سونم کپور له واده یوه ورځ مخکې

د خپرېدو وخت

د باليووډ ستوري انیل کپور لور هنرمنه سونم کپور نن( د مۍ اتمه) ودېږي، واده یې هم له کاروباري شخصیت انند اهوجا سره کېږي. هغې پرون د سنګیت په نوم د ساز او سرود مراسم درلودل.

له واده یوه ورځ مخکې د سنګیت یا نڅا او ساز دودیز مراسم د بالیووډ له ستورو سره جوړېږي.

خبریالان وايي، بالیووډ کې داسې چانس ډېر کم وي چې ډېر شمېر خلک سره یو ځای شي.

د سونم کپور دا ښکلی انځور د سنګیت یا ساز او نڅا پروګرام کې دی.

له دې مخکې د یکشنبې په ورځ د سونم کپور د نکریزو اېښودل هم په جوش او خروش سره و.

د مۍ په اتمه یا نن سونم ودېږي او کور ته یې مشهور مېلمانه ځي.

د سونم کپور ملګرې جیکلن فرننډاس سنګیت پروګرام کې په دې انداز ځلېږي.

ویل کېږي هنرمنه او ناوې سونم کپور او د هغې پلار انیل کپور به په واده کې هم دا جامې اغونځي.

هنرمنې راني مکرجي او ډایرېکټر او فېلم جوړوونکي کرن جوهر هم په سنګیت کې ګډون کړی دی.

فېلم جوړوونکې فرخ خان هم ناسوب نه ده او له دریو بچیو سره دې مراسمو ته تتلې ده.

که څه هم پښې یې درد درلود، خو له سونم سره یې په خوشالۍ کې ګډون وکړ.

د خپلې زمانې وتلې هنرمنه ریکا هم له سترګو کېږي. دلته د فرح خان بچي هم ور سره دي.

د هنرمنې سري دیوي او فېلم جوړوونکي بوني کپور بچي جهانوي او خوشي کپور هم دې مراسمو ته تللي.