امریکا کې د اختر مراسمو کې ډزې شوې

د عکس سرچینه، CBS
د امریکا فلاډلفیا یوه جومات ته څېرمه د اختر مراسمو پر مهال د ډزو پېښه کې لږ تر لږه دوه کسان ټپیان شوي دي.
د فلاډلفیا سیمه ییز پولیس وايي، د ډزو دا پېښه پرون چارشنبه (اپریل ۱۰) په داسې حال کې رامنځته شوې، چې د کوچني اختر لپاره چمتوالی کېده او دومره لویه پېښه وه، چې د ټول ښار پولیس د پېښې ځای ته بلل شوي وو.
د فلاډلفیا پولیسو کمشنر کېوین بټل خبریالانو ته وویل، ''له هغه وروسته چې یو شمېر ځوانانو پر یوه بل ډزې پیل کړې'' پولیس د پېښې ځای ته ورغلل او پنځه کسان یې له خپلو وسلو سره ونیول.
پولیس وايي، پېښه د یوه جومات مخې ته د ځوانانو دوو ډلو تر منځ د ډزو له پېښو وروسته رامنځته شوې.
کمشنر بټل وايي، پېښه کې هېڅوک نه دي وژل شوي.
د پولیسو په وینا یو کس په دې پېښه کې ژوبل شوی او یو ۱۵ کلن هلک د پولیسو په ډزو پر پښه او اوږه لګېدلی دی.
پولیس وايي، د ماشوم وسله وال روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ نه دی او روغتون ته لېږدول شوی دی.
د ځايي پولیسو په وینا د پېښې پر مهال لږ تر لږه زر کسان هلته وو او د روژې میاشتې له پای ته رسېدو وروسته یې د کوچني اختر مراسم لمانځل.
پولیس دغه راز وايي، یو بل ژوبل کس هم روغتون ته لېږدول شوی دی.
د کوین بټل په خبره یوه وسله وال ځوان په پښه ټپي شوی دی. ځايي پولیسو له ښکېلو ځوانانو لږ تر لږه پنځه میله وسله نیولې ده.
ځايي پولیس وايي، یو ماشوم بیا هغه مهال د پولیسو له ګاډي سره له ټکر وروسته ټپي شوی، پښه یې ماته شوې، چې د پېښې له ځایه د تېښتې په حال کې و.
د سي بي ایس خبري شبکې په رپوټ کې ویل شوي، د پنسلوانیا ایالتي پولیس او د امریکا فدرالي څارګره اداره ایف بي بي ای د پېښې په تړاو پوښتنو، ګروېږنو کې له فلاډلفیا پولیسو سره همکاري کوي.





















