د بریتانيا په يوه اورګاډي کې د چاړې بريد: نهه تنه سخت ټپیان دي
د بریتانیا د ټرانسپورټ پولیس وايي، د انګلند په ختیځ کې په یوه اورګاډي کې "څو تنه" په چاړو وهل شوي دي. ويل کېږي اورګاډی له ډونکسټر څخه د لندن کېنګزکراس ته روان و.
پولیس وايي، د پېښې په تړاو دوه کسان نیول شوي خو د هغوی د پېژندګلوی په اړه یې څه نه دي ويلي. تراوسه د بريد علت معلوم نه دی، پوليس وايي، د پېښې په اړه پلټنې روانې دي.
د پوليسو په وینا۱۰ تنه روغتون ته لېږدول شوي چې له دې ډلې نهه تنه سخت ټپیان دي.
د ختيځ انګلنډ د امبولانسونو ادارې ویلي دوی ته ځايي وخت د ماښام پر ۷:۳۹ بجو خبر ورکړل شو چې په اورګاډي کې پر ګڼو کسانو د چاړو بريد شوی دی.
د اېل اېن اي ار د اورګاډو پر وېبپاڼه لیکل شوي چې "بېړني خدمتونه د سټونېج او پيټربورو تر منځ د شوې پېښې له قربانيانو سره مرسته کوي".
سیمې ته تلونکي اورګاډي ځنډول شوي دي. په بیان کې خلکو ته سپارښتنه شوې چې په دې لاره له تلو ډډه وکړي.

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images
د بریتانیا لومړي وزير کېير سټارمر پر اېکس خپاره کړي يوه پيغام کې دا پېښه "ډېره د اندېښنې وړ" بللې ده.
نوموړي ويلي، "زه له ټولو اغېزمنو شويو کسانو سره خواخوږي څرګندوم او د بېړنيو خدمتونو له کارکوونکو د چټک غبرګون له امله مننه کوم. په سيمه کې ټول خلک بايد د پوليسو په سپارښتنو عمل وکړي."
د بریتانيا د کورنيو چارو وزيرې شبانه محمود هم پر اېکس خپاره کړي يوه پيغام کې د پېښې له کبله ژوره خواشیني څرګنده کړې ده.
نوموړې ليکلي، "زه له ټولو اغېزمنو کسانو سره خواخوږي څرګندوم. دوه مشکوک کسان سملاسي نيول شوي او پوليسو ته سپارل شوي دي".
نوموړې زياته کړې چې د پېښې په اړه وروستي معلومات ترلاسه کوي او له خلکو یې غوښتي چې په "دې لومړي پړاو کې له تبصرو او اټکلونو ډډه" وکړي.

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images
عیني شاهدان وايي، خلکو له یوه کس څخه چې اوږده چاړه ورسره وه منډې وهلې، ځينې بیا د اورګاډی په تشنابونو کې پټ شوي وو.
د لندن تر ځمکه لاندې اورګاډي يوه کارکوونکي ډين مکفارلين ويلي، يو تن يې په "وينو لت پت" وليد.
دی وايي، ځينې کسان یې وليدل چې منډې یې وهلې، يو تن چې سپینې جامې یې اغوستې وې په بشپړه توګه په وينو سور و.
د اورګاډي يوه مسافر بي بي سي ته ويلي، "چيغې مې واورېدې چې منډه کړئ، منډه کړئ، يو کس هر څوک په چاړه وهي."
دی وايي، لومړی مې فکر وکړ چې د هالووين شپې وروسته کوم څوک ټوکې کوې خو وروسته مې وليدل چې لاسونه یې په وينو سره وو.






















