ولې مو خپل غږ نه خوښېږي؟

غږونه
د خپرېدو وخت

ځینې وخت زموږ خپل ثبت شوی غږ اورېدل نه خوښېږي.دا غبرګون نه عجیب دی او نه هم نوی. په ۱۹۶۷ کال امریکا کې یوې څېړنې په لومړي ځل له "خپل غږ سره مخ کېدلو" مفهوم وړاندیز وکړ، چې پکې یو کس د خپل ثبت شوي غږ په اورېدلو سره د ناخوښۍ احساس کوي.

موږ ولې داسې احساس کوو؟ ایا د لیرې کولو لپاره یې کومه لار شته؟

د خبرو پر مهال څه پېښېږي او ولې نه غواړو وا یې اورو؟

غږونه

د عکس سرچینه، Getty Images

لومړی ټکی چې د غږ ثبتولو پر مهال ذهن ته راځي د خپل ثبت شوي غږ اورېدل دي، "ایا زما غږ همدا شان دی؟"

د دې احساس لپاره رواني سپړنه دا ده، کله چې موږ خبرې کوو نو هېڅکله خپل غږ په بشپړ ډول نه اورو، لږ تر لږه هغه ډول نه چې نور خلک یې اوري.

موږ خپل غږ له دوو لارو اورو. له دننه او د سر د هډوکو یا جمجمې له لارې، کوم چې ژوره او ټیټه فریکونسۍ رامنځ ته کوي او همدارنګه له بهره د غږ څپو په بڼه چې زموږ د غوږونو پردو ته رسېږي.

کله چې موږ خپل ثبت شوی غږ واورو، پر وړاندې یې باید رواني غبرګون په پام کې ونیسو.

د بریتانیا د رواني ناروغیو د ټولنې غړي ډاکټر جورج فیلډمن، له بي بي سي سره په خبرو کې ویلي: "زما په اند کله چې موږ خپل غږ اورو، په اړه یې خورا سخت معیارونه لرو چې غږ مو باید باید څنګه وي."

غږ زموږ د شخصیت یوه مهمه برخه ده، او که مو غږ له هغو معیارونو سره سم نه وي چې موږ یې تمه کوو، دا کولای شي ناوړه غبرګونونه لکه کرکه یا ناخوښي رامنځ ته کړي.

ولې موږ له خپل غږ څخه کرکه کوو او څنګه کولای شو دا احساس له منځه یوسو؟

غږونه

د عکس سرچینه، Getty Images

له خپل غږه ناخوښي یوه معاصره پدیده ده. ډاکټر فیلډمن وايي: "دا یو له هغو عجیبو کارونو دی چې موږ یې په نننۍ نړۍ کې ترسره کوو، خو تر موږ مخکنیو خلکو نه شو کولای."

د هغه په باور په ځانګړې توګه، موږ باید په پام کې ونیسو، موږ په داسې وخت کې ژوند کوو، د هغه څه ثبتول چې موږ یې وایو او ترسره کوو یې، هېڅکله دومره د پام وړ نه وو.

خو ډاکټر فیلډمن ډاډمن دی، دا ممکنه ده چې دا کرکه له منځه یوسو.

هغه وايي: "لکه د ډېرو ورته نورو کارونو په څېر، که تاسو خپل غږ په وار وار واورئ، نو کرکه به مو کمه شي."

بل ځل چې تاسو خپل ثبت شوی غږ واورئ، دومره سخت قضاوت مه کوئ. په ټینګ احتمال، تاسو یوازې د خپل غږ په بل ډول اورېدلو سره عادت شوي یاست.