کرېکټ؛ نیپال د ۱۹ کلنو نړیوال جام کې افغانستان ته په یوه وېکټه ماته ورکړه

Cric

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، نیپالۍ لوبډله د افغانستان پر وړاندې خپله بریا نمانځي
د خپرېدو وخت

د افغانستان کرېکټ ۱۹ کلنې لوبډلې سویلي افریقا کې له ۱۹ کلنو د کم عمره ځوانانو د یو ورځنیو سیالیو په روان نړوال جام کې له نیپاله هم ماته وخوړه.

دا په دغه جام کې د افغان لوبډلې درېیمه پرله پسې ماته ده.

افغان لوبډلې تر دې مخکې خپله لومړۍ لوبه پاکستان او دویمه نیوزیلنډ ته بایللې وه.

د ننۍ لوبې پچه افغان لوبډلې وګټله او لومړی یې پخپله د توپوهنې پرېکړه وکړه.

د افغانستان ۱۹ کلنې لوبډلې خپله پاڼۍ کې ۴۰ اووره ولوبولی شول او د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره یې نیپال ته د ۱۴۶ منډو نسبتآ کم هدف وټاکه.

په ننۍ لوبه کې افغانستان لپاره الله محمد غضنفر تر ټولو ډېرې (۳۷) او لوبډلمشر نصیر خان معروفخېل ۳۱ منډې وکړای شوې.

نیپال لپاره په توپ اچونه کې 'اکاش چاند' ۵ افغان لوبغاړي وسوځول او ۳۴ منډې یې ورکړې.

هغه اته اوورونه وکړل.‌

کرېکټ

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، اکاش چاند چې ۵ افغان لوبغاړي یې سوځولي وو، غوره لوبغاړی اعلان شو

نیپال لپاره په توپوهنه کې لوبډلمشر 'دېف کنال' ښه وځلید.

هغه د غضنفر لخوا له سوځېدو مخکې خپلې لوبډلې ته د ۸۹ توپونو په لوبولو سره د ۷ څلوریزو په مټ ۵۸ منډې جوړې کړې وې.

دا له ۱۹ کلنو د کم عمره ځوانانو په سږني نړیوال جام کې د افغانستان او نیپال وروستۍ لوبه وه.

نیپال هم تر دې مخکې په (ډي ګروپ) کې خپلې سیالۍ پاکستان او نیوزیلنډ ته بایللې وې.