانه کړی.

د سوله مل شینواري کیسې هم د اوسني پېر انځور دی. د افغانستان د وروستیو پنځو لسیزو ژوند په لنډو کیسو کې راسپړي. له شاهي نظامه نیولې تر نن ورځې. هغه مهال چې ساده کلیوال خلک نوي له ټکنالوژۍ سره بلدیږي. یا د خلقیانو وچ دریځ چې مذهب او فرهنګ ننګوي. د مجاهدینو په واکمنې کې ناامني د طالبانو افراطیت، د جمهوریت فساد او د طالبانو بیا واکمنۍ پر هنر بندیز. خو سوله مل هېڅکله پر کوم رژیم مخامخ تېری نه کوي. یوازې د عام وګړو ژوند د بېلابېلو واکمنیو پر مهال په ریښتینه بڼه بیانوي. واکمنې سیاسې ډلې نه نقدوي خو د هغوی خصلت او اناتومي له وېرې پرته او بې پرې تشریح کوي. د دې لیکوال په کیسو کې هېڅکله پټ یا برالا پیغام د کومې سیاسې ډلې په ننګه یا پرضد نه موندل کیږي.

سورۍ ماڼۍ

د سوله مل شینواری د لنډو کیسو دا اتمه ټولګه ده. د نورو ټولګو په څېر موضوعګانې بېلابېلې دي او په یو ځانګړي پېر کې راګیر نه دي. یوه کیسې د رخشانې پر کنسرت څرخي، بله د شپنو شپېلې او غاړې ستایي. بیا بل ځای د یو کلیوال سازغږونکي کور طالبان تلاشي کوي.

په دې ټولګه کې سوله مل د موسیقۍ هنر ته پام ډېر کړی. ښایي په دې چې نن ورځ په افغانستان کې هنر د خاورو د انبار لاندې خښ دی. د دې ټولګې بله ځانګړتیا د لیکوال پنځونه ده چې تر پخوا غوړه او رنګینه شوې. صفات پکې کارول شي او نړېوال ارزښتونو ته اشاره شوې لکه د موتزارت او چایکوفسکي موسیقي. په راتلونکې ټولګه کې به تمه وي چې د فرایډ او یونګ روانپوهنې مکتبونو، د نیچې او ژان ژک رسو فلسفو یادونه وشي. ورسره به په ځوانانو کې فکر وزېږوي او هڅه ژوندۍ کړي.

د جګړې دردونکې کیسې هم په دې ټولګه کې ځای لري. یوې مور ته د ځوان زوی مرګ د نن په شان تازه او دردونکی دی. او یا هم هغه ځوان چې د غیابي واده پر محفل یې امریکایي الوتکې بمبونه غورځوي او دی په بل هېواد کې بې وسه څه نشي کولی.

په بله کیسې کې پلار خپلې عیاشۍ کوي خو لور نه پرېږدي چې ملګری ولري. سړی خپل ځان نه اصلاح کوي خو تمه لري چې اولاد یې سم وي.

یوه کیسې هم د ''انا '' تر عنوان لاندې ده. بوډۍ او رنځوره انا چې د خپلو زامنو، لمسیانو، کودیانو او پردیانو تر منځ د جګړې او وینې بهېدنې شاهده ده. بابا د خوب په شان چا ته یاد دی چا ته نه. دا کیسې د اوسني افغانستان د وضعیت جالبه استوره ده. پاشلی ملت چې د تېرو څلوېښتو کلنو د بدمرغې لامل دی او لا هم پر خپله ناروغۍ سترګې پټوي.

د کتاب لیکل، پالل او لوستل ښایي نن په افغانستان کې مړاوې شوي، خو اړتیا یې پرځای ده. د بشر پرمختګ او تکامل ته فکر وده ورکړې. او فکر په لوست رامنځ ته کیږي نه په زور او زر.