مس مارول؛ کره کتونکو د ډېزني شرکت لومړۍ مسلمانې خیالي کرېکټر کیسه ستایلې

د عکس سرچینه، Marvel Studios
د هالیووډ مشهور فلم جوړونې شرکت ډېزني د ډرامې نوې لړۍ مس مارول کره کتونکو ډېره ستایلې او تمه کېږي چې د سېنما مینه والو تر منځ به خورا مشهوره شي.
یو لامل یې دا دی چې په دې وروستیو کې د ډرامو ورته لړیو لکه وانډا وېژن او لوکي هم خورا ډېر مینه وال موندلي وو، اوس داسې ښکاري چې ډېزني ته یوه بریالۍ کیسه په ګوتو ورغلې، خو د دې کیسې په بریالیتوب هر کس باور نه درلود.
۲۰۱۳ کې چې کله مارول سینمايۍ لړۍ اعلان وکړ چې د مس مارول په کیسه به یوه لړۍ جوړوی او مرکزي کرېکټر به یوه پاکستانۍ الاصله مسلمانه نجلۍ کمالا خان وي، نو ډېرو دا یوه لانجمنه او خطرناکه پرېکړه وبلله.
لامل یې دا وو چې د هالیووډ د خیالي کیسو کرېکټرونه تر ډېره سپین پوستي سړي دي خو د کمالا خان کرېکټر د دې بېخي برعکس دی.
تر دې وړاندې د کامېک بوک یا خیالي کیسو د کرېکټرونو د نوي کولو او بدلولو هڅې د مینه والو له سختو نیوکو سره مخ شوې وې.
۲۰۱۷ کې د مارول سینمايي لړۍ مرستیال مشر ویلي وو: "موږ اورېدلي چې خلک بدلون نه غواړي او داسې کرېکټرونه نه خوښوي چې په ښځو راڅرخي. ''
خو مس مارول دغه نظریه غلطه ثابته کړه.
د نارتمبریا پوهنتون مرستیال پروفیسور ډاکټره مېل ګېبسن وايي چې مس مارول ډېر ژر یو مشهور او انلاین تر ټولو ډېر پلورونکی کرېکټر شو.
نوموړې زیاتوي: "دا کیسه تر ډېره د هغو کسانو خوښه شوې چې د غیر دودیز لیدونکو په توګه پېژندل کېږي لکه مېرمنې، مسلمانان یا پاکستانیان - دا کیسې د نویو لیدونکو پام وراوړي. ''
تر ۲۰۱۸ کال چې لا د مس مارول پر کرېکټر کومه ټلویزیوني ډرامه نه وه جوړه بیا یې هم په چاپی بڼه ۵۰۰ زره ټوکه پلورل شوي وو.
د مارول سینمايي نړۍ ته د کمالاخان کرېکټر راتګ یوازې سوداګریزه بڼه نه لري، بلکې د دې کرېکټر شهرت دا شونې کړه چې د ټلویزیون په پرده راشي.
جی ولو ولسن چې په ۲۰۱۷ کې یې د کمالاخان کرېکټر په لیکلو کې مرسته کړې وايي - د شهرت او بریالیتوب راز یې دې کې هم دی چې دا پر انصاف باور لرونکې یوې نجلۍ کیسه ده چې د بېلا بېلو مذهبونو ګڼ خلک داسې یوې کیسې ته په تمه وو.
د کمالا مذهب دا له نورو کرېکټرونو جلا کوي. د هالیووډ د خیالي کیسو په کرېکټرونو کې د مسلمانانو استازیتوب ډېر کله مثبت نه وي.
اغلې ګېبسن وايي: "دا اړخ یې زما لپاره ډېر دلچسپ و، ځکه چې د کمالا کرېکټر په تېر کې د مسلمانانو یا عربانو له کرېکټرونو چې د هالیووډ فلمونو او ډرامو کې څرګندېږي مختلف دی. د دې کیسه د ختیځ کلتور رنګ لري. ''
د ځوانانو لېوالتیا

د عکس سرچینه، Marvel Studios
کمالا یوه عادي پاکستانی الاصله مسلمانه امریکایۍ ده چې سوپر هېرو یا ځواکمنه اتله هم ده. هغه په ښوونځي کې له ټولو هغو ستونزو سره مخه ده چې د دې عمر عام خلک ورسره مخېږي. هغه خپلې هیلې، خپل ارمانونو او شوقونه لري.
ډاکټره ګېبسن په دې اړه وايي: "د کمالا په څېر زه هم د کیرل ډېنورز مینه واله وم. داسې یو مسلمان کرېکټر چې سیاست او سیاسي چاپېریال سره کوم تړاو نه وي بیخي د یوې نوې او تازه څپې په څېر ده. مسلمانان او د سېنما عام مینه وال هم غواړي داسې یو کرېکټر په پرده وویني چې مثبت دی او خپلو موخو ته د رسېدو هڅه کوي. ''
پاکستان سره تړلی کرېکټر

د عکس سرچینه، Marvel Studios
پاکستانی هویت د کمالاخان د کرېکټر مهم اړخ دی. لویدیځو کیسو او فلمونو کې د جنوبي اسیا کرېکټرونو استازیتوب تر ډېره هند کوي.
که څه هم د دواړو هېوادونو ګڼ څېزونه ګډ دي خو پاکستان ځانته یو ځانګړی کلتور هم لري.
کله چې اوازې وې د کمالا کرېکټر لپاره د پخوانۍ بالیووډ فلم ستورې پریانکا چوپړا پر نوم غور کېږي نو ډېرو خلکو خپله ناخوښي ښوولې وه.
مینه والو یې ویل چې کرېکټر پاکستانی دی نو باید د رول لوبولو لپاره هم ورته یوه پاکستانی الاصله هنرمنده انتخاب شي.





















