کرېکټ: هند د پچې ګټلو سره افغانستان ته د منډو جوړولو بلنه ورکړه

ابراهيم ځدراڼ

د عکس سرچینه، ACB

    • Author, ګوربت ننګيال
    • رپوټ له:, بي بي سي، لندن
  • د خپرېدو وخت
  • د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

د افغانستان او هند تر منځ د شل اوريزو لوبو د لړۍ دويمه لوبه په ډيلي کې ترسره کېږي. هند د پچلې له ګټلو سره لومړی افغانستان ته د منډو جوړولو بلنه ورکړې دي.

د نننۍ لوبې لپاره د افغانستان له لوري ابراهیم ځدراڼ، رحمان الله ګوربز، صديق الله اتل، دروېش رسولي، عظمت الله عمرزی، ګلبدين نايب، محمد نبي، راشد خان، مجيب الرحمان، نور احمد او فضل الحق فاروقي غوره شوي دي.

د هند له لوري بيا سنجو سمسن، ابيشېک شرما، اېشان کېشن، شرېياس اير، تېلک ورما، اکشر پټېل، شېوم ډوبې، نېتېش کومار رېډي، روي بېشنوی، ارشديپ سېنګ او جسپريت بومره غوره شوي دي.

د دواړو هېوادونو تر منځ د شل اوريزو لوبو د لړۍ لومړۍ لوبه هند په ۱۴ اور کې د اوو وېکټو په لوی توپیر ګټلې وه.

په تېره لوبه کې د افغانستان لپاره عظمت الله عمرزي تر ټولو ډېرې (۶۴) منډې کړې وې او ناسوځېدلی پاتې شوی و. د ده تر څنګ محمد نبي ۳۳ منډې جوړې کړې وې. له دغو دواړو لوبغاړو پرته بل کوم لوبغاړي د پام وړ منډې نه وې جوړې کړې او یو پر بل پسې ژر ژر سوځېدلي وو.

له لوبې وروسته د افغانستان کرېکټ روزونکي رېچرډ پايبس ويلي وو، "موږ بنسټيزې تېروتنې وکړې، هغوی ته به له سره کتنه وکړو... بايد په خپلو بنسټيزو چارو کې ډېر دقیق واوسو."

همدا ډول افغان لوبډلمشر ابراهيم ځدراڼ هم وویل، "دا له اوږدې مودې وروسته زموږ لومړي لوبه وه، وروستی ځل مو په فبرورۍ کې د نړيوال جام پر مهال شل اوريزه لوبه کړې وه او دلته زموږ چمتووالی د باران له کبله اغېزمن شوی و".

خو که دواړو لوبډلو ته وکتل شي، هند د کرېکټ اوږد تاریخ لري او څو ځله یې نړيوال جامونه هم ګټلې دي، بل پلو د افغانستان کرېکټ نوی د راغوړېدو په حال کې دی او په دې وروستيو کې یې په نړيواله کچه د ډېرو پام ځانته را اړولی دی.

د افغانستان کرېکټ لوبډله

د عکس سرچینه، ACB

د هند کرېکټ بورډ وايي د افغانستان پر وړاندې پاتې دوو شل اويزو لوبو کې به ورو توپ اچوونکی ورون چکرورتي د ټپي کېدو له کبله ګډون ونکړي. دوی وايي، دا لنډمهاله دمه ده چې تمه کېږي نوموړی به اسیايي لوبو کې ګډون وکړي چې د همدې مياشتې پر ۲۴ پیلېږي.

هند لا د هغه ځايناستی په رسمي ډول نه دی اعلان کړی خو روي بېشنوی او واشنګټن سوندر یې ځای نيولی شي.

ټاکل شوې د افغانستان او هند تر منځ د لوبلړۍ وروستۍ لوبه د سپټمبر پر ۱۷ نېټه ترسره شي.

دغې لوبلړۍ ته د "دوستۍ جام" نوم ورکړل شوی او ټولې تخنیکي چارې د افغانستان کرېکټ بورډ پر غاړه دي.

د تلویزیوني نشراتو حقوق هم د افغانستان کرېکټ بورډ سره دي او د افغانستان او هند سربېره په پاکستان، اسټرالیا، شمالي امریکا، بریتانیا، اروپا او افریقا کې ځيني تلویزیوني چینلونو یې د خپریدو حق اخیستی دی.