فرانسه کې د اروپا د برونزي پېر درې ګوټیزه ډبرینه نقشه موندل شوې

د عکس سرچینه، DENIS GLIKSMAN
څېړونکو ویلي، د برونزي پېر یوه ډبرینه لوحه تازه کشف شوې ده، چې ښايي په اروپا کې دا تر ټولو لرغونې درې ګوټیزه نقشه وي.
لومړنۍ ډبرینه لوحه چې ۲ پر ۱٫۵ مترو کې وه، په ۱۹۰۰ کال کشف شوه، بیا په ۲۰۱۴ کال د فرانسې د یوې کلا په ځمکتل کې بله کشف شوه.
هغو لرغونپوهانو چې د ۴ زره لرغونتوب لرونکو ډبرینو کیندنو ډولونه یې څېړلي، ویلي باوري دي چې دا نښې د لوېدیځ بریټني سیمې نقشې دي.
دوی دا ټینګار هم کوي چې په دې سره دا په اروپا کې د دې مشهورې سیمې تر ټولو لرغونې درې ګوټیزه لوحه ده.

اټکل دی چې د "سېنټ بېلېک سلب" په نامه دا مشهوره ډبرینه لوحه د برونزي پېر پر لومړیو پورې تړاو لري، یعنې تر میلاد وړاندې ۱۹۰۰ او ۱۶۵۰ کلونه.
لومړنۍ لوحه په ۱۹۰۰ کال د لوېدیځ بریټني په ونیسټیر تر میلاد مخکې یوه هدیره کې د یوه سیمه ییز لرغونپوه پال دو شاتیلېه په مټ د کیندنو پرمهال کشف شوې وه.

د عکس سرچینه، DENIS GLIKSMAN
ښکاري چې دا لوحه کابو یوه پېړۍ هېره کړل شوې وه، ځکه چې د ښاغلي دو شاتیلېه تر کور لاندې یوه خندق کې څو لسیزې ساتل شوې وه.
خو څېړونکو هڅه وکړه دا لوحه ترلاسه کړي، همدا وو چې په ۲۰۱۴ کال یې د کور په ځمکتل کې ومونده.
د لوحې د نښو او نقشونو تر څېړلو او ارزولو وروسته، څېړونکي پر دې اند شول چې ګنې دا به یوه نقشه وي.

د عکس سرچینه، DENIS GLIKSMAN
فرانسه کې یوې ټولنې پخپله خپرنۍ کې ویلي وو چې د دې ډبرینې لوحې پر مخ: "له کرښو سره اړوند تکراري شکلونه" ددې څرګندونه کوي چې ګنې دا د ونیسټیر سیمې نقشه بیانوي.
څېړونکي وايي، پر لوحه توږل شوې درې ګوټیزه ژور شوي ځایونه د اودیت نهر نقشه ده، خو په سیمه کې د سېندونو د شبکې نورې کرښې هم ښکاري.
ډاکټر کلیمان نیکولاس بي بي سي ته ویلي، دا ډول توږل شوې نقشې په ګرده نړۍ کې شته. دا نقشه ښايي د یوې مشخصې سیمې لپاره جوړه شوې وي.



















