چې زمانه خرابه شي؛ کتاب موږ ته څه لري؟

ر
د عکس تشریح، د اطلاعاتو کلتور وزارت د غونډو تالار کې د وکیل سوله مل د کتابونو مخکتنه.
    • Author, کریم حیدری
    • دنده, بي ‌بي سي
  • د خپرېدو وخت

د پښتو ژبې د معاصر لیکوال عبدالوکیل سوله مل شینواري د لنډو کیسو د درې کتابونو مخکتنه د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په انګړ کې د ګڼ شمېر لیکوالو او شاعرانو په شتون کې پرون وشوه.

"چې زمانه خرابه شي"، "داروی کورکننده" چې د همدې کتاب دري ژباړه ده او ۱۷ کیسې پکې راغلې، "اغزن پالنګ" بیا د ۱۳ لنډو کیسو ټولګه ده چې د افغان مېرمنو ستونزو او ارمانونو ته ځانګړې شوې دي.

دا درې کتابونه د مخکتنې برخه و او لیکوالو یې پر مختلفو اړخونو خبرې وکړې.

که څه هم وکیل سوله مل له ډېرو کلونو راهیسې په اروپا کې ژوند لري، خو لا هم د قلم په ژبه د ټولنې مختلف اړخونه د کیسو په چوکاټ کې انځوروي

د ولسمشر فرهنګي سلاکار اسدالله غضنفر هم د غونډې ګډونوالو ته په وینا کې ښاغلی سوله مل ځکه فعال لیکوال وباله، چې د اروپا بوخت ژوند بدل نه کړ او له کلونو راهیسې پرلپسې کیسې لیکي:

"سوله مل صیب د ځینې هغو کسانو په څېر نه دی چې څه وخت وروسته یې شوق او لاره بدله شي".

د ملي راډیو ټلویزیون مشر زرین انځور بیا د سوله مل د کیسو پر معیار خبرې وکړې او د داستاني ادب پر معیار یې برابرې وبللې.

وکیل سوله مل په خپلو کېیسو کې د خپلې ټولنې پر تراژیدۍ سربېره جنسي مسلو ته هم پام کوي، چې د ځینې کسانو له نیوکو سره هم مخ کېږي،

خو ښاغلي انځور په دې برخه کې نوموړی زړور لیکوال وباله او ویې ویل، ډېر لیکوال دا ډول مسلو سپړلو ته زړه نه ښه کوي، خو سوله مل یې په ډېر جرات سره وړاندې کوي.

د هغه په خبره، دا جنسي کیسې د جنسي پارونې لپاره نه بلکې د ژوند ټولنیز درد څرګندولو لپاره دي:

"هغه پټې خبرې وایي چې شته خو څوک یې نه وایي".

ر

د عکس سرچینه، FB

"چې زمانه خرابه شي" د ۱۷ لنډو کیسو ټولګه د مومند خپروندویه ټولنې په ۱۶۰ مخو کې چاپ کړې.

د دې ټولګې کیسې له تېرو درې کلنو راهیسې لیکل شوې او د پخوا په څېر د افغانستان او افغانانو له پېښو سره تړلې دي.

ترخه واقعیتونه په ښکلې ژبه ویل شوي.

د غولکې ګواز د یوه ماشوم کیسه ده چې د نیکه د خبرو تر احساساتو لاندې راځي او د بهرنیانو پوځې چورلکه په غولکه ولي.

دا کیسه د افغانانو دودیز حساسیت د بهرني يرغل پر وړاندې څرګندوي.

"د عکسونو بازار" نه یوازې د ټولنې یو بل واقعیت بیانوي، د عکس سره مذهبي ټکر ته هم اشاره پکې شوې.

په اوسني عصر کې د عکسونو پر سر د سوداګرۍ او سیاست ترمنځ تړون، د ټولنې انحراف او دوه مخیز لور ته د ښوېدو وېره پکې هم ځای شوي.

همدې موضوع ته (د پلار زیارت) کیسه کې هم اشاره شوې.

