تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
اېما واټسن: زما سینې له فېمېنزم سره څه اړیکه لري؟
د بریتانیا مشهورې هنرمندې او د ښځو حقونو فعالې اېما واټسن په تېرو څو ورځو کې په ټولنیزو شبکو کې د خپلو منتقدانو لفظي بریدونو ته په ځواب کې ویلي، هرڅوک د خپل ځان اختیار لري او د هغې د یوې برخې ښودل د جنسیتي عدالت ارمانونو ته د شا کولو معنا نه لري.
د هېري پاتر فلمونو ستورې وایي؛ فیمینېزم ښځو ته د انتخاب حق ورکولو په معنا ده او هغوی د خپل بدن په اړه پرېکړه کوي: "فیمینېزم لرګی نه دی چې پرې ښځې ووهل شي."
د وېنیټيفر مجلې پر صفحې د اېما واټسن د داسې انځورونو خپرېدو چې د سینو ځینې برخې یې ښکارې د ځینو کسانو نیوکې راپارولي چې وایي، د ښځو حقونو دغې فعالې د "فیمینسټېۍ" ارمانونو او برابرۍ غوښتنې ته خیانت کړی دی.
اېما واټسن د ښځو په چارو کې د ملګروملتونو د ښه نیت سفیره ده او په نړیوالو کنفرانسونو کې د ښځو د برابرۍ پر ویناوو مشهوره ده.
څه دپاسه دوه کاله کېږي چې هغې د نارینه د ملاتړ جلبولو او د جنسیتي واټن لمنځه وړلو کمپاین پیل کړی او په دې برخه کې فعالیت کوي.
د هغې "بیوټي اېنډ ده بیسټ" فلم خپرېدل په دې وروستیو کې پیل شوي او د ونیټيفر مجلې هم په همدې لړ کې د هغې نوي انځورونه خپاره کړي دي. په یوه انځور کې هغې داسې جامې اغوستي چې د تیونو ځینې برخې یې ښکاري.
مېرمن واټسن هغو نیوکو ته چې ددې انځورونو تر خپرېدو وروسته شوي وایي، "دا یوازې موږ ته دا ښيي چې خلکو کې فیمینیزم نه څومره ناسم تعبیرونه او ناسم پوهاوی شته."
د اېما واټسن په وینا، "فیمینیزم ښځو ته د انتخاب حق ورکړی. لرګی نه دی چې ښځې پرې ووهو. فیمینیزم د خلاصون او ازادۍ په اړه دی. د برابرۍ په اړه دی. زه په رښتیا نه پوهېږم چې زما تیونه له دې موضوع سره څه اړیکه لري."
اېما واټسن په سینما کې د ښځو د حقونو نابرابریو له منتقدینو ده او په رسمي ویناوو کې یې پر دې موضوع اعتراض کړی دی. هغې په ملګرو ملتونو کې هم له نارینه و وغوښتل چې د ښځو د برابرۍ حق لپاره مبارزه وکړي.