انګلستان کې د کورونو کمښت؛ '۸۰۰۰ افغانان د بې کوره کېدو خطر سره مخ دي'

د عکس سرچینه، Getty Images
انګلستان کې د محلي حکومت ټولنه (اېلجياې) وايي، د کورونو کمښت او د ځای پر ځای کېدو اوږده پروسه ښايي د دغه هېواد هوټلونو کې ۸۰۰۰ مېشت افغانان د بې سرپناه کېدو له خطر سره مخ کړي.
دغه افغانان د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د طالبانو له بیا واکمنېدو را وروسته له افغانستانه ایستل شوي دي.
د محلي حکومت ټولنه، چې د انګلستان ۳۱۷ شوراګانې یې غړیتوب لري، په یوه بیان کې وايي، د بریتانیا کورنیو چارو وزارت دغو افغانانو ته ویلي چې د را روانې اګست میاشتې تر پایه د خپلې لنډمهالې استوګنې هوټلونه پریږدي.
په اعلامیه کې راغلي، چې دغو افغانانو ته د هغه ملاتړ مالومات ورکړ شوي، چې له هوټلونو تر وتلو وروسته ترې برخمنېږي.
خو اېلجياې خبرداری ورکړی چې د هېواد په کچه د کورونو کمښت او له هوټلونو وتلو لپاره ټاکلي لنډ وخت محلي شوراګانو ته دغو افغانانو لپاره د استوګنځیو موندل ستونزمن کړي دي.
د محلي حکومت ټولنې دا خبرداری داسې مهال ورکړی چې سې شنبه په بورنموت ښار کې خپل کلنی کنفرانس جوړوي.
اېلجياې د دغه کنفرانس په درشل کې پر حکومت غږ کړی چې له شوراګانو سره خپله ښکېلتیا ښه او هغه پیچلتیاوې درک کړي، چې دوی ورسره مخامخ دي.
ټاکلې د دغې ټولنې مشر شان ډېویس دغه کنفرانس ته ووايي چې "شوراګانې په انګلستان کې د پناه غوښتونکو او کډوالو د مېشتولو او د دوی د ژوند بیارغونې لپاره د ګام پورته کولو او ملاتړ ویاړلي تاریخ لري. خو د حکومت لخوا پر شوراګانو باندې د پناه غوښتنې او بیا میشتېدنې د پروګرامونو ګډ فشارونه مخ په ډیرېدو دي."
په تېره می میاشت کې ویل شوي وو چې شوراګانې به د حکومت په تمویل هوټلونو کې د مېشتو پناه غوښتونکو ملاتړ او احتمالي بې سرپناه کېدو ته د رسېدنې لپاره له حکومته ۳۵ میلیون پونډ ترلاسه کړي.
په یوه بله ورته بودیجه کې دغو شوراګانو لپاره ۲۵۰ میلیون نور پونډ ځانګړي شوي وو چې افغان پناه غوښتونکو ته استوګنځایونه پیدا کړي.
د بریتانیا کورنیو چارو وزارت د دغو بودیجو د اعلان پر مهال ویلي وو چې هوټلونه د کډوالو "د اوږدمهاله اوسېدو لپاره مناسب نه دي."
د رسمې شمېرو له مخې په هوټلونو کې د کډوالو ساتل هره ورځ د بریتانیا حکومت ته په شپږ میلیونو پونډو تمامېږي.
له هوټلونو نه د کډوالو د ایستلو لوی لامل همدا لوړ لګښت په ګوته کېږي.
د یادونې ده چې له افغانستانه ایستل شويو ۱۲ زرو افغان کډوالو ته وار د مخه د بریتانیا په بېلابېلو سیمو کې د اوسېدو کورونه ورکړ شوي دي.

د عکس سرچینه، Getty Images
ټاکلې د محلي حکومت ټولنه د سې شنبې ورځې کنفرانس کې له هغو اوکرایینانو سره ملاتړ لپاره د بودېجې موضوع هم راپورته کړي، چې د روسیې له یرغل وروسته له خپل هېواده وتلي او بریتانیا ته یې پناه وړې ده.
دغه کنفرانس کې به پر محلي خدماتو د ناقانونه کډوالو د ورتګ پر اغېزو هم بحث وشي، چې ویل کېږي شمېر یې په چټکۍ سره مخ په لوړېدو دی.
د بریتانیا حکومت پلان لري چې د انګلیس کانال له لارې دغه هېواد ته اوښتونکي ناقانونه کډوال رونډا ته واستوي.
په دې تړاو له رونډا سره یوه هوکړه هم شوې، خو د بریتانیا استیناف یوې محکمې تېره اوونۍ دغه پلان ناقانونه وباله.
د بريتانيا حکومت وايي، دا ګام د انساني قاچاق د مخنيوي په موخه اخلي، او دا چې د استیناف محکمې د پرېکړې خلاف به سترې محکمې ته عرض وکړي.





