"د وسلې په زور" یوه بله په زړه پورې کیسه ده چې یو نالوستی پلار څرنګه سخت دریځۍ ته مخه کوي او خپله کورنۍ له کړاو سره مخامخوي.

د دې کتاب له کیسو مالومیږي چې لیکوال په ورستیو کلنو کې کیسو ته سمبولیکه بڼه ورکوي.

لویې عمومی موضوعګانې په یوه واړه ماحول کې راولي.

سمبولیک کرکټرونه

ر

د سوله مل د کیسو ځینې کرکټرونه سمبولیکه بڼه لري.

لکه بوډۍ مور د وطن استازیتوب کوي، ولسمشران د ډریورانو په څېره کې ترسیم شوي، بهرني ځواکونه د پریانو په شکل کې راغلي، جنګي جنایتګرو ته د خوړونکو سپو نسبت ورکړل شوی.

بېلګې یې د "لږ په ورو ځه" او "زړه انا او پمن سپی" کیسو کې جوتې دي.

د فرانسې نامتو لیکوال او فیلسوف ژان ژاک رسو ویلي و چې"هنر او ساینس د بشر پر اخلاقي پرځونې ګرم دي، انسان په ذات کې ښه دی".

د سوله مل "نالوستي لوستوال" کیسه هم تقریبا د دې خبرې پخلی کوي.

یو ځوان چې د کتاب له لوستلو سره مینه لري خو د خپل ناولستي پلار نصیحت ته غوږ نه دي، ستونزې ورته پېښیږي.

په دې کتاب کې "ناشناس" هغه کیسه ده چې ځینې لوستونکي نیوکې پرې لري او خپله خواشیني یې مخامخ لیکوال ته څرګنده کړې.

په دې کیسه کې د ناشناس پلار د جومات د یو ملا په توګه معرفي شوی.

په داسې حال کې چې هغه دیني عالم خامخا و خو حکومتي ډیپلومات هم و؛ د هغې زمانې په هندوستان کې د افغانستان په سفارت او قونسلګریو کې یې دنده ترسره کړې.

د سوله مل په وینا د دې کیسې اصلي کرکټر هم ناشناس دی او هم نه دی. موسیقۍ ته په سپکه سترګه کتل د هغې زمانې یو واقعیت و، ښایي تر اوسه هم وي.

له دې ستونزې سره بې شمېره اماتور سندرغاړي مخ شوي دي.

د لیکوال په ملاتړ باید وویل شي چې دا کیسه لکه نورې له تخیل څخه خلق شوې او کومه تاریخي صبغه نه لري.

تر دې د مخه "زړه کلا"، "پنځوس میلیونه ډالر"، او "رنځورې هیلې") د لنډو کیسو مجموعې دي چې د انګرېزي ژبې ترڅنګ په ځینې نورو ژبو هم ژباړل شوې دي.

لنډه کیسه

ر
د عکس تشریح، د وکیل سوله مل ځینې کیسې، پارسي، انګرېزی، هندي او سلواکي ژبې ته هم ژباړل شوې دي.

لنډې کیسې د هرې ژبې په ادبیاتو کې یوه ډېره زړه او منل شوې برخه ده.

مخکې له دې چې لیکنه دود شي، په ګړنۍ یا شفاهي بڼه به خلکو کیسې او نکلونه اورېدل.

د لیک او لوست سره اوږدې کیسې یا ناول هم دود شو.

خو د لنډو کیسو ارزښت او خوند یې لا پیاوړی کړ.

په دې ډول کیسو کې لیکوال د ګوتو په شمار کرکټرونه کاروي.

کله د ژوند یوه ځانګړې شېبه په ښکلا انځوروي کله هم د ټول عمر ناخوالې د سوړ اسوېلي په شان بیانوي.

په لنډو کیسو کې لیکوال هڅه کوي چې د لوستونکي فکري حال او احساس بدل کړي.

د ناول خلاف داستان ته ډیره پاملرنه نه کیږي.