بلجیم کې ظاهراً یوه عادي تابلو شهکار وخوت

د خپرېدو وخت

یوه نقاشي چې له شاوخوا ۶۰ کلونو را په دېخوا د بروکسل په یوه ښاروالۍ کې ځوړنده وه او فکر کېده یوه معمولي تابلو ده د پېژندل شوي نقاش یعقوب جوردنز هنري پنځونه ده او اوس مالومه شوې چې یو هنري شهکار دی.

دا تابلو "سپېڅلې کورنۍ " نومېږي او پېژندنه یې په ۲۰۱۹ کال کې هغه مهال وشوه چې د بلجیم سېنت ګېلس ښاروالۍ کې د کلتوري توکو ثبتول روان وو.

یعقوب جوردنز د اوولسمې پېړۍ یو له تر ټولو پېژندلو شویو نقاشانو و چې د باروک سبک پنځونې یې کولې. په دومره کلونو کې داسې فکر کېده چې دا تابلو به اصلي نه وي بلکې کاپي به وي.

باروک سبک کې نقاش د بېلابېلو موادو په کارولو له هیجان او شرحې ډک حالت نقاشي کوي چې په شپاړلسمې او اوولسمې پېړۍ کې په لویو مذهبي پنځونو کې ترې کار اخیستل شوی.

د کلتوري میراثونو شاهي انسټټیوت چې په مرسته یې دا موندنه شوې وايي، دا د ۱۶۱۷ یا ۱۶۱۸ زېږدیز کال کار دی.

د دې تابلو بل ډول نسخې هم شته چې په کې ترسیم شوي خلک عیسي ع په ماشومتوب کې، یوسف ع، بي بي مریم او مور یې دي او د نیویارک په میتروپولېتن او د مونشن په سېنت پیترزبرګ میراث او الت پېناکوتېک کې ساتل کېږي.

د کلتوري میراثونو شاهي انسټټیوت وايي، د سېنت ګېلس ښاروالۍ تابلو شاته د لرګیو د چارچوکاټ څېړلو له کارپوهانو سره مرسته وکړه چې دا تابلو تر هغو نورو چې ورته کمپوزېشن لري لرغونې وبولي.

دې موندنې یوه بله حیرانتیا هم خپره کړې. تابلو کې کارېدلی لرګی د هغې ونې دی چې د باروک سبک وتلي بل نقاش انتوني وان دېک کار کې هم کارېدلی.

د بلجیم ښایسته هنرونو په شاهي موزیم کې یو مشر جووست واندر اووېرا وايي، دا ښيي چې ځوان یعقوب جوردنز او وان دېک په یوه وخت کې په پیترپال کې روبېنس سټوډیو کې نقاشي کوله.

دا نقاشي د ښاروالۍ د پلاننګ او پراختیا دفتر کې له ۱۹۶۰مو کلونو تر ۲۰۱۹ کاله ځوړنده وه، تر هغه چې د ۸۰۰ قلمه مالونو په کتار کې راغله او اصلیت یې څرګند شو.