د خوشال خان په خپل قلم لیکل شوی دیوان چاپ شو

- Author, عصمت بهیر
- دنده, بي بي سي کابل
- د خپرېدو وخت
د پښتو د نامتو شاعر خوشال خان خټک د شعرونو دیوان د افغان ولسمشر محمد اشرف غني په شخصي لګښت چاپ شوی.
دغه اثر د لیکوال او څېړونکي حبیب الله رفیع په زيار چاپ شوى. د استاد رفیع په وینا دغه دیوان د خوشال خان خټک په لاس لیکل شوی او هغه یې ۴۰ کاله مخکې په "پښتو ټولنه" کې موندلی و .
بي بي سي هم د خوشال خان خټک دیوان غږیز کړی او په پام کې ده چې را تلونکو کې یې پر سي ډي خپور کړي.
د افغانستان علومو اکاډيمۍ سلاکار حبیب الله رفیع وايي، د دغه دیوان خطي نسخه خوشال خان خټک تر خپلې مړینې پنځه میاشتې او څلور ورځې مخکې بشپړه کړی وه.
ښاغلى رفیع زیاتوي د خوشال خان خټک د چاپ شویو دیوانونو په شعرونو کې لاسوهنې شوې، پروفي او املایي تېروتنې لري، خو په وینا یې دا په لاس کښل شوی دیوان له دې تېروتنو پاک دی.
د هغه په وینا د دغه یوان پر سمون او ترتیب يې ۱۷ کاله کار کړی دی:
''په دې دیوان کې د خوشال خان خټک هغه شعرونه دي چې ده په خپل قلم لیکلي دي، تېروتنې هېڅ پکې نشته او بل چا ګوتې پکې نه دي وهلي. دا دیوان چې خوشال خان لیکلی و، د ده له وفاته وروسته په اپریدو کې و، له هغه وروسته شینوارو ته راوړل شوی و او دا ۶۰ کاله په پښتو ټولنه کې و، دا د ده دیوان لومړۍ برخه ده، چې کابو زر غزلې پکې دي، هڅه مې کړي چې د خوشال خان املا او معیاري املا په پام کې ونیسم. ''
ښاغلی رفیع وايي، ولسمشر محمد اشرف غني د لومړي ټوک د چاپ لګښت ورکړی او د نورو ټوکونو د چاپ د پېسو ژمنه یې هم ورسره کړې ده:
''بل ټوک یې د قصیدو، رباعیاتو او متفرقات دي، کار پرې روان دي ان شا الله ژر به چاپ شي. درېیم ټوک د خوشال خان د نامو کلیات دی، چې په لومړۍ برخه کې یې منظومې دي. لکه فضل نامه، اخلاق نامه او په دویمه برخه کې یې طب نامه، دستارنامه، سوات نامه او داسې نورې، چې دا ټوک یې څلور کتابه کېږي او دوه ټوکه یې لغت نامه او نام نامه دي. ټول دیوان شپږ ټوکه دی. ''
بي بي سي هم په ۲۰۱۶ کال کې د خوشال خان خټک دیوان د غږیز کولو کار پیل کړی چې په ۲۰۱۸ کال کې پای ته ورسېد. د دغې خپرونې چمتو کونکي ډاکتر داود جنبش او زمزمه نیازۍ وه چې ټول دیوان یې په ۱۵۳ نیم ساعته خپرونو کې ثبت کړ.

اغلې زمزمه وايي، بي بي سي په پام کې لري چې د خوشال خان خټک غږیږ کتاب په سي ډي کې راټول او تر مينه والو یې ور ورسوي.
له دې مخکې هم د خوشال خان خټک دیوان د بېلا بېلو لیکوالو او څېړونکو په زیار څو ځله چاپ شوی دی.
خوشال خان خټک په (۱۰۲۲هـ ش) کال کې پېښور ته نژدې په اکوړه خټک کې زېږېدلی او (۱۱۰۰هـ ش) کال کې ومړ چې په همدې اکوړه خټک کې خاورو ته وسپارل شو. ځینې پوهان د خوشال خان خټک د اثارو شمېر تر ۲۵۰ پورې یادوي. چې مشهور یې د شعرونو دیوان، بازنامه، اخلاق نامه دستارنامه او طب نامه یادېږي.


















