ټام وېسټ افغانستان کې د داعش خلاف د طالبانو مبارزه ستایلې ده

    • Author, عبیدالله حسام
    • دنده, بي‌بي‌سي‌
  • د خپرېدو وخت

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي د داعش ډلې د خراسان څانګې پر وړاندې د طالبانو د مبارزه ستایلې او بریالۍ بللې ده.

ټام وېسټ د اسټیمسون په نوم د مطالعاتو یوه امریکايي مرکز ته د وینا پرمهال ویلي، په تېرو دوو کلونو کې په افغانستان کې طالبانو د داعش ډلې اته مهم غړي له منځه وړي.

د هغه په وینا د طالبانو نظامي عملیاتو د داعش د فعالیتونو کچه راټیټه کړې ده.

د نوموړي دغه څرګندونې داسې مهال راځي چې روانه اونۍ د امریکا دوو لوړپوړو چارواکو اعلان وکړ چې په افغانستان او پاکستان کې د القاعدې ډلې بیا راپورته کېدل ناشوني دي.

افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازي ویلي "د دوی له مهمو ګټو یوه دا ده چې افغانستان یو ځل بیا هغو کسانو لپاره پر خوندي ځای بدل نه شي چې امریکا او د هغې ملګرو ته زیان رسول غواړي."

د نوموړي په وینا اوسمهال دوی یوه جدي اندېښنه په افغانستان کې د اسلامي دولت یا داعش ډلې د خراسان څانګه ده.

د یادونې ده چې داعش د ۲۰۲۱ کال په اګست کې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو را وروسته دغه هېواد کې د ګڼو خونړیو بریدونو مسوولیت منلی دی.

په دوی کې د کابل هوايي‌ ډګر د دروازې، د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت پر کارکوونکو، د روسیې او پاکستان پر سفارتونو،‌ کابل کې د چیني وګړو پر مېلمستون او همدا راز د کابل، کندهار، کندوز او مزار شریف په ګډون بېلابېلو ښارونو کې پر جوماتونو او نورو ځایونو مرګوني بریدونه شامل دي.

د طالبانو امنیتي‌ ادارو هم په دې موده کې د دې ډلې خلاف په بېلابېلو ولایتونو کې د عملیاتو او د داعش د ګڼو غړو د وژلو او یا نیولو رپوټونه ورکړې دي.‌

ټام وېسټ ویلي "دا د یادولو ده چې د ۲۰۲۳ کال له لومړیو راهیسې د طالبانو نظامي عملیاتو په افغانستان کې د داعش لږ تر لږه اته غړي له منځه وړي دي. د دوی دوامداره تاوتریجنو نظامي بریدونو د داعش ډلې توانايي په جدي توګه کمه کړې."

ښاغلي وېسټ زیاته کړې "نه غواړم پر دې موضوع ډېر تم شو خو لکه څنګه چې مې وویل موږ د دې ډلې په اړه اندېښمن یو چې په ښکاره ډول د بهرنیو بریدونو وحشتناک نیت لري، خو طالبان يې پر وړاندې بریالي و چې د دوی توانايي یې په جدي توګه کمزورې کړې ده."

د افغانستان لپاره د امریکا استازي ټوماس ویسټ زیاتوي، پر داعش ډلې د طالبانو بریدونو افغانانو ته هم ګټه رسولې، هغه داسې چې د ده په وینا پر ملکیانو د دې ډلې بریدونه خورا کم شوي.

نوموړي تیر کال اپریل میاشت کې په کابل او کندهار کې پر شعیه ګانو د داعش خونړیو بریدونو ته په اشاره وویل، له تیر یوه کال راهیسې دغه ډول پېښې نه دي تکرار شوې.

ټوماس وېسټ همدا راز د ډاډ هم ښودلی چې په افغانستان او پاکستان کې القاعدې ډله له پښو غورځېدلې او د دې وړتیا یې له لاسه ورکړې چې له هغه ځایه بیا امریکا ته ګواښ پېښ کړي.

د هغه په وینا، هغه ډله چې اوسمهال د سیمې امنیت ته لوی خطر پېښولی شي، د پاکستاني طالبانو تحریک یا ټي‌ټي‌پي دی چې په ورستیو کې یې پاکستان کې خپل بریدونه زیات کړي دي.

روانه اونۍ د امریکا خبري اژانس سي‌اېن‌اېن د دوو جګپوړو امریکايي چارواکو له خولې ویلي و، چې د امریکا د یوې "نوې استخباراتي ارزونې" له مخې‌ په ډاګه شوې چې په افغانستان کې د داعش ډلې پر ضد د طالبانو پوځي عملیاتو د دغې ډلې د فعالیت کچه راټیټه کړې ده.‌

‌امریکايي چارواکو د دغې ارزونې په اړه د معلوماتو ورکولو پر مهال ویلي و چې دا ارزونه په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د حضور په اړه په ټوله کې "خوشبینانه انځور" وړاندې کوي.

د یادونې ده چې له ترهګرۍ سره د مبارزې برخه کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال ویلادیمیر وورونکوف تېره اګست میاشت کې امنیت شورا ته خپل رپوټ کې ویلي وو چې په افغانستان کې د اسلامي دولت (داعش) ډلې وړتیاوې او بریدونه زیات شوي دي.

خو د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د وړاندې شوي پوټ محتوا "بې بنسټه تورونه" بللي وو.