غني: له پښتونخوا سره باید فرهنګي اړیکې پیاوړې کړو

غني

د عکس سرچینه، ARG

د عکس تشریح، ولسمشر غني د خوشحال خان خټک په سمینار کې وینا کوله
د خپرېدو وخت

افغان ولسمشر محمد اشرف غني حکومتي ادارو ته سپارښتنه کړې ده چې له پښتونخوا سره باید خپلې فرهنګي اړیکې لا پیاړې کړي. نوموړي دا څرګندونې پنجشنبه په ارګ کې د "نابغه خوشحال" په نامه د پښتو وتلي شاعر خوشحال خټک په ویاړ جوړ شوي سمینار کې وکړې.

ولسمشر غني د افغانستان مالیې وزارت ته سپارښتنه وکړه چې د پېښور په افغان بلډنګ کې دې د یو مناسب ځای بندوبست وکړي چې هلته د پښتو ژبې په اړه ناستې او مشاعرې ترسره شي.

نوموړي همدا راز د افغانستان د علومو اکاډمۍ ته هدایت وکړ چې د پښتونخوا او کوټې د شاعرانو او لیکوالانو د اثارو چاپولو ته دې پام وکړي.

ښاغلي غني ګډونوال ته وویل، په خیبر کې چې هر څه تېرېږي، د افغانانو په زړونو کې ژور ځای لري.

د 'نابغه خوشحال' په نوم دا څلور ورځنی علمي او څیړنیز سیمینار پنجشنبه په ولسمشرۍ ماڼۍ کې له همدې مراسمو سره پای ته ورسېد.

ولسمشر غني په خپله وینا کې وویل، که څوک په پښتو او پښتونولۍ پوهېدل غواړي نو باید خوشحال ولولي.

نوموړي وویل، خوشحال خان خټک د افغانانو پر ژبه، فکر او لیدلوري داسې اغېز کړی چې راتلونکو زمانو به محسوسېږي.

ښاغلي غني دا اعلان هم وکړ چې افغان حکومت به ډېر ژر د پښتو ژبې یو بل کلاسیک شاعر حمید مومند د مقبرې د بیا رغاونې چارې هم پیل کړي.

شاعران

د عکس سرچینه، ARG

د عکس تشریح، په دې سمینار کې د پښتونخوا او کوټې ګڼو شاعرانو او لیکوالانو ګډون کړی و

په دغه سیمینار کې د کوزې پښتونخوا لسګونه شاعرانو او لیکوالانو هم ګډون کړی و او په ویاړ یې لس ټوکه علمي، ادبي او فرهنګي کتابونه هم چاپ شول.

د سیمینار وروستي مراسم په ارګ کې ترسره شول چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني په کې د فرهنګپالنې او د کوزې پښتونخوا د لیکوالانو د کتابونو د چاپولو ژمنه وکړه.

د پښتو ادبیاتو د منځنۍ دورې د وتلي شاعر خوشحال خان خټک پر علمي او ادبي آثارو جوړ دغه سیمینار بېلابیلې غونډې درلودې چې په کابل پوهنتون، کندهار ولایت، علومو اکاډیمۍ او ارګ ماڼۍ کې ترسره شوې.

د سیمینار ګډونوالو خوشحال خان خټک ګڼ اړخیز شخصت وباله او غوښتنه یې وکړه چې د هغه په یاد غونډې باید په راتلونکې کې هم دوام ومومي.

اباسین

د عکس سرچینه، ARG

د عکس تشریح، باسین یوسفزي وویل، د کوزې پښتونخوا په هرو دوه-درې کتابونو کې یو د افغان دولت له خوا چاپ شوی

د علومو اکاډمۍ د سیمه ییزو مطالعاتو مشر رفیع الله نیازي د سیمینار پریکړه لیک ولوست چې ولسمشر یې د وړاندیزونو د منلو ژمنه ورکړه.

دغه څیړنیز سیمینار ته لس ټوکه کتابونه هم چې نهه زره مخه کېږي، چاپ شوي وو. په چاپ شویو کتابونو کې یو د خوشحال خان په لاس کښلی کتاب هم شته چې د لیکوال او تاریخ پوه حبیب الله رفیع په زیار چاپ ته چمتو شوی و.

له کوزې پښتونخوا راغلو لیکوالانو، شاعرانو او فرهنګ پالانو له افغان ولسمشره وغوښتل چې په معنوي او مادي ډول یې ملاتړ وکړي.

اباسین یوسفزي وویل، د کوزې پښتونخوا په هرو دوه-درې کتابونو کې یو د افغان دولت له خوا چاپ شوی او نوموړي د دغه ډول همکارۍ د دوام غوښتنه وکړه.

ارګ

د عکس سرچینه، ARG

د عکس تشریح، د خوشحال خان خټک د سمینار وروستي مراسم په ارګ کې ترسره شول

افغان ولسمشر محمد اشرف غني اړوندو افغان ادارو ته لارښوونه وکړه چې له کوزې پښتونخوا سره د فرهنګي اړیکو د پیاوړتیا اسانتیاوې رامنځته کړي.

د خوشحال خان خټک په سیمینار کې له بي بي سي راډیو نه هم په دې خاطر مننه وشوه چې د دغه شاعر کلیات یې په غږیزه بڼه ثبت کړي دي.

د سیمینار کمیټې د بي بي سي کارکوونکو ډاکتر داود جنبش او زمزمې نیازۍ ته چې د خوشحال خان کلیات یې غږیز کړي، ستاینلیکونه هم ورکړل.