د ۱۲۰ زره ډالرو په ارزښت کېله وخوړله شوه

دا هنري اثر په ۱۲۰ زره امریکايي ډالرو خرڅ شوی دی.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، دا هنري اثر په ۱۲۰ زره امریکايي ډالرو خرڅ شوی دی.
د خپرېدو وخت

یو هنري اثر چې یوه پخه کېله یې برخه وه او پر دېوال په سکاشټېپ نښلول شوې وه او په ۱۲۰ زره ډالره پلورل شوې وه یوه بل هنرمن وخوړله.

ایټالیوي هنرمن ماریزیو کاتلان دغه "اثر "چې "کمدېن "نومېده د امریکا په میامي ښار کې یوه نندارتون کې ایښی و، خو امریکايي هنرمن ډېوېډ داتونا دغه کېله له دېواله واخیسته او ویې خوړله.

ښاغلي داتونا تر دغه وروسته پر خپل انسټاګرام ولیکل: "د ماریزیو کاتلان پر کار مین یم. ډېر مې خوښېږي چې پر دیوال یې نصبوي. ډېر خوندور دی. "

کله چې په ۱۲۰ زره ډالره د دومره ساده اثر د پلورل کېدو خبر خپور شو نو ډېرو خلکو د میامي موزیم ته مخه کړه چې ورسره عکس واخلي.

وروسته له دې چې دغه کېله وخوړل شوه ډېر ژر بله کېله یې پر ځای پر دېوال ونښلول شوه.

هنري اثر

د عکس سرچینه، Reuters

امریکايي هنرمن ډېوېډ داتونا دغه کېله له دېواله وشلوله او ویې خوړه.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، امریکايي هنرمن ډېوېډ داتونا دغه کېله له دېواله وشلوله او ویې خوړه.

د دغه هنري نندارتون مدیر ویلي د هنري اثر ارزښت د هغه اند له مخې ټاکل کېږي. په دې نندارتون کې کېله یو اند دی.

پولیس د بیا اېښودل شوې کېلې ساتنې ته ګومارل شوي.

ماریزیو کاتلان د سږکال پیل کې وروسته له هغه ډېر وپېژندل شو چې د اېنګلنډ په سوېل کې د بلنهایم له ماڼۍ له یوه نندارتونه د هغه د سرو زرو کمود غلا شو.

د ویډیو تشریح، د برتانیا له یوې ماڼۍ د سرو زرو کمود غلا کېدل